خبره د ارګ او سپیدار ماڼۍ له دیوالونو، ګردیو میزونو را وتلې او آن د جګړې تر لومړیو کرښو رسیدلې ده؛ دا کرښې هغه ځایونه دي چې په ټیټ مورال بایلل کیږي او په لوړ مورال ګټل کیږي. دا هغه ځایونه دي چې د بایلات ناوړه تاثیرات یې یواځې پر خپل ځای نه پاتې کیږي.

اوس چې خبره دومره رسوا ده نو زه یې ولې لکه د ملریا ترخې ګولۍ په کاغذ کې را وپیچم؟

خبره دا ده چې د ارګ او سپیدار ماڼۍ ترمنځ اختلافات دي، دا اختلافات دومره ژور شوي چې د دغو ماڼیو د سرخانانو یو بل سره لیدلو خبري ارزښت پیدا کړی دی او د خبري ارزښت یو شرط همدا وي چې باید پیښه غیر عادي وي.

د یوه نظام د دوه مخکښو کسانو خپلمنځي لیدل اوس په غیر عادي پیښې بدل شوی او دغې غیر عادي پیښې د خلکو ژوند هم غیر عادي کړی دی.

هره ورځ کلیو ته د امنیتي منسوبینو جنازې راځي، هره ورځ له کورونو د بورو میندو سوې ساندې راځي، هره ورځ د تازه یتیمانو چیغې اوریدل کیږي او هره ورځ د ځوانو کونډو اسویلي په اسمان کې بله وریځ جوړوي.

دا سرتیري د هغه دوه واکمنه نظام د بقا لپاره جګړه کوي چې د واکمنو تر منځ یې ناندرۍ روانې دي، لکه نامحرمې، یو بل ته مخ نه ښکاره کوي او شاید یو د بل سیوری په غونډارو وولي.

داخلي شخړې له بیرونیو ډیرې خطرناکې وي، ممکن د دوی زیاته توجه د خپلي منځي شخړو د خطرونو په دفع کولو متمرکزې وي، همدا لامل دی چې هیواد هره ورځ له نوو- نوو خطرونو او ګواښونو سره مخ کیږي.

تجویز:

افغانستان د دوه کسانو کور نه دی. مشترک کور دی او هر وګړی یې حق لري چې ارام او سوکاله ژوند ولري او خپل ژوند یې د نورو د شخصي رقابتونو قرباني نشي.

اوس اوبه له ورخه تیرې دي، که اوس هر څومره ووایو چې کاش داسې نه وای شوي نو څه فایده؟ دا کاش اوس هیڅ ځای نه نیسي، ځکه هغه څه چې باید نه وای شوي وشول او د دې کار قیمت له څه باندې دوه کلونو راهیسې د ولس سرونه ادا کوي.

اوس د انتخاباتو پر پایلو هم نه غږیږو، ځکه هر یو ځان ګټوونکی بولي او هر یو بل ته جعلکار او تخلفکار ښکاري.

خو لاس تر زنې کښیناستل هم نه دي په کار؛ ځکه د دغه شان حالات دوام د بهبود تصور هم له منځه وړي. ښه خبره همدا ده چې همدې روان حالات ته د حل لاره را وکاږل شي.

دواړه مشران ځانونه هوښیار ګڼي او ممکن دواړه هوښیار وي، که دوی هوښیار نه وای ولې د هر یوه شاته د ولس دومره لویه برخه دریدله؟ نو اوس دا هم نا ممکنه ده چې ووایو واک دې هغه ته پریښودل شي چې ډیر هوښیار وي. ځکه د ()ډير هوښیار() فیصله کول اسانه ده، خو منل یې سخت دي. هر چا ته خپل مشر ډېر هوښیار ښکاري.

اسانه لاره دا ده چې داسې یوه حل تجویز کړو چې پریکړه یې اسانه شي او هغه دا دی:

دواړه مشران په تیر حکومت کې د کلیدي وزراتونو په راس کې پاتې شوي. یو د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی او بل د مالیې. همدارنګه دغو دواړو کسانو په تیره نږدې یوه نیمه لسیزه کې په یوه نه یوه بڼه د واک کلیانې په لاس کې لرلې او ریکارډونه یې هم ثبت دي.

د دواړو د تیرو کړنو عملنامې دې را وسپړل شي، په یوه عمومي غونډه کې دې ولس ته د هر یوه کړی عمل او له واک څخه کړې استفاده روښانه شي. د هر چا د نیکو اعمالو تله چې درنده وخته هماغه دې ولسمشر شي او ټول واک دې وروسپارل شي او هر چا چې په خپل ماموریت کې فساد کړی وي، اختلاس او ناغیړي یې کړی وي هغه دې د پخوانیو ماڼیو په ځای د خپلو پلویانو له خوا محکمې ته روان شي. ځکه دلته ټول خلک د فساد او خیانت پر ضد چیغې وهي، دوی به هیڅکله دې ته تیار نشي چې داسې چا پسې روان شي چې محکمې ته د تګ مستحق وي.

( سرخط ورځپاڼه – نننۍ ګڼه)

3 thoughts on “تجویز/ محمد نعمان دوست”
  1. سلامونه،
    ورور نعمان دوست صاحب ډیر ښه تجویز کړی اما که .. مرجان ېې ومني!
    اوس خو د لوړ پوړو چارواکو د ترازو لپاره د عدلي او قضایی ځانګړی مرکز هم پرانستل شوی، لوی څارنوال او قاضی القضات صاحبان هم بې-درغلیو او د فساد پر ضد څهرې ښکاري؛ او وروسته د میزان له تلې نه متقي= مصلح او مفسد= شقي ولس ته په ډاګه شي. ميلياردونه استفراغ کړل شي او داغیارودښمنانونه ځانونه خلاص او خودکفاه وګرځوي.انشاءالله.
    بیا ولسمشر کولای شي د نورو سجل او سوانح مطالعه کړي ، د دې پر ځای چې خپل قیمتي وخت د یو څو بیسوادو قراردادیانو سره پر اوتو بوتو کلدارو، مردارو ضایع کړي؛ هغوی دې مسءول مقاماتو ته وسپاري او “”وي ټرسټ بټ وي کنټرول ټووو!”.

  2. دا هم یو ښه حل بللی شو خو ډیر کار غواړی ځکه چه تیر ۱۵ کالو کی زیات هغو کسانو انحصاری حکومت چلولی چه پدری میراث یی غلا،انحصار او اخلال دی .
    دآنحضرت صلی الله علیه وسلم د یوه حدیث مبارک مفهوم داسی دی چه ،که دوه طبقی خلک خراب شول نو ټول خلک خرابیږی چه هغه دوه طبقی یوه یی امراء او بله یی علما دی ،
    مع الاسف تیر ۱۵ کلن امرا او علما هیڅ یوه هم داسی اداره نه درلوده چه افغان او مسلمان ته مفیده وای ،په فساد کی مسابقه وه (نه په خیر او خدمت کی)،لیوان او ګرګ زاده ها چاق شول په چوکیو جنګ ځکه وو چه انحصار ګرو غلو د پیسو او وسلو ځایونه ځانته منحصر کړی وو ځکه دوی وایی چه ،مبتکرین قرارداد بن ما استیم ، چه دا دیومبتکر خبره ده خو تصرفات یی غیر قانونی .
    دی مفسدینو یواځی د یو تنظیم د ارکانو په سطح فساد ونکړ لدی نه چه امرا او ارګ نشین علماوو فساد کولو نو ډیر نورهم فاسد شول ،حکومتی اداری،انجوګانو او نور اکثرا فاسد شول ، حال دا چه عالم انسان او مجاهد باید د خیراوخدمت ګراف یی صعودی وی.
    دمجاهد په نامه ځینی ګرګ زادګان هم شته چه نه مخکی مجاهد وو نه اوس چه یو مثال یی پرون په مستند طورد تلویزیون۲۴لخوا په ۱۱بجو د افشا په پروګرام کی افشا شو او هغه اوسنی د پکتیا والی د مولوی خالص د تنظیم د معاون زوی دی چه کړنو یی دهغه تخصصی فساد ښودنه کوله او ته به وایی چه له مور او پلار نه یی بی له فساده نور درس ندی اخیستی او پیور مفسد یی ثابت کړ.
    نو دیته ورته نوی او زاړه نور ګرګ زاده ګان هم ډیر دی ځکه چه امرا او علما فاسد وو.او په خارجی ارتباطاتو او معاملو نازیدل او حکومت خدمت ،خیر،عدالت او تعاونوا علی البر والتقوی الهی دستور هیر کړی وو نو هر چیری چه بما أنزل الله سره حکم ونشی هلته فسق ،ظلم او کفر حاکمیږی.ولوکه دا حکم د مجاهد یا عالم په نامه وی
    د دوست صاحب د تجویز په دوام د تیرو ۱۵ کلو غټ مفسدین چه اکثریت یی په هر تنظیم پوری اړه لری لکه وزرا،رؤسا والیان تر ولسوال پوری ، حکومت باید پریږدی او د مفسدینو سره باید اعلان د جهاد وشی او دا مفسدین او تنظیم یی د راتلونکی دوری له انتخاباتو محروم او دارایی یی باید ضبط شی تر څو د فساد وسایل د مفسدینو په لاس کی کم شی ورنه مجاهد او متقی علما دی ووایی څه باید وشی د علماوو چپ او ګنګ پاتی کیدل ګناه ده او دا وارثان د انبیا علیهم السلام باید خپل مسؤلیت اداء کړی ورنه ټول تباهۍ ته روان یو.

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapfi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *