تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۰مه: د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر شهزاده ترکي الفیصل د افغان مجاهدینو له تازه رسوایو څخه پرته پورته کړې ده او ویلي یې دي مجاهدین د دې لپاره رامنځته کړای شول چې پر پاکستان د شوروي اتحاد د برید مخه ونیول شي.

نوموړي د سعودي دولتي خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه کې سعودي عرب، امریکا او پاکستان یو ایتلاف کې وو او د شوروي اتحاد د مخې د ډب کولو لپاره د پاکستان لخوا په جوړو شویو کمپونو کې زرګونه عرب جنګیالي ځای پر ځای شوي وو: (( دغه عرب جنګیالي رضاکاران وو، چې د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې زموږ د دریو واړو هېوادونو ښي مټ ګڼل کېدل.))

 ښاغلي فیصل ویلي، افغان مجاهدین او عرب جنګیالیو په پېښور کې د القاعده ډلې بنسټ کېښود او د القاعدې منځته راتګ د افغانستان د کورنۍ جګړې نتیجه وه.

نوموړی منکر شوی دی چې ګواکې د القاعده په رامنځته کولو کې د امریکا او سعودي لاس و، خو دا یې نه ده رد کړې چې پاکستان په دې کې څه کردار درلود: (( له اسامه بن لادن سره زما هیڅ اړیکه نه وه، هغه مې په اسلام اباد کې د سعودي په سفارت کې یو ځل وکوت، بیا مې په جده کې لیدلی و، په اخره لیدنه کې یې عرب مجاهدینو ته په یمن کې د استخباراتي معلوماتو د رسولو غوښتنه راڅخه وکړه خو ما رد کړه.))

 ښاغلي ترکي الفیصل ویلي، په ۱۹۹۵ کال کې د سوډان پخواني ولسمشر عمرالبشیر په دې شرط سعودي ته د اسامه بن لادن د سپارلو هوکړه وکړه چې سعودي کې به د هغه پرضد هیڅ قانوني اقدامات نه کېږي، خو په وینا یې چې سعودي دا خبره رد کړه.

نوموړی وايي، له هغې وروسته اسامه بن لادن افغانستان ته ولاړ: (( ماته د هغه وخت ولیعهد عبدالله بن عبدالعزیز امر وکړ چې ملا عمر ته ورشم او اسامه ترې وغواړم، خو ملا عمر بیا دا خبره ونه منله.))

دا په داسې حال کې ده چې القاعده او ورسره ګڼ نور وهابي ترهګرې ډلې پر سعودي عربستان ورتپل کېږي او ویل کېږي چې په سیمه کې یې د استخباراتي جګړو د مخته بیولو لپاره دا ډلې جوړې کړې وې او لا یې هم ملاتړ کوي.

له دغو ډلو د وهابي داعش ډلې د جوړولو پړه هم پر سعودي ور اچول کېږي او ویل کېږي چې لا هم له القاعدې سره د سعودي اړیکه پرې شوې نه ده.

4 thoughts on “ترکي الفیصل: مجاهدین مو پر پاکستان د شوروي د برید د مخنیوي لپاره جوړ کړل”
  1. داعش تکفري ډله دي او له سلف صالح یا ستاسو په اصطلاح وهابی عقیده سره ١٠٠ په سلو کې په ټکر دي. داعش عقیده اخوان المسلمین عقیده ته ورته والي لري. د اهل سنت او جماعت اصلی وارثان او علمبرداران همدا سلفیان دي. پاتې دا نور څوک قبرپرستان دي او څوک پیر پرستان دي. د علمیت پر بڼسټ د اهل سنت او جماعت جوګه او ساری نه لیدل کیږي. بس رافضه شیعه ګان تاویز پرستان، قبرپرستانو او اهل د بدعت بازار یې ور خراب کړي. اوس خلک په حقیقت پوهیږي او داسې درواغجنو تبلیغاتو د یوه پیسۍ ارزښت هم نه ورکوي.

    1. د جهل پاې همدې ته وایې چې پرته له کوم دلیل او برهانه تور لږوي. دا چې صیهونیزم د سویس کانال کې څوک استعمال کړل معلومداره تاریخي خبره دي. دا حضرتی هم ماته طالب یا داعشي اخواني ښکاري خامخا به دی پنجاب په کاسه لوې شوي وي. په سلفیت او اهل سنت عقیده پوهیدل ستا د وس خبره ندي، زویه دا کمیس په تا لوې دي. ما ته جاهل ښکاري

  2. د سیاسی او تاکتیکی او ستراتژیکو څیزونو څخه ډکه قوطی د لوبیا او نخودو او ماکرونی قوطی غوندی نه ده چی مثلاً د قوطی یا پاکټ پر سر یا بغل ئی د اصلی او رښتینو محتویاتو نوم یا نومونه په ډاګه او واضح توګه لیکلی سوی وی بلکه د حساسو ستراتژیکی پاکټونو عنوان او عنوانونه د محتویاتو د څرنګوالی سره ډېر توپیر لری.،
    د ګوزک شهزاده تُرکی څرګندونی د قضایاوو د رښتینی توضیح یوه ډېره وړوکې برخه ده
    اما
    سلفی ګری
    سَلفی څه مانا؟
    سَلفی مانا سِِلفی
    سِلفی مانا خپله لاسه ګُله لاسه
    سلفیان که هر څومره چیغی ووهی چی سلفیت مانا د سلفِ صالح! لارویان خو کیسه ئی مفته ده
    سلفی ګری او داعش ګری او وهابیت د صهیونیزم ابداع ده کومه چی د صهیونیزم په ګوتو د ( آرماګدون ) د سناریو د جعلی پروسی د فعال کولو په موخه را منځته سوی دی

    1. غول په دبیو مه وله لږ له عقل او منطق نه کار واخله. د اسلام حقیقي بچیان ډېر په آسانه پېزندلی سې خو که لږ دې له فکر نه کار واخیست او لکه د ړانده چرګ غوندې دې عمل ونکړ. هغه دا چې که چېرې ې د کفارو له خولې نه د چا صفت واورېد نو پوه سه چې په هغه کې به څه فساد وي او که د چا په هکله دې د دوی نه ستغې سپورې واورېدلې نو پوه سه جې هغه څوک یا جمعیت به د اسلام واقعي لاروي وي. اوس نو فکر وکړه د داعش ټاپه او د ترهګر ټاپه د وهابي ټاپه د غربي رسنیو او د غربیانو د نقالانو لخوا په چا وهل کیږي؟. یواځې او یواځې د قرآن او د حدیث او د سلف الصلحین د منهج لاروبانو باندې دا ټکونه کیږي ځکه همدغه د هغوی د سترګو خار دی او د همدغو نه کفر وېره لري چې مسه مسه دغه ټولی اسلامي امت د محمد رسول الله او د هغه د یارانو په منهج بیا ونه دروي ځکه خو دوی غواړي چې همدغه خلک د عامو خلکو په ذهنونو کې وځپي او د دوی په هکله د عوامو ذهنونه مغشوش کړي. او د دې کار لپاره ستاسو غوندې ناخبره او یا هم سرزوري خلکه استعمالیږي. الله دې هدایت درته وکړي.

ځواب ورکول پاچا خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *