له کله راهيسې چې مخالفينو د دولت پر ضد وسله والې مبارزې ته لاس اچولی دی، له پيله بیا  تر ننه  په افغان وژنه تمامېږي.

 کله چې به په کومه سيمه کې د افغان دولت په ملتيا بهرنيانو چاپې واچولې، نو بیا به هم ډېری وخت د ملکي وګړو پر مرګ پای ته رسېدلې.

له نن پوره څلور کاله مخکې خبره ده، چې زموږ پر کلي چاپه ولوېده،د شپې دوه بجې  په ټول کلي کې پلټنې او تلاشي روانې وي، همدارنګه  شاوخوا نژدې دری نور کلي هم د ملي فوځ تر محاصرې لاندې و.

 ټول ځوانان يې په يوه  کور کې سره راغونډ کړل، په دغه خلکو کې هغه وسله وال مخالفين هم و، چې  دولت ضد کړنو کې يې لاس درلودل، ځينو به ماينونه ښخول، ځينو نورو به بیا  خلک د دولت په ملاتړ ځورول.

کله چې د  خلکو د تحقيق وخت راغی، نو هغه کسان يې ډېر تهدید کړل چې د مخالفينو له لوري به هم ګواښل کېدل او جالبه خولا دا  وه چې په کلي کې د  ځينو وسله والو کورونه له تلاشۍ هم پاتې وو.

سهار وختي يو امريکايي د محمد ياسين په کور کې د دهشکې خالي پوچکه پيدا کړې وه، دومره يې وځوراوه، چې پوښتنه يې مه کوه.

په همدغه شپه کې د نعمت الله کاکا دوه زامن چې يو عنایت الله  او بل بسم الله نومېده، کله چې يې د هليکوپترو غرهاری اورېدلې و، نو دوی راوتلي و، ترڅو هغه مرمۍ له کور څخه وباسي، کومې مرمۍ چې طالبانو  د دوی  په کور کې آيښې وې.

د عنايت الله د تقدير پرېکړه بل څه وه، کله چې ده   مرمۍ راايستلې، نو سمدلاسه  افغان امنيتي ځواکونه هم ورسېدلي او  عنایت الله يې له مرميو سره لاس په لاس ونيو ، لاسونه يې ور وتړل او نارنجي کڅوړه يې پر سر وروتړله.

 ټوله چاپه يواځې د عنايت الله او د هغه د ورور په  نيول کېدو پای وموند،  عنايت الله د کلي شپون و، مېږي ته يې ازار رسېدلی نه و،  طالبانو مرمۍ  په زور ورکړې وې،  هغه هم مجبوره و، چې مرمۍ ورته وساتي.

همدا غريب عنايت الله لا اوس هم بندي دی، څوک يې د دوسيې د څېړلو نشته، چې پسې وګرځي، خو هغه طالبان چې په کړونو او ځورونو کې  نوموتي دي، دوه دری کاله وروسته غوړې څڼې له زندان څخه راووځي او بېرته خپلو ترهګريزو کړنو ته دوام ورکړي.

طالب چې کله له زندان څخه ووځي، نو د کلي په جوماتونو او مدرسو کې بیا تقريرونه وي، خلکو ته وايي، چې  موږ جهاد  وکړ،  الله ج له موږ سره مل دی، ځکه  پر موږ يې سترګې  ړندې شوې او دا دی يو ځل بیا له خپلو مجاهدينو سره يوځای شوو.

رښتيا د دولت په قضايي سیستم کې پرېمانه فساد هم د د ولت  او ملت  ترمنځ واټن ډېر کړی دی، همدغه لامل دی، چې تر ډېره خوني طالبان له زندان څخه روغ رمټ کورونو ته ستنېږي او  خپلو ترهګريزو کړنو ته دوام ورکوي.

څو کاله پخوا  په اندړو کې پاڅون وشو، په ډېر لږ وخت کې يې  طالبان له خپلو سيمو څخه وشړل، ولس چې د طالب له ظلم څخه پوزې ته رسېدلې و، نو د پاڅون د جنګياليو ملا يې وتړله،  د وس سره سم يې د پاڅون لاسنيوی وکړ.

 خلک په دې فکر کې وو، چې په ډېر لږ وخت کې به پاڅون د غزني ډېری سيمې له طالبانو پاکې کړي، خو په خواشينۍ سره بیا  هم په دولت کې شته فساد د پاڅون پرمختګ ټکنی کړ، د پاڅون ډېری جنګيالي په شهادت ورسېدل، ډېرې کورنۍ د ترهګرو له لوري ويرجنې او ډېر ماشومان بې سرپرسته شول.

خوېندې بې وروه اومېندې بورې شولې، په هره سیمه کې بیا هم پنجابي طالب چې تل يې د پاکستاني بادارانو  د خوشالي لپاره د افغان ولس مرګ او غم ته کار ویلی دی، تر ننه پورې په خپلو ناروا کړنو کې ښه وړاندې روان دي.

دولت ولې نه توانېږي، چې د دغه ډول ترهګريزو پېښو مخه وار د مخه ونيسي؟ لامل يې ښايي چې همدا وي، چې په دولت کې لا اوس هم  د طالب د فکر او تګلارې پلویان دي، هغوی په دې هڅه کې دي، چې هر وخت  د ورانکاري خبرې واوري.

ملي امنيت  اداره هم له چاودنو وروسته د معمول په څېر د چاودنې په اړه مطبوعاتي اعلاميې رسنيو ته لېږي او د خپلو کشفي راپورونو په تړاو وايي، چې دومره کسانو حمله کړې وه، موټر کې دومره ټنه ناچاوده توکي و، هغوی ته يې چاودنه ورکړه، نو ملي امنيت چې دومره مالومات درولودای، نو وار دمخه يې ولې ددغه پېښې مخه نه نيوله، چې اوس به نه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي وه او نه به هم ښاريانو مالي زيانونه ليدلي و.

دا چې په هيواد کې اوس د داعش د راپيدا کېدو اوازه هم په حقيقت بدله شوې ده، نو طالبان غواړي، چې خپلې ادارې( ای، ايس، ای )  ته د خپل  کړي وحشت  ننداره وښيي، چې زه هم تر داعش وحشي کېدای شم.

طالبان د سولې  اراده نه لري، هغوی ته مخکې ولسمشر د سیاسي مخالفينو اصطلاح کاروله، خو سياسي مخالفين هره ورځ د بې ګنا وګړو ژوند اخلي، سياسي مخالفينو ولس  يرغمل کړی دی، سياسي مخالفين له دولت سره موازي روان دی، د ښار له هټيو دوی ته  اوس هم  د عشر او زکات په نوم پيسې ورځي، د سولې په نوم د ادارې چارواکي په غزني کې مخالفين په شا ټپوي، هغوی ته وسلې اخلې اود موټر سايکلواشنايۍ ورسره لري.

که د سولې پروسه همداسې روانه وي، تر دې خو چې بیا د سولې په نوم هيڅ دفتر ونه لرو، اقلا دومره  زړه به مو لګېدلی وي، چې اوس خو ښکاره  کوم دولتي ارګان شتون نه لري، چې مخالفين په وسلو سمبال کړي.

ښايي د دوی لپاره همدا ښه  سوداګري وي، ځکه که جنګ ختم شي، نو تش په نوم به زورواکي پيسې او شتمني له کومه کړي، همدغه  جنګ دی، چې چارواکي د سولې له غوا شيدې تر لاسه کوي.

د ولس کرکه د مخالفينو په وړاندې له وخته موجوده ده، ولس يې پر ضد وسله پورته کړې ده، خو دولت يې غږ اورېدلی نه دی.

که دولت رښتيا غواړي، چې په ترهګريزو پېښو کې کمښت راشي، نو اړينه ده، چې د طالبانو مشهور قوماندانان  چې دا مهال له  دولت سره په زندانونو کې دي، د خپلو ترهګريزو کړنو په سزا محکوم کړي، بې ګنا وګړي  د طالب په نوم ونه ځورول شي، تر څو د دولت په وړاندې د خلکو کرکه له منځه یوسي، په قضايي او عدلي سيستم کې باید زیات تغيرات راولي، تر څو مجرم کسان مجرم او سپين خلک سپين وښيي، نوهغه مهال بیا د دښمن د شومو موخو شنډول اسانه کار دی، همدارنګه زموږ دولت هر ځل د مکار دښمن له غار څخه څو ځلې چيچل شوی  دی، داځلې باید  دولت په خارجي پاليسي کې هم بدلون راولي، له هغه چا سره ډيپلوماټيکي اړيکې پرې کړي، دوست ته او دښمن سره ښکاره دښمني اعلان کړي.

خلک  له ترهګرو سره هيڅ خواخوږي نه لري، خو ملت اوس د دولت او طالب تر منځ  په جګړه کې ايسار دی،  ملت  د دولت او طالب  دواړو قرباني دی، د هرې پېښې قرباني لومړی ملت ورکوي.

7 thoughts on “  ترهګريز بريد او کرکه/ زلفانه”
  1. طالب کله انسان دی الله دې تر دی هم ‌ ذليل او خوار ولري
    دوی د هيواد مېرمنی سرتوری کړي دهيواد مېندې يي وژړولي د هيواد خويندي يي وراری کړي
    دوی دی الله تبا کړی چې هر څوک وطن ته سم فکر نه لري يا الله ته يې تبا او برباد وګرځوی.
    ګرانی خورکی الله دی راته ژوندی لره داسی حقایق ليکی چی موږ ته درته حیران یوو
    داسی غوندی لوستی خوندی دی الله ډيري کړی تاسی ته دی الله نور هم د حقایقو ویلو او ليکلو توفیق درکړی.

  2. طالب د انسانِت په لمن تور داغ دی هغوی زموږ ماشومان وژني هغوی د هيواد بنسټيز ځایونه له منځه وړي هغوی بوډاګان وژني.
    هغوی خلک وګواښل هغوی د پنجاب د خوشالي لپاره ه د هر وحشتناک فلم صحنه په افغانانو وکتله.
    طالب ته انسان ويل له انسانيت سره جفا ده طالبان دي نور د اسلام او جهاد دعوی نه کوي.
    طالبان دی نور د ای ایس ای طرف ته وردرومي له هغوی سره دې بنډا رکوي او زموږ د وژلو پروګرامونه دې ورسره جوړوي.
    د مظلومو افغانانو ښیرا به يو وخت پر دوی توپان راولي.

  3. دولت باید له پاکستان سره خپلې ډيپلوماټيکي اړيکې پرې کړي، تر څو په راتلونکې ورته پېښې تکرارنه شي.
    پردې نړيواله ټولنه، افغانستان وګړي، افغان دولت ټول خبر دي، چې ترهګر هلته تربیه کېږي او دلته ځانونه الوزوي.
    دولت باید په ترهګرو رحم ونه کړي، ځکه دوی زموږ تورسري وژړولې هغوی يې يواځې کړې، که دولت په ترهګرو رحم کوي، نو د پېښې له قربانيانو سره زياتی دی.

  4. په قلم ليک او احساس مو زر ځلې افرین وي
    ګرانې خوري الله دی زموږ له وطن څخه دغه ناسور ورک کړي تر څو په ارامه ژوند وکړو ملي امنيت باید په خپلو کارمندانو تجديد نظر وکړي او د راتلونکو بريدونو مخه ونيسي
    که څه هم تروريستان ژبه قوم او مذهب نه پېژني هغوی ته يواځې مرګ او د خلکو کړول جهاد ښکاري لعنت دې خدای دي پر دوی وي؛
    دښمن به نور انشاالله ماتی خورې الله دې بیا نه راغبرګوي چي زموږ هيواد د وراني لپاره راشي.

  5. ماشاالله ډېر ښايسته مطلب دی
    پرددی امید سي دولت دغه مشکلاتو ته پام وکړي او د خلکو امنيت وساتي
    که دولت لږ هم ځان وښوروي ملت يی تر شا ولاړ دی اوس ملت د طالب او دولت تر منځ ګير دی.

  6. ترهگرِز برید او کرکه
    دغه ځانمرګي بريد د مخالفينو په وړاندي زیاته غوسه راپارېدلې ده دولت باید د خلکو امنيت ته ځانګړی پام وکړي او داسې تبليغات وکړي چې خلک نور هم له طالب او داعش څخه کرکه وښيي.

  7. طالب مه وژنی د لیونتوب لوشی ور سه واخلی تول دینی مدرسی راجستر سی هیس افغان دی ددرس لپاره گندستان ته نه پریشودل کیژی او بس.

ځواب ورکول نجیب الله علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *