تاند – د افغانستان د ګاونډي هېواد تاجکستان چارواکو په خپل هېواد کې د پارسي اصطلاحاتو په کارولو بندیز او جریمه ولګول.

سپوتنیک خبري اژانس د تاجکستان د ژبې او ژبنیو اصطلاحاتو د کمېټې د مشر ګوهر شریف زاده له قوله خبر ورکړ چې تاجک چارواکو د کارپوهانو یوې ډلې ته وظیفه ورکړې ده چې په رسنیو کې د خپلې ژبې د ویلو د طریقې څارنه وکړي.

ښاغلي شریف زاده ویلي چې، تاجک ژورنالستانو او لیکوالو په وروستیو کې د پارسي په شمول د داسې اصطلاحاتو کارولو ته مخه کړې ده چې عام خلک پرې نه پوهېږي.

د امریکا ټایم مجلې په خپله نننۍ ګڼه کې د تاجک چارواکو له قوله لیکلي چې، هغه افراد به چې پارسي یا نور ګونګ ټکي وکاروي له ۷۵ ډالرو څخه تر ۱۰۰ ډالرو پورې او هغه دولتي چارواکي یا موسسې به چې دغه تېروتنه وکړي تر ۲۰۰ ډالرو پورې جریمه کړای شي.

ویل کیږي چې، ایران له کلونو راهیسې هڅې کوي چې د خپلو کلتوري خونو او تمویل کړیو رسنیو له لارې خپله ژبه، لهجه او جوړ کړي اصطلاحات د سیمې نورو هېوادونو ته صادر کړي او په دې توګه په نورو ټولنو خپلې پراختیا غوښتنه وروتپي، دغه چاره په افغانستان کې هم په وروستیو کلونو کې یو شمېر هغه کسان او رسنۍ چې د ایران په مالي مرسته او ملاتړ فعالیت کوي ترسره کوي، خو دا چې په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې مصلحتي نظامونه واکمن دي له دې امله تر اوسه پورې د دغو افرادو او ټولنو د مخنیوي له پاره داسې کوم ځانګړی ګام نه دی اخیستل شوی.

5 thoughts on “تاجکستان د پارسي اصطلاحاتو په استعمال جریمه ولګوله”
  1. دا د ستایلو وړ خبره ده. په افغانستان کې هم باید ورته عمل وشي، اکثره افغانان خو د اوسنيو رسنو او تلویزونونو د لغاتو سره بیخي اشنایي نلري. کله چې د تلو او ځینو نورو رسنیو خبرونه اوري نو ډکشنري يې د ځان سره ایښې وي.

  2. سلامونه
    وروره، تلو نه ده، طلوع ده!،Suleyman
    د خرم او جهاني ساب غوندې پشتنو وزیرانو چې د فارسیانو دې کلتوري یرغل او شوم پدیدې ته مخنیوی وءنه کړ، د سید مخدوم خو همدا وظیفه وه!.
    عطا م. بې نوور خو هاغه دی جاده د ایراني ژورنالیستانو په نوم کوي؛ او د کتابو خونې په مرکز او ولایاتو کې پر فضولو او بې معنی فاشیستی-فارسۍ ډک کړل سوي دي. پښتانه زده کړیالي سر بډالي پښتو مآءخذو پسې ګرځي . افسوس . کرزیان او اهمد زیان دې هم له شرمه خولۍ کې ځان خولې کړي. چاته وژاړوو؟؟؟

  3. که ولسمشر بی وسی دی ولس خو وسه لری . د پردیو له کلیمونه باید جدی پرهیز وشی که مونږ یی استعمال نکړو هغه به زمونږ په مطبوعاتو کې رواج نشی. ځینې کلیمی خو یی ډیرې مزخرفی او بی معنی دی لکه راه بردی، پست الکترونیکی.

  4. Salamooona
    Zinda bad tajik charwaki afghanan ka waqighi ehsas warke we lag ebrat aw nang wakri hagha che pardepal de noro ta khedmat kawe waniwal she aw jermana she ter so de gwandayoo hewadoono pa zangari tooga fashest iran makha waniwal she aw khpali mili zhabi dunia marifi kro Dari aw pashto zamong zhaba dowahama rasmi zhaba Dari na farsi marg pa peradipaloo.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *