حیات ژوند

دا لومړي ځل دی، چې د دربار هر وګړی مې خبره ردوي. دوی هغه څه چې زه يې وایم، دروغ ګڼي او وايي، چې دا یو وهم و خيال دی، يوازې وهم و خيال نه؛ بلکې ترهه او ډار هم ورسره دى. ښايي دا ټول به وي هم؛ خو زه په دې وروستیو کې په خپله یوه خبره هم نه شم درېدی.

پرون مې له دښمن سره د جګړې اعلان وکړ، ځکه زما د واکمنۍ پر سیمه یې لکه زما د تن په اندامونو یرغل کړی او ۱۱ کسان يې راوژلي دي؛ خو سم له واره مې بیا د جګړې علان واخيست او د سولې ناره مې پورته کړه.

د پوځ مشر بهادر خان چى ډبلو بريتو يې د مخ کاسه اشغال کړي وه، رانه د دغه کار دلیل وپوښت، ما یواځې دومره ورته وویلی شوی، چې جنګ د انسان د پاکې وینې دښمن دی.

هغه حيران شو او راته يې کړه دا څه وايي؟

ما بيا تکرار کړه: «جنگ دانسان د پاکې وينې دښمن دى.»

هغه وخندل؛ خو په خپل ذهن کې يې د ځان په گټه د جنگ برکتونه (!) وشمېرل.

له ځانه سره مې دا خبره په ذهن کې را پورته شوه: «ما خو تر دې وړاندې هم بلها وینې بهولې دي؛ خو نن د خواخوږۍ دا احساس له کومه راسره پيدا شو؟»

ما مې د پوځ تنخوا کمه کړې ده. زه منم، چې د پوځ د تنخوا کمول به مې د پرځېدا لامل شي؛ خو کومه پرځېدا، زه د چا پر ضد د درېدا وړتیا لرم؟

دربار ته مې امر وکړ او اجازه مې ورکړه، جارچي د تعظیم په نیت لاسونه پر سينه کېښوول، کړوپ شو، لکه د تناره سیخ بېرته نېغ ودرېد، د کاغدي پاڼې کړپ کړپ شو او اوږد لیک يې پرانیست، د لیک لوستنې اجازه يې وغوښته، ما د “هو” په اشاره سر وخوځاوه.

جارچي د لیک په لوستنې پيل وکړ: «زه خان میر شېر ولي خان د نړۍ په بر او بحر د فرمان او واکمنۍ څښتن تا ته دا پيغام دراستوم، چې تسلیم شې او د باچاهۍ له ګدۍ ښکته شې. که د پيغام ځواب دې “نه” وي، د سر خطر دې شته.»

دا لیک د هماغه واکمن و، چې ما يې پر ضد جګړه اعلان او بیا مې د سولې غږ پورته کړ.

د جارچي په سترګو کې بېوسي له ورایه څپې وهلې هغه وېرېږي، هسې نه چې د جګړې د اعلان پيغام په لوستنې سره يې سر له تنه جلا شي، ځکه ما تر دې مخکې هم یو بل جارچي د یوه سرغړوونکي د لیک لوستنې پر مهال له ډېرې غوسې له تېغه تېر کړی و.

بهادر خان ته مې سترګې ورواړولې، له ډېرې غوسې يې په سترګو کې سره رګونه راښکاره شول او مخ يې سور واوښت.

بهادر وویل: «حضور! زموږ پوځ د دښمن له پوځه څو برابره ډېر او په وسله ښه سمبال دی. د جګړې اعلان ستا امر ته تم دى.»

ما بهادر خان ته د حوصلې وویل. هغه په ښکاره زما خبره د سر په خوځولو تایید کړه؛ خو په پټه کې يې ځان تر پخوا جګړې ته ښه سمبال کړی و. پوځ سره له دې چې تنخوا يې کمه وه؛ خو بیا هم په ښه شور سره يې جګړې ته ځان چمتو کاوه.

پر دې خبره لا څلورویشت ساعته نه دي اوښتي؛ اوس اوس لمر سترگه په لوېديځ اسمان کې په ډوبېدو ده او د بوډۍ سور تنور لمبې کوي، جارچي پرون تر لمر غرغړو وروسته د دښمن لیک راوړی او زما ذهن يې تر اوسه بوخت ساتلی دی. زه تل همدا یوه خبره زمزمه کوم: “جنګ د انسان د پاکې وينې دښمن”

اوس اوس زه د دښمن د پوځ پر ضد ولاړ یم، سر او پای يې ناڅرګند او نامعلوم دی. ما د جګړې نه کولو پرېکړه کړې ده؛ خو مخامخ راباندې د دښمن بې حسابه پوځ راراون دی. په غشو، لیندیو او سپرو آسونو او فیلانو سمبال دي. د لښکر شاته دوړې او گردونه اسمان ته جگ دي، ته به وايي بل اسمان يې جوړ کړى دى.

د پوځ مشر بهادر خان ته مې وویل: «زموږ د پنا وخت راسېدلی، یا به يې پنا کوو یا به پنا کېږو.»

هغه راته کړه: «حضور! لا هم وخت شته، ښايي د دښمن پوځ په څلور ورځو کې دلته راورسي.»

زه د بهادر دې خبرې حیران کړم. د دښمن پوځ زموږ په څلور کیلو مترۍ کې ولاړ دی؛ خو دی یې تر دې ځایه د راسېدا واټن څلور ورځې اټکلوي. دا پوځ ورته دومره کمزوری ښکاري، چې یو کیلو متر دې په یوه ورځ ووهي؟

ــ بهادره!!! ستا د سترګو دید خورا کمزوری شوی. موږ همدا اوس اوس له یوه داسې پوځ سره مخامخ یو، چې ناپایه او خورا رالنډ دی. دومره لنډ لکه نفس چې له تنه پورته کېږي او بېرته په وجود کې خپرېږي.

بهادر په ډېرې حیرانۍ راوکتل. زه ګومان کوم، دی پوځ نه ویني. د پوځ د جلب و جذب له مشره شهامت خان نه مې وپوښتل: «ته دا پوځ چې شېبه په شېبه رالنډېږي، وینې؟»

هغه وايي:

ــ زموږ د حضور عمر دې بې حسابه او د گوبي له سحرا او دښتو دې هم پراخ شي، دمګړۍ زه داسې هېڅ پوځ نه وینم، چې موږ ته دې خطر پېښ کړي.

له ځانه سره په ترهه کې يم او بې واکه له ځان سره ګوڼېږم او وايم پر ما څه شوي، ما د پوځ او د پوځ د جذب له مشره نیولې د دربار له هر وګړي وپوښتل، چې زموږ په څلور، نه نه! ښايي اوس به یې نیم کیلو متر نور واټن هم راوهلي وي، په درې نیم کیلو مترۍ کې د دښمن راروان پوځ ویني که نه؟

دوي ټول په یوه خوله دي او مخامخ لویه ورته یواځې له شګو ډکه ښکارېږي دوی هلته بنده زاد نه ویني. زه دا پوځ وینم، ښايي یواځې زما د وژلو لپاره راستول شوی وي.

زموږ یوه جاسوس چې د دښمن له درباره کله ناکله پټ رازونه رارسوي، یوه ورځ راته وویل، چې نژدې ۲۶ کاله کېږي، چې ستا د نابودولو هڅې روانې دي. يعنې له هماغه شيبې چې تا د مور په تيو خوله کېښووه، دوښمن هم درپسې توره په لاس ولاړ و.

دا څنګه کېدای شي؟ زه خو ځوان یم او د ژوند دېرش کلنۍ مې لا نه ده پوره کړې.

د دښمن له پوځه یو سړی پر ګړندي آس سپور رابېل شو. چې ښه رانژدې شو؛ په لیندۍ کې يې غشی کش کړه او زما پر لور يې راخوشې کړ. غشی شغ شو او زما تر څنګ ولګېد. زما د نظام د یوه مشر هم پام ور وانه وښت. زه غشي ته ورنژدې شوم. یو لیک پکې نغښتل شوی و.

«… د پرون ورځې له پيغام وروسته دا دویم او وروستی خبرداری دی، تسلیم شه، که نه نو د سر خطر دې شته.»

زه بیا هم حیران شوم، په دې لیک کې یواځې زه مخاطب شوی یم. دا لوی لښکر یواځې زما د وژلو لپاره رااستول شوی دی؟ یواځې زما پنا کېدل غواړي؟

زه د پاڼ او پړانګ تر منځ ولاړ یم. د جګړې اعلان د دوو ځواکمنو اړخونو د جنګېدا سبب کېږي؛ خو نه اعلان يې د یوه کس د پنا کېدا. ښايي یو غشی به بس وي، چې دا لوی لښکر خپله موخه ترلاسه کړي.

زما د نظام مشران یو هم لیک نه شي لیدلی، دوی لکه په ثور غره کې چې حضرت پيغمبر له دښمنانو ورک شوی و، همداسې ړانده شوي دي.

زما ځواب ځنډنی شو، د مشورې هېڅوک راسره نشته. پيغام استوونکي د آس جلب وګرځاوه، په متروکه یې آس وواهه او تر شا يې اوږده خړه لیکه جوړه شوه. خپل ټولي ته ورسېد.

اوږده موده هلته په خپلو کې سره غونډ شول. زما په اړه يې پرېکړه کوله. لښکر ورو سره وښورېد، غوغا زیاته شوه. دا ځل بشپړ لښکر راپه خوځېدو شو او ورو ورو رالنډېږي. د آسونو له پښو يې خړ ګرد اوچتېږي او دا ګرد د یوې بوړبوکۍ په څېر د اسمان پر لور په حرکت دی. نژدې سیمه د آسونو د پښو ګرد ګردجنه کړې ده.

زما په دربار کې ټول جنګي سپاره او پوځیان د داسې دښمن انتظار باسي، چې لا یې لیدلی نه شي؛ خو له راتلو یې خبر دي.

د پوځ مشر ته مې په لیک کې راغلې کرښې ولوستې. ده لا هم دا یو وهم و خيال ګاڼه، یوه لپه اوبه يې زما پر مخ په ډېر احترام راوشیندلې. ګومان کوي، چې زه به په دې سره په خود شم. دی اوس هم زما په لاس کې د دښمن لیک لیدلی نه شي او لاسونه مې تش ويني.

له رانژدې کېدونکې ګردلې سره زما د پنا کېدا وخت هم رانژدې کېږي. په دې نړۍ کې هغه څه چې موږ هر یو يې وینو، اړینه نه ده، چې هر څوک دې يې وشي لیدلی او باور دې پرې وکړي.

پوځ څه شېبه تم شو، زما په زړه کې خوښي په جوپو شوه، دا هم ښايي له ژوند سره زما د مینې په مانا وي؛ خو ناڅاپه یوه هیبتناکه غوغا له دې لښکره پورته شوه او زما پر لور يې لیندۍ سمې کړې. بې حسابه غشي زما پر لوري راخوشې شول. که ما کوښښ کړی وی، چې ځان ترې وژغورم، امکان يې نه و، ځکه نژدې ټوله سیمه په هوا کې رارسېدونکیو غشو پوښلې وه او هر یوه يې وژلی شوی. دا ټول غشي زما پر لور راسم شوي دي او داسې لکه چې د خپل واکمن په اشارې سره حرکت کوي، مخ پر ما رادرومي.

زه احساسوم، چې پښې او لاسونه مې تړل شوي دي، د تحرک ځواک رانه کډه کړې، ښايي زه به همدې ته جوړ شوی یم، چې له یوه غشي هم د بچ کېدا کوښښ ونه کړم. زه ښه پوهېږم، چې ځان ترې څنګ ته کولی هم نشم؛ خو بیا هم زه همدغو غشو ته لکه بې حسه کالبد ولاړ یم. زما د ژوند پسرلی په خزان اوښتى او راروان غشي به د دغه بڼ د ونو ټولې ونې چې پاڼې يې تکې ژېړې او وچې شوې هم دي، وڅنډي او طلايي رنګه ځمکه به په وچو ژېړو پاڼو وپوشل شي او ورو ورو به نمجنه شي او سور رنګ به واخلي.

زه هر غشی ښه په ځیر وینم او ګومان کوم، دا پوځ خپلې موخې ته ورسېده. د لښکر د پښو دوړه ورو ورو مخ په لرې کېدو او ورکېدو شوه. پر شاوخوا ځمکه مې لاس تپوم، گورم چې ځمکه هم نمجنه شوې ده.

پاى

کابل: سيد نورمحمد شاه مينه – ۱۳۹۶/۲/۱۹

2 thoughts on “ترهه، وهم و خيال (لنډه کیسه) حیات الله ژوند”
  1. ډېره پهزړهپوريکيسه . دې سبک وستايل چې تازه اونوې پښتو ادب ته لاره کړې په پخيدو دى ، اوله زاړه اوسوليدلې سبک نه

    ژغورل کيږي .
    دليکوال دلا بريو په هيله .

    1. کرګر مننه مو کوم.
      زه به هڅه وکړم، چې په همدې سبک مخکې لاړ شم او په دې برخه کې ستاسې همکارۍ د هېرولو نه دي.
      له همېشنۍ همکاري مو مننه کوم.

ځواب ورکول حیا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *