د تخلیق د هیېت او ماهیت په اړه که غواړو چې واضح او کوټلی تعین یې وکړو نو پکار ده چې د بحث اساس هم د هیېت او ماهیت له زاویې پیل کړو او هغه هم د تخلیق د ځینوهغه وصفي ځانګرنو په بنیاد چې موضوعي محور یې ماهیت بللی شي.
د یوې پنځونې هیېت هغه شکلي جوړښت یا فورم ته وایي. کوم ته چې مونږ د ادبیاتو په تناظر کې د کیسې، ناول،ډرامه او غزل یا د نظم نومونه ورکوو چې لمخې یې دا صنفونه خپل ټاکلي اصول او قاوعد لري. د هر صنف ماحول د هغه د خپل ټاکلي هیېت په ضمن کې تخلیق ته لاره هواروي. دې تخلیق ته مونږ دلته د ماهیت نوم هم ورکولای شو ځکه چې د ماهیت عناصر هغه وخت په یوه پنځونه کې مخې ته راځي کله چې پنځونه د هیېت په تناظر کې مواد ځایوي دا مواد چې له هر ډول فکر، خیال او نظریې څخه سرچینه اخلي خو منځپانګه يې د ادبي هیېت د فني او تکتیکي اصولو لمخې د ماهیت یا د تخلیق وجود مومي.
دلته مونږ د پنځونې ماهیت ته تخلیق وویل او هغه هم د هیېت د استدلال پر بنسټ چې په ادبي تناظر کې اصول اوقواعد لري، خو د تخلیق د هیېت په حواله مو خبره یو څه سراسري تیره کړه چې اصلا موضوع او مقصد مو د تخلیق همدا هیېت ثابتول دي. خو وړاندې تر دې چې د یوې تحریري پنځونې د هیېت په چوکاټ یا فورم خبرې ولرو. دا به مهمه وي چې د پنځونې پر هغه ماهیتي اجزاوو او د هغې د هیېتي تشکیل په ضمن کې د تخلیق په یو شمیر ځانګړنو هغه پټ هیېت څرګند کړو چې په ظاهره خو ورسره بلد یو ولې د تخلیق د هیېت په توګه ورسره تعییني واقفیت نلرو. او دا همغه هیېت دی چې له بنیاد څخه یې تخلیق خپل افادیت او انفرادیت افاده کوي.
هر کله چې مونږ د موضوع یعنې د پنځونې د ماهیت خبره د هیېت د ژانر د لازمو اصولو او قاوعدو پرته د تخلیقیت په تناظر کې کوو نو باید واضحه کړو چې دلته مونږ د ژانرونو هغه فني اړخونه منظور نه دي چې د ژانرونو د فن هغه لازمې او مروجه اصولو یې بولو بلکې د هر هیېت د موضوع او فکر د ځینو خاصو ځانګړنو په اساس یې ځیرو او همدې بیلا بیلو تخلیقي ځانګړنو ته زه د تخلیق د هیت نوم هم ورکوم ځکه چې دا ځانګړنې د ژانر د هیېت اصول او تیوري نه ده بلکې د ماهیت ځانګړنې یې بللی شو.
هر لیک چې له تخلیق سره بنیادي توپیر پیدا کوي نوهمغه د هیېت د کچ ـ میچ سره ـ سره د ماهیت ربط او مناسبت یې اړین بللې شي او حتی یوازې د صنفي حثیت په ارتباط یې د تخلیقیت اثباط هم سلو په سلو کې کره او کوټلی نه شي راوتلی، ځکه که یوه پنځونه په هغو ټولو فني لوازماتو او تیوری پوره وي کوم چې د پنځونې د هیېت بنیادی اصول وي او ماهیت یې وچ کلک سپور او نیغه په نیغه له پیغامونو مالامال وي نو څنګه یې له هغو مقالو سره یوشان ونه بولو چې سرچینه یې د ورځنیو پیښو سره سروکار لري. او همدا ډول د یوې تحریري پنځونې تخلیقیت به څنګه له یوې عامې لیکنې سره توپیره ولای شو چې تخلیقي اصول خو یې په پام کې نیولي وي ولي صنفي تیوري نه پرې تطبق کیږي. د دې مسلې د حل لپاره بهتره ده چې د دې دواړو لوریو هیېت جمه ماهیت مساوي امتزاج چې په پایله کې یې یوه ادبي تخلیقي پنځونه په وجود کې راځي. بهتره پشنهاد راته ښکاري، بله خبره د هیېت په حواله دا ده چې مونږ ډیر کله د ادب او د غیرادب په بحث کې په بنیادي ډول همدلته تیروتي یو چې د صنف او تخلیق تر منځ مو هغه اساسي بحث په نور څه توجیه کړی دی چې یو مثال یې د څو لسیزو وړاندې د ازاد نظم د قضیې په حواله یادولی شو. پر ځای د دې چې د ازاد نظم ماحول مو د تخلیق په موارد کې ارزولی وی. هیڅ په هیڅ یې د هیېت مخالف پیل شو او په تخلیقیت یې سترګې پټې شوې او کله چې د ازاد نظم تخلیقي قوت نور هم په ورستیو کې رابر سیره شو نو هغه مخالفتونه يې بې ځایه تاکیدونه وایسدل، چې کلونه ـ کلونه مو د تخلیقیت د تعيین پرته کړي وو نن هم د استاد الفت د نثري کلیات هغه برخه په اسانه ادبي بللی شو چې تخلیقي عناصر یې په ځینو لیکنو کې په ګوته کړو.
په هر صورت د تخلیق په ضمن کې پورته خبرې د هیېت او تخلیق په حواله همدومره ځکه هم کافي بولم چې زمونږ موضوع د تخلیق یعنې د ماهیت هیېت څرګندول دي او دا هیت مونږ داسې یو پاشلی وجود بللی شو چې اجزا یې له هر ډول پنځونې سره خپل ـ خپل هیېت عیاووي . نو ځکه اړ یو چې لږ و ډیر خور ـ وور بحث ته به هم ځو او دا ځکه هم چې پورته مو د هیېت د امتزاج خبره هم وکړه. کله چې د یوه ناول او یا د کومې لنډې کیسې فني او موضوعي جاج اخلو نو د فن د یو شمیر هغه مروجه تیوری تر څنګ به دا هم ګورو چې دا موضوع یا فکر څومره او څنګه تخلیقي شوی دی ؟ ایا دا موضوع ( تخلیق ) د یاد صنف په هیېت کې موزون او پر کیفه دی کنه ؟ یعنې د کیفيت ( څنکه والی ) اړخ یې خورا مهم دی چې له همدې ځایه مونږ د تخلیق د هیېت په لټون وځو.
کله چې د تخلیق په موارد کې د څنګه والي خبره راغله نو دلته د پنځونې هیېتي تیوري نه مطرح کیږي بلکې د تخلیقي تجربې، هنري پیرایې د فکري نوعیتونو او د جذبې د شدت د ارزونې جاج اخستلی کیږي. چې د مثال لپاره یې د غزل یا د نظم د شعري وسایلو لکه صنعتونه، تراکیب، انځورګري، علامتونه یې ښه مثالونه بللی شو چې د یوه ژانر د ماهیت په ضمن کې راځي او د تخلیقي کیف په رغونه کې بنیادي ونډه لري او یا هم د لنډې کیسې یا د ناول د کرکټرونو د اعمالو. د سوژې تناسب اوجمالیاتي اړخونه یې دلته بیلګه کولای شو چې د کیسې د تخلیقي نوعیت په تناظر کې مهم نقش لري، دا خواره ��اره تخلیقي اجزا د بیلا بیلو پنځونو په ضمن کې د تخلیق د هیېت په نوم یادولی شو بلکې په هره تخلیقي پنځونه کې د یو شمیر هغه کیفې رغونې اوزار چې تخلیقیت ته قوت ورکوي تخلیق ورته ویلی شو، چې دلته یې څو عملی بیلکې وړاندې کوو، لنډی ده چې:
د مازدیګر زیړه لمره!
په روغو وایه د رنځورو سلامونه،
د دې لنډی لومړی تخلیقي زاویه د غیرمستقیم پیغام له اړخه د پام وړګنلی شو. موضوعي منځپانګه یې داسې ده چې یو څوک د تنهایې له سخت کرب څخه تیریدونکی وو چې خپله هم تنهایي یې له لمر سره ژړلې او د خپل زړه هغه درد یې له لمر سره کم کړی دی. خو دی چې په خپله رنځور دی مثلا نه وایي چې رنځور دی. بله تخلیقي زوایه یې د همدې لنډی پیرایه بللی شو. البته فني پیرایه نه بلکې موضوعي پیرایه چې د دومره ډیرو خبرو اطناب یې پر همدې پټ خوږلت او موسقیت کې نغښتی دی. همدې پټ خوږلت او غیرمستقیم پیغام ته په یوه پنځونه کې د تخلیق د هیت اجزا ویلی شو. د ومان نیازي یو بیت دی چې،
زما په قبر به باڼه ټوکیږي
ملالو سترګو ته مې ډیر کتلي،
په دې بیت کې چې د موضوعیت لپاره له کوم خیال او تصور سره ـ سره د لفظي او ترکیبی تاثر څخه کوم څه زیږیدلي. هغې ته مونږ د پیرايې شاعرانه شدت او هنري حسیات وایو. کله چې یو خیال په موزونه توګه د شعر جامه اغوندې همدې شعریت ته د تخلیق د هیت په تناظر کې د خپل خاص اثر په وجه تخلیقي فن ویلی شو. همدا ډول د جلال امرخیل یو بیت دی چې نن صبا زمونږ د ورځنیو پیښو عکس دی خو تخلیقیت یې د پیښې په هنري کولو کې ځان څرګند کړی دی
جینۍ مکتب ته په صبایې ده ښار کې روانه
قاتل خبر کړی چې زندګي ده ښار کې روانه
په دې شعر کې په دومره لوړه عاطفي او عالي احساس هغه جینۍ چې مکتب ته راونه ده. انځور شوې. که همغه قاتل ته چې د همدې جینۍ په وژنی پسی راوتلی دا بیت وویل شي که زړه یې ډبره نه وی ممکن له قتل یې لاس واخلي، دغه عاطفه یا اغیز چې پدې بیت کې یې وینو مونږ یې د پنځونکي هغه جذبه بولو چې د تخلیق د اجزاوو په رایوځای کولو کې تخلیقیت ته وجود ورکوي. یعنې د تخلیق هیت ترې جوړیږي نو ویلی شو چې د هرې هغې پنځونې د صنف سره ـ سره د تخلیق هیت هغه دی چې د تخلیق د رویې په ضمن کې له خپل ځانګړي خاصیت سره یوځای د وصفي ځانګړنو په بنیاد د ماهیت وجود مومي او همدا ماهیت له دې بیلا بیلو اجزاوو څخه رغیدلی وي، کوم چې مونږ پورته یوازې د بیتونو په مثالونو کې یاد کړ. باید ووایم چې دا مثالونه یوازې د غزل او لنډی د تخلیقیت په مورد کې یاد شول. کنه هر صنف د خپل هیت په بنا د تخلیق خپل ـ خپل اوصاف او هیتونه لري.
د لنډۍ وزن سم کړۍٌ