تاند – ترکیه په نړۍ کې لسم لوی هېواد دی چې د فحاشۍ له لارې ډېرعواید ترلاسه کوي.

د نړۍ د تورو بازارونو د عوایدو او څرنګوالي په هکله مشهورمعلوماتي وېب سایټ هاوک سکوپ (havocscope) لیکي چې ترکیه هرکال د فحاشۍ د بزنس له لارې په اوسط ډول ۴ زره میلیونه ډالر چې څه باندې ۲۷۰ زره میلیونه افغانۍ کېږي ترلاسه کوي.

د هاوک سکوپ د معلوماتو په اساس، چین په دې برخه کې په نړۍ کې تر ټولو وړاندې دی چې په کال کې ۷۳ زره میلیونه ډالر ترلاسه کوي. په چین پسې هسپانیا، جاپان، جرمني، متحده ایالات، جنوبي کوریا، هند، تایلنډ، فلیپاین او په لسم ځای کې ترکیه راځي چې ۴ بیلیونه ډالر ترلاسه کوي.

که د هاوک سکوپ دغه معلومات په پام کې ونیول شي ترکیه په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو په سر کې راځي.

اسټرالیا له خپل لویوالي سره سره له پاکستان څخه لږ مخکې ده او هاوک سکوپ لیکي چې دغه هېواد له یاد سکټور څخه په کال کې ۲۷ میلیون ډالر ترلاسه کوي.

یو شمېر خبري سرچینې ښیي چې ترکیه د فحاشۍ د نورو ډولونو تر څنګ یو شمېرعواید د الانیا (Alanya)، پتاره (Patara)، اولوډینیز (Ölüdeniz)، اولیمپوس (Olimpos)، سایډ (Side)، اېزتوزو (İztuzu)، او کېمېر (Kemer) په څېر سواحلو او تفریحي ځایونو څخه چې اکثر خلک په کې لوڅ یا نیمه لوڅ د تفریح او لامبلو له پاره ورځي ترلاسه کوي.

4 thoughts on “ترکیه په کال کې ۴ زره میلیونه ډالرعواید د فحاشۍ له لارې ترلاسه کوي”
  1. زموژ یو مشکل دا دی هغه څه جی زما خوښیژی هغه باید دنورو هم خوښ شی او یا بر عکس اول خو باید فحاشی تعریف شی اوبیا راځی په خپل هیواد کښی ددغه ناولی صفت څرنکوالی وڅیړو دا جی څومره فاحشه خانی زموژ په شارکی شته او ګټه یی جا ته رسیژی له امنیتی مسولینو وپوښتو ځکه هغوی لدغه ځایونو میاشتنی ونډه اخلی اوشمیر یی هم ورته دقیق معلوم دی ځکه خبره د شخصی ګټو ده

  2. دا د تر کیې دو لت ته له پخوا څخه د اتا تر ک پاتې شوې میرا ثونه دي، چې په یوه لنډ وخت کې یې له منځه وړل نا شو ني دي ان شا الله په ورو ورو او تد ریجي ډول به له منځه لاړ شي همدا او س یې هم غر بیان او یهو دان نه پریږدي دسیسې ور ته جوړ وي

  3. که څه هم فرستیتوشن په اخیر لسو کلونو کی په افغانستان کی به غیررسمی توکه زیات شوی مکر دا رقم هیڅ د حساب وړنه ده . بیا هم شکر افغانستان مکمل اسلامی هیواد ده او دا یوه اندازه فحاشا د ځینو بدو رواجونو ، غوربت په وجه ده

  4. […] ویل کیږي چې ترکیه له یوې خوا ځان د اسلامي هېوادونو د کتار سرلارې ګڼي او بلې خوا ته بیا د عیاشۍ او فحاشۍ په برخه کې تر دې پولې رسېدلې ده چې د فحاشۍ کلنی عاید یې څلور زره میلیونه ډالرو ته رسېږي.‌ (په دې هکله راپور) […]

ځواب ورکول pardes ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *