ډاکتر محب زغم

پرون (جمعه د تلې ۱۹ مه) په ارګ کې د افغانستان د بې ساري ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي مېلمانه وو. استاد شپون د فرهنګیانو په استازیتوب څو دقیقې وینا وکړه. په وینا کې یې له ولسمشر سره د پخوانۍ اکاډمیکې یارانې نښې، د طنز او ټوکو خوږلنۍ او د کار خبرې سره ګډې وې.

ولسمشر د روغبړ پر مهال استاد شپون ته ټینګه اوږده غېږه ورکړه، ویې ویل: «رحماني قلم، شیطاني ژبه» هماغسې استاد شپون ټوکې کوي. کله چې استاد لال پاچا ازمون شپون صاحب وینا ته وروباله، ولسمشر له چوکۍ پورته شو او په ولاړه یې د استاد درناوی وکړ. د شپون صاحب خبرې چې خلاصې شوې، بیا ډاکتر غني ورته پاڅېد او غېږ کې یې ونیو. ما د هېڅ سیاسي مشر له خوا د یوه فرهنګي او لیکوال دومره زیات قدر نه و لیدلی.

1ورپسې استاد اسدالله غضنفر د وطن د فرهنګي ستونزو په اړه لنډې خبرې وکړې. عمده ستونزې یې یادې او د هرې ستونزې د حل لارې یې وښودې. مثلاً استاد وویل چې اوس په کابل کې څو دولتي ورځپاڼې لرو، په ځینو ولایتونو کې هم اخبارونه چاپېږي خو د ټولو کیفیت خراب دی. باید دا ټول امکانات سره ګډ کړو او یوه قوي دولتي ورځپاڼه ځنې جوړه کړو چې شل مخه وي او په عین وخت کې په کابل او ټولو ولایتونو کې چاپ او خپره شي. دې سره به د دولت اعتبار زیات او ملي وحدت خوندي شي. د ادبي جایزو په اړه یې وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هر کال لیکوالو ته جایزې ورکوي خو له یوې خوا اکثره وخت کمزوري کتابونه جایزه ګټي او له بلې خوا دا جایزه پنځه – شپږ زره افغانۍ وي. باید جایزه یو څه ارزښتمنه شي او د یوې کمیټې له خوا ښه اثار ورته غوره شي. د علومو اکاډمۍ په اړه د استاد وړاندیز دا و چې باید زموږ د پښتو او دري ادبیاتو کلاسیک اثار کمپوز، اصلاح او بیا یې انټرنټ ته پورته کړي چې دنیاوال او زموږ خپل وګړي زموږ ادبیاتو ته لاس رسی پیدا کړي. د پوهنې په اړه استاد غضنفر وویل چې موږ یو سل او شل کاله کېږي چې په ښوونځیو کې د سپورت مضمون لرو خو لا مو په دې باندې غور نه دی کړی چې په دې ساعت کې څه وکړو. حال دا چې ډېرې ښې معقولې لارې ورته پیدا کېږي.

وروسته ولسمشر جانانه وینا وکړه. جالبه دا ده چې دی زموږ د فرهنګ په اړه ډېره مطالعه کړې وه. د دري ادبیاتو د معاصر تاریخ، د فکر د بابېدو تاریخچه، د پښتو ادبیاتو مسایل … ټول ورمعلوم وو. ده وویل چې باید د پوهنې په نصاب کې اصلاحات راشي. باید د وطن جغرافیه داسې بیان شي چې د زده کوونکو په زړونو کې د وطن مینه ريښه وځغلوي. ولسمشر د استاد شپون «د بنګي غاړه» کتاب همداسې اثر وګاڼه او ویې ویل چې په ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو کې به د دې کتاب تدریس اجباري کړي.

ډاکتر غني استاد غنضفر ته خطاب وکړ: «غضنفر صاحب! تا کلتوري ستونزې یادې کړې او وړاندیزونه دې وکړل. اوس تا ته وایم چې یو ټیم جوړ کړه او خپل وړاندیزونه پخپله عملي کړه. ته به د جمهوري ریاست فرهنګي مشاور یې.»

دې سره د غونډې ټولو ګډونوالو خپل موافقت په دومدارو او اوږدو چکچکو سره اظهار کړ. په هېڅ رسمي غونډه کې مې دومره خوشحالي نه وه احساس کړې.

رښتیا ما سره مجیب الله (څلور کلن زوی مې) هم و. ولسمشر د ستړي مشې په وخت کې موږ سره د لاس روغبر وکړ خو مجیب الله یې څو دقیقې په غېږ کې ونیو. خبرې یې ورسره وکړې، ویې نازاوه. څوک چې له ماشوم سره مینه کوي، ماشوم ته قدر ورکوي او نازوي یې د هغه مهرباني او انسانیت کمال ته رسېدلی وي. باور لرم چې غني بابا به دا کمزوری وطن هم د ماشوم په څېر په غېږ کې ونیسي او پر پښو به یې ودروي.

0 thoughts on “تر ټولو خوندوره رسمي غونډه/ ډاکتر محب زغم”
  1. سلامونه د در ډالی وی ډاکتر صاحب۰ الله مو کامیابه لره او ولس مشر ته د هم توان ورکړی چی همداسی چی ښه دی الله د ښه لری تاسی ټول زموژ ویاړ یاست۰
    والسلام
    آصف ستا د/ ح ش / صنفی

ځواب ورکول Asef Stanikzay ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *