په نړۍ کې د موټر چلولو لپاره خپل خاص قوانين او مقررات وي، چې هر موټر چلوونکى يې په رعايتولو مکلف وي او له هغې څخه سرغړونه قانوني جرم ګڼل کیږي.

دغه قوانين د موټر چلولو پر مهال د نورو خلکو د پوهولو لپاره وي، د بېلګې په توګه که کوم موټرچلوونکى غواړي ښي لورې ته وګرځي نو د ښي لوري اشاره بلوي او بيا هماغې لورې ته تاويږي او يا که وغواړي د مخکې موټر څخه مخكې شي نو هغه مخکينيو غټو اشارو فلش ورکوي او له هغې څخه مخته کيږي.

 همدغه راز په افغانستان کې هم د ترافيکو لپاره خپل قوانين او مقررات دي چې هر چاته د ليسنس( د موټر چلولو جواز) اخېستلو څخه مخکې په هغې پوهېدل ضروري او بې له دې جواز نه ورکوي خو د تعجب خبره دا ده چې سره له چې دغه قوانين شتون لري.

په افغانستان کې عامو موټر چلوونکو ځانته خپل قوانين وضع کړي دي، چې زه يې له پخوا څخه حيران کړى يم او نن مې د يوې ريکشې والا نه هم ځينې نا اشنا خبرې واورېدې چې ځينې يې له تاسې شريکوم:

 سهار چې کله له کوره د سودا پسې د جلال آباد ښار په لورې تللم غوښتل مې چې ريکشې ته وخېژم ريکشې والا راته هارن وواهه او زه وروختم، په لاره کې مې د ريکشه چلوونکي نه پوښتنه وکړه چې دا هارن دې ولې وواهه؟ راته وويل چې دا د دې مانا ده چې ښار ته ځې او که نه؟ حيران يې کړم، بيا چې څه مخکې لاړو دوه درې هارنونه يې ووهل او د يوې بلې ريکشې څخه مخکې شو او د هغه وروسته يې بيا هم يو هارن وواهه. ما ترې بيا همدا پوښتنه وکړه چې دا هارنونه ولې وهې، راته يې وويل، چې دا لومړي هارنونه دا مانا وركوي چې ماته لار راکړه چې زه درنه مخکې کېږم او دويم يې دا مانا چې خير يوسې چې لار دې راکړه.

 يو څو متره چې مخکې نه وو تللي چې بيا يې دوه درې هارنونه ووهل او چپ خواته يې ريکشه تاوه کړه، چې بيا يې هم همدا راته وويل چې د دې هارنونو مطلب دادى چې چپ خواته تاوېږم.

بلاخره ښار راورسېدو کرايه مې ورکړه ترې روان شوم، له ځان سره مې سوچ کاوه چې عجيبه ښار دى او عجيب خلک دي! او عجيبه ډريوري ده هر څه په يو هارن! خبرې په هارن، مخكې کېدل په هارن، ښي لاسته تاوېدل په هارن، چپ لاسته تاوېدل په هارن، مننه په هارن هر څه بس په همدې هارن په داسې حال چې د موټر دغه هارنونه په ذهن څومره فشار راوړي.

 دلته دا خلک رښتيا هم زياتره په رواني ناروغيو اخته دي چې تر ډېره يې سبب همدغه بې ځايه او بې قانونه څيزونه دي چې ذهن نا ارامه کوي او کله کله يې سړى په ليدو او اورېدو حيرانيږي، نو اخر مېله  ځان سره وويل چې دلته موټر چلول ډېر ستونزمن دي ځکه د دې ښار او تقريباً د ټول افغانستان موټر چلوونکو د موټر چلولو لپاره ځانته خپل اصول او مقررات جوړ کړي دي چې هر سړى پرې نه پوهيږي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

One thought on “ترافیکي نښې نښانې/ عبدالاحد جبارخېل”
  1. سلامونه او نیکی هیلی ټولو ته وړاندی کوم.
    د سلام نه وروسته د تاند څخه او په خاص ډول د ابوبکر جبارخیل صیب څخه مننه کوم چه د غه لیکنه یی راته نشر کړه.
    ستاسو د لا مرستو په هیله
    مننه

ځواب ورکول Abdulahad Jabarkhail ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *