تاند- د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د کابل له نننۍ وحشیانه تروریستي حملې وروسته وویل چې له کابل څخه به د خپل سفارت یو شمېر کارکوونکي ترکیې ته وروغواړي.

د کابل برید د ترکیې د سفارت په شمول د ګڼو هیوادونو د سفارتونو ودانیو ته زیان پېښ کړی دی.

چاووش اوغلو په دې اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه چې څرنګه تروریست له چاودېدونکو موادو ډک موټر د کابل خورا خوندي دیپلوماتیکې سیمې ته ورساوه او بیا یې په یوې له ګڼې ګوڼې ډکې څلور لارې کې وچاوداوه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په چاودنه کې د ترکیې کوم دیپلومات ژوبل شوی نه دی.

ده دا هم وویل چې د چاودنې په مهال د ترکیې سفیر په خپل هیواد کې و.

د کابل تروریستي برید، چې د وروستیو معلوماتو ير اساس، ۸۵ تنه پکې شهیدان شوي او ۴۰۰ نور ژوبل شوي، د نړۍ اکثرو هیوادونو غندلی دی.

2 thoughts on “ترکیې د کابل له حملې وروسته د خپلو یو شمېر دیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه وکړه”
  1. ښه دوست په سختو ورځو کې ازمویل کيږی. خو ډارن بیا د تېښتې لار غوره کوی .
    جرمنان بیا د همکارۍ لپاره د مهاجرو له ایستلو ډ ډه کوي.
    هندیانو بیا د تروریستانو پرضد له افغانانو سره خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

ځواب ورکول احمد بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *