تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي چې تر نن ماسپښینه پوري د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره ۹ تنو نومونه لیکلي دي.

د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون ویندوی نور محمد نور د هغو کسانو نومونه، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره یې ځانونه د کاندیدانو په توګه په دغه کمیسون کې ثبت کړي دي، په دې ډول اعلان کړل: بسم الله شېر، عبدالله عبدالله، فضل الکریم نجمي، عبدالرب رسول سیاف، حشمت غني احمدزی، انجنیر قطب الدین هلال، سید اسحق ګیلاني، دل آغا کوهدامني او جنرال عبدالرحیم وردک.

تراوسه پوري اشرف غني احمدزي او زلمي رسول ځانونه د کاندیدانو په توګه د انتخاباتو په خپلواک کمیسون کې نه دي ثبت کړي. ارګ نن تایید کړه چې ولسمشر کرزي د زلمي رسول استعفا منلې ده. زلمي رسول ته نژدې سرچینې وايي چې له احمدضیا مسعود او حبسبې سرابې سره موافقې ته رسېدلی دی.

د چارو د ادارې لوی ریاست او د وزیرانو شورا دارلانشا په دوو جلا خبرپاڼو کې ویلي چې ولسمشر کرزي د جمهوري ریاست د عدلي او حقوقي چارو له مشورتي بورډه د سرور دانش او د وسله والو قواوو له درستیزوالۍ څخه د جنرال عبدالرشید دوستم استعفاوې منلي دي.

دوی دواړه به د اشرف غني د مرستیالانو په توګه معرفي شي.

ښاغلي نور ټول کسان، چې نومونه یې د ټولټاکنو په کمیسون کې د کاندیدانو په توګه ثبت کړي، احتمالي کاندیدان وبلل ځکه چې د ده په وینا تراوسه پوري د دغو کسانو له لوري د ملاتړو په نوم وړاندې شوي کارتونه نه دي څېړل شوي.

د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون ویندوی د ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو شمېر ۱۸۲۴ تنه وباله چې د هغوی په منځ کې ۱۸۵ مېرمنې دي.

ده وویل چې په نورستان، فاریاب او جوزجان کې د ښځو لپاره ریزرف چوکۍ لا نه دي بشپړې شوي خو تمه لري چې تر سبا پوري به بشپړې شي.

د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون د ویندوی په وینا تراوسه پوري نژدې دوو ملیونو تنو د رای ورکولو نوي کارتونه ترلاسه کړي چې د هغو په منځ کې ۸ لکه ښځې دي.

5 thoughts on “تراوسه ۹ تنو د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ځانونه کاندید کړي”
  1. د دې معنی دا ده چې حشمت غني د خپل ورور په وړاندې لومړنی رقیب دی؟ څومره بد او احمقانه کار یې کړی دی !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!۱

  2. هاهاهاهاهاهاها چیری ولارسم هاهاهاهاهاهاها په کوم. یوه اعتماد وکرم هغه چی دخلگو ورته. امید وو هغه چنگه شی خپل مرستیال هاهاهاهاهاهاها

  3. زما خو له دی انتخاباتو نه هسی هم تمه نه وه خو اوس به دافغانانو نا امیده اکثریت ما سره موافق وی . دافسوس جای دی چه دافغانستان دملی وحدت نغاری له وطن نه بهر غزول کیزی او مونز باید دهغوی فارمولو پیروی وکوو که نه ملی وحدت مو خرابیزی. وسلام

  4. د غنیانو په دیی نوی سیاسی لوبه خو زه پوه نشوم، یاداده چه حشمت اواشرف غنی احمدزی دخپل کوره سره وران دی، اویاداده چه ددواړو په مشوره یوه نوی سیاسی لوبه روانه ده. خیر په هرصورت فقط اشرف غنی احمدزی دافغانانو په خیر سړی دی.

  5. سلام وطنوا لو
    تاسى نشه كولى په پتوسترگوقضاوت وكرى پرته له دى چى دچادراتلونكى حكومت مشى نه وى اعلانشوى غنى شه ده كه كوم يو بل ما تر أوسه دچا مشى نه دلوستلى اوقضاوت هـم نشم كولى خو متل شته چى درندپه شاركى يو سترگى پاچادى ما تراوسه داسى حًوك نه دليلى چى دملك واگى اخلم خو دحكومت مشى نه لرم او ملت دى هم اعتماد را باندى وكرى اورايي دى راته را كرى ولى حًما پلار شه سرى وه افسوس دهغو شهيدانو اوهغوزحمتونو چى دافغانستان په ملت تيرشو ل او تيرژى داتول دغرب له عسكرو سره يو حًاى راپيداشول اوهـمداسى به له دوى سره يوحًاى وركشى حًوك چى په افغانستان كى له پرديو حًواكونو سره راغلى وى د پرديو حًواكونو له وتلو سره يو حًاى ورك شوى دى تاسو ليدلى او وبه وينى

ځواب ورکول م. افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *