تاند، جمعه، د حوت ۲مه: تاند ته له معتبرو سرچینو یوه طرحه رسيدلې ده چې طالبان یې له مخې د نسبي اوربند په ورځو کې خپل بریدونه د ورځې له ۷۵ څخه ۱۵ ته راکم کړي او د امریکایانو او افغان ځواکونو په مرکزونو به هیڅ ډول برید نه کوي.
افغان ځواکونه به هم په دغو ورځو کې د خپل ښه نیت له مخې پر طالبانو بریدونه نه کوي، خو لومړی درجه احضارات به ولري او د طالبانو د بریدونو ځواب به ورکوي، خو دغه ډله به ښارونو ته له وسلو سره نه راپرېږدي.
د تاوتریخوالي د راکمولو په دغه اووه ورځو کې به طالبان د ورځې یوازې د ۱۵ بریدونو جواز ولري، په ښارونو، لویو لارو، امریکايي اډو او افغان اډو به بریدونه نه کوي.
په مقابل کې به یې افغان ځواکونه عملیات نه کوي خو د دفاع لپاره به چمتو وي.
د ناټو ځواکونه به هم په دغو اووه ورځو کې پر طالبانو عملیات نه کوي، خو که پر افغان ځواکونو برید وشو او مرستې ته اړتیا وه په عملیاتو کې به برخه واخلي.
د نسبي اوربند د بریدونو د څار لپاره به د جنرال سکاټ میلر په مشرۍ د افغان او بهرنیو ځواکونو یوه کمېټه هم کار کوي چې د طالبانو سرغړونې او ژمنې وڅاري او د سرغړونې په صورت کې د طالبانو قطر دفتر ته معلومات ورکړي.
د طرحې له مخې طالبان که وغواړي ښارونو ته راتللی شي، خو وسلې به له ځانه سره نه راوړي.
همدا راز افغان والیانو ته د ولسمشر لخوا د تاوتریخوالي د راکمولو د طرحې جدي تعقیب او تطبیق امر شوی دی.
همدا راز به افغان ځواکونه د اوربند په ورځو کې جګړه ځپلو سیمو ته عاجلې مرستې رسوي او که دوام یې وکړ نو بیا به ځینې پروژې هم پلې کوي.
ټاکل شوې نسبي اوربند د شپې له دولسو بجو پیل او اووه ورځې دوام وکړي چې ورسره جوخت به که ښه ارزونه شوې وه نو د امریکا او طالبانو د سولې تړون به هم لاسلیک شي.
طالبانو ته د روځی د ۱۵ بریدونو جواز په څه دلیل ، ولی لکه دولت مکمل اوربند نه کوی اودغه ۱۵ بریدونه به په عامه خلکو کوی ، دا څنګه امتیاز دی ؟ داډول یک طرفه امتیاز هیڅ جواز نه لری ، بهتره او شرعی همغه دمکمل اوربند طرح ده کوم چه اشرف غنی وړاندی کړی
یعنی په ۷۵ بریدونو کی به ۱۵ بریدونه کوی دا په دی معنا چی دوی صرف ۱۵ فیصده واک لری د طالبانو مینځ نه