په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې له نسبي پرمختګ سره، افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پخوا په پرتله څه نا څه ښه شوی دی، چې له دغو برخو یوه یې لوړې زده کړې دي. افغانستان کې دا مهال لسګونه زره ځوانان په بېلابېلو برخو کې په لوړو زده کړو بوخت دي. د دې ترڅنګ په تېرو لسو کلونو کې د نړیوالو د بېلابېلو مرستو ترڅنګ د لوړو زده کړو په برخه کې افغانستان ته د تحصیلي بوروسونو ورکول وو، په دغه برخه کې د ډېرو هېوادونو ترڅنګ د ترکیې او هندوستان رول تر ډېره له ورایه برېښي او تر ډېره افغان ځوانان هم دغو هېوادونو ته د تګ لېواله وي. خو د لوړو زده کړو وزارت په راس کې له مودو مودو راهیسې د شته کسانو شتون د یو شمېر له انده، ښه او مناسب نه دی، یو شمېر چې ادعا لري د دغه وزارت په راس کې له مودو مودو داسې کسان په راس کې دي، چې نا انډوله چلند کوي. له یوې خوا نا امنۍ او پردیو لاسونو د افغانستان د ملت د اکثریت غلي کولو هڅې کړې او ډېر شمېر ځوانان د خطرناکو کړیو لاس کې لوېدلي، چې لوړې زده کړې ترې پاتې دي، ان یو شمېر یې د لوړو زده کړو او ښوونځیو په کچه زده کړو پر مهال له زده کړو پاتې او نورو برخو ته مخه کوي. د هغو تحصیلي بورسونو ترڅنګ چې بهرني بېلابېل هېوادونه یې، افغانستان ته ورکوي، تر څنګ یې یو شمېر هېوادونه لکه هندوستان یو شمېر نور تحصیلي بورسونه، چې لنډمهالي او منځ مهالي دي هم اعلانوي، ډېری وخت دا بورسونه خپله د سفارتونو له خوا اعلانیږي او وېشل کېږي.

هندوستان د نورو اوږدمهاله او لوړو زده کړو تحصیلي بورسونو ترڅنګ یو شمېر لنډمهالي او منځمهالي تحصیلي بورسونه لري، چې بېلابېلو، افریقايي، آسیايي او اروپايي هېوادونو ته چې رسمي ژبه یې انګلېسي نه وي ورکوي، دغه پروګرام د هغو هېوادونو لپاره دی، چې د دولت کارکوونکو ته یې د انګلېسي زده کول اړین دي، هغه دولتي کارکوونکي ورغوښتل کېږي، چې هغوی هممهاله حکومتي کارکوونکي وي خو په انګلېسي ژبه نه پوهېږي. دغه پروګرام له ځان بېلابېل شرایط لري، هغه کسان چې په دغه پروګرام کې ځي، د سن لپاره محدودیتونه لري. هندوستان حکومت دغه پروګرام افغانستان ته هم اعلان کړ، په دغه پروګرام کې باید له پنځه ویشتو کلونو لوړ عمري او هغه کسان چې په دولت کې کار کوي او د انګلېسي ژبې زده کول ورته اړین دي تللي وای، خو له افغانستان څخه په دغه پروګرام کې یوازې د ګوتو په شمېر دولتي کارکوونکي ځي او پاتې نور ټول یې د بېلابېلو غاړو ورته پېژندل کېږي، چې بالاخره هندوستان سفارت هم له بېلابېلو اړخونو اړ کوي ترڅو د دوی له خوا ور پېژندل شوي ومني. په دغه پروګرام کې تلونکي کسانو ته په هندوستان کې پر زده کړو، اوسېدو ځای سربېره نغدې پیسې هم ورکول کېږي.

له افغانستان څخه په دغه پروګرام کې داسې معرفي شوي کسان ځي، چې ان د اتلسو کلونو سن یې نه وي پوره کړی او د ښوونځیو زده کوونکي وي.

چې د دوی په تګ سره د اصلي کسانو ځای ډک او هغه ګته چې باید مقصودو کسانو ته رسول کېدله صلبیږي.

دغه پروګرام په لومړي سر کې پر انډول ټينګار کوي، خو له افغانستان څخه ورته مالوم کسان، پېژندل کېږي چې بیا هم پکې د نا امنو سیمو او اکثریت حق تر پښو لاندې دی. په دغه کار کې تر ډېره افغان حکومت او اړوند سفارتونه پړه دي. په هند کې د دغه پروګرام مخته وړونکي هم، حیران وي او وايي، دا د دوی کار نه بلکې افغانستان کې زور او نا انډولي ده.

هغوی سر ټکوي، چې د نورو هېوادونو خلاف ورته له افغانستان څخه داسې کسان معرفي کېږي، چې هلته یې تګ بې ګټې او یوازې تر یوه چکر را محدودیږي. د دغو موسسو ترڅنګ یوه یې هم په هندوستان کې د اېن آی آی ټي تحصیلي موسسه ده، چې په تېرو کلونو کې له افغانستان څخه له ور معرفي شوو کسانو ښه خاطره نه لري. د هغوی په وینا دلته چې کوم کسان معرفي کېږي هغوی باید له دې وړاندې انګلېسي دومره زده کړې وي، چې دلته په راتګ سره یوازې د انګلېسي پروفېشنسي ولولي او داسې څوک جوړ شي، چې په خپل حکومت کې د کار کولو پر مهال د انګلېسي ژبې د نه زده له ستونزې خلاص شي.

هغوی همدا راز نیوکه کوي، چې  یوشمېر دغه محصلین، چې په افغانستان کې له بېلابېلو خواوو په زور یا واسطو معرفي کېږي، دلته ناقانونه کړنې کوي، چې ډېری کله د پولیسو له خوا نیول کېږي هم. سربېره پر دې په دغه پروګرام کې چې ډېری مهال د ژمي له خوا اعلانیږي، یو څوک کولای شي، د نغدي ګټې او ژمنيو سفرونو لپاره څو ځله د دغه پروګرام له لارې ولاړ شي.

له بل لوري په هندوستان کې د افغان دولت له خوا معرفي شوي یو شمېر نور محصلین هم د زده کړو پرځای بېلابېلو خلاف کاریو ته مخه کوي.

په ډېرو موردونو کې محصلین لیدل کېږي، چې ډانس کلبونو ته ځي، نېشه کوي او ډېری مهال د پولیسو له خوا د ناقانونه کړنو له امله لاس او ګرېوان وي، چې په دې کارونو سره یې په هندوستان کې د ټولو افغانانو شتون ته سخت زیان اړولی او هندوان فکر کوي، چې افغانان ټول ناقانونه خلک دي.

هغه محصلین، چې په زده کړو بوخت دي او د خپلو ملګرو له کړنو خبر دي په هغه هېواد کې له افغان سفارت سر ټکوي، هغوی وايي، دوی ډېری کله سفارت د یو شمېر محصلینو له کړنو خبروي، خو سفارت دوی ته د جریمې په ډول داسې پروګرام نه لري، چې محصلین له دغو کړنو لاس واخلي.

پر دغې سترې ستونزې سربېره، هغه زده کړیالان، چې بېلابېلو هېوادونوته د زده کړو لپاره استول کېږي، له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، په ډېر شمېر هېوادونو لکه مالیزیا کې په میاشتو میاشتو دغو استول شوو محصلینو ته د افغان حکومت له خوا ټاکل شوې، پیسې نه استول کېږي او هغوی هلته له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. چې دوی تر ډېره دغه پړه په اړوندو هېوادونو کې، په سفارتونو او لوړو زده کړو وزارت ور چوي.

One thought on “تحصیلي بورسونه او نا انډولي! – رحمت الله جمالزی”
  1. جمالزی صیب ډیره مننه زه خو وایم چی تاسی دا حقیقت داسی را نقل کړیدی لکه په هند کښی مو چی خپله محصیلی کړی وی. زه پخپله فعلآ دلته په هند کښیی محصیل یم. داسی عجیبه کارونه روان دي د افغان محصیلینو لخوا چی ما شخصآ که د بل هیواد تابیعت درلودای نو ما به نه وای ویلی چی زه افغان یم. دا خبره خو ټوله ته روښانه دي چی نن په افغانستان څوک چی ټوپک مار، جنګی او د پیسو خاوند وی نو بیا حکومت او قانو ن د هغه په لاس کښی دی. د هغه څخه پورته څوک نشته نو تاسی باور وکړی چی ۹۰٪ محصیلین چی په ټکی انګلیسی نه پوهیږی د همدغو زورواکو او چوکیوو خاوندانو لخوا راځی او د بورس خاوندان کیږی. د دی مشکل لامل نه یو فکټور دی او نه هم یو شخص بلکه اشخاص او فکټورونه. نه غواړم څرګندونه می اوږده کړم خو دومره باید ووایم چی موږ په سفارت کښی څوک لرو؟ دا سفارتچیان خو هم همدغه زورواکي او جګړه واران دي. ډیر څه لرم چی یی ولیکم خو اوس په لیکلو څه نه کیږی. انشاالله هرکله چی وخت راغی بیا لیکل څه چی په عمل کښی به یی پیاده کړم. مننه

ځواب ورکول Wais Badshah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *