محمد یار یارصیب پر حکمتیار صیب یوه پاروونکې مقاله تاند کې خپره کړې چې تبصرې ته یې هم د سړي زړه هم یې ساړه کیږي. پیښور کې خو زموږ ډیر ساړه کیدل، یواځې زما نه بلکه د ټول اوغانستان او ان چې د خپل ګوند یې. قاضی امین که ځان له بامه نه وای غورځولی اوس به یې مړی د پیښور ګورګوټیو پاک شپیللی و. مولوي خالص ویل چې حکمتیار د اور پرتوګ دی، که اغوندې یې سغۍ دې سیزي که یې لرې کوې بربنډ پاتې کیږي. لکه چې خالص خوګ خوګییاڼی و، د خر خروټي نه نه ویرېد. یو پر بل یې ټوکې کولې. یا به ټوکې نه وې نېښونه به یې سره وهل، یو مار و بل لړم.
دا مجروح او عزیز الفت چې یار صیب یې یادوي، زما په ګاونډ کې ګسه شوي. دا، خلکو په حکمتیار پورې تړل خو والله اعلم. نو لامحل زه هم په ویره کې وم. یو شی وا ضح و، هغه دا چې مجروح په خپله به خپل مرګ خبر و. نو ولې نه تښتنېده یا یې د ځان ساتنې جدې اقدا مات (له وطنه تېښته) نه کول؟ دا د قربانۍ له پسه وپوښتئ. موږ ټول د خدای هیلي ته ناست وو. د خالص صاحب دا خبره مشهوره ده چې امین صیب ته یې کړې وه،«یره امین صیب، په تا پسې مو هم ډیرې خوارﺉ وکړې خو پیران دې زورور وو، زور مو درباندې ونه رسید.» مګر یوه ورځ لاس تړلی خدای په لاس ورکړ. قوماندان عبدالحق ویل، د امین صیب وژل خالص ما ته سپارلي وو. یو ماښام امین صیب نشه یوې ویالې کې پروت و. په موټر کې تېرېدم. هلکانو چې راوښکه، لاهم خر نشه و. خټې مو ترې پاکې کړې، د ده کور ته مو ورساه وه.
یوه ورځ د حکمتیار ویاند، زما ملګری، قریب الرحمن سعید کورته راغی، ویل یې چې که د حکمتیار صیب سره مرکه کوې، چې وخت ترې واخلم. ما زړه د زمری کړ، «ته لا ورته ګورې؟» ما ویل هسې ګپ به وي. خو ده وویل، بس درځه چې ځو. ځو. چې د رښتیا ځای شو ما هر څه ناغیړۍ وکړې خو ونه شوه. نو کورته لاړم، میرمنې ته مې کیسه تېره کړه، ما ویل زه د حکمتیار دیدن ته ځم، دعا راته کوﺉ. هغه لاس په دوعا وه چې زه د سعید صییب په سوزوکۍ کې سپور او هغه د نهر په غاړه لارو روان شو چې شمشتو ته و که سپینې شګې یا سپینې وړۍ په لار په ناممکن سرعت روان و. ما د ځانه سره ویل، شپنه لا خوړې خو د املوکو په تول کې. یوه توره کۍ دې ونه کړه چې یې څوک یاده کړي، نه دې کوم یادګار پاتې شو. لالا دې کابل کې شهید شو خښ خو شو، ته به دلته د پیښوور په سخا ډنډ کې خیګ غوندې پړسېدلی پروت یې.
سعید صیب ما ته نه کتل، پرشترنګ یې خیټه اچولې وه لار ته ځیر و. چې ورسیدو زه یې یوې ده درده حجره کې کینولم، دی ورک شو. ساعت پس ږیره صاحبان در راس حکمتیار راننوتل. په لاس یې اشاره را ته کړه چې کښینه. بیا یې د خندا په شان خاموشانه شونډې پرانستلې او زما پوښتنو ته منتظر پاتې شو. د نخوت او تکبر کومه علامه نه وه، بس طبیعي او نیوټرال کاته و. په نیالیچه یې پلتۍ ووهله.
مرکه دوه ساعته اوږده شو او هماغه ساده او عادي خبرې وې. یوه پوښتنه د بیبیسي د خبریال میرویس د وژلو وه چې دارلامان کې ده ور غوښتی وو خو بیرته رانغی، هر څومره مې چې تاو راتاو کړ، هیڅ ترې بود نشول.
اوس له هغه وخته لسیزې تیرې دي، مرکه امریکا غږ کې خپره شوه. نافرجامه او ګونګه وه. یاده مې هم نه ده. اختتام یې اعلان کړ غیر د ځان له ابراي ذمه نه بل څه نه و، یا د ده صیپت و. چې مرکه یې ختمه وبلله، سات ته یې وکتل،«تاسو به مړۍ وخورﺉ، زه یو څه وظیفه لرم». په سعید صیبب خولې ماتې وې، لکه چې دا ملاقات د حکمتیار صیب په امر شوی وو او مقصد یې دا و چې یو ځل مې جاج واخلي. نو ما او سعید ښورواګۍ وخوړه، ژوندی ژاړنده یې کور ته ورسولم. ګویا زما د ګسه کیدو ویره بې اساسه وه چې زه تر اوسه د حکمتیار صیب او قریب الرحمن صیب منندوی یم.
هغه ورځ مې واورېدل چې حکمتیار کابل ته روان دی ما ویل چې آن قدح بشکست و آن ساقي نماند، نو کابل ته د تګ ضرورت او ګټه څه ده؟ که زه ولسمشر ته رسېدلی شوای، بیشکه مې ورته ویل چې د حکمتیار سره روغه درمسال ته خټې دي. نه د جهاد کالونه دي چې انحصار یې د ده او مسعود په لاس کې و. له یوه امریکایي مامور نه مې پوښتنه کوله چې د وسلو او ډالرو زیاتره مرسته ولې حزب اسلامي ته ورکوﺉ؟ هغه لنډ ګنډ ځواب راکړ چې حکمتیار چې هر څومره بدنام وي خو د ده نفر جنګیالي دي، تر نورو ښه جهاد کوي اول حزب، دویم جمعیت. خو اوس چې نه روس پاتې دی نه جهاد شته، هسې د غلو یو څو ډلې دي چې د آی ایس آی په حکم او اراده له حکومت سره خپړې لګوي، نو د حکمتیار په نژدیکت کې غیر د ټلوالې له پارولو بله ګټه نه ترسترګو کیږي. هو، که آی ایس آی له حکمتیار سره څه تار ولری، چې دا ما ته معلومات نشته، او آی ایس ای دا فرمایش ورکړی وي، نو دا بیا بله خبره ده، خو نه یره داسې به نه وي!!
د حکمتیار په باب د فرانسوي و که امریکایي ژورنالست پيټر جووینال خبره تر اوسه ېما یاد ده. نور ټول بهرني خبریالان حکمتیار ته ورتلل خو دی صرف یو وار ورغلی و او نه یې و خوښ شوی. ویل یې چې دا ځکه چې«د حکمتیار ګرد سره خندا نه زده»
استاده زما سلامونه او نیکی هیلی ومنه دوه خبری دی یا خو نور په امریکی کښی د امریکایی ژوند نه په تنګ شوی یی
او یا خو دی د حزب د کمزوری څه اوریدلی دی هوش کوه چی د حزبیانو بیا بیډی میره ده شمال طرف ته یی ورمیږ مات ده ما او تا ته اوس هم چا ړه پلاس ولاړ دی په الله باور وکه چی پخوانی متل دی ګرګ زاده عاقبت ګرګ شود ګر چه با ادمی بزرګ شود او تا ته اوس هم زمریان دی الله مو دی ددوی له شره پخپل امان کښی وساتی امین
ښاغلی او زړه ته منلی شپون صیب ، له سلامونو او نیکو هیلو وروسته الله مو راته روغ لره. زما په نظر وخت بدل شوی ، هوښیاران د وخت له تقاضا سره سم خپل سیاست جوړوی. ښاغلی حکمتیار هم د عقل او هم د سن له لحاظه اوس پوخ شویدی. دا پنځلسو کالو تجرید هم حکمتیار ته ډیر څه ورزده کړی دی. کوم شیان چې یو انسان یی د کتاب ، انترنت ، مطالعې او د نورو له تجربو زده کوی ، د څو پوهنتونونو د ختمولو په اندازه ګټور تمامیږی.
له بلې خوا د هغه دري مشهور متل په اساس هرکه ناموزد زګذشت روزګار ، هیچ نیاموزد ز آموزګار.
اوس فکرکوم ښاغلی حکمتیار ته له ټولې نړۍ نه د یوه افغان ژوند ژغورل ډیر اهمیت لری، کوم څه چې په سوله ، سیاست او ولس ته د خدمت له لارې لاسته راځي په ډیرو جګړو او وژلو نه تر لاسه کیږي.
شپون صیب د الله ج مونږ ته تر ډیرو ژوندی لري ترڅو نور هم د دوی له قلم نه په زړه پورې لیکنې ولولو.
اوس چې نه روس پاتې دی نه جهاد شته، هسې د غلو یو څو ډلې دي چې د آی ایس آی په حکم او اراده له درته هدایت وکړی “……… حکومت سره خپړې لګوي …… زما سلامونه او نیکی هیلی ومنه…… شپون صیب د الله ج