ډاکټر ثواب الدین مخکښ

د ښاغلي نورالحق علومي راتګ اوبیا د هیواد په ارزښتناک اوخورا مهم وزارت کې دوزیر په توګه ټاکل کیدل دې ته اړکړم چې هغو ځوانانو اوځینو پخوانیو ته چې د نوموړي له تیر څخه پوره مالومات نه لري یو څه ولیکم ترڅو د نوي نسل پام وي چې هیواد او ولس یې بیا د توطیو کندې ته ورونه غورځول شي اوپه هوښیارۍ اوپوره ځیرکتیا د خپل ولس اوخاورې څارنه اوساتنه وکړي. د ښاغلي نورالحق علومي په بیوګرافي ډیر څه نه لیکم ځکه هرچیرته شته مګر د نوموړي اجراتو اوتیر به تر ځیرنې لاندې ونیسو.

ښاغلی نورالحق علومي پښتون بارکزی دکندهارولایت دی له سیاسي پلوه پرچمي و په ۱۹۶۶ کې له کابل پوهنتون څخه فارغ په روسیه اومتحده ایالاتو کې یې زده کړې کړې دي نوموړي د جلال اباد په جګړه کې د مجاهدینوپه ماته کې ستر رول درلود چې له دې وروسته د کندهار والي شو، کله چې د کندهار والي شو د افغانستان د دولت د ملي مصالحې د پروسې سره د مرستې په خاطر یې د کندهار په حکومتي چارو او پالیسیو کې د پام وړبدلونونه راوستل. د وخت جمهورریس ډاکټر نجیب الله یې وهڅولو ترڅو د دوستم ملیشې له کندهاره وایستل شي . د کندهار وزګار ځوانان یې دیته وهڅول چې د علومي صاحب له ګروپونو سره یوځای شي اود کندهار دفاع وکړي. د ځینو منځلارو مجاهدینو د ځینو بندیانو د پریښودو غوښتنې یې ومنلې او د ځینو مجاهدینو د مخدره موادو د قاچاق په چارو کې یې لاسوهنه ونه کړه. علومي د ځینو اسانتیاو په مقابل کې مجاهدین په دې قانع کړل ترڅو دوی په کندهار کې په حکومتي منسوبینو حملې کمې کړي.علومي د دې کار په بدل کې مجاهدینو ته نغدې مرستې ورکړې او دوی ته یې اجازه ورکړه څو په کندهار کې خپلو کورونو ته تګ راتګ وکولی شي. د سید احمد ګیلاني د محمدزۍ میرمنې په مټ یې وکولی شو له ګیلاني سره اړیکې ټینګې کړي او د ګیلاني زوی حسن یې کندهار ته د مذاکراتو لپاره وروغوښت. همدارنګه علومي وتوانید ګل اغا شیرزی د بارکزي توب اونغدو پيسو په مټ ځان ته رامایل کړي د یو شریک پلان له مخې یې ګل اغا شیرزی دې ته تیار کړ چې د کندهار په هوایې ډګر به د هغه پلان سره سم چې د شیرزي اوعلومي ترمینځ جوړشوی و حملې کوي .او په مقابل کې به دعلومي ځواکونه ټک ټوک اوخال خال ډزونه کوي ترڅو د پاکستان ای ایس ای باوري شي چې ګل اغا شیرزی په کندهار هوايي ډګر عملیات کوي .چې د دې کار په مقابل کې به ګل اغا شیرزي ته د ای ایس ای لخوا وسلې او خوراکي توکې ورکول کیدل اوبیا به شیرزي د علومي په اجازه هغه د کندهار په بازار کې خرڅول. د یادونې وړده چې په هغه وخت کې د جهاد ډیر امکانات د ای ایس ای لخوا په مجاهدینو ویشل کیدل اوله هماغې ورځې یې هغو مجاهدینو ته چې د افغانستان تاسیسات یې ښه ورانول ډیره وسله اومهمات او نور امتیازات ورکول.

ښاغلی علومي وروسته له دې چې د کندهار زون یا جنوب ختیځ زون د تنظیمه ریس په توګه وټاکل شو د ارکان حربي د زده کړو د بشپړیدو لپاره شوروي اتحاد ته ولیږل شو. د هیواد د سیاسي اوامنیتي حالت د کړکیچن کیدو له امله بیرته راوغوښتل شو د تنظیمه ریس دنده یې پرمخ بوتله. کله چې د وخت له واکمنو (د ډاکټر نجیب الله احمدزي په وخت کې ) د قدرت د انتقال موضوع وه له دې څخه څومیاشتې مخکې نورالحق علومي له دندې لیرې کړی شو اوبهر ته ولیږل شو. مګر کله چې وخت راورسید چې د ملګرو ملتونو د پنځه ماده ییز پلان سره سم د قدرت لیږد او د سولې پلان عملي شي ښاغلي نورالحق علومی، محمود بریالی، جنرال نبي عظیمي ( په هغه وخت کې د کابل ښار د ګارنیزون قوماندان او د دفاع وزارت مرستیال)، عبدالوکیل خارجه وزیر، بابه جان اوځینو نورو په مټ د ملګرو ملتونو پلان سبوتاژ اوهرڅه یې دپه اصطلاح مجاهدینو په غیږ کې دقدرت دانتقال په مانا ورواچول. چې جنرال نبي عظیمي په ډیر جرات اوبشاشه توګه بې له دې چې په خپلو اوږو نظامي ستوریو ته پام وکړي د حضرت صبغت الله مجددي په مشرتابه، د احمدشاه مسعود د دفاع په وزارت د اسلامي دولت مبارکي وویله اود ټولو وسله والوځواکونو په استازولۍ یې مبارکیانې وړاندې کړې، له وسله والو ځواکونو یې وغوښتل چې د مجاهدینو له اسلامي دولت اود کابل ښار له نظامي اوامنیتي کمیسون سره مرسته وکړي.اړینه ګڼم چې د جنرال نبي عظیمي په هکله لږ رڼا واچوو.

زموږ د مهال ځوانانو اوځینو نورو له دې جریان څخه ناخبره پخوانیو ته باید واضح شي چې جنرال نبي عظیمي هغه څوک وچې نوموړي اوملګرو یې دهیواد دشمال دولتي ارګانونه،دیوې معاملې په بنسټ چې سناریو یې بهرنیانو جوړه کړې وه د جنرال دوستم، حزب وحدت اوشورانظاراوځینو نورو قوماندانانو په واک کې ورکړل .د جنرال عظیمي له امله سالنګونه، پروان او د بګرام هوایي ډګر د احمدشاه مسعود تر ولکې لاندې راغلل. نوموړي د محمود بریالي په مټ د جمهور ریس او د وسله ځواکونو د اعلی سرقوماندان بې اجازې د جنرال دوستم او شورای نظار ملیشې د الوتکو له لارې کابل ته رالیږدولې اودکابل هوایې ډګر یې ددوی په تصرف کې ورکړ.دجمهور ریس ټیلیفوني مزې یې پرې کړل او د دوی د دغه کودتایي عمل له امله جمهور ریس مجبور شو ترڅو دملګرو ملتونو د اسګاپ په دفتر کې پناه واخلي. جنرال نبي عظیمي هغه څوک وچې په ۲۶ حمل ۱۳۷۱ کال کې ددوستم ملیشې دالوتکو په مټ کابل ته راتلې اونوموړي دکابل دګارنیزون دقوماندان اوددفاع وزارت دمرستیال په توګه له دې پروسې سره مرسته کوله اوچوپ خوله پاتې و. رازمحمد پکتین دوخت دکورنیو چارو وزیر جمهور رییس ته په کابل هوایې ډګر دملیشو دراښکته کیدو خبر ورکړ. ښاغلي جمهور رییس له جنرال نبي عظیمي،اصف دلاور(لوی درستیز) اوجنرال عبدالفتاح(دهوایي ځواکونو قوماندان، اودهوایي مدافع ځواکونو قوماندان)څخه پوښتنه وکړه چې دې ملیشو ته دکابل په هوایي ډګر کې دراښکته کیدو اجازه چاورکړې ښاغلي جمهوررییس همدغو جنرالانو ته ددغه کار دتوقف اومخینوي لارښوونه و کړه مګر دوی ونه منله اوخپل کار ته یې دوام ورکړ. دوستم چې دجمهور رییس له لارښوونې څخه یې سرغړونه کړې وه دهمدوی په ډاډ په کابل هوایي ډګر خپلې ملیشې راکوزې کړې .

داچې ښاغلي علومي څنګه د ملګروملتونو پنځه ماده ییز پلان سبوتاژ کړ اوڅنګه جمیعت اسلامي ته ژمن پاتې شو جریان یې په لاندې ډول دی :

1د کابل ټول ولس او نور خلک د دې شاهد دي څنګه چې ښاغلی جمهورریس نجیب الله احمدزي د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخسته نورالحق علومي د یوې الوتکې په مټ له المان څخه په داسې حال کې چې په احتیاط کې و اوکومه نظامي برحاله دنده یې نه درلوده په یوه نیمه ورځ کې هیواد ته راستون شو ،هیواد ته له رارسیدو سره سم د کانټینینټل هوټل ته لاړ او مطبوعاتي کنفرانس کې یې شرکت وکړ چې البته مخکې له مخکې پلان اوطرح شوی و.همدغه مطبوعاتي کنفرانس کې له ښاغلي علومي څخه د بي بي سي یو ژورنالست پوښتنه وکړه .” تاسو ترکوموشر ایطو لاندې اسلامي جمیعت ته تسلیم شوی؟”

ښاغلي علومي ورته وفرمایل: زموږ سترو ایتلافونو ته تسلیمي مه وایاست، افغان بل افغان ته نه تسلیمیږي، موږ ایتلاف کړی تسلیم شوي نه یو.همدا اوس مې د لویدیځو، جنوب لویدیځواو ختیځو ولایاتو د امنیتي وضعیت په هکله ډاډ ترلاسه کړ………..

د نوموړي له کنفرانس سره موازي عبدالوکیل د یو بل مطبوعاتي کنفرانس له لارې وویل:

تاسو به وګورئ چې موږ له خپلو مجاهدو وروڼو سره څنګه د کابل له ښاریانو دفاع کوو. ډاکټر نجیب الله مصالحه نه کوله، یوازې خبرې یې کولې ، له چاسره مصالحه ؟ تاسو ولیدل چې موږ څنګه مصالحه وکړه .ما نن له ورور مسعود سره لیدنه وکړه ……….

تاسو هیوادوالو بیا ولیدل چې عبدالوکیل، بابه جان، اصف دلاور، اونورو مجاهدو ملګرو یې څنګه د کابل له شریفو ښاریانو دفاع وکړه او یازره کابلیان یې شهیدان اوکابل یې په کنډواله بدل کړ.

د هر رهبر، چارواکي اومشرښه والی اوبدوالی د هغه په ژمنتیا اوعملي لاسته راوړنو پورې تړلی وي که چیرې یې دخپلې ژمنتیا سره سره په عمل کې ثابته کړه چې ولس، خپلې ،خاورې،ځمکنۍ بشپړتیا،ملي حاکمیت،ملي یووالي اونوورملي ارزښتونو ته ژمن دی اوهم یې داژمنتیا په عمل کې ثابته کړه بس بیا دښه رهبر ، ښه مشر دځانګړنې اودده ترمنځ دومره واټن نه وي.د۱۹۹۲ کال هغه سیاسي- نظامي حرکت چې ښاغلي نورالحق علومي اوملګرو یې ترسره کړ دومره وینې توی کړې چې موږ اوسنی نسل یې شاهدان و، هیواد یې داسې فجیع حالت ته بوتللو چې مجاهدین اوورستي جنګسالاران یې د قابوکولو نه و او د هیواد هربچی اوهره لورترننه دټیکاو اودایمي سولې تږي اوتندغري دي . ښاغلی علومي داچې تاسې د هغه عمل چې په ۱۹۹۲ کال کې ترسره شو په عواقبو اوپایلو پوهیدلی اوکه نه؟مګر دادی تاریخ یو ځل بیا چانس درکړ ترڅو هغه تشې اوزړه بوږنونکې اشتباه ګانې رفع اوملت ته په رښتینې ډول دیو وطن پال اوژمن سرباز په ډول خدمت وکړئ اوتاریخ په خپله ګټه راوڅرخوئ ډیری پخواني او اوسني مطرح څیرې اوسیاسي شنونکي وایې : هغه کودتا چې د اپریل میاشتې کال ۱۹۹۲ کې دخدای بخښلي ډاکټر نجیب الله احمدزي د دولت په ضد ترسره شوه، د دې هیواد په ګټه نه وه.

په درنښت

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

5 thoughts on “تاریخ بیا جنرال نورالحق علومي ازمايي/ مخکښ”
  1. ګټوره تبصره او لیکنه ده خو یو څو ځا یه لږې تیروتنې لري یو دا چې علومې فکر نه کوم د جلال آباد په کومه جګړه کې بر خه اخیستي وی بل علومي دا چې له کا بل پوهنتون دې فارغ وی او هغه هم په دې نیټه راته سم نه بریښي په کندهار :کې دې د علومی او پخوانیو تنظیمی قوما ندانو اړیکه ښه معلومات راخیستی ما هم ډیر څه په دې اړه اوریدلی وو خو دا جزیا ت مې کله نه اوریدلی او نه هم چیرې لوستی کا شکې دا معلومات نور هم رابرڅیره شی چې ددې جهادی رهبرانو د جهاد ضد څیرې نورې هم را بربنډې شی دا د یو تاریخي اړتیا ده د ښاد پخوانی مشران هر یو با ید دا رازونه چې تر اوسه بر غولی پرې ایښې له خپلو ټولو جزیا تو سره رابرسیره کړی له دې پرته به موږ د جهاد او تش په دغو نا مه مجا هدینو له تا ریخ لیکلو خورا تل عا جز اووسو . علومی ته مو توصیه ډیره خوښه شوه علومی رښتیا زه له تا سو سره مخا مخ یم چې په ټولو کودتا ګانو کې دخیل او دسر له سړو ځنې دی فکر کوم د تڼی په کودتا کې هم بهر و خو دکودتا په درشل کې ځا ن کا بل ته راورساوه او د داکتر نجیب په ګټه یی کودتا کې فعا له برخه واخیته خو یو څه چې دده مثبت دی دی د خپلې ډلې په خلا ف په قومی تعصب نه دی ککړ. ښه اداره چي دئ
    په درنښت
    جا نداد

  2. دکندهار د(زیانوقامونه) یهود دی
    داکترصیب مخکخ
    خدای دی په قلم برکت کا. زما دکابل توری ورخی نه دی هیری. اگرچه زه هغه وخت په ننگرهارکی وم.
    خبره دعلومی ده. بچیه ! تاریخ ولوله تاته به ثابته شی دکندهار د(زیانو) قامونه نه مسلمانان ،نه افغانان اونه خو پختانه دی. هغه چی وایی پختانه یهود دی. خدای مکره چی تول پختانه یهود دی. هغه همدا کندهاری (زیان ) لکه نورزی ،پوپلزی، محمدزی بارکزی ،یوسفزی…. ددی خلکو شمیر به نسبت دغلجیانو لگ دی. دوی دپخوانی جگرو په وخت کی زینی جلال اباد او نورو ولایتونو ته هم کوچیدلی وو.

    زما زوی دافغانستان تاریخ په انگریزی لوستی ده. په تاریخ کی لیکل شوی چی د کندهاری زیانو قامونه په اصل کی یهود دی. په جلال اباد اونورو ولایتونو کی دا خلک خپل زانونه پرچا نه ور کوی همدا د یهودو نجس خوی ده.
    اسرایل دفلسطن خاوره کی فلسطینان نه پریگدی.
    دا خلگ باید له افغانستان نه وشرل شی.
    زما دی په خدای قسم چی کندهاریانو په جلال اباد کی زایی خلگوته په خکته سترگو کتل.
    دخدای شکردی چی نور دیهودوحکومت نه شته. تاسو دحامد کرزی شکل ته وگوری. داتول د یهود اولاد دی.
    زه وایم داکوچی پختانه باید سره یو شی او دا تول کندهاری (زیان ) له افغانستان نه وباسی. نورالحق علومی دتولو نه غت یهود دی.
    بچیه دکرزی دکورنی تاریخ او سوانح هم ولیکه داپخپله یو لوی جهاد دی. داسری بیا سر را پورته کوی.

  3. محترم داکتر صاحب
    اول خو دا کوم څه چي تا ليکلي دي دا ټوله ثابتول غواړي ولي چي بي له ثبوته داسي ډير پوروپاګند په خلګو پسي وهل کيږي, او دوهم تاسي که دا ثابت نه کړي نو اصلي ملي خاين تاسي بلل کيږي ولي چي په يوه ملي شخصيت پسي مو ډير غټ درواغ ويلي دي نو خداي دي وکړي چي دا ټولي خبري په ميډيا يعني تلويزيون کي وکړي او خپله دده څه جوابونه واوري مګر دا نه چي تاسي په خپله د خريجيانو مذوران ياست او د خيټي څخه خبري را باسي.

  4. ستاسو معلومات ډیر په زړه پوری دی او ستاسو د نظر په تایید دادی د ښاغلی نورالحق علومی بیوګرافی چی په « مهر وطن » سایت کی خپره شویده درنو لوستونکو ته وړاندی کیږی . البته ویل کیدل چی د ښاغلی علومی دواړه ورونه د محمد قسیم فهیم له خوا چی د شورای نظار له مهمو اراکینو نه و ووژل شول ، ترڅو ځان له پښتنو نه خلاص کړی.
    دا چی علومی یو پخوانی جنرال دی او د ده ملګرو یو وخت د افغانستان واک په لاس کی درلود ، او دهغوی د واکمنی په وخت کی زمونږ ملت او هیواد له سترو ننګونو سره مخامخ وو ، ځانته موضوع ده خو د ده ملګری لکه سترجنرال آصف دلاور د احمدشاه مسعود او ربانی په وخت کی هم لوی درستیز پاته شو او د حامدکرزی په واکمنی کی په اوکرایین کی د افغانستان لوی سفیر او فوق العاده استازی و او جنرال بابه جان چی ملی امنیت د پنځم ریاست له مهمو رییسانو څخه وو لا تراوسه په دولت کی فعال او د بدخشان ولایت امنیه قوماندان دی ، هیڅوک پری اعتراض نه لری
    مګر د علومی له تجربو او پوهی نه باید چی مثبته ګټه واخیستل شی که کوم غلط کار ته یی اقدام وکړ باید هیواد وال ورته متوجه اوسی .

    بیوگرافی محترم نورالحق علومی

    نورالحق علومی رئیس حزب متحد ملی افغانستان
    نورالحق علومی فرزند عبدالعظیم علومی بتاریخ 15 اگست 1941عیسوی مطابق 25 اسد 1320 هـ.ش در شهر کابل در یک خانواده روشنفکر دیده به جهان گشود. وی تحصیلات خودرا در لیسه عالی حبیبیه آغاز و بعدآ در رشته نظامی به اتمام رساند. از سال1339هـ.ش. بخدمت افسری نظامی توظیف گردید، در سال 1342 هـ.ش. از حربی پوهنتون کابل به درجه عالی فارغ و سپس شامل کورس عالی افسران گردید که در سال 1345هـ.ش. کورس عالی افسران را نیز به درجه عالی به پایان رسانید.
    در پهلوی سایر وظایف که محترم نورالحق در قطعات اردوی افغانستان عهده دار بود مدت یازده سال را بحیث استاد در کورس عالی افسران غرض تربیه افسران جوان و بلند رتبه برای اردوی افغانستان ایفای وظیفه نمود.
    نورالحق علومی از سال 1349هـ.ش. تا سال 1351هـ.ش. غرض تحصیلات عالی نظامی عازم ایالات متحده آمریکا نیز گردید. از نیمه دوم سال 1357هـ.ش. تا 8 جدی 1358هـ.ش. در محبس پلچرخی کابل زندانی سیاسی بود. از جدی 1358هـ.ش. تا ماه ثور 1360هـ.ش. به حیث رئیس ارکان و سرپرست قول اردوی نمبر” یک” مرکزی اجرای خدمت نموده بعدآ بحیث قومندان قول اردوی نمبر “دو” قندهار تعیین گردید. وی سپس به حیث رئیس تنظیمه زون جنوب (شامل ولایات قندهار، هلمند، زابل و ارزگان) مقرر شد. از سال 1365هـ.ش. تا 1366هـ.ش. به غرض تحصیلات ارکان حربی عازم اتحاد جماهیر شوروی سابق گردید ولی نسبت بحرانی شدن وضع امنیتی زون جنوب و تقاضای مکرر مردم بعد از ختم تحصیل دوباره عهده دار وظیفه ریاست تنظیمه جنوب شد.
    چند ماه پیش از انتقال قدرت به مجاهدین در نیمه دوم سال 1370هـ.ش. از وظیفه سبکدوش گردیده و متعاقبآ غرض تداوی بخارج اعزام شد. و دو روز قبل از انتقال قدرت به مجاهدین به افغانستان بازگشت نمود که تقریبآ همه ولایات در تصرف مجاهدین قرار داشت.بعد از انتقال قدرت به مجاهدین “سال 1992عیسوی” که جنگهای داخلی بین تنظیم ها آغاز گردید، تعداد زیادی انسانهای بیگناه به شمول اعضای حزب وطن و دو برادرش جنرال عبدالحق علومی و عبدالرشید علومی به شهادت رسیدند. به نسبت وضع خراب امنیتی عازم اروپا گردید.
    نورالحق علومی دو دختر و یک پسر دارد. خانواده وی اکنون درکشور هالند زندگی میکند.
    علومی برای بیرون رفت از حالت ناگواری که در افغانستان به وجود آمده لحظه یی آرام ننشست، در اینجا و آنجا شتافت و به صدای مردم لبیک گفت. اجتماعات، نشست ها و گردهمآئی ها را تشکیل داد و با جمع همقطاران جلسات نظرخواهی را پیشبرد و با فراخوانی از اعضای سابق حزب وطن (ح.د.خ.ا) به اجلاس سراسری در کشور هالند (مارچ 2001) اقدام ورزید. بعدآ به اتفاق آراء پیام اجلاس عنوانی مردم و اعضای سابق حزب وطن صادر شد. تلاش و دیدوادیدها در کشور های مختلف و حتی در کشورهای همجوار افغانستان با مردم صورت گرفت که تمام این فعالیتها در پیوند و ارتباط نزدیک با مردم در داخل افغانستان بود که نیاز به اتحاد و همبستگی مردم را از هر وقت مهمتر می دانستند. وی به اثر تقاضای برخی از مهاجرین افغان مقیم ایران در سال 1380هـ.ش. به آن کشور سفر نموده که نظریات وی مورد استقبال گرم روشنفکران، شخصیت های ملی و طیف مختلف مردم قرار گرفت. همچنان اجلاس اعضای سابق حزب وطن مقیم اروپا را در دوم دسمبر سال 2001 به کمک همفکران در شهر فرانکفورت آلمان برگزار و در این اجلاس توجه بیشتر افغانهای روشنفکر را به طرف تفاهم و همبستگی بر بنیاد دموکراسی جلب نمود که در قطعنامه اجلاس صراحت دارد. آنچه بعد در خطوط جدید فکری (دیروز، امروز و فردای ما) توضیح گردیده ثمره آن اجلاس است.
    از مدت بیشتر ازده سال بدینطرف نظر به تقاضای مکرر مردم و دعوت رسمی دولت انتقالی اسلامی افغانستان در کشور بسر میبرد و با کار خستگی ناپذیر یکجا با دوستان روشن ضمیر توانسته اند با اعضای پراگنده سابق حزب وطن و جمع دیگر از شخصیت های ملی و روشنفکر جلسه موسسان حزب متحد ملی افغانستان را به تاریخ 31 اسد سال 1382هـ.ش دایر و حزب متحد ملی افغانستان را اساس گزاری نمایند. وی در همین اجلاس به اتفاق آراء بحیث رهبر حزب متحد ملی افغانستان انتخاب گردید. علومی غرض تحقق اهداف وبرنامه های حزب متحد افغانستان که همانا تأمین منافع علیای کشور میباشد ازطریق مبارزات پارلمانی بحیث نماینده مردم قندهار به تنویر اذهان مردم پرداخته ودر دورۀ پانزدهم شورای ملی کشور بحیث مسوول کمیسیون دفاعی ولسی جرگه ایفای وظیفه نمودند .
    نورالحق علومی رئیس حزب متحد ملی افغانستان بخاطر تأمین منافع ملی ، حاکمیت ملی ووحدت ملی کشور بدون هیچگونهتعصب، درتشکل ساختارهای بزرگ سیاسی جهت آوردن صلح ،ثبات و حفظ استقلال کشور توجه شانرا مبذول داشته وهمین اکنون برعلاوۀ مسوولیت ریاست حزب متحد ملی افغانستان همچنان بحیث رئیس شورای اجرائیه ائتلاف ملی افغانستان وظیفه اجرا مینمایند .
    http://mehrwatan.com/?page_id=115#

  5. دوستانو زه دهرچا نظر ته درناوی لرم.
    مگر داحساساتي اوله قهره ډک غبرګونونو څخه باید ډډه وکړو. اوزموږ مسولیت دی چې خپل ولس اوځوانان په تاریخ پوه کړو. موږ باید پام وکړو چې دنظار شورا بیا علومي دافغانانو په ضد ونه کاروي اوکه پوهیدو چې داسې کیږي نو باید مخه یې ونیسو.
    مننه

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *