د افغانستان او تاجکستان پوله

تاند- د تاجکستان سرحدي ځواکونو نن /چهارشنبه/ د افغانستان د امام صاحب ولسوالۍ د امنیه قومندان د وژلو راپور تایید کړ.

تاند پرون /سې شنبه/ په کندوز کې د باوري سرچینو په قول ویلي و چې د امام صاحب امنیه قومندان احمد شاه فرامرز ، چې د ولسي جرګې د رييس ښاغلي ابراهیمي اوښی دی، د تاجکستان خاورې ته د هیروین د قاچاق کولو په مهال د تاجکستاني سرحدي ځواکونو له لوري د بوته کشان په سیمه کې وژل شوی دی.

د تاجکستان د سرحدي ځواک د ریاست ویندوی محمد صادق اوف وویل چې افغان قاچاقبر خطلان ولایت ته په غیرقانوني ډول اوښتی و.

صادق اوف زیاته کړه:«ده د تاجک پوله ساتو د دریش او خبرداري پروا ونه کړه، دوی مجبوره شول چې ډزې پرې وکړي.»

صادق اوف وویل چې د افغانستان د ولسي جرګې له رييس سره د وژل شوي افغان د کورني ارتباطاتو او خپلوۍ په اړه معلومات نه لري.

ویل شوي چې له قومندان فرامرز سره د څلورم سرحدي کنډک د قومندان ورور مولوي صدي هم ټپي شوی او په تېښته بریالی شوی دی.

تاجک چارواکو د امام صاحب له امنیه قومندان سره ۲۵ کیلوګرامه مخدر مواد او یو کلاشینکوف نیولي او د نوموړي مړی یې په امام صاحب کې مسوولانو ته سپارلی دی. پر امام صاحب ولسوالي، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د بهېدونکي امو دریا پر غاړه پرته ده، د ولسي جرګې د رييس کورنۍ او د مخدرو موادو مافیا کنټرول لري.

د ابراهیمي پر کورنۍ له پخوا څخه د مخدرو موادو د کارو بار تور پوري کېږي.

14 thoughts on “تاجک چارواکو د امام صاحب د امنیه قومندان وژل تایید کړل”
  1. کرزی چيري دی چي په دغه مرحوم پسې يې يو چورلکه ورلېږلې وای او په ښه شانداره مراسمو يې هديره او فاتحه
    ورته اخيستې وای ٠

  2. واه واه جهاد د يا جهال نيكمرغي بايلي دي دوي د ورك شي بدا لعنتي جهال دي تالي ثتو بي غيرتو د اي اس اي غلامانو ثه او ثه ونكره. لعنت بدي بيناموسه مخلوق شه. دا شكر جه نه ما نه مي بلار او نه مي نيكه دي جهال كي ونده وانخيسته كنه اوس به د خداي ج او د مخلوق شرمنده وه

  3. چون کفر از کعبه خیزد کجا ماند مسلمانی.
    کله چی د افغانستان د مقننه قوی سرنوشت د قاچاقبرو په لاس کی وی ، د ملت راتلونکی هم د دوی په لاس لیکل کیږی.

  4. د تاند پر وخت هڅې د ستاینې دي. زما په نظر د درېدلو قومانده درېش نه بلکه درېږ/درېژ ده چې د پښتو ژبې د ودرېږه څخه اخستل شوې ده.

  5. مافیـــــــــــــــــــــا
    آوازه شــوه نـن سبـــــــا ــــ دآمــــــوپه بـــله خـــــوا
    چا ویشتلې یوه مافیـــــــا
    دده کار ووچرس تریاک ــــ هم حــــرام او هم ناپاک
    شنو ډالرو کړ بــې واک ــــ په آخر کې شوکــــاواک
    اخ،اخ ،اخ ابراهیمـــوف ــــ چا ویشتلئ صادقـــووف
    ورسره وو کلشنیکـــوف
    یو زخمي دئ تـښـتـیـدلئ ــــ خو یو پیټئ ترې لویدلئ
    صادقـــوف دغه موندلـئ
    دئ پنځــه او شــل کیـــلو ــــ پکــې بیـه دبنګلــــــــــو
    دغه پیټــــــــــئ دنـشــــو
    داکیسه دیوه مافیــــــــا ده ــــ سبا بله خامخــــــــــا ده
    دوئ خوړلې شرم حیا ده ــــ دا خبره ددنیـــا(ګنج) ده

  6. یادونه
    احمد شاه فراموز نه د امام صاحب د ولسوالی د امنیه قومندان ده او نه هم د ولسی جرګی د ریس تره. بلکه احمد شاه د ابراهیمی اوښی او د پولیسو په ماموریت کی افسر ده. امید چی خبر مو اصلاح کړی.

  7. JALALA RORA TA KHO HUM DASE KHKAREE LAKA CHE ISI AO PUNJABIANO KHA TEENG TEENG GHUWALY YE.CHE KHULA BERTA KAWY NO GHUL DOORRAWE. PA DE SOORRA KE ZAAN LA LAG MARCHAK WADOORRAWA NO BIA BA TEEK SHY.

  8. انا لله وانا اليه راجعون اللهم اغفر له وارحمه
    په ډیره خواشینی سره مو د تاند له ښکلی ویبپاڼی نه اطلاع تر لاسه کړه چی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ملی شورا د ولسی جرګی د رییس اوښی او د کندوز د امام صاحب امنیه قومندان احمد شاه فرامرز وړمه شپه د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له لوري د بوته کشان په سیمه کې داسي مهال ووژل شو چې غوښتل یې ډېر مخدر مواد دغه شمالي ګاونډي هیواد ته قاچاق کړي.
    د افغانستان مجاهد خلک د مخدره موادو د قاچاق شهید فرامرز شهادت د ولسی جرګی مشر او د دی جرګی ټولو غړو او د کندوز شریفو خلکو ته خصوصا علم سیاه ته تسلییت وایی ، شهید ته جنت الفردوس او خپلوانو ته یی د زړه صبر غواړی.
    د مرحوم شهادت په داسی مهال کی واقع شوی دی چی د افغانستان د اجراییه شورا رییس د تاجکستان د دوست او ګاونډی هیواد نه په دوستانه او د ښه نیت په سفر بوخت دی. هیله ده چی زمونږ مشران د شهید د کورنی د تسلییت لپاره لازمه خساره جبران کړی.

  9. د خالده ، خالد شعر ډېر په زړه پورې او وېې خندولم ، څه خبر يو چې مافيا به څه احساسوي ؟ ممکن ووايي چې ( د يارانو کډې ګور ته وار په وار ځي ) خدای دې دوی ټول تباه کړي ،( د تاند ښه زيري څخه منـنه )

  10. زه باور لرم چه دپارلمان رييس به ددې لپاره دديپلوماسۍ له لاري داسي دقناعت وړ دلايل وړاندي کړي چه ورته به حيران شۍ.زه دااوس لا پوهيږم چه کوم نامشروع خو په شرعه روغ حقايق به ددې فاجعې شاته کېږدي!!!!ايا دتيرو 14 کلونو لسګونه زره فجايع چه ددې ګمراخانو او بيسوادانو لخوا وشي بيرته پاکي ونه مينځلي??

ځواب ورکول Rafee Nazari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *