وايي، خلک بې کاره دي، ځکه غلا، وژنې، اختطاف، ترور، باج ګیري او جګړه زیاته شوې.

که په بې کارۍ شي، د افغانستان کې د نفوس په اندازه د هند خلک په سړکونو ژوند کوي، همدا د سړک غاړه یې کور او نغری دی، هیچا هم جګړه و نه کړه او هیچا دومره غلا، ترور او اختطاف و نه کړ، څومره چې افغانستان کې کیږي.

موږ ځانونو ته کاذب قناعت ورکوو چې قناعت پرې نه کوو او ستونزې مشکلات ورځ تر بلې زیاتیږي.

ایا دا د حل لاره ده چې خپله کار نه کوې، له بل باج اخلې او لارې شکوې؟

ایا دا سم کار دی چې ته پيسې نه لرې او بل یې چې لرې، باید اختطاف یې کړې؟

ایا دا ښه لار ده چې ته خوشې ګرځي، خلک زده کړې او کار کوي او ته ورسره کینه وساتې؟

ایا دا د حل لاره ده چې خلک په سوله کې وږي نس ډوډۍ ته تیار دي، خو ته د جګړې لپاره له خلکو امکانات ترلاسه کوې، سړک ماین ږدي، ښوونځي باندې برید کوې، یو کس هدفي وژنې، پردۍ استخباراتي پروژې تطبیق کوې.

نو دا هېواد د دې جوګه نه دی چې ټولو ته کار پيدا شي، ځینې به یې په مړه خوري، ځینې په نیمه خېټه، ځینې به وږې ویده کیږي، خو دا په دې مانا نه چې یو څوک وږی دی سترګې به د بل په مال وي چې څنګه یې ترې واخلي.

بې کاري او لوږه دلیل نه شي کیدلی چې ته دې د خپلو هېوادوالو ژوند واخلې او خپل هېواد چې د مور حیثیت لري، د بې عفته کولو لپاره یې مټې راونغاړې.

نو راشه په دې باندې فکر وکړه چې خپله ژوند وکړه، د ژوند لپاره امکانات برابر کړه او نور هم ژوند ته پریږده چې امکانات یې برابر کړي دي.

One thought on “بې کاري، د وطن ورانولو پلمه کیدای شي؟ | نوید احمد څرک”
  1. څرک صاحب! دا څه چی تاسی وایاست دا د ایمان، وییښ ضمیر او وجدان خبره او غږ دی ، خدای رب العزت دی د دارینو کامل عزت درکړی .
    لدی احساس او تحلیل نه سالم تربیت او فهم ځلیږی او د نورو لپاره ښه درس او دعوت دی ، ایکاش زموږ ښوونه او روزنه ،لوړی زده کړی او نوری تربیتی اداری همدی سالم تربیت باندی زیات ترکیز وکړی او دتعلیم سره موازی طور تربیت او سړیتوب ته جدی پاملرنه وکړی،ځکه یوازی ۱۰۰ نمری یا اول نمره ګی یا دکتورا د انسانیت مشکل نه حل کوی او دا کافی ندی ، یعنی تعلیم یافتګان بی تربیه هغه خلک دی چی اهل علم ندی او فساد ترویجوی او حتی د ملت په ژوند او صلح هم لوبی او تجارت کوی.
    لنډ مثال یی د کرزی لالا ۱۴ کلن حکومت ، ښه توضیحی مثالونه لری چی موږ ټولو د هغی حکومت له فساد اوس هم کړیږو ، او اثباتی تربیتی مشکل همدا اوس دا دی چی فاسد او ملی خاین خپله خطا نه منی، اوس هم نادم ندی او د نور فساد او خیانت هڅه کوی.
    چی همدا خپله ایمانی او تربیتی مشکل دی او دا کارونه لوړ تعلیم یافته خلکو کول لکه دانتخاباتو تقلبی او انحصاری بنیاد چی مولویصاحب معنو ی یی د علوم دینی متخصص کیښود او د ملی او اسلامی ګټو پرځای یی تنظیمی انحصار ته ترجیح ورکړه
    همداسی دافغانستان بانک سرپرست چی امریکا ته وتښتید څلورمیلیون ډالر یی غلا کړل د جامعه اسلامی فارغ وو خو د بیت المال د ساتنی ظرفیت او تربیت یی نه درلود.
    همداسی د وزارت دفاع د روغنیاتو ۲۲۵ میلیون ډالری غلا، دامنیتی ځمکنیی او هوایی قواوو ډوډی ، تیل ،روغنیات ،البسه ،سلاح اومهمات اوحتی ټانکونو او پوستو خرڅوونکی چی د دښمن سره کمک او ملی خیانت بلل کیږی او سزای اعدام ده دا ټول اکثره تنظیمی ،جهادی غلو چی تعلیم یافته وو ،کړی دی
    همداسی غصب ، اختطاف ،جاهلی تعصبات ، نفاق او شرانګیزی او دښمن ته اجرتی خدمات هم تعلیم یافته رئیسانو، وکیلانو ،وزیرانو او والیانو کړی چی تربیت او ایمان یی ضعیف او د مسلمان حاکم خصوصیات نلری
    نو د حدیث مبارک پر بنا کله چی د اسلامی ملت او امت دوی طبقی خلک فاسد شی ، ټول خلک یا اکثریت فاسدیږی او هغه دوی ډلی امرا او علما دی نو ۱۴ کاله چی امرا او علما فساد وکړی ددی پاکول آسانه کار ندی ، ډیر قوی ایمانداره او د سالم تربیت متخصصین غواړی نه تعلیم یافتګان بی تربیه. لکه قرآنکریم چی فرمایی : مثل الذین حملوا التوراة ثم لم یحملوها کمثل الحمار یحمل اسفارا.

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *