شاهین بونیېری

د هندوستان د تقسیم نه تر اوسه تا زه په بیلا بیلو نومونو اوخوړم ــــــ کله دې د مذهب بیرغ په لاس کې راکړو، کله دې د جمهوریت چغه پورته کړه ــــــ  کله دې د غدارۍ په نوم اوزپلم ــــــــ او کله دې د جهاد په نوم د خپلو ستراتیجیکو ګټو لپاره د جنګ لمبو ته اوغورزولم.

ستا میډیا او ستا سرکاري ټي وي شپه ورځ اخته وي ما پورې خنداګانې کوي ـــــــــ ډرامې راپسې جوړوي ــــــــ زه که ډیر لوي افغان یم ــــــ پښتون یم ـــــ خپل تاریخ او تهذیب لرم خو ستا لپاره بیوقوف ؛پټهان؛ یم ـــــــــ

که په قبایلي سیمو کې ماشومان د دوایانو د نیشتوالي نه مړه شي نو ستا په میډیا دا خبر نه دې ــــــــ خو که په بمي چاؤدنه کې اووژل شي نو بیا بریکنګ نیوز دی ـــــــ تود خبر دی ـــــــ ځکه چې بیا ته نړۍ اوښکې تویولې شې او ددغې په بدل کې ترې ټینکونه او جهازونه غوښتلې شې.

تا ډیمونه زما په خاوره جوړ کړي دي او بجلي يي په لاهور کې بلیږي ـــــــــ ځنګلونه زما تباه شو خو کورونه او محلونه ترې په پنجاب کې جوړیږي ــــــ معدنیات زما لوټ شول او ګټه يي ستا جیب ته اورسیده ـــــــــ پوهنتونه ، سکولونه ، کورونه او پلونه زما وران شو خو متعصب ، غدار او ترهه ګر بیا هم زه یادیږم.

ستا ددې “جادوګرۍ” په نتیجه کې زه په خپل وطن کې بې وطنه یم ـــــــ په خپل کور کې بیکوره یم ــــــــ په خپل اور کې بې اوره یم ــــــــ په شته زور کې بې زوره یم ـــــــــ چاې والا یم ، پالش والا یم ، محنت مزدورۍ والا یم !

خو په دغه حال کې دې هم نه یم خوښ ــــــــ نن چې ستا ساتلي ماران تاله ټک درکړي نو هم نوم زما اخلې ــــــــ لارې زما تړې ، جیل ته ما اچوې ، سزا ماله راکوې ـــــــــ کور زما ورانوې ـــــــــ تور په ما پورې کوې ــــــــ

زه دا هم نه ویم چې دا هر څه تا یوازې کړي دي ـــــــ ځکه چې په دې لوټ مار کې درسره زمونږ خپل خلک هم ملګري وو ـــــــ دغه خلک یا تا د ؛ امت مسلمه ؛ په نوم اخستي دي ، یا دې په زور اخستي دي او یا دې ورله په جیب کې د مال غنیمت څو سکې اچولي دي.

خو تاریخ اوس یو بل پړاؤ ته رسیدلې دې ـــــــــ ستا دغه ډرامې خپل کلایمیکس ته ورسیدې ــــــــ اوس درباندې نه زه باور کوم او نه نړیوال ـــــــ

اوس به تور تور او سپین سپین وي ــــــــ ځکه چې اوس ما د علم او شعور لاره موندلې ده ــــــ ځکه چې زه نور ستا سره په دغه هیواد کې د غلام په حیث ژوند تیرولو ته تیار نه یم !

که مې دادا جوارګر نه وې

مونږ به پردي پټي په برخه نه ساتنه

2 thoughts on “تخت لاهور ته پرانستې لیک!/ شاهین بونیری”
  1. شاہین بونیری ورورہ! پر قلم دی برکت سہ. ستا لیکنہ نہ داچی یوازی حقایق بیانوی بلکی زینی ھغہ کسان ھم راویشوی چی تر اوسہ لا د غفلت پہ خوب ویدہ دی.ھیلہ دہ دغہ لیکنہ ورتہ داسی خوژہ نغمہ سی چی پہ لرہ او برہ پشتونخوا دواڑو کی دا پہ درانہ خوب ویدہ پشتانہ را ویش،، سرہ یو او داسی غشتلی قدرت کڑی چی بیا زموژ د پیڑیو پیڑیو غلیمان راتہ پہ بدہ سترگہ د کتلو گستاخی او جرات ونہ کڑی.

  2. شا هین صا حب الله د اوږد عمر په نصیب کړه، زما دزړه تر جمان یی ، خو افسو س چې زما او ستا مشران خرڅ شوي دي، موږ قیا دت نه لرو

ځواب ورکول M. Hashim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *