تاند- د ټاپي د ګازو د نللیکې د پروژې د ډیزاین موافقه نن /سې شنبه/ د ترکمنستان د ولسمشر او د افغانستان د استازي په حضور کې له یوه جرمني شرکت سره لاسلیک شوه.
د ترکمن ګاز او جرمني شرکت ترمنځ د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د نللیکې د پروژې د انجنیري ډیزاین موافقې د لاسلیک په مناسبت د افغانستان د ولسمشر سلاکار محمد همایون قیومي وویل، د دې پروژې هدف نه یوازې له ترکمنستان څخه د ګازو لېږدول دي بلکې د ۴ هیوادونو ترمنځ یو اقتصادي کوریدور هم ګڼل کېږي.
ده زیاته کړه«د دې ملي او سیمه ییزې پروژې د انجنیري ډیزاین لپاره د موافقې لاسلیک یو مخ په وړاندې ګام دی.»
د ټاپي لمیتید شرکت ريیس مراد امانوف وویل، د ټاپي پروژه نه یوازې سیمې ته اقتصادي ګټه لري بلکې اقتصادي پرمختګ او ټولنیز ثبات هم سیمې ته په برخه کوي.
کابو ۵ میاشتې پخوا د افغانستان، ترکګمنستان، هند او پاکستان ترمنځ د ټاپي پروژې موافقه لاسلیک شوه.
الله ج دی خیر بکی واجوی