ندیم سالار

۴ جنوري ۲۰۱۷

وصل کے اسباب پيدا ہوں تری تحرير سے
ديکھ کوئی دل نہ دکھ جائے تری تقرير سے

ژباړه: اقبال رح څه ښه وايي، د وصل، اتحاد او اتفاق اسباب باید ستا له تحریر او لیکني نه پیدا شي، پام کوه چي په خپله وینا او تقریر کوم زړه آزار نکړې.

تحریر او تقریر انسان ته الهی ورکړه ده، که دا مسئولیت د الله ج په لار کي په ایمانداري، صبر و استقامت سره صرف شي، ظاهره خبره ده چي د الله ج د رضا او خوښئ سبب ګرځي، خو که چيري الله ج مکړه د شیطان په پلوي ژبه او قلم په حرکت راځي، د اخروی زیان سره سره دانسان په دنیاوي ژوند هم منفي اغیز کوي، زموږ په ډیرۍ ځوانانو کي منفي ذهنیت ډیر عام شوئ، زما په فکر لامل یې هم دغه بې تجربې او کم ظرفیته لیکوالان او مقررین دي، په داسي حال کي چي د ټولني مُطلق اکثریت مو له عقائدو بې خبره دي، بس د مور او پلار په تقلید یې اسلام منلۍ وي زموږ مقررین او لیکوالان په بې ځایه نیوکو او انتقادي لیکنو او بیانونو هم خپل او هم د نورو وخت ضائع کوي، زموږ ټولني بالخصوص ځواني طبقې ته به ستر خدمت دا وي چي منفي ذهنیت پکي کم کړل شي، عقائد پري ولوستل شي، چي اصله مرجع یې قرآن دئ، سید قطب رحمه الله په خپل تفسیر(فی ظِلالِ القرآن) کي لیکي: “هر کله چي مسلمانان په خپل قرآن منګولي ټینګي کړي، د خدای د دښمنانو قوت او طاقت به ئې په مخکي د هیڅ په شان وي، زړونه به یې سره یو ځای شي، او هیڅ قوت به د ځمکي پر مخ ددوی په مقابل کي ونشي دریدلای”.

الله تعالی جل جلاله فرمايي:

وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْبَيِّنٰتُ ۚ وَأُولٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ.

ژباړه: پام كوئ! تاسي د هغو خلكو غوندي نشئ چي په ډلو وويشل شول او له روښانه څرګندو لارښودنو موندلو څخه وروسته بېرته په شخړو کښي اخته شول، چا چي دا چلن غوره کړيدى، هغوى به سخته سزا ومومي.   [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 105]

تاسي وینئ چي زموږ د لوستي طبقې نه ځیني په فروعي مسائلو کي ښکیل شوي، ځیني په سیاسي، ځیني د ټولني د اصلاح نه ناهیلي شوي او ځیني خپل وخت په بیکاره او غیر ضروري بحثونو ضایع کوي، د تحریر د ګمراهانو تر څنګ د تقریر ګمراهان هم ډیر وینو چي د انسانانو په منځ کي د نفرت، کرکي او حسد زخن ازغي شیندي، زموږ دیني مسئولیت دادئ چي د داسي نفس پرستو انسانانو نه خپل ځانونه او ټولنه وژغورو، د اسلام د حقانیت په لور خلک راوبولو، د امام حسن البناء رحمه په اړه یوه قصه ډیره مشهوره ده، زه به لنډیز درته ولیکم:

” یوه شپه د مصر د قاهرې ښار نه لري په یو جومات کي د خلکو تر منځ د تراویحو د لمونځ پر سر شدید اختلاف رامنځ ته شو، چا ویل چي شل رکعتونه کوو، ځینو بیا ویل نه اته رکعتونه وایو دا ځکه د رسول الله ص نه اته رکعته ثابت شوي دي، لومړيو ویل آیا حضرت عمر رض غلط کار کړئ وو چي د تروایح رکعتونه یې د اتو نه شل کړل، نورو بیا دا دلیل کمزورۍ باله، اختلاف اوج ته ورسیده، تر داسي حده چي نږدې وه دا اختلاف په جګړه بدل شي…

حسن البناء وفرمایل: (ایھا الاخوان)، د اجازې غوښتلو وروسته يې خلکو ته په خطاب کي وفرمایل: په مسجد کي غږ اوچتول د مسجد د آدابو خلاف دي خو ستاسي بحث د جګړي حد ته ورسید، زه ددوه پوښتنو په کولو سره ستاسي مشکل حلوم، اوله پوښتنه داده چي: د تراویح شرعی حکم څه دئ؟ فرض دی او که سنت مؤکد او یا نفل، په ځواب کي نفل وویل شوه، دوهمه پوښتنه داده چي په اسلام کي د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق، اخوت او محبت په اړه څه حُکم دئ؟ دا ځل په فرضو ځواب شو، امام شهید وفرمایل: اې وړونو! نفل هغه عمل دی که ئې کله کله ونکړي ګناه نشته، خو فرض بیا هغه څه دي چي په پریښودلو ئې انسان ګناهګاریږي…

واعتصموا بحبل اللہ جمعیاً و لا تفرقو
موږ باید دهغه ذات رسئ مضبوطه ونیسو، چی پری امر شوي یو او له جلا کیدلو نه ئې منع کړی یو، ځکه له خپل منځي جګړي نه مسلمانان بې همته کیږی.
ولا تنازعوا فتفشلوا و تذھب ریحکم
تراویح نفلي، خو اتحاد بیا فرض دئ، اوس تاسي راته ووایاست چي کوم شخص چي د نفلو د قیام لپاره د مسلمانانو تر منځ تفرقه او جلاوالۍ راولي، داسي کس به د دین خیرخواه وي که دښمن؟ ستاسی دښمن مو اتحاد غواړی که انتشار؟ فکر وکړئ کوم شخص چي د رسول الله ص په امت کي بیلتون راولي آیا هغه به د حضور ص ریښتنی او مخلص امتي وی؟
د حضور اکرمؐ پیروکار نه نه!!! هغه به ددښمن جاسوس وی، تاسي ته د اتو او شلو رکعتونو مسئله مهمه ده که د مسلمانانو اتحاد او اتفاق؟

که تاسي اتحاد غواړی نو لږ قرباني به ورکوئ، آیا قربانی ورکوی؟ (موږ هری قربانی ته چمتو یو) د خلکو ځواب …
امام شهید: قرباني به دا وی چي پر کوم امام یا خپل تحقیق مو اعتماد او اطمینان وي عمل ورباندي وکړئ… نور کسان په دلیل پوه کړئ، خو د نورو د رائي او تحقیق احترام هم وکړئ،  ځکه هر مسلمان د خپل موقف د استناد لپاره د قرآن او سنت نه دلیل وړاندي کوی، هیڅ مسلمان له انجیل او تورات نه دلیل نه راوړي، په تعبیر او تشریح کی اختلاف فطري امر دئ، په فروعي مسائلو کی چی څوک کومي رائي ته اعتبار ورکوي عمل دي ورباندي وکړی، خو ددین د بنیادي او متفقه مسائلو او په ژوند کي دهغوی دنافذ کولو لپاره ټول خلک په ګډه هلی ځلی وکړئ، ستاسي دښمن که انګریز وي او که یهودي هغه به ستاسي د وژلو په وخت هیڅکله دې ته ونه ګوري چي فلان شافعي دئ او فلان حنفي، یو اته رکعته تروایح لولي او بل شل رکعته، د هغوی په سترګو کي هر کلمه ګویه یو دی، د هغوی د بریا راز دادئ چي تاسي د یو بل سره وجنګوي، ځکه نو ضرورت دادی چی موږ نن د فروعی اختلافاتو نه پورته شو او د کفر او ظلم خلاف یو شو، او له ځانونو نه کامل او صحیح مسلمانان جوړ کړو”.

زموږ مفسر استاد یو ځل د اسماءالحسنی د تفسیر د عقایدو د تدریس په وخت وفرمایل: یوه ورځ چيري یو کس راوګرځولم او پراخ بحث یې راسره پیل کړ، چي تاسي د لمونځ په وخت پښې نږدې ږدئ، او لاسونه تر نامه لاندي، ډیر نور داسي فروعي مسائل یې راسره پیل کړل، په ځواب کي مي ورته وویل چي آیا د لاسونو پورته ایښودل او یا کښته فرض دي او که واجب؟

ناچار یې سنت راته وویل، ورته می کړه چي آیا په بل صحیح ترتیب یې ترسره کول انسان کافر کوي؟ویل نه.

بیا مي ورته وویل: نو دا بحث پریږده، راشه چي د عقایدو په اړه بحث، تحقیق او تدریس وکړو، تر څو ایمان مو متضرر نشي، هسي یې ځان وکښئ او ولاړئ… دا ځیني خلک علم او زده کړه تر نقد، بحث او ماتي پوري محدود کړي.

دوه هفتې مخکي یو امام د جمعې په لمانځه کي خپل سیاسي مخالف تکفیراوه، ځکه دده په اصطلاح د کفارو سره يې تعاون کړۍ او یا یې ملګرۍ شوئ… العیاذ بالله

زه د علماوو سپکاوئ نه کوم البته دا وایم چي ممبر او قلم د اسلام اساس تشکیلوي، د دوی کمزوري، مسلمانان کمزوري کوی، او قوت یې مسلمانان مضبوطوي، علماء، لیکوالان، داعیان او مبارزین باید خپله مکمله توجه د اسلام په خپرولو کي صرف کړي، نه په دې اړه چي خپل مقابل لورۍ پري مات او ضعیف وښئي، د بې ځایه نقد پر ځای اصلاح د علم لپاره زینت ده.

One thought on “تحریر او تقریر!/ ندیم سالار”
  1. ښه لیکنه وه. دغسسې پوهانو ته بکار ده چې د اسلام په نوم د کشتار او قتل عام به اړه هم څه ولیکي. سوریه، افغانستان، عراق، لیبیا، د ډیورند بله غاړه، سومالیا، یمن او نن سبا ترکیه ټول او ټول د هغو وحشیانو د لاسه تباه کیږي چې ځانونه مسلمان بولي، او انتحار روا ګڼي.

ځواب ورکول saber ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *