تاند- ترکمنستان وايي، په پام کې لري چې افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګازو د ټپي نللیکې ترڅنګ د برښنا قوي مزي هم وغځوي.

د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکمنستان حکومت د پنجشنبې په ورځ /جنوري ۱۹/ په یوه پیغام کې وویل«د ګازو د نللیکې ترڅنګ به د افغانستان له لارې د قوي برښنا مزي هم وغځوو.»

ترکمنستان حاضردمه د افغانستان هرات او څو نورو سرحدي ولایتونو ته برښنا صادروي خو ټاکل شوې ده چې د سالنګ له لارې کابل او د افغانستان د مرکز او جنوب ۱۲ نورو ولایتونو ته برښنا صادره کړي.

دا هیواد په پلان کې لري چې تر ۲۰۲۰ پوري په ساعت کې ۲۷ اعشاریه ۴ ملیارد کیلوواټه برښنا تولید کړي او تر ۲۰۳۰ پوري یې په ساعت کې ۳۵ اعشاریه ۵ ملیارد کیلواټو ته ورسوي.

One thought on “ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته برښنا صادروي”
  1. پكستان هره پروژه چى د افغانستان اقتصاد په پشو دروي، سبرتاژوي. او خپلو اجير شوو كسانو ته وايي چى له افغانستان كى جهاد دى، زكه چى هلته امريكايان راغلي. پكستان حتى زان ته ضربه وركوي، تر سو افغانستان د پشو سخه وغورزوي.

ځواب ورکول انجنير عطاالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *