تاند- یوازې په سلو کې ۱۷ امریکایان په افغانستان کې د امریکا د روانو عملیاتو ملاتړ کوي، نور ټول وايي چې امریکايي پوځیان دې ژر تر ژره خپل هیواد ته وروغوښتل شي.
د (سي این این) تلویزیون او (او آر سي) له لوري په یوه تازه نظرپوښتنه کې ویل شوي چې ۸۲ فیصده امریکایانو په افغانستان کې د متحدو ایالتونو له پوځي ماموریت سره مخالفت کړی چې دا د پنځه کاله پخوا په پرتله په سلو کې ۴۶ زیات دی.
سي این این وايي، د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې په افغانستان کې د امریکا دوولس کلن پوځي ماموریت د امریکا د متحدو ایالتونو تر ټولو نامحبوب پوځي عملیات دي او اکثره امریکایان د دې غوښتونکي دي چې امریکايي پوځیان دې د ۲۰۱۴ کال تر دسمبر مخکې له افغانستانه وایستل شي.
د سي این این د نظرپوښتنې مشر کیتینګ هولنډ وویل:«دا نظرپوښتنه ښيي چې د افغانستان جګړه تر نورو شخړو خورا لږ ملاتړ کوونکي لري. د عراق له جګړې سره مخالفت هیڅکله تر ۶۹ فیصدو زیات شوی نه و. د ویتنام د جګړې په مهال هم د جګړې د مخالفو امریکایانو فیصدي دومره نه وه لوړه شوې. په هماغه وخت له ګلپ په مرکو کې په هرو لسو کسانو کې شپږو د جګړې مخالفت کړی و.»
سي این این وايي چې په تازه نظرپوښتنه کې یوازې په درو کې یوې برخې پوښتل شویو کسانو ورته ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه باید له ۲۰۱۴ کال وروسته یو شمېر پوځیان په افغانستان کې وساتي. په سلو کې ۵۷ ویلي چې د افغانستان جګړه د امریکا لپاره سم لور ته پر مخ نه درومي خو په درو کې یوې برخې ویلي چې امریکا په دې جګړه کې بریالۍ کېږي.
ښاغلي هولنډ وویل، خپلواک امریکایان (هغوی چې په ګوندونو کې نه دي) د دیموکرات او جمهوریتپال ګوندونو تر غړیو د افغانستان د جګړې په اړه زیات منفي نظر لري. او د دې علت ښايي دا وي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند ولسمشر دا جګړه پیل کړه او د دیموکرات ګوند ولسمشر دوام ورکړ.
له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري د افغانستان په جګړه کې تر ۲۳۰۰ زیات امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
سي این این او او ار سي دا نظرپوښتنه د روان دسمبر د ۱۶ او ۱۹ ترمنځ کړې ده.
د امریکا عام خلک ډیر زیارکښ او بشر دوست ملت دی، مګر د دوی د کار او زیار پیسې د افغانستان خلکو ته نه بلکې یو څو درجنو لویو غلو او قاتلانو ته ورځي. دوی حق لري چې هلته د یو څو لوچکو کابایانو او دلته د تنظیمي کرايي جاسوسانو،وطنپلورو، قاتلانو او غلو ترمنځ دا دولس کلنه شرمیدلې او نور له کاره لویدلې په اصطلاح کاته چلنج کړي او پای یې وغواړي.