د ګردېز په ملکي روغتون کې د يو کس بې سره جسد ايښی دی، پوليس، روغتياپال او د ښار څو تنه اوسېدونکي ترې تاوېږي، د نوم او ځای ځايګي په اړه يې معلومات نه کېږي، بې تذکرې او بې سره انسان بې کفنه او بې وطنه پروت دی.

يو پوليس وايي، دا د دولت د مخالفو کار دی چې دا ډول چاره يې ورسره کړې، يو بل وايي، نه دا د شخصي دښمنيو له کبله داسې کېږي، خو په اړه يې څوک کره او په ځای خبره نشي کولای چې سړی چا وژلی، څوک دی او ولې يې وژلی؟!

يو بې برخليکه انسان بې سره په يوه تخته پروت دی، شا وخوا خلک وارخطا نه ښکاري، غمګين نه ښکاري، په روغتون کې وضعيت عادي دی، په ښار کې هسې حالت دی، هېڅ هم له تېر سره توپير نه لري، ښار په خپل حال دی، ژوند پکې په خپل حال روان دی، هېڅوک خپه نه دي، څوک د يوې لويې پېښې په اړه فکر نه کوي، څوک د چا له غمه نه ژاړي، د چا په غم خبر نه دي. …

په تخته ايښی انسان په شته وطن کې بې وطنه، په شته خپلوانو کې بې خپلوانو، په شته کفن کې بې کفنه او بې دفنه پروت دی، څوک يې په حال نه خبرېږي، څوک يې د ورک سر په لټه نه دي، څوک يې د کورنۍ په لټه نه دي.

په تخته د پروت انسان له هډونو داسې ښکاري چې يا به مزدور وي، يا به عسکر وي، يا به بل در په در وي خو اوس يې حالت داسې دی، چې نه تذکره لري، نه هديره، نه يې خپلوان شته، نه يې قبرستان. …

هر انساني کرامت سر خوړلی، انسان د انسان په ورکه او سپکه فخر کوي، انسان د وحشت په يو داسې سيند ور ګډ شوی دی، چې هر څه ترې هېر دي، د عظمت هره کناره ترې منډې وهي، د شرافت هر غر يې اوبه شوی، د مينې او اخوت هره فلسفه يې هېره کړې، د اشرف المخلوقات حکمت يې يوازې تر سپکې او ورکې را محدود کړی دی.

يو انسان د محوې په يو لوی درياب لاهو شوی، بل يې په حالت خوشالي ښيي، بل پرې ځان نه خبروي، عجيبه حالت دی، په څو ګامونو کې څو ډوله ژوند، په څو ګامونو کې څو ډوله انسانان. …
داسې وخت و چې يو چا به څوک په نامردۍ وژلی نه شوای، پېغور به يې باله، داسې مرګ به د قاتل لپاره يو شرم و، چې مقتول به پکې بې پردې شوی و، خو اوس حالت بدل شوی دی، انسان لږ نور هم وحشي شوی دی، د وژلو له ګناه ور ها، خوا د انسان د کرامت لوټل هم ورته فخر ښکاري.
وايي، دوښمن مړ کړه، خو شملې ته يې تاوان مه اړوه، داسې ډېر اصطلاحات او متلونه زموږ په سيمه کې شته چې اوس بايد تکرار نشي ځکه د اضدادو په دې نړۍ کې د دومره ناورينونو او حشتونو ځواب نه شي کولای او هر څه دروغ دي، ځکه اوس انسان، انسان وژني خو د عزت خيال يې نه ساتي.
ويل کېږي چې پخوا به چا خپل رقيب ووژاه نو څادر به يې پرې غوړاوو او عزت ته به يې په هېڅ وخت کې په بد نظر نه کتل، عجيبه ده اوس حالت څومره تغير کړی دی.
د سر قاتل ته هم سلام کوو، سلام يې اخلو
ولو يې مخامخ له شا نه پرې ګوزار نه کوو
کاروان صاحب
د دوښمن له شا وژل هم يو پېغور و، خو اوس مو په دې څو کلونو کې داسې جسدونه وليدل چې انساني کرامت يې په لوی زړه لوټل شوی دی، د افغان امنيتي ځواکونو، د بهرنيو ځواکونو او د دولت د مخالفو وسله والو له خوا د ډېرو انسانانو کرامتونه ولوټل شول، په خپله مې وليدل چې يو څوک په يو جسد پورې خندا کوي، ساعت پرې تېروي، يو جسد په لويه لار کې غورځول کېږي چې خلک پرې و وېرول شي، خو دا ټولې هغه کيسې دي چې بيان يې هم يو وحشت دی، د وحشت يو فلم ته کتل دي.

هغه انسان چې خدای(ج) يې په اړه ويلي، بېشکه چې انسان مو په ډېر ښه شکل سره پيدا کړی دی، خو اوسنی انسان بيا وايي، چې همدا اشرف المخلوقات انسان به په ډېر بد شکل سره محوه کېږي، بيا يې به يې په اړه د کرامت او عزت خبره نه کېږي.

په تاريخ کې د جهالت د دورو بيان کېږي، د حضرت محمد (ص) له پيغمبرۍ د عربو وړاندې زمانه، د فرعونيانو زمانه، د جنګېز زمانه او په وروستيو کې د عاقلو له خوا د نړيوالو جګړو د تباهيو دورې، د جهالت په نوم نومول کېږي.
زموږ اوسنۍ زمانه به څه د عرفان رڼا ولري چې انساني کرامت پکې له پښو لاندې وي؟!

دا هرڅه د جنګ برکتونه دي چې نه مو ژوند د انسانانو په څېر دی، نه مو مرګ په عزت کې دی، نه مو څوک غمخور پيدا کېږي او نه مو خپله د خپل غم خوړلو وس پيدا کېږي.

د تاوتريخوالو په بهير او د ټيکاو په نشتوالي کې بشر هر وخت د دا ډول پېښو انتظار ايستی او د وخت په تېرېدو ورسره بلد شوی هم دی، چنګېز هم په نړۍ داسې ډېرې کارنامې پرې ايښي دي، چې اوسنی انسان ورته حيران دی، هټلر او نورو هم دا کارونه کړي دي، خو زموږ هم حالت له هغو کم نه دی، د انسان په ژوند لوبې کول، د انسان له عظمت سره لوبې کول بېخي ناروا خبري دي، د جهالت نښه خو دا هم ده چې يو انسان مړ کړه او سر يې ورک کړه.

دې ته په کتو، ممکن داسې زمانه هم راشي چې د وژنو نه ور ها، خوا انساني کرامات د تل لپاره د هېرې او ورکې په وحشي سيند لاهو شي، خو خدای (ج) دې نور دا وحشتونه محوه کړي.

3 thoughts on “بې کفنه بې وطنه انسان! – اسمعيل لاروی”
  1. لاروی صاحب ډیره مننه الله دی ستاسوغوندی غم خواراووطن دوست تل کامیاب اوسرفرازه لری
    له یوخوادی په دی مطلب سخت خفه کړم :خولوی الله نه به سوال اوزاری کوچه ته دی مظلوم افغانستان باندی ورحمی ګه
    اوددی بی رحموپه زړوباندی درحم اوبه توی کړه .

ځواب ورکول حنیف ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *