جمشید عمر

که مو تجربه کړې وی، کله چې یوه پيښه ووینو، نو د زړه نه ورسره خواخوږی نه ښایو، بس د انسانیت له مخې مو تندی نوي، په سترګو کې اوښکې او قواره مو ورسره لږه تغیره شي؛ خو ډیری پيښې دي، چې په لیدو یې بیا په ریښتیا ژاړو، ځان ورسره خواخوږی ښایو او خفه شو، ځکه دا غیر ارادي ژړا ده، چې په لیدو یې د سترګو راوځي.

ریښتنې مینه ده چې سړی ژړوي.

لکه: یوه مور د ماشوم په وړوکي زخم دومره ناکراره وي، چې شپه ورته په ویښه تیره کړي. که دا ماشوم بلې مور ته وښایي فکر نه کوم، چې دومره دي ورسره په تکلیف شي، چې شپه دي ورته سبا کړي. یواځې به یې د خولي نه د (اخ) کلمه ووځي او بس، هغه هم ددي لپاره چې مخاطب فکر وکړي چې ولا زما سره په غم کې شریکه ده.

ډیر به مو اوریدلي وي، چې فلاني قرانکریم ته اور ورته کړ او نوموړي کس ته یې هم همداسي سزا ورکړه. یا دا چې مظاهري وشوي؛ خو ځینو خلکو ته بیا دا عادي خبره ده. د ځینو مخکې که د یو چا په اړه یوه غلطه خبره وکړي، نو مخاطب به سم د واره درسره په جنګ شي، خو ځینو ته بې تفاوته ده. دا کس او کسان چې غبرګون ښی، دوی د الله ج او د هغه له پيغمبر ص سره د زړه نه مینه لري.

راځو مجازي مینې ته. یو څوک له یو چاسره مینه لري. یو له دوی نه بل ته کیسه کوي، چې مور مې مریضه ده. په ډیرو ډاکټرانو مو وګرځوله، خو هیڅ نتیجه یې ور نه کړه. مقابل دومره خفه کیږي، لکه دا کار چې په ده شوی وي. اصلاً تاسو ورته دده له سترګو ګوری. دا هم ریښتیني مینه، ځکه وايي: مینان دوه نفره وي.

شاعر وايي

مینه ګلابه هیڅ یو حد نه لري

دا هغه ملک دی، چې سرحد نه لري (اجمل ښکلی)

ددي ټولو خبرو اصلی ټکی ریښتیني مینه ده. که له یو چاسره ریښتیني مینه ولرئ، نو دا پورته خبرې بیا درته ښه معلومیږي. اوس خو موږ هر څه د ریا له مخې کو. ریښتیني ملګرتیا هم همداسی ده، چې د ملګري خوشحالي ستا خوشحالي ده او د ملګري غم ستا غم دی.

کله چې له یو بل سره ریښتني مینه ولری، نو په درد یې پوهیدلی شی. د هغه خوشحالي راته خپله ښکاري او خفګان یې موږ هم حس کوو او ځان ورسره خواخوږی ښایو. همدا د ریښتني مینې کمی دی، چې د ورځي سل مرو، خو دوه دقي مو په یاد وي او بیرته یې هېر شي. څومره چې مو له وسه کیږي، ملګري ته تاوان رسو. ژړو یې، خفه کو یې…

که مو ومنله بیا به په ژوند پوه شی. کنه همداسې بې مینې اوسئ.

One thought on “تجربه یې کړئ/ جمشېدعمر”

ځواب ورکول dr.Hamidullah Zrraver Safpi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *