انتخابات زمونږ ټولو لپاره زیات اهمیت لري، دا ځکه چې حتمي کیدونکي دي او زمونږ راتلونکي لس کلن سرنوشت به د الله پاک په اراده د همدې انتخاباتو له لارې ټاکل کیږي. نو اوله پوښتنه داده چې آيا برخه پکې واخلو او کنه؟ ځواب دادی چې حتما باید برخه پکې واخلوځکه چې که برخه پکې وانخلو د نسبتا ښه مشر د راتلو په برخه کې به مو خپل مسولیت نه وي اداء کړی. که په ۱۱ کاندیدانو کې زمونږ د خوښې کاندید نه وي، نو باید خاص ددې په خاطر برخه پکې واخلو چې ډیر خطرناک او زمونږ د ګټو مخالف کاندید واک ته ونه رسیږي، بلکه داسې یو کس واک ته ورسیږي چې له هغه څخه که د ګټې طمعه نه لرو، تاوان هم راته ونه رسوي.
دویمه پوښتنه داده چې باید څه وکړو؟
ځواب: لومړی باید د رایې ورکولو کارت واخلو، ځکه بې کارته رایه نشو ورکولای او چې رایه ورنکړو د بد یا بدتر مخنیوی نشو کولای او ښه واک ته نشو رسولای او چې دا کارونکړو نو غاړه به مو هم بنده وي او بیا به لاس ټکوو او څه به لاس ته نه راځي. دویم باید دا تحلیل وکړو چې څوک مو په ګټه دي او څوک مو په نقصان دی. زما د انتخاب معیارونه دادی:
لومړی : کوم کاندید د جنګ خلاف او دسولې غوښتونکی دی؟
په تیرو څو مناظرو کې څرګنده شوه چې زلمی رسول، عبدالله عبدالله، عبدری الرسول سیاف او رحیم وردګ د سولې لپاره کوم روښانه پلان ، طرحه او اراده نه لري، بلکه دا وايي چې هغه مخالفین چې تسلیمیږي زمونږ غیږې ورته خلاصې دي او له نورو سره باید جګړه وکړو او له منځه یې یوسو، له همدې امله له دوی څخه د سولې طمعه ځان ته دوکه ورکول دي.
پاتې شول اشرف غني احمدزی، قیوم کرزی، هدایت امین ارسلا، نادر نعیم، داوود سلطانزوی، قطب الدین هلال او ګل آغا شیرزی.
پدې اوو کسانو کې هدایت امین ارسلا، نادر نعیم او داوود سلطانزوی تراوسه مطبوعاتو ته خپلې طرحې ندي ویلي او دا پدې دلالت کوي چې دوی ډیر کمزوري دي او آماده ګي نلري او له همدې امله ددې هیله نشته چې دوی دې دخلکو ملاتړ ترلاسه اوانتخابات وګټي.
پاتې څلور کسان ( اشرف غني احمدزی، قیوم کرزی، قطب الدین هلال او ګل آغا شیرزی) د سولې په رابطه خپل پلانونه لري.
اوس نو پوښتنه داده چې پدې څلوروکسانو کې کوم یود طرحې، تجربې، مسلک، او ګذشته له مخې د سولې د راوستلو ډیره وړتیا لري؟
ګل آغا شیرزی د سولې لپاره که هرڅو ښه نیت او اراده ولري، خوله طالبانو سره دده پخوانی دښمني، او د سولې د منطقوي او نړیوال اړخ د مغلقوالي له مخې نوموړي پدې نه توانیږي چې ټول اړخونه سولې ته قانع او یو معقول میکانیزم رامنځ ته کړي.
قطب الدین هلال هم له طالبانو او هم د طالبانو د مخالفینو(شمال ټلوالې) او هم د نړیوالې ټولنې سره داسې اعتماد نلري چې په کور دننه، منطقه او نړیواله کچه ذیدخل اړخونه سولې ته رامات کړي.
قیوم کرزی د سولې لپاره افغاني عنعنه کاروي او له منطقې سره د اقتصادي ګټو پراساس مسایل حلوي همدارنګه غواړي نړیواله ټولنه هم خپله علاقمندي په اقتصاد کې زیاته کړي نه په جګړه کې. تریوه حده د قیوم کرزي د سولې طرحه معقوله ده، خو پاکستان ته پدې سره قناعت نشي ورکول کیدای چې هغوی دلته اقتصادي ګټې د رقابت له لارې ترلاسه کړي، همدارنګه د قیوم کرزي ورور حامد کرزي په تیرو اوو کلونو کې د سولې لپاره کوم مثبت کار ونکړ، او که قیوم کرزی هم واک ته ورسیږي نو ورور به یې په سیاستونو باندې پوره اغیزولري، نوله همدې امله فکر نه کوم چې نوموړی به کوم بنیادي تغیر راوستلی شي.
اشرف غني احمدزی د سولې لپاره کلکه اراده لري او همدارنګه د سولې په قضیه کې ذیدخل ټول اړخونه له پامه نه غورځوي. نوموړی پدې باور دی چې نړیواله ټولنه سولې ته تیاره ده، خو په اعتماد کې باید واخیستل شي ترڅو دخپل نفوذ له لارې دمنطقې هیوادونه هم سولې ته تیار کړي. په دویم ګام کې چې منطقه یی هیوادونه دېته تیار شي چې په افغانستان کې لاسوهنه پریږدي، نو بیا به د یوه منځګړي له لارې له مخالفینو سره مذاکرات وکړي ترڅو داخلي حل لاره رامنځ ته شي. زما په باور اشرف غني د سولې لپاره ډیر موزون شخصیت دی ځکه د جنګ له ټولو اړخونو سره کومه دښمني نلري او علاوتا ددې جرات او درایت هم لري چې ټول اړخونه قانع کړي او د سولې مخالفینو ته هم په شجاعت او منطق ځواب ووايي.
اشرف غني نه یوازې د سولې لپاره ترټولو موزون دي، بلکه د فساد د ورکولو لپاره هم ترټولو غښتلی او متعهد شخص دي. زما په آند نوموړی کولای شي هم سوله راولي، هم دولتي سیستم اصلاح او فساد له منځه یوسي او هم ملي وحدت رامنځ ته کړي. همدارنګه نوموړی کولای شي په دوامداره توګه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ ښې او دوستانه اړیکې وساتي، ځکه چې نړیواله تجربه لري او د نړی په اړه پراخه پوهه او روښانه ذهنیت او بصیرت لري. همدارنګه د نوموړي په دوره کې به د پښتنو، ازبکانو او پښتنو – هزارګانو ترمنځ اعتماد او یوله بل سره زیاته همکاري یوه نوې ساه واخلي چې دا به هم ملي وحدت ته ګټه ورسوي او هم به په تاریخي او ستراتیژیک لحاظ د یادو قومونو ترمنځ باور او دوستي زیاته کړي. همدارنګه به د نوموړي په دوره کې تاجکان هم خپل رښتیني نماینده ګان پیدا کړي، اوله هغو ټیکه دارانو به خلاص شي چې ځانونه هم د جهاد، هم دمقاومت او هم د تاجکانو ټیکه داران بولي.
——————————–
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.
Dr saib Qane!
Deyra shkweley likena dey kerhey da. Akher da wagerhey bayad rawish shi aw de hiwad de sheyrazei lepara de Ashraf Ghani pe larshowena khpela raya warkhi. Da ba de har wagerhi dey hiwad yaw khidmat kerhai wi.
Ashraf Ghani Sahib ta raya bayed warkaroo….da zoma akhaerai Omid dai to save the country from all these multiple crises.