دوه ورځې وړاندې د مشهور ټوپکي زوی او د ننګرهار ولايتي شورا ریس محمد علي د ملي اردو سرتېري ووهل، له ګڼه ګوڼې ډک ښار کې ټولو خلک  محمد علي وليد، چې د ملي اردو سرتېری يې ووهل.

د خبر په اورېدو مې ټکان وخوړ، د ترهګر او لنډغر تر منځ په چندان توپير پویه نه شوم، ترهګر مو ملي اردو سرتېري په شهادت رسوي، د سرتېرو شهادت د حورو او غلمانو د نکاح تضمين بولي، خو په مقابل کې لنډغرو څو ځله په کابل کې د ملي اردو او ملي پوليسو سرتېري ووهل او په خپله مخه ولاړ، دولت د جدي پلټنو ژمنه وکړي، خو بیا  ترهغو خبر نه يوو، تر څو چې بله ورته پېښه رامنځ ته شي.

د روژې مبارکي میاشتې په لومړۍ نېټه طالب ترهګرو او د حورو په هوس مستو لېونو او وحشي ترهګرو د ښار په منځ کې موټر بم وچاود او په لسګونو ملکي خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله، موږ د طالب په وحشت ژړلو او دا فکر مې کولو چې د سولې دين بدنام شو، د اسلام دښمنان به نن په زوره،زوره خاندي او دا به له ځان سره وايی، چې مسلمانان خو رښتيا هم د اسلام تمثيل کوي.

دولت چې نه يې ترهګر تر اوسه په سزا رسولي او نه  يې زما د هويت ساتنې پوليسو له ګريوان څخه د زوراکو او چورواکو لاسونه لنډ کړي دي، نو ځکه خو دغه پېښې پای نه مومي او له يوې پېښې بدتره بله پېښه رامنځ ته کېږي، يا خو زموږ د کشفي ارګانونه کشفي مالومات تر لاسه کولی نه شي او يا ترهګر له لوړ پوړو چارواکو سره د پخې يارانې مخينه لري او شاید تر ډېره په داسې تروریستي پېښو کې هم د لوړ پوړو چارواکو لاس وي.

موږ لا خوستۍ مېرمنې له سترګو اوښکې پاکې کړې نه وي، موږ لا په خوست کې  په سرو لاسونو کونډې شوې ناوې ته د تسليت لپاره تر کوره ورغلي نه و، چې بې رحمه ترهګرو د کابل ښار په زړه کې د سلګونو هيوادوالو ژوند واخيست او خپل وحشت او بربريت يې په ثبوت ورسول.

دولت داعش او طالب ونيسي، اردو او پوليس په خپلو وينو له نظام او خلکو دفاع وکړي، تروريستان او ترهګر ونيسي، تر زندان پورې يې ورسوي، خو قاضي صاحبان ورته د پيسو او بډو په بدل کې برات ورکړي او سبا سرې سترګې د ښار په واټونو کې ښکته پورته کېږي.

ترهګر نور هم زړور شي او خپلو ملګرو ته وايي، چې له مرګ نه ځانونه بچ کړئ،  که مو دولت ونيسي، د ترحم له مخې مو برېږدي، خو کله ناکله  يا د دولت ترحم او يا هم د قاضيانو بډي او رشوتونه د سلګونو هيوادوالو د ويني لامل شي.

لنډغر هم زموږ د نظام اساس او بنسټ له منځه وړي، تروریست او ترهګرمو  هم د نظام ستنې او اساس نړوي، که په نظام کې د شته لنډغرو مخنيوی وشي، نو ورسره په تروریستي پېښو کې هم د کمښت ګراف لوړېږي، ځکه لنډغر تر ترهګر د نظام او دولت په وړاندې ډېر مظر تمامېددای شي، له دولتي امکاناتو په ګټې اخيستنې سره د ښار په واټونو کې زموږ  په اردو او پوليسو لاس پورته کوي، په دولتي موټرو د تنظیم او ډلې بيرغونه ځړوي،  د ټوږپکسالارانو  ورځې په ښارونو کې د نظام په تېلو او د نظام په موټرونو لمانځي، خو نظام هم ننګوي او دولت نور هم د انزوا په لور روانولی شي، په نظام کې شته لنډغر له ترهګرو سره خپلوي لري، ترهګر د همدې لنډغرو په مټ کولی شي، چې د ښار په هره ساحه کې بریدونه تر سره او په سلګونه هيوادوال ترور کړي.

په قول اردو او د سردار محمد داوود خان په روغتون بريد کې هم په نظام کې د شته لنډغرو په همکاري  شوی و، چې له بده مرغه حقيقت یاب کميسیون څرک هم ونه لګېد، يو څو ورځې د طلوع شپې د لسو بجو خبري سرويس د حقيقت ياب کمېسیون د ریس په  قاطع خبرو پيلېدو، خو له قاطعيت سره يې هډو تر اوسه بیا پته ونه لګېده.

دا ځل دې ولسمشر په ترهګرو ترحم نه کوي، په زندانونو کې پراته څڼیور ترهګر دې يو په بل پسې اعدام کړي، دا به د ترهګريزو بريدونو په کمښت کې زیاته مرسته وکړي.

بل دې ولسمشر په نظام کې تر شته لنډغرو ډېر باور په ولس وکړي او په امنيتي دستګا کې دې چاڼ پيل کړي، چا چې د نظام او خلکو د ژغورنې لپاره هڅې کړې دي، هغوی دې په مډالو ونازوي او خلکو ته دې وروپېژني او هغه څوک چې په دندو کې د غفلت او يا له تروریستانو  سره د همکارۍ شک پرې کېږي، د هغوی دوسیې دې ولسمشر وڅېړي او بيا دې په اړه تصميم ونيسي.

ولسمشره! نور په خدای که د خپلو مېندو اوښلنې سترګې ليدلی شم،  خپله ورېنداره مې په تورو وېښتانو د کونډتون په جامو کې نه شم زغملای، خپله نازولې خور د ورور له مينې محرومه ليدلی نه شم، وړوکی ماشوم د پلار د مرحمت له سیوري لري څنګه وزغمم.

ولسمشره! په ترهګرو او لنډغرو زړه مه سوځوه، دواړه د نظام په وړاندې ګواښوونکي دي،  حساب او کتاب مېزته يې کېنوه او تر ټولو وړاندې ترهګر د خپلو اعمالو په سزا ورسوه او ټول له يوې مخې اعدام کړه.

One thought on “ترهګر او لنډغر/ زلفانه”
  1. هو! هر هغه څوک چی ټوپک ،جهادی وسایل او رسمی یا حکومتی صلاحیت او وسایلو نه نا مشروع ،انحصا ری او غلطه استفاده کوی هغه ته ټوپکی، معامله ګر ،خاین او غلیظی درجی ته یی ارذل الناس هم استعمالولی شو.
    ځکه دا هغه کثیف او پلید داړونکی دی چی د بهرنی شر اچوونکو ، معامله کوونکی او د دنیا شر پسند عناصر خپل کور ته دعوت او کورنی ورباندی داړی چی دا بی ناموسی حتی اکثر طیور او وحوش هم نکوی.
    نو د لیکونکی وړاندیز شدیدا قابل غور دی او دا مظلوم ملت ته نجات ورکول د مؤمنو حکامو شرعی فریضه ده چی حکومت دا داړونکی ارذل الناس په هر لباس اوهر نامه لاندی چی وی که نه په دار کیږی نو بی واکه کیدل او په کور کینول یی فرض دی ځکه دوی نه یواځی اهل ددی اماناتو ندی بلکه جانی ،فاسد او څوک چی په خپل ناموس معامله کوی هغه اهل د حکم ندی.
    نور تفصیل او مسؤلیت د متقی او زړورو علماوو دی چی حکام او ملت ته د دین فیصله په جرأت واوروی او له کتمان حق نه ځان وساتی.

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *