استاد خادم د سلطان شهاب الدین غوري په باره کې په خپله یوه مقاله کې لیکي:« د دې نه پس په دويم كال ناڅاپه سلطان له غزني نه روان شو. يونيم لك پښتانه،ترك او تاجيك لښكر ورسره و، دا لښكر  چې پېښور ته ورسېد نودلته ديره شو. هيڅوك نه پوهېدل  چې سلطان څه اراده لري او دوى چېرته ځي. اخر يو زوړ سپاهي زړۀ كلك كړ، سلطان ته راغی، ويې ويل: اعلحضرتا، ستاسو اراده څه ده؟ او د دې  لښكر مقصد څه دۍ؟ سلطان په موثره لهجه ورته وويل…) د مقالې په دې جملو کې د تخییلي سبک اغیز وینو. په موثره لهجه ویل، زړه کلکول او هیڅوک نه پوهېدل هغه کلمې  دي چې په غالب ګومان د لیکنې د اغیز او ښکلا د زیاتولو لپاره استفاده ورنه شوې ده.

ارسطو په بوطیقا کې لیکي: «… د شاعر وظيفه د هغه څه بيان نه دى چې واقع شوي دي، بلكې د هغه څه بيان دى چې ممكنه ده پېښ شي، يعنې د احتمال يا ضرورت پر اساس کېدونی وي. د شاعر او مورخ توپير دا نه دى چې يو په نثر مطلب بيانوي، بل په نظم. ودې شي چې د هرودوتس كتاب په نظم واړوئ خو بيا به هم تاريخ وي. د دوى توپير په دې كې دى چې دا يو هغه څه بيانوي چې پېښ شوي دي او دا بل هغه څه چې ممكن پېښ شي.»

مونږ ویلای شو چې استاد خادم په ذکر شویو جملو کې هغه څه چې وقوع یې ممکنه وه او هغه څه چې واقع شوي وو، سره یو ځای کړي او یا په بله ژبه تاریخ او ادبیات یې سره اغږلي دي.

  که څه هم ارسطو دوه زره څو سوه کاله پخوا د ادب او تاریخ پولې سره بېلې کړې وې خو په تېرو زمانو کې د تاریخ لیکنه معمولا تکړه ادیبانو ته سپارل شوې وه. دوی چې د بلاغت توره ورسره وه، د واکمنو په تعریف کې شاعرانه مبالغې کولې او په دې ډول یې د شعر او تاریخ پولې سره ګډولې. داسې ښکاري چې تاریخ په نولسمه پېړۍ کې په اروپا کې له ادبیاتو څخه خپل پوره استقلال تر لاسه کړ. له دې وروسته د لویدیځ مورخان دې ته تیار نه شول چې د تاریخ دقت او واقعیت ته وفاداري له ادبي ښکلاوو قربان کړي. البته زموږ په وطنونو کې تر اوسه پورې په تاریخ لیکنه کې د خیال او واقعیت پولې پوره سره بېلې شوې نه دي.

 په افغانستان کې د اروپایي لیکوال میکا تویمي والتیري یو تاریخي ناول( سینوهه) چې په پښتو ادب حقدار ژباړونکي ډاکتر عیسي ستانکزي ژباړلی دی، ډېر په خوند خوند لوستل کېږي. سینوهه د تاریخ او تخییل ګډوله ده خو ما چې په افغانستان کې د دغه اثر څومره ستایونکي او لوستونکي لیدلي دي، دوی یو هم له دې سره دلچسپي نه ښیي چې د خیالي اثر په سترګه ورته وګوري، ځکه دوی غواړي چې لا زیات خوند ورنه واخلي. د پاکستاني لیکوال نسیم حجازي تاریخي ناولونه چې زموږ تکړه ژباړن او ژورنالیست زبیر شفیقي پښتو کړي دي، د مینه والو له خوا په داسې انداز لوستل کېږي لکه هوبهو واقع شوې پېښې چې لولي.

ما د نوې ځوانۍ په کلونو کې د مصري لیکوال جرجی زیدان لس، دولس ناولونه چې په فارسي ترجمه شوي وو، لوستي وو. د زیدان  په ناولونو کې د پاکې مینې اتلان، جنګي قهرمانان، زاهدان، د صلح کل پلویان، د عربو او اسلامي دنیا  د صحراګانو منظرې او په صحراګانو کې زړه پالې واحې وینو. د مروې، بصرې، بغداد، فسطاط او قیروان غوندې پخوانو ښارونو مینې مې د همدې ناولونو له لارې په زړه کې ځاله کړې ده. د مسلمانانو د تاریخ د زرین دوران دغه ښارونه اوس هم کله کله په خوب وینم او د زرکاله پخوا وخت په کوڅو کې یې ګرځم.

په دې کار کې به خوند وي مګر لوستونکو ته ماضي ممکن دومره شیرینه ښکاره کړي چې د نن په ځای په پرون کې د اوسېدو هوس ورپیدا شي او د نن د واقعیتونو له پیژندلو عاجز پاتې شي. اینشټاین ویلي وو چې که د ټولې دنیا انرژي سره یو ځای هم کړو، زمان به د یوې ثانیې په اندازه ماضی ته ور نه شي..اینشټاین د فزیکپوه په حیث دا خبره کوله خو تاریخ هم راته وایي چې هر څوک، هره پېښه او هر دود د خپل وخت د شرایطو پیداوار وي او نوې ستونزې نوې حل لارې غواړي. یمین الدوله محمود او احمد شاه بابا زموږ د تاریخ ډیر لوی پاچایان دي. د دوی یو ډېر مهم کار دا و چې په هندوستان باندې یې کامیابې حملې وکړې. اوس که یو څوک راولاړېږي او بې له دې چې د بشر په حقوقي نظامونو کې شوي پرمختګ او فکري تحولاتو ته وګوري او د هغو مشرانو په پل پل کېږدي، قام ته به یې نتیجه څه وي؟

 تاریخ مو د تېرو خلکو په تجربو کې شریکوي او د اوسنو ستونزو د اواري لپاره مو د نظر وسعت زیاتوي، خو د نیم تاریخي، نیم تخییلي آثارو ښکلا مو ممکن داسې پسې ورواخلي چې نه یوازې په پرونیو واقعیتونو باندې ناګوري شو بلکې د نن او سبا لاره هم رانه ورکه شي.

 زما د خبرې مطلب دا نه دی چې تاریخي ناولونه یا د تاریخ او تخییل ګډوله آثار دې نه لیکل کېږي. د ادبي آثارو لیکوالو ته هیڅوک د لیکلو یا نه لیکلو امر نه شي کولای. تاریخي ناول یو ادبي ژانر دی او له هنري اهمیته انکار یې بې ځایه خبره ده خو لوستونکي دې دې ټکی ته متوجه واوسي چې که د ماضي په واقعیتونو باندې ځان پوهوي نو په نیم تخییلي ، نیم تاریخي آثارو دې په هیڅ وجه تکیه نه کوي.

دغه راز هر هغه څوک چې تاریخي بحث کوي، له تخییلي خبرو دې تر وسه وسه ډډه وکړي چې د بحث اهمیت یې کم نه شي. استاد حبیب الله رفیع په خپله یوه مقاله ( د ارواښاد استاد الفت لنډه پیژندنه) کې لیکي:« دى په دولتي رتبوکې د وزارت تر څوکۍ هم ورسيد خو له خوارانو او فقيرانو نهيې ځان بيل نه کړ او فقيري او درويشي يې په اميري ور نه کړه. ده ويلي دي: زړه يې مه بوله تـورکـاڼـى د صحـرا دى په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي،همدې زړه سواندۍ د زړه ناروغي ورته پېښه کړه او له نن نه ٢٦ کاله وړاندې د٦٩کلنۍ په عمر وفات شو.» رفیع صاحب د الفت صاحب د زړه ناروغي د زړه سواندۍ په علت ګڼلې ده خو دا علت شاعرانه دی او په طبیبانو باندې یې منل سخته دي. هنري سبک تاریخي واقعیت ته زموږ په ګڼو لیکنو کې صدمه رسولې ده.

0 thoughts on “تاریخ او ادبیات/ اسدالله غضنفر”
  1. د غضفنر صاحب دا لیکنه پر ځای او مهم ټکي ته اشاره کوي. افغانان (عمومي حکم سم نه وي‌ خو د دي لپاره چی د هر فرد نوم اخیستل هم امکان نه لري) عمومي‌ ډول تاریخ ، هغه که خپله د ژوند یوه پيښه او یا د یوه حاکم د دوری بیان کوي، له حماسی او خیال سره ګډوی چی زما په فکر یو عمده دلیل دی د دي‌لپاره چی موږ که ډیر ځله خپل تاریخ ولولو بیا هم کومی داسی نتیجی ته نه رسیږو چی پر اساس یی د یوی پيښی په اړه خپل نظر څرګند کړو. په همدی لیکنه کی مثال ته به اشاره وکړم، سبا که موږ د الفت صاحب د ژوند په اړه کومه مقاله لیکو او د مرجع په توګه د رفیع صاحب لیکنی ته مراجعه وکړو نو دا به ګرانه وي‌ چی ثابته کړو چی ایا ریښتیا هم الفت صاحب د زړه نا روغی مړ شوی وو اوکه له زړه سواندي‌. دا یو ډول د ملي‌هنداري‌ د داستانونو په څیر رنګ ورکول پيښو ته د لیکوال له خپل اثر سره جفا ده ځکه بیا د علمي لیکنو لپاره په داسی سرچینو اتکا نه شي‌کیدلا چی هغه د خیال او اټکل سره په ګډه لیکل شوي‌ وي، دا په اوږده موده کی د افغانستان تاریخي‌لیکنو ته دا ضرر رسوي‌چی بیا به د الفت صاحب د ژوند اوکار په اړه د خوند لپاره د رفیع صاحب مقالی لوستل کیږي‌ خو د اصلي اتکا لپاره به دپاکستان منابعو یا د پاکستاني لیکوالو لیکنوته د مرجع په توګه مراجعه کوو.

    مننه غضنفرصاحب له دی ارزښمنی لیکني‌
    سرحد

ځواب ورکول Sarhad Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *