تاند- ایربس (A380) الوتکې له دوبۍ څخه د نیوزیلنډ تر پلازمېنې اکلنډ پوري په بې وقفې الوت سره د نړۍ تر ټولو د اوږدې الوتنې ریکارد ټینګ کړ.
دا الوتکه د چهارشنبې په ورځ د ۱۴ زره او ۲۰۰ کیلومتره مزل له بشپړولو وروسته له دوبۍ څخه اکلنډ ته ورسېده.
دا الوتکه به بېرته دوبۍ ته ستنېږي او بیا به همدومره مزل په ۱۷ ساعته او ۱۵ دقیقو کې کوي.
تر دې پخوا د استرالیا د هوايي شرکت یوې الوتکې ۱۳ زره او ۸۰۰ کیلومتره مزل د دغه هیواد له سیدني څخه د امریکا تر باستن پوري کړی و.
په پام کې ده، روانه اوونۍ د امارت هوايي شرکت یوه بله الوتکه له دوبۍ څخه د منځنۍ اسیا د پاناما تر پلازمېنې پاناما سیټي پوري وکړي. دا الوت به ۱۷ ساعته او ۳۵ دقیقې دوام وکړي.
جهازیوبی اعتباره شی دی پکارنده چه دومره اوږدسفر وکړی پدی کی ډیرمسافر هم وی دمرګ خطرپکی زیات وی
الوتکه بې اعتباره نه ده. که یوه الوتکه ولوېږي خبر یې په درسته نړۍ کې خپرېږي ځکه موږ فکر کوو چې الوتکې ډېرې لوېږي. خو د موټرو که هرڅومره زیاتې پېښې کېږي، څوک پرې نه خبرېږي.