نویده خوشبو

 لیکواله : نویده خوشبو-

له دې وروسته د دغو تلویزيونونو هیڅ کارمند، نطاق، دفتر، خبري ټیم یا راپور ورکوونکی مصؤنیت نلري، د اسلامي امارت نظامي کميسیون خپلو ټولو مجاهدینو ته امر کوي چې د یادو دواړو شیطاني چینلونو په وړاندې پريکنده اقدام وکړي، څوارلس کاله وروسته طالبانو دوو خصوصي ټلویزونو ته په ښکاره الفاظو ګواښ وکړ او د دې شبکو ټول کارونکو او ګډون کوونکي یې خپل پوځي هدف وبلل. رسنۍ چې د ټولنې د واقعیتونو د وړاندې کولو هېنداره او کله نا کله د همدې طالبانو او نورو دښمنانو د تبیلغاتو او وېرې د خپرولو سرچینه هم بلل کیږي هدف ګرځول به د دوې پر فعالیتونو او د واقعیتونو په وړاندې کولو څه اغیزې ولري دا جلا بحث دی خو اوس به په دې خبرې وکړو چې ۱۴ کاله وروسته ولې طالبان په مستقیم ډول دوه خصوصي ټلویزونونه ( طلوع او یک ) ګواښي. له جنوب څخه شمال ته د جګړې لیږد !

دقت وکړئ دا خبره تاسو له همدې کانالونه څخه اوریدلې او د کندز له سقوط څخه وړاندې د همدې شبکو څخه د دې ولایت د سقوط رپوټونو خپرول پخپله طالبانو ته روحیه ورکونه او د افغان پوځ د ناتوانې یو لامل دی خوطالبانو دهمدې خبرپاڼه په بلې برخه کې د طلوع او یک ټلویزونو په خپرونو نیوکه کړې او مالي سرچېنې هم خپلې دښمنۍ ګڼلي او لیکي ( نور د دغو تلويزیونونو ټول خبریالان او همکاران د دښمنو افرادو په توګه پيژندل کيږي او د دغو تلويزیونونو مراکز، دفترونه او هرځای استولي شوي ګروپونه نظامي اهداف دي چې مخامخ به له منځه وړل کيږي، زموږ غوښتنه ددې رسنیو له متعلقینو داده چې دیادو شبکو له دفاترو او خبریالانو ځان لري وساتي او ټول روابط دې ورسره قطع کړي، خلک دې ددغو رسنیو مرکزي دفتر او څانګو ته له ورتلو، په پروګرامونو کې له شرکت او کورونو ته ددغو رسنیو د خبریالانو له وربللو ځان وساتي، د نظرخاوندان دې په خپرونو کې ګډون نه کوي او مسلمان هیواد وال دې يې له کتلونه ډډه وکړي او په کلکه دې تحریم کړي)

څنګه ۱۴ کلونه وروسته طالبان د دغو کانالونو خپرونې غیرې اسلامي ګ��ي او اوس یې د دې شبکو مالي سرچینو ته پام شو. او خپرونې یې تحریموي د کندز له سقوط وروسته یادو ټلویزونونو داسې رپوټونو خپاره کړل چې طالبانو د دې ولایت له نیولو وروسته په ځینو نجونو تیرې کړې دې خو دې سره جوخت دا رپوټونه نه یوازې د سیمې د اوسېدونکو بلکې د ځینو مدني ټولنو له خوا هم رد شوې او نا سم خبرونه وبلل شول د کندز ولایت له اوسېدونکي سهراب سروري چې محصل او په دې ولایت کې د وروستیو ټولو پيښو لیدونکی دی وايي چې داسې هیڅ د څه د طالبانو لخوا په دې ولایت کې ندي شوي ان ملکیانوته د طالبانو په نیول شویو سیمو کې د خوندیتوب ډاډ هم ورکړل شو هغه وايي چې د پښتنو د بدنامولو لپاره دا خبرې کیږي ځکه د هغه په اند د سیمه یزو پولیسو لخواځینو زورېدلو ملکیانو له طالبانو سره ددې ولایت په نیولو کې مرسته کړې وه .

خو طالبانو هم په دې وخت کې خپرې سترې تبلیغاتي سرچېنې تحریم کړې او کلکې یې وګواښلې په طلوع نیوز کې ما هم ډیره موده کار کړې او زمونږ همکارانو ته د ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي په بیلابیلو مسایلو اختارېې لیږلې خو دا لومړې ځل دې چې د طلوع نیوز ټول کارکونکي چې ځان ځان بې پري بې ډاره او وېرې ګڼي ویریدلي ښکاري ځکه همدغه کارکاونکي اوس په ټولنیزو رسنیو کې د ویرې او مرګ خبرې کوي له دې ټولو سره سره لیدل کیږي چې د ګواښل شویو ټلویزونونو په رپوټونو کې بدلون راغلې ښايي چې زمونږ نیمګړې د بیان ازادې زیان لیدلې او د یوې تیروتنې له امله واقعیونه چې څه نا څه د دې شبکو لخوا ولس ته رسیدل مخنیوې یې وشو.

7 thoughts on “ترڅوارلسو کلونو وروسته ولې رسنۍ په نښه کېږي؟”
  1. خوشبو خورې ! د طلوع او يک تلویزيون پروپاګندي چينلونه واقعيت نه نشروی ، او ټول افغانان پرې پوهیږي ، د پورته نشراتي اورګانو پلوی مه کوه ښاده شې

  2. بسم الله الرحمن الرحیم
    آغلی نویده خوشبو تاسی او ټولو همکارانو ته! سلامونه او نیکی هیلی،
    په افغانستان کی داسی اداره او بنسټ نشته چی هغه د له فساده خالی وی، ولی رسنی چی د یو ممکلت او ټولنی خوله ده په داسی بی پروا‎ئی او بی مهاره ډول خپرونی کوی چی کله نا کله ورباندی چُپ پاتی کیدل نه دا چی ټولنیز جُرم ده بلکه د یو لوی ناورین وړاند وینه هم کوی. د یک تلویزون خپرونی خو ما ندی اوریدلی ولی تر ډیره بریده د طلوع او لمر تلویزون لیدونکی او اوریدونکی یم. د طلوع تلویزون اکثره پروګرامونه د ملی او اسلامی اُصولو سره په ټکر کی وی چی زما په آند یی څو بیلګی دادی،
    1. یوخو یی اکثره خبریالان کم سنه، بی تجربی او د افغانی دود او دستور سره نا اشنا معلومیږی.
    2. کله نا کله د مرکو او خبرو په دوران کی ډیر بی ادبه او سپین سترګی لیدل کیږی.
    3. بل داسی بی پروا خبرونه خپرول چی هغه نژاد پرستی ته په زوره لمن وهل وی یعنی د یوی ډلی منسوبول یو خاص قوم او قبیلی ته لکه طا لبان، شمالی ټلواله وغیره. چی په کندُز کی دجنسی تیریو خبر هم ددی یو بیلګه ده.

    پیشنهاد: د HIV/AIDS غلطی یو انسان کړی ده او اوس یی په نړی کی دری نیم ملیونه وګړی په دی مرګونی ناروغی اخته کړی دی. همدا شان د یو تلویزون او فرد غلطی کیدای سی په لویه غمیزه بدله شی.

  3. ډیرتیروتنی شویدی دپښتنوپرسرډیرملنډی ووهل شوی دمثال په طوردننګراهارشینوارو متدین قوم پسی اودپکتیا متدین قوم پسی بدردویل اوهمداسی نورله دبریښنایی تذکرو مثله همداسی هغه چی دیو قوم په ګټه وی هغه خپره وی او که د پښتنو پکی ګټه وی نو هغه هیر په تیر همداسی یو نه یی اتل او بل نه خاین جوړ کړه بل د افغانستان د ایرانیانو فرهنګ په مونږ عملی کول او همداسی نو ر……………………….

  4. زه د هر هغه کس چې غواړې په زور او نراوا په افغانانو خپل حکوم عملې کوې ‌‌‌‌‌‌ډېر سخت مخالف ېم. طالب که د جنګ له لارې قدرت ته ځان راسول غواړې دا ارمان به ېې هېڅ کله پوره نشې او که راشې د صلح له لارې خپل سېاست مخ ته بوزې امکان دې ولرې چې دېر طرف دار پېدا کړې. زما د طالب په د شلوو کالوو کې همدا ېوه خبره خواښه شووه. هغه داچې د تلوو او ېک تلوېزون ته ېې اختر وار کړه. تلوو او ېک تلوېزون د پښتون قوم ضد پروګرامونه خپره کوې باېد داسې چېنلوونه له منځه ېوړل شې کوم چې په افغانستان کې قوم پراستې ته لامن وهې. فقت په دې عمل کې درته د الله له درباره برېاووې غواړم

  5. دطلوع او یک دواړه تلویزونی چینلونه افغانانو د بی لاری لپاره تری د پردیو په ګټه تری کاراخیستل کیږی ډیری وخت دیوی ډلی اویوی ژبی دپاره تری کار اخیستل کیږی او حپرونی یی هم د اسلام د مبارک دین سره په ټکر کښی دی اوداسی خبریالان پکښی کارکوی چی ۱۰۰ فیصده افغانی ټولنه د بی لاری کندی ته ورټیل وهی که هغه نارینه دی او که ښځینه دی د مثال په ډول سیاوش ستاره افغان خپرونه

  6. ښه لیکنه وه دناسمو خپرونو رسني او د یو بهرني هیواد تر تبلیغاتو لاندي څوک باید تهدیدکړل سي

ځواب ورکول احمدصوفي ذاده ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *