تاند- د ترکیې رسنیو نن وویل، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د پنجشنبې د ورځې تروریستي برید، چې ��ږترلږه ۲۰ تنه یې ووژل او ۱۵۰ نور یې ژوبل کړل، په کلکه وغانده.

د ترکیې د باندنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:«موږ د افغانستان په غزني ولایت کې د دولتي ودانیو پرضد دا بوږنوونکی تروریستي برید چې په اثر یې شاوخوا ۲۰ تنه ووژل شول او ۱۵۰ نور ژوبل شول، غندوو. هغو کسانو ته چې په دې حمله کې وژل شوي دي دعا کوو، له خپلوانو سره یې خپله خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا او سلامتیا هیله کوو.»

د غزني والي موسي خان اکبر زاده د غزني په حمله کې د ټپیانو شمېر تر ۳۰۰ زیات ښيي او وايي چې د ښار تقریباً د ټولو کورونو ښیښې ماتې شوي او په پنځه سوه مترۍ کې د ټولو ودانیو دروازې هم ویجاړې شوي دي.

د اکبرزاده په وینا د دغو حملو په نتیجه کې د غزني دوه موزیمونه، چې د اسلامي دورې او تر اسلام مخکې دورو لرغوني اثار پکې ساتل کېدل، ویجاړ شوي او د غزني کتابتون، چې ډېرې ارزښتناکې قلمې نسخې پکې وې، سوځېدلی دی.

طالبانو په دې حملو کې له خورا قوي چاودیدونکو موادو څخه، چې په دوو موټرونو کې یې ځای پرځای کړي وو، کار واخیست. د طالبانو دې حملې نه یوازې د هیواد ډېر قیمتي اثار ویجاړ کړل بلکې ګڼې دولتي ودانۍ یې ورانې یا زیانمنې کړې.

طالبان دا برید د ځان لپاره یو بری بولي.

0 thoughts on “ترکیې د غزني تروریستي برید وغاند”
  1. هرهغه عمل چی د افغانانو په وژلو ، د هیواد په ورانولو او د دولتی او ملی آثارو په ویجاړولو پای ته ورسیږی ، طالبانو او پاکستان ته یو بری دی. بنا دا په ثبوت ورسیده چی نور طالبان د افغانیت او اسلام له چوکاټه وتلی ډلی دی.

  2. هر ځای اور بل کټوی باندی

    طالبان یو خو خپل دځان اختیار نه لری اوبل اوس یی واک ۲۰ کلنو ماشومانو ته ورکړی چی دا په انسانیت هیڅ نه پو هیږی

    هغه متل دی چی څشی یی کو چنی ته ورکی دخاورو یی ډک کی نو دوی کله په تاریخی شیانو پوهیږی

ځواب ورکول Hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *