طالب مشرانو ته افغان پاسپورټ ورکول کېږي

په دې وروستیو کې د پاسپورټ د اخیستلو پروسه لانجمنه او اوږده شوې ده. دوې اونۍ مخکې مې د خپلو ځینو ملګرو سره خبرې وکړې چې تذکرې یې تاید او پاسپورټونه یې اخیستي و، هغوی معلومات راکړل خو بیا هم د دې پروسې د مخکې وړلو پر مهال له داسې ستونزو سره مخ شوم چې که مخکې خبر وای نو ممکن سرګردانې مي یو څه کمه شوې وای.

په اوسني وخت کې د پاسپورټ د اخیستو له پاره د تذکرې تایدي جبري شوې ده. یعنې د پاسپورټ اخیستلو لومړنۍ پروسه د تذکیرې له تایدۍ څخه شروع کیږي. زه غواړم یوازې په کابل کې پر دې پروسې خبرې وکړم نه په ولایاتو کې ځکه ما پخپله دلته تذکره تاید او پاسپورټ مې واخیست. تذکره د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې تایدیږي. د نفوسو د ثبت احوال ریاست همدلته دی. دې ریاست ته سهار وختي خلک راځي او ټول ولایتونه یې په پنځو زونونو ویشلي دي او هغه کس چې په کوم زون پورې یې ولایت تړلی په هماغه کتار کې دریږي. له ده سره خپله اصلي تذکره او د تذکرې دوې رنګه فوټوکاپۍ یې باید موجودې وي. کله چې سهار رسمیات شروع کیږي نو هلته پر میزونو خلک ناست وي، د دې کتارونو څخه یو یو کس غواړي او تذکره سره له دوو رنګه پوتوکاپیو ورڅخه اخلي او یو رسید ورکوي چې د پلانکي زون له ارشیفه دې تاید شوې تذکره سبا له غرمې وروسته واخله.

په دې کتار کې دریدل شاوخوا دوه ساعته وخت نیسي خو که څوک سهار وختي ورشي نو کار به یې یو څه وختي خلاص شي. د تذکرې د تاییدۍ بې مشکله پروسه همدا ده خو د ټولو کسانو د تذکرې تایدي داسې اسانه هم نه تیریږي. مثلا زما د تذکرې تایدۍ یوه هفته وخت ونیو. ما په ۱۳۸۳ ه ش کال کې تذکره اخیستې وه او زما د ۱۵ کلنۍ عکس ورباندې سریښ و. د ریاست مسولین وايي چې موږ ته امر شوی، هغه کسان چې عکسونه یې تر ۱۸ کلنۍ رالاندې په تذکره کې نښتي وي باید بل عکس یعنې نوی عکس پرې ولګوي. دلته یوه بله پروسه شروع او جنجال زیاتیږي. لومړی باید عریضه وکړې، د ریاست مخته هلته عریضه لیکونکي کسان ناست وي، هلته به ورځې ورته وایې به چې د تذکرې عکس مې نوی کوم، هغوی عریضه درته لیکي. دا عریضه به ریاست ته وړې، د عمومي دروازې سره په خوا کې ښي لاس ته یو کانټینر پروت دی او همدلته به خپله عریضه ورکوې. هغوی ټاپه پرې لګوي، تر څنګ یې یوه بله پرزه پسې سنجاقوي چې هلته لیکل شوي وي. وکیل ګذر او ولسوالۍ دې د عریضه کوونکي د ځای او شخصیت په اړه معلومات راکړي. که څوک د کابل ښار په کومه ناحیه کې اوسي نو بیا هلته د دوی د کوڅې یا بلاک کوم رسمي وکیل چې دی، هغه او ناحیه د دې شخص په اړه معلومات ورکوي.

مانا دا چې کله په عریضې پسې دا پرزه سریښ شوه نو لومړی به وکیل ګذر یا هم د کوڅې او بلاک رسیمي وکیل ته راځي او هغوی به ستا د ځای او شخصیت په اړه معلومات په کې لیکي او ټاپه کوي به یې. دا کار چې وشو بیا به ولسوالۍ یا هم ناحیې ته ځې او هغوی به د وکیل ګذر یا هم د بلاک یا کوڅې د وکیل ټاپه ګوري او هغوی به هم دا معلومات تایدوي. وروسته له دې عریضه د مربوطه زون ارشیف ته راوړل کیږي. هغوی هغه جلدونه او نور اسناد ګوري، هغه په خاورو لړلي، زړې او څیرې دوسیې راخلي او ستا د تذکرې هغه د اساس کتاب پیدا کوي. نوی عکس دې د زاړه عکس پر سر هم په تذکره او هم په اساس کې نښلوي او په عریضه کې لیکي چې په ارشیف کې د دې کس د تذکرې اساس شته. وروسته دې د تذکرې پر شا لیکي چې دا تذکره په همدې نامه په ریاست کې ثبت شوې ده او ټاپه پرې وهي. دا یو څه جنجالي پروسه ده ځکه په سلګونو کسان په یوه لویشت ریاست کې دیخوا هاخوا کیږي او هرې شعبې ته اوږده اوږده کتارونه ولاړ وي چې سړی د نورو خلکو د بې نوبتۍ او ټیلو څخه یو څه مایوسه او خپه کیږي هم.

د ریاست کارکوونکي ممکن ځینو نورو کسانو ته هم ووایي چې تذکرې مو بیخي نوي کړئ. ځکه کله چې اصلي تذکره شکیدلې او یا هم سمه د لوستو نه وي نو بیا درته وایي چې عریضه وکړه او نوې تذکره واخله. د نوي تذکرې د اخیستو پروسه عینې د نوي عکس د لګولو غوندې ده. نوي تذکرې چې ریاست خلکو ته ورکوي هغه تاید وي او بیا تایدیدو ته اړتیا نه لري.

دا وه د تذکرې د تاییدۍ پروسه. اوس اصلي جنجال ته خبره راغله چې د پاسپورټ اخیستل دي. څه فکر کوې چې پر نیمه شپه دوې بجې د پاسپورټ ریاست ته ورشې او هلته ستا څخه مخکې ۵۰۰ تنه راغلي وي او ته فکر کوې چې ۲۰۰۰ تنه دي نو څه احساس به کوې؟ د پاسپورټ پر ریاست په دې وختو کې همداسې بد حال او بیروبار دی. یاد ریاست د کابل په دارلامان سیمه کې دی چې د ملي شورا د پخواني ځای سره نږدې او په هماغه کوڅه کې دی. د دې ریاست تر خوا کورونو کې میشت خلک د شپې خوب نه شي کولی ځکه ځینې خلک خو د ماښام له اوو اتو بجو څخه هماغلته بسترې اړوي او هڅه کوي چې د پاسپورت اخیستلو له پاره نوبت ونیسي.

له کورونو څخه په ډکه سیمه کې چې د خلکو د دریدو له پاره ځای یوازې یوه کوڅه او بل سړک دی، نور هیڅ ځای نشته. په سړه هوا کې به دلته په ساعتونو انتظار کوې چې سهار شي او بیا د پاسپورټ ریاست ته خپله عریضه وړاندې کړې. د پاسپورټ ریاست ته چې عریضه کوې نو بله عریضه به د تذکرې د نوي کولو یا عکس نوي کولو په رنګ کوې. داسې چې وکیل ګذر یا د کوڅې او بلاک وکیل تر څنګ یې ولسوالۍ یا ناحیه باید ستا د ځای او شخصیت په اړه معلومات ورکړي او ټاپه یې کړي. دا د پاسپورټ ریاست شرط دی وايي چې څوک په جعلي نومونو پاسپورټونه وانخلي. دا عریضه چې د دې مراجعو له خوا تاید شوې وي، باید مخکې له مخکې یې تا پروسه طی کړې او درسره وي. تر څنګ یې د پاسپورټ ریاست ته عریضه کول ضروري دي، دلته باید د خپلې تاید شوې تذکرې رنګه پوتوکاپي هم د خپلو عریضو تر خوا ولرې. دوه د پاسپورټ سایز عکسونه هم په کار دي. خو ځینې کسان چې له رسمي دولتي، یا نادولتي ادارو له خوا د پاسپورټ ریاست ته معرفي شي یعنې د دې ادارو رسمي مکتبونه ولري هغوی اړ نه دي چې د وکیل ګذر یا د بلاک یا کوڅې د وکیل او د ولسوالۍ یا ناحیې ټاپې له ځانه سره ولري. بس همدا رسمي مکتوب کفایت کوي. نو هغه کسان چې د ولسي جرګې وکیلان پیژني، له هغوی نه مکتبونه واخلي یا له کومې بلې رسمي ادارې نه د پاسپورټ ریاست ته مکتوب راوړي نو کار یې یو څه اسانه کیږي.

نه تنها چې په وکیل ګذر او ولسوال پسې به نه سرګردانه کیږي بلکې کله چې ریاست ته په نوبت دننه کیږي مکتبونه ورسره مرسته کوي. د پاسپورټ ریاست چارواکو ځینې لومړیتوبونه په نظر کې نیولي دي. ناروغان په لومړي نوبت کې تیروي، بیا ښځې او بیا سپین ږیري کسان. تر هغو وروسته مکتوب لرونکي کسان او بیا عادي عریضه کوونکي کسان د پاسپورټ ریاست ته دننه کیږي او خپلې عریضې مسولینو ته سپاري. باید مخکې له مخکې دا ومنو چې نور واسطه لرونکي او رشوت ورکوونکي په سلګونو کسان هم تر تا مخکې کیدای شي او په مختلفو چلونو پولیس هغوی ریاست ته ننباسي. د خپلې عریضې ورکولو له پاره په کتار کې دریدل، ډیر ستونزمن هم دي. مختلف کسان دي چې ټیلې وهي، ځان مخته کوي، پر پښو به دې خیږي، سپین سترګې به کوي، چیغې به وهي او یوه کس خو د شیدو ډکه پیاله پر ما راچپه کړه. چا ټیله کړ او ده ځان کنټرول نه شو کړای، که چیرې مې سپینې جامې په تن وای نو مجبوره وم چې را رسیدلی نوبت پریږدم او کور ته لاړ شم.

د پاسپورټ ریاست ته چې ننوتې نو یو غوړ رییس یې دی، دی خپله همیشه کوښښ کوي چې عریضه درنه واخلي او یوه نیمه کلانکاري هم کوي. تر عریضې اخیستلو وروسته د ریاست دننه یو هنګر دی، لاندې یې چوکۍ ایښې دي. کښینې به او رییس به درته یو ساعت لیکچر درکوي. اول د خپلو لاسته راوړنو غټې غټې خبرې کوي او بیا یو څو ټکي د پاسپورټ اخیستلو پر پروسې غږیږي. دلته نو بیا د سلګونو کسانو څخه اخیستل شوې عریضې امضاء او یوه د بانک تعرفه پرې سنجاق کیږي. خو داسې ژر دا عریضه او تعرفه نه درکوي. په نوبت کې به ناست یې او هغه کس به په ناز ناز نومونه اخلي او یاد شوی کس به ورځي خپله عریضه او تعرفه به اخلي او بانک ته به ځي چې پنځه زره اوه سوه لس افغانۍ بانک ته تحویل کړي او چیک یې راوړي. کله چې د افغانستان بانک کې تعرفه تحویل او چیک واخیستل شو، دا چیک کاپي کیږي هم. خو زه پوه نه شوم چې د چیک کاپي چیرې په کاریږي خو موږ ته یې بیا رانه کړه.

دا چیک به له عریضې سره سټبلر کړې او بیا به راځې، ریاست ته. دلته به بیا په نوبت کې کښینې. نوبت نو اسانه نه دی، فکر وکړه چې یو نیم زر کسه یا تر دې زیات ستا سره یو ځای پاسپورټ اخلي نو په یوه نوبت رسیدو کې ساعتونه وخت لګیږي. کله چې دلته نوبت درشي نو یو د پولیسو دریشۍ کې مامور هغه درته امضاء کوي او د عریضې پر سر درته لیکي چې مثلا ب ۶ شعبې ته ورشه. دا شعبې د ریاست د دوو تعمیرونو په منځ کې دي. بلکې شعبې هم نه دي یوازې کړکۍ دي، دننه یو لوی حال دی او کړکیو ته پر میزونو یو یو کس کمپیوټرکار ناست وي او ګوتې یې پر کمپیوټر داسې چلیږي لکه ماشین. دوی دوې فورمې په کمپیوټر کې ډکوي او هلته نوم، تخلص، د پلار نوم، د نیکه نوم، د زیږیدو ځای، کال، قد او د ویښتو او سترګو رنګ په کې لیکل کیږي.

دلته ما داسې وکړل چې ټول مشخصات مې خپل پر یوې سپینې پاڼې ولیکل او هغه ته مې ورکړل چې د دې له رویه زما فورمې ډکې کړه. دې کار دا ګټه وکړه چې زما مشخصات یې سم ولیکل او بیا سرګردانه نه شوم چې کوم غلت ځای یې د اصلاح کولو له پاره بیرته ور وړم. کله چې دا فورمې ډکې شوې نو هغه له عریضې سره یو ځای درکوي چې عکسونه دې ولګوه. دوه عکسونه پر یوې فرموې سریښ کیږي. خو یوازې د دې عکسونو د سریښولو له پاره به هم په کتار کې دریږې. کله چې دا کار وشو نو بیا به د بایومتریک له پاره په کتار کې نوبت نیسې. بیروبار له حده زیات او مسول کسان له حده زیات استراحت طلبه دي. یو ساعت کار کوي او بیا دمه کوي، کنه نو شلو کمپیوټر کارانو او د نورو وسایلو لرونکو ته په ټوله ورځ کې اوه اته سوه نارینه څه دي؟ خو دوی دا کار نه کوي، بهانې کوي او کار ورو ورو مخته بیايي. د بایومتریک په کتار کې چې ودریدې نو اول ځل چې نوبت در ورسید، د ښي لاس د شهادت ګوته دې پر یوې وسیلي ایږدي او هغه نه پوهیږم څنګه په کمپیوټر کې ثبتیږي ځکه دوی نور څه کمپیوټر ته نه وايي چې دا ګوته د چا شوه، یوه امضاء دې پر عریضې کوي، مخته به ځې. بیا یو بل کمپیوتر کار ته ورځې، هغه سره نو د ګوتو د عکس اخیستلو ماشین پروت وي، لومړی د دواړو لاسونو ګوتې پر هغه وسیلې ایږدي او د سترګو عکس دې هم اخلي. د عریضې پر پاڼې دې لیکي چې تر بایومتریک تیر شو، په همدې شعبې کې یوه بله امضاء هم کیږي او بیا نو راځې د تسلیمولو شعبې ته.

دا دوې شعبې څنګ پر څنګ دي او د فرمو د ډکولو د شعبو لویدیځ خواته دي. یو کس لیکي چې په کوم ځای کې اوسې او هلته هغه سیمه لیکي چې پوسته خانې ته نږدې وي. په څنګ کې کس یې بیا ټولې عریضې درنه اخلي او یوازې یو چیک درکوي چې په پلاني تاریخ له پلانکی پوستې خپله پاسپورټ واخله. دا نو داسې حال وي چې سړی له پښو لویدلی وي، انتظار وهلی وي، ایله لږ د ارامۍ ساه واخلي او کور ته روان شي. پاسپورټ اخیستل د خلکو د بیروبار او بې نظمۍ له کبله ډیر ستونزمن شوی دی ځکه خو مې وغوښتل چې دا ناچیزه راهنمایي له خپلو هیوادوالو سره شریکه کړم چې که دوی هم پاسپورټ اخلي نو مخکې له مخکې آمادګي ولري او له دې راهنمایۍ نه یو څه زده کړي چې بې ځایه ستړي او وخت یې ضایع نه شي.

4 thoughts on “تذکره څنګه تایدیږي او پاسپورټ څنګه اخیستل کیږي؟/ جاوېد اوربل”
  1. مړه ستا دا ليکنه د تذکري او د پاسفورت نه ډيره جنجالي وه ؟تا خو سم د دري مورچل سيريال ليکي .. ????????

  2. د دې بیروکراسی د لری کولو او له منځه وړلو لپره د افغانستنان دولت مجبور او مکلف دی جدی اقدام وکړی. له یوې خو ا صلاحیتونه ولسوالیو او ناحیو ته ورکړی او له بلی خوا پورته پروسیجر ډیر بیروکراتیک دی د حل آسانه لارې باید پیدا کړل شی. زما په نظر هغه دفتر چې تذکره ورکوی ، پاسپورت هم باید ورکړي او د دې کار لپاره مسلکې مامورین باید وروزل شی.

  3. ډېره مننه! په رښتیا سره چي د ستایلو وړ یاست. لیکنه او د لیکني صحنې مو ښکلي انځور کړي دي.
    بیا هم مننه.

  4. جاوید وربل وروره الله ج دیی تاسو ته ډیر زیات آجرونه درکړی، ښه معلوماتی لیکنه مو لیکلی ده. موفق اوسی

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *