وایي ډول وهم غږ به یې سبا واورې. اوس همداسې ډولونه وهل کېږي چې غږ یې له نږدې نه اورېدل کېږي مګر کله چې انسان ترې لږ لرې لاړ شي بیا یې اواز احساس کړي. ډېری خلک دغسې ډولونه یوازې په سترګو ګوري او په نا اګانه ډول ورته څڼي  غورځوي، پرته له دې چې په سور او تال یې پوی شي.

اوسنی عصر چې پوهان یې د رسنیو عصر بولي له پخوانیو وختونو سره ډېر توپیر لري. پخوا به هېوادونه یوازې په ( قهري قوه) جګړه او نظامي ځواک نیول کېدل خو اوس د هېوادونو په بهرني سیاست کې د فرهنګي تبلیغاتو په نامه نرم ځواک ( Soft Power) تر نورو هغو دیپلوماسۍ، اقتصادي او نظامي وسیلو څو ګامه وړاندې روان دی. د نړۍ لوی لوی طاقتونه په دې پوهېدلي که له یوه هېواد سره سل کاله جګړه وکړې ژبه او فرهنګ یې نه شې ختمولی، خو که شل کاله په کې په دوامداره توګه فرهنګي او تبلیغاتي کار وکړې په اسانۍ کولی شي خپل فرهنګ، ارزښتونه، ایډیالونه او هدفونه پر خلکو ومني او په عامه افکارو کې ځان ته ځای پیدا کړي.  دغه نرم ځواک پرته له کوم حساسیته پولې او سرحدونه نړوي، په ډېره اسانۍ سره ملتونو ته ځان رسوي او پر عمومي افکارو خپل اغېز ښندي. یوازې هغه څوک په دې جګړه کې کامیابه دي چې هنر او تخنیک یې په لاس کې وي او ددې جګړې په قاعده پوی وي.

په نړیوال سیاست کې لیدل شوي چې له تبلیغاتي وسیلې نه دوه اړخیزه کار اخیستل شوی، کله چې غواړي د هېوادونو په ولسونو کې نفوذ وکړي او یا کله چې غواړي د یوه هېواد، ملت، مذهب او ارزښتونه خپلو ولسونه ته منفي تصویر کړي.

دغه جګړه په ډېرې نرمۍ روان وي خو اغېزې یې ډېر ژور دي. ښه بېلګه یې د پاکستان هېواد دی. سره له دې چې له هندوستان سره یې اړیکې ترینګلي دي، خو د تبلیغاتي وسایلو نه یې ځان نه شي خلاصولی، اسلام اباد چې د پاکستان پلازمینه ده داسې هوټل به په کې کم پیدا شي چې د ورځې یو هندي فلم په کې ونه لیدل شي. د شاه رخ خان، سلمان خان، امیتابچن او ډېرو نورو تصویرونه او ډایلاګونه د ډېرو پاکستاني ځوانانو پر سینو او ژبو ګرځي. په دغو فلمونو کې زیاتره داسې دي چې هند دیوه سوله غوښتونکي هېواد په توګه نورو ولسونو ته معرفي کوي خو پاکستان د جګړه غوښتي هېواد په توګه چې د کشمیر او افغانستان خلک د هند پر ضد جګړو ته هڅوي.

پاکستان چې په تبلیغاتي جګړه کې پاتې راغلی هڅه کوي د مذهبي تبلیغاتو نه په استفادي سره د خلکو احساسات وپاروي او بیا دغه احساسات په یوه قهري قوه بدله کړي چې بالاخره یې پای جنګ ته رسېږي، او جنګ بیا هغه وسیله نه ده چې د بالیووډ مخه ونیسي او اغېزې یې کمې کړي، ځکه جنګ مقاومتونه پاروي او بالیووډ دې په مینه مینه له کاره غورځوي.

بله ښه بېلګه یې امریکا ده چې د ۱۱ سپتمبر نه مخکې او وروسته یې له خپل فرهنګي سیاست نه مثبته ګټه پورته کړه، د خپلو رسنیو په وسیله یې د طالبانو پر ضد دومره تبلیغات وکړل چې د نړۍ د ولسونو عامه ذهنیتونه یې د طالب پر ضد تیار کړل، کله چې یې پر  افغانستان حمله وکړه ډېر نور یې هم ترڅنګ ودرېدل. اوس هم دغه جګړه روانه ده، ددې لپاره چې دننه په امریکا او نورو اروپایي هېوادونو کې جګړې ته مشروعیت ورکړي له طالب او القاعدې نه یې یوه بلا جوړه کړې ده او دهمدې فرهنګي ډیپلوماسۍ په وسیله یې نور اسلامي هېوادونه هم غلي کړي دي.

انټرنټ، ویبسایټونه، فیسبوک، ټویټر، راډیو ګاني، ټلویزیونونه او داسې ډېر نور هغه تبلیغاتي وسیلې دي چې په اسانۍ یې مخه نه نیول کېږي. ډېرو زورورو هېوادونو کوښښ کړی چې ددې بلاو له شره ځان په امان کې وساتي مګر خلاصی ترې نه شته. ددې لپاره چې انټرنټ یې خوندي وي چین ګوګل او فیسبوک بند کړل، د ګوګل پر ځای یې د لټون یو سافټ ویر  Baido  او د فیسبوک پر ځای QQ چې هم په کې چټ کېږي او هم متنونه له یوه ځایه بل ته لېږلی شي جوړ کړل، مګر بیا هم پروسږکال په کې د تاریخ بې ساری هک وشو او لا تر اوسه لګیا دي ډول ډول هڅې کوي چې له پردي فرهنګ او انټرنیټي یرغلونو ځان وساتي. ایران ملي ایمیل جوړ کړ خو تر اوسه  یې هم له امنیت نه ډاډه نه دي.  امریکې د ۳۰۰ په نامه یو فلم جوړ کړی چې د ایران تصویر یې ټولې نړۍ ته خراب کړی، دغه فلم ان په ایران کې هم لیدل کېږي خو هغوی یې مخه نه شي نیولی. هغوی اوس په دې هڅه کې دي څنګه یې په همداسې یو فلم ځواب ورکړي. دمخه یې لا د محمد (ص) پر هجرت او مبارزې او د یوسف (ع) پر داستانونو فلمونه جوړ کړي دي چې هره روژې میاشت یې زموږ ټلویزیونونه په کراتو اړوي را اړوي.

دغه څو کاله مخکې ټولې دنیا ددې مجازې نړۍ اغېزه په خپلو سترګو ولیده. دمصر حکومت همدې فیسبوک او ټویټر ونړاوه.هغه کار چې په ډېر قوت سره نه کېده په ډېرې اسانۍ سره وشو.

موږ افغانان چې جنګ ځپلي یو پر موږ یې تاثیرات لا زیات دی. د انټرنیټ امنیت خو پرېږده یوازې د هندي او ترکي ډرامو د زوره نه یو. یوه لوړپوړي چارواکي په یوه مجلس کې ویل:  زموږ د هېواد حالات کټ مټ وادي ګرګان ته ورته دي، کاش چې دلته هم یو فولاد علمدار وای.

دا په خپله د تبلیغاتي موادو د ژور تاثیر اندازه راښيي چې ان خپل داخلي مسایل هم د بهرنیو سریالونو په چوکاټ کې وینو.

په بهرني سیاست کې فرهنګي او تبلیغاتي وسیلې د یوه ملت د فرهنګي عناصرو په کار وړلو ته وایي، لکه تاریخي مخینه، ژبه، دین، دودونه، کتاب، هنري اثار، معلوماتي ټکنالوژي او نور چې پر نورو ملتونو اثر وغورځوي او تا ور وپېژني. دغه وسیله هغه وخت کارنده ده چې موږ یې په تولیداتو بدل کړو. یوازې دا بس نه ده چې ووایو موږ پنځه زره کلن تاریخ لرو. زموږ پنځه زره کلن تاریخ، ارزښتونه او ویاړونه هغه وخت کارنده دي چې په تبلیغاتي تولیداتو یې بدل کړو. زموږ ټلویزیونونه په دا څو کلونو کې یوازې کرکې او مبتذل پروګرامونه خپروي. په تېرو لسو کلونو کې د ملي ټلویزیون په ګډون یو داسې ټلویزیون پيدا نه شو چې پر خپلو ارزښتونو، رواجونو او ویاړونو مستند فلمونه او سریالونه جوړ کړي. موږ یوازې چیغې وهو چې غزني یو وخت د تمدن مرکز و او په ۲۰۱۴ کې به د نړۍ خلک دې مرکز ته راشي او له غزني ښار نه به لیدنه وکړي.  تر اوسه مې له هېچا نه دي اورېدلي چې زموږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یا هم ملي ټلویزیون چې پراخه امکانات لري د تمدن په دغه مرکز فلمونه او سریالونه جوړ کړي. زموږ هنرمندانو دې د غزني د تمدن او شخصیتونو نقاشۍ کړې وي او بیا دې یې نړیوالو ته وړاندې کړي. موږ د احمدشاه بابا په سوبو او اتلولیو ویاړو، له بده مرغه یوازې هغه وخت مو رایاد شي چې له خپل ورور سره دجنګ په ډګر کې مخامخ ولاړ یو، ښه به دا وي چې ددغه اتل اتلولۍ په فلمونو، ډرامو، سریالونو، کتابونو او نقاشیو کې وځلوو. پر محمود غزنوي همداسې سریالونه، ډرامې جوړ کړو، ناولونه پرې ولیکو، دده دربار او ښار په نقاشیو کې تصویر کړو. کېدای شي هغه کسان چې محمود غزنوي یې خوښ هم نه وي دغه نقاشۍ واخلي او په خپلو کورونو او دفترونو کې یې ودروي.

د خپلو اسلامي افکارو او ارزښتونو د خپرولو ښه لاره همدا ده، جنګ یوازې موږ بدمرغه او له تاوتریخوالي ډک ولس معرفي کولی شي او بس.

بهرنیان دلته راشي زموږ پر ژوند، زموږ پر دودونو او زموږ پر هنرونو کتابونه لیکي. د نړۍ په مارکیټونو کې په ملیونونو ټوکه خرڅېږي، موږ چې تر هغوی دخپلو خلکو په خوی او بوی ښه پوهېږو، خپله ټولنه سمه پېژنو، له خلکو سره په ناسته ولاړه او خبرو اترو کې ستونزه نه لرو، باید تر هغوی یې ښه ولیکو.

د امریکې لومړني فلمونه که وګورئ زیاتره مواد یې له منځني اسیا نه اخیستل شوي. بیابانونه، اوښان، کېږدۍ دا ټول هغه څه دي چې موږ یې لرو، مګر دوی یې په داسې هنري ډول راته وړاندې کوي چې د خپلو وسایلو او ژوند ژواک بیا بیا کتل راته خوند راکوي. موږ په خپله هم باید دغه متره پیدا کړو چې ټول ملي امکانات په کار واچوو او خپل فرهنګ، تاریخ او ویاړونه خلکو ته ور وپېژنو.

په ټوله نړۍ کې هره ورځ سل زره علمي مقالې لیکل کېږي، موږ کله هم په دې فکر کړی چې زموږ ونډه په کې څومره ده. په یو ځای کې مې ولوستل چې جرمني کې یوه خپرندویه ټولنه په کال کې پنځوس زره کتابونه چاپوي، زموږ هغه نامي کتاب خپرندویه ټولنه تر پنځوسو زیات نه شي خپرولی.

دا سمه ده چې زموږ وسایل له هغوی سره د مقایسې وړ نه دي او د تبلیغاتو د روان سیند مخه نه شو ډب کولی، مګر لږ تر لږه خپله وسه خو باید وکړو، وایي چې څوک د سیند څپې په مخه کړي نو لاس او پښې به خامخا خوځوي. موږ که پر نورو اغېز نه شو کولی د نورو اغېز پر ځان راکم کړو. که دا هم نه شو کولی لږ تر لږه باید د قلم، هنر او تولیداتو په وسیله هڅه وکړو د خپلې ټولنې رښتینی تصویر نورې نړۍ ته وښیو.

یو افغان چې په بهر کې اوسېږي راته کیسه کوله چې ډېری بهرنیان د افغان او مسلمان له نامه ډارېږي، په لیدو یې فکر کوي چې اوس به راباندې حمله وکړي. که یو چا په جیبونو کې پیاز هم ایښی وي خلک فکر کوي چې بمونه یې په ځان پورې تړلي دي.

که په انفرادي ډول نه کېږي دا کار دې د افغانستان دولت او ملي پانګوال وکړي چې د افغانانو په اړه د نورو خلکو ذهنونه روښانه کړي، زموږ مشهور ټلویزیونونه چې امکانات او وسایل یې په لاس کې دي باید له دولت سره د بهرنۍ پالیسۍ یوې مهمې وسیلې یانې فرهنګي او تبلیغاتي کارونو کې مرسته وکړي چې د نړیوالو عامه افکار بدل کړي.

یوازې موسیقۍ ته کار کول، او یوازې د پردیو ډرامو خپرول کېدای شي د لنډې مودې لپاره دیوه ټلویزیون مینه وال زیات کړي مګر د زیات وخت لپاره د خلکو په زړونو کې ځای نه شي پیدا کولی، ټلویزیونونه مو هغه وخت کامیابه دي چې خپل تولیدات ولري. د ځوانانو فکري روزنې ته کار ووایي. د کلیوالو تصویرونه د ښار خلکو ته راوړي او د ښار کلیوالو ته یوسي. که چېرې دغه اړیکې یو طرفه وي بدې اغېزې به ولري، د کلیو خلک به د ښار له ناڅاپي بدلونه وډار شي.

همداسې په نړیوالو اړیکو کې هم درواخله. یو طرفه تبلیغات او فرهنګي یرغل که له نورو هېوادونو پر موږ کېږي او یا که زموږ ناسم تصویرونه دنیا ته وړاندې کېږي دواړه کاره زموږ په تاوان دي. ددغسې تاوانونو جاج په لنډه موده کې نه اخیستل کېږي خو تر اوږدې مودې وروسته یې بیا جبران ډېر ستونزمن وي.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په انګریزي ژبه یو څه خلک پوهېږي، کتابونه یې د منبع په توګه لوستل کېږي. انګریزي ژبه کوم داسې امتیاز لري چې په ټوله دنیا کې دې وویل شي، مګر پرته له دې چې دوی په خپله خپلې ژبې ته کار کړی، امکانات یې په همدې ژبه کې برابر کړي. په نړۍ کې تر ۲۵ زیات هېوادونه په عربي ژبه خبرې کوي، زیاتره یې بډایه دي او د ژوند ټول امکانات لري، که په رښتیا هم مسلمانان غواړي چې خپله اسلامي ایډیالوژي خلکو ته ورسوي ولې یې د جنګ پر ځای د تبلیغاتو له لارې نه رسوو. سره له دې چې په خپله هم پوهېږو چې د جنګ لاره ناکامه ده او له نرم ځواک نه باید ګټه پورته شي.

نن سبا همدا تبلیغاتي وسیلې دي چې د خلکو له ذهنونو سره لوبې کوي، د ګټې او تاوان لوري ټاکي او د ولسونو د پورته کولو او له منځه وړلو لارې چارې برابروي. د عراق تر جګړې (۱۹۹۱) وروسته د ( Setting the Agenda) په نامه یو نوی نظر پيدا شو. هغه کسان چې ځواکمنې رسنۍ یې په لاس کې دي یوازې یوه موضوع راپورته کړي او  نور یې د شاربلو لپاره خلکو ته پرېږدي. دوی په دې کار سره غواړي د خلکو ذهنونه بوخت وساتي، یوه موضوع په رسنیو کې دومره ګرمه کړي چې بیا چې بیا ډېرو نورو مهمو موضوعاتو ته د چا پام نه کېږي، یانې یو نوی سیسټم چې خلک یوازې د ګاډۍ د اس په څېر ورښودل شوې لاره وویني او بس.

ذهني جوړ شوي تصویرونه ډېر غښتلي وي که چا راته کلی خراب تصویر کړ او یا یې ښار کلیوالو ته له دود او دستوره وتلی وښود، دغه کرکه بیا تر ډېره وخته نه ختمېږي، که دنیا ته زموږ سم تصویر ونه رسېد هر چېرته به راڅخه خلک ویرېږي او په لوی جنجال به اخته یو.

2 thoughts on “تبلیغاتي جګړه – عزت الله شمسزی”

ځواب ورکول shamshad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *