نن یوه ساده پاده پوښتنه کوم. د تېرو څو لسیزو په مشرانو کې له اشرف غني، ولسمشر کرزي، او څو نورو کدرونو پرته، څوک جنګي مجرم یا د جنګي مجرمې ډلې غړی نه دی؟

څوک ما ته فقط یو داسې کس را ښودلای شي چې دا تېر دېرش کاله په افغانستان کې و، او ده، یا د ده ډلې جنګي جرم نه دی کړی؟

بله ساده پوښتنه کوم،  که همدا نن یو داسې کس کاندید شي، چې د نړۍ دوهم هم نه، لومړی مفکر، او ستر عالم وي. افغان وي. مجرم نه وي. نابغه وي. خو له هغو مهرو سره چې کتلوي رأیې لري، لاره یونسي، ستاسې څو فیصده رأیه به واخلي؟  تېر ځل، دغسې یوه کس څو رأیې اخیستې وې؟

زه پوهېږم چې د پورته دوو پوښتنو ځوابونه داسې دي.

۱  د تېرو دریو لسیزو په مشرانو کې ۹۹.۹٪ یا خپله جنګي مجرمان، او یا د جنګي مجرمو ډلو غړي دي.

۲  که دې معامله ونکړه، لکه د تېر ځل د اشرف غني احمدزي، تر ټولو مخکې به لوستی مټکور درپسې وایي چې، یاره، اشرف غني ښه سړی دی، خو یو څه غوسه ناک دی، اصولي دی، بې معاملې کله کېږي، هغه له قومي مشرانو سره لاره نشي وړلای. هغه ….

یعنې دا چې چې نه له زړو مشرانو سره له معاملې پرته بله لاره شته، او نه په افغانستان کې داسې، د تېرو دریو لسیزو لوبېدلی داسې مشر شته چې جنګي مجرم نه وي.

زموږ افغانان کله کله ساده مسألې دومره پېچلي کړي چې بیا خپله هم پکې ورک وي.

تاریخونه لیکي چې په ۲۰۱۳ کال، ټاکنو ته د کاندیدانو نوملیکنه کېده، په درځنونو جنګي مجرمان له وسلوالو ګروپونو، او ډله ډله اوباشانو سره د ټاکنو پر کمیسیون ننوتل، او بیرته ترې را ووتل، خو په دې ټولو کاندیدانو کې یواځې جنرال دوستم ولیدل شو، وپېژندل شو، او اعتراض پرې وشو. موږ چې واړه و، اورېدل به مو، چې د پېریانو خولۍ د چا پر سر وي، بیا هغه سړی خلک ویني، خو خلک یې نه ویني.

د جنرال صاحب، لکه د نورو جنګي مجرمانو، د پېریانو خولۍ نه وه پر سر. جنرال دوستم که څه هم نه کمیسیون ته لنډه غر او وسلوال بیولي ول، نه یې په کوڅو او لارو کې د زور مانور ورکړ، او نه یې پر خپلو بدیو او ناکړدو سترګې پټې کړې، یواځې پر دوستم سره کرښه را تاو کړه.

په داسې حال کې چې پورته دوه واقعیتونه – چې نه له زړو مشرانو سره بې معاملې کېږي، او نه په افغانستان کې داسې مشر شته چې جنګي مجرم نه وي –  لکه دوه غرونه، د ټولو په مخ کې ولاړ دي، یوه ډله خلک یواځې هغه جنګسالاران ویني، چې د پېریانو خولۍ یې نه دي پرسر، او د نورو په اړه بیا غلي دي. دا انصاف نه دی. انصاف دا دی چې یا به ټول محکوموو، محروموو، او غندو، او یا به ټولو ته د افغانستان په بیا رغونه کې د برخه اخیستلو چانس ورکوو.

د دې دواړو نظرونو (د ټولو محکومولو، یا ټولو ته د فرصت ورکولو) خپلې خپلې وړتیاوې او نیمګړتیاوې دي.

که ټول محکوموئ، محروموئ، نو دا کار تقریباً د یوه بل جنګ اعلان دی، او تاسې به د دې جنګ صحنه جوړوونکي نه، بلکې یو طرف یاست.

که غواړئ طرف شئ، نو تېرو دریو لسیزو ته په کتنه، ستاسې دا ضمانت هیڅکله نشي کېدای چې له تاسې به، لکه له طالبانو چې جوړ شول، ټوپکسالاران نه جوړېږي.

بیا به تاسې هم یوه – په پیل کې مقدسه، او په پای کې نجسه –  جنګي ډله یاست  چې لومړی به د نورو له ککړتیاوو د نفرت ناڼې تو کوئ، او بیا، به لکه حزب اسلامي، طالبان، او جمعیت، چې له دوستم او مالک سره بیا بیا ایتلافونه وکړل، له مجبوریته خپلې تو کړي ناڼي بیرته په ژبه را ټولوئ.

که ټول محکوموئ، او بیا جګړه اعلانوئ، به ستاسې تر ټولو لویه قرباني به ستاسې هغه اساسي قانون وي چې له لسیزو را وروسته مو ترلاسه کړی. ځکه، همدغه قانون یوه جنګسالار ته د کاندیدېدلو، رأیې اخیستلو، او دندې درلودلو حق ورکوي. همدغه قانوني مرجع، یعنې د ټاکنو کمیسیون چې تاسې پرې د ټاکنو د مدیریت اعتماد کوئ، هر کال، د کاندیدانو د ثبت په ورځ خپل انګړ  ټوپک په لاس ټوپکمارو ته پرانیزي، چې له همدې ځایه خپل زور ښکاره کړي.

دلته بیا زموږ او تاسې هغه دودیز ذهنیت، چې به نیم دین منئ، نیم رواج، نیم قانون منئ، نیم مزاج، کار نه ورکوي. واقعیت دا دی چې په دې تېرو یوولسو کلونو کې دوستم، یا کوم بل جنګسالار نه متهم کړ، نه چا محکوم. دا کار هر ګوند کولای شوای. هاګ شته. انټرپول پولیس شته، د افغانستان محکمې، په خپل خوارځواکې وجود، موجودې دي. دا یوولس کاله خو د همدې دوستم هم د پېریانو خولۍ پر سر وه، خو نن چې یې د ډاکټر غني لوری ونیود، د پېریانو خولۍ یې له سره لرې شوه.

دا چې د افغانستان قانون کومو مصلحتونو ته په کتنه، دا بیله خبره ده، خو دا یو حقیقت دی چې ډاکټر غني به د دوستم له رأیې سره معامله کړې وي، خو دوستم ته د کاندیدېدلو حق غني نه، بلکې ستاسې قانون ورکړی. هغه ته د رأیې ترلاسه کولو حق ستاسې نظام او کمیسیون ورکړی.

دې پورته واقعیتونو ته په کتنه، پایله داسې اخیستلای شو چې د افغانستان د لوستو او ښو خلکو په وړاندې دری لارې پاتې دي:

۱  یا به له هغه اساسي قانونه انکار کوي چې دوستم او نورو ټوپکسالارانو (۹۹.۹٪ مشرانو) ته برائت ورکوي، ځکه، دوستم نن د قانون پر اساس، د کمیسیون د شرایطو په رڼا کې، او د مشروعیت په چوکاټ کې دننه کاندید دی. هغه په تېر یوولس کاله کې نه کومې ملي یا نړیوالې څارنوالۍ متهم کړ، نه هاګ مېز ته را کش کړ، نه کمیسیون بلاک لسټ کړ، نه چا له صحنې و ایست. د دې ترڅنګ به یوې بلې جګړې ته، چې دوی به یې هم په یوه جنګي طرف بدلېږي، مخه کوي.

۲  یا که انکار نه کوي، جګړه نه اعلانوئ، بیا به تر دوستم، چې د لرې پرتې سیمې پخوانی ټوپکسالار، او اوسنی توبه ګار دی، هغو ټوپکسالارانو ته ترجیح ورکوي، چې اوس هم پر ټوپکسالارۍ فخر کوي، په کابل او اداراتو کې مافیایي نفوذ لري، هره ورځ کابل تهدیدوي، او هره ورځ د کابل په کوڅو کې اوباشي کولای شي.  بیا به د دوستم پر ځای هغه منئ چې د کابل په دروازو او منځ کې دي، پر خپل تېر جنګي کردار فخر کوي، او ځینې یې آن د افغان د نامه مخالفت کوي، او د ایراني قاتلانو په نامه واټونه جوړوي.

۳   یا به بیا د غني لاره انتخابوي، چې د اساسي قانون تر چوکاټ لاندې له موجودو رخصتونو یې استفاده کړې، خو هیڅکله یې قانون تر پښو نه دی لاندې کړی. یو داسې څوک به انتخابوي چې په نظامي عرصه کې به یې ټوله تکیه په ملي ځواکونو، او په سیاسي صحنه کې په لوستو او د نظام په تر ټولو لایقو کدرونو وي. د دوام، او تحول فلسفه به انتخابوي چې شته لاسته راوړنې وساتي، او د نورو لاسته راوړنو لپاره لوری او میدان بدل کړي.

ډاکټر صاحب اشرف وایي، لومړی دوام دی، دوهم تحول دی. د ښه وضاحت لپاره یې مثال وایم. په موټر کې چې مزل کوې. لومړی شرط دا دی چې موټر حرکت ته دوام ورکړي، او بیا روان موټر کېدای شي سمې لارې ته برابر کړې.

د موټر حرکت، دوام دی. د موټر سمې لارې ته سیخېدل، تحول دی.  اوسنی نظام، هغه کاروان دی چې برحال پاتې کېدل یې دوام، او سمې لارې ته سیخېدل یې بدلون دی.  ډاکټر غني وایي، مطلق توقف یو خطر دی، ځکه د نه پرمختګ او جمود په معنا دی. مطلق دوام یا نه تحول یې بل خطر دی، ځکه نظام د خرابۍ خوا ته روان دی، نو که مخ را ونه ګرځوي، غلط لور ته ځي.
او ځای په ځای را ګرځېدل یا مطلق تحول یې بل خطر دی، چې ممکن ټکر او له لارې انحراف را منځته کړي. نو باید لومړی دوام، او بیا تحول وي، چې کله کاروان سم ترافیکي چوک، یا قانوني څړک ته ورسېږي، او بیا را وګرځي.
په دې اساس، دلته څلور ذهنیته موجود دي.

۱  مسلح مخالفان دوام نه، بلکې ځای پر ځای توقف غواړي، چې هم ټکر، او هم جمود را منځته کوي.

۲ آرماني او لېوني خلک بیا توقف نه، بلکې ځای پر ځای را ګرځېدل یا تحول غواړي، چې ټکر رامنځته کوي.

۳  او ټوپکسالار مطلق دوام او په همدې لاره تګ غواړي، چې واضحه ده، خرابې پایلې پرې مرتبې دي.

۴ ډاکټر غني د دوام او تحول موازنه غواړي. هم دوام غواړي، هم تحول، خو دوام همدا اوس، او تحول تدریجي، او په مناسب ځای کې.

 بل څوک نه د راتلونکي دغسې تصویر لري، او نه د هغوی خپلې ګټې د بل ډول تصور اجازه ورکوي.

د دې لیکنې له لارې مې هدف دا دی چې دا څلور واړه ذهنیته، او درې لاري، د درنو لوستونکیو مخې ته کېږدم. هیله مې دا ده چې یا څلورمه لار پیدا، او یا درېیمه لاره انتخاب کړئ.

 مجيد قرار

38 thoughts on “د غني لار، تر ټولو غوره درېیمه لار ـ مجید قرار”
  1. زمونږ دریځ واضح دې هدف موڅرګند اومعلوم دې تکیه مو پر پاک رب ج ده،د دنیاوالو په نظرکه هرڅه ښکارو خو پدې خوښ یو چې دالله ج او دمخلوق فیصله او نظریه یو ډول نده،مونږته دامهمه نده چې غربی دجالی مېډیازمونږپه اړه خلکو ته څه ډول پروپاګندکوی او خلک ولې مونږته داباما له دوربین څخه ګوری او بیاړوند قضاوت کوی بلکې مونږ د الله ج پر دغه فرمان پوره ایمان لرو چې : دایت شریف تشریح او مفهوم: ستاسې نه ماته غوره والې په ظاهری شکل ندې بلكی ماته ستاسې اعمال پکار دی ماته ستاسو نه ترټولو غوره انسان هغه دی چې تقوی او دیانت ولری

  2. خدای دې وکړي چې زمونږ د ملګرو ذهنونه ستاسو په دغه تحلیل او دلایلو خلاص شي، خو فکر نه کوم ځکه دغه بې فکره خلکو د خپل خره لکۍ کلکه نیولې ده

  3. قرار صاحب کور دی ودان یوه بله ښه لیکنه مو کړی او درنو لستونکو ته مو نور علتونه هم وړاندی کړی چی د پوهی او منطق له مخی باید ډاکټر صاحب اشرف غنی ته رایه ورکړی.‌ لکه څنګه چی تاسی ورته اشاره کړی،‌همدغه جنرال دوستم څو ورځی وړاندی چی لا د ډاکټر صاحب معاونیت ته نه ؤ ټاکل شوی، د همدی شمالی ټوالی سره یوځای په ایتلافی شورا کی ؤ نو هغه وخت ښه سړی ګنل کیده او هیڅ کوم جرم یی نه ؤ کړی،‌خو نن چی د ډاکټر صاحب سره یوځای شو نو اوس بیا دا نور ټول تنظیمونه او تنظیمی مشران ښه خلک شول او یواځینی جنګی مجرم په افغانستان کی همدا دوستم شو.‌ حزب وحدت او حزب اسلامی او شورای نظار په کابل کی دری نور هغه حزبونه ؤ چی کابوه یو لک بیګناه خلک یی د ترخپلمنځی جګړو له امله شهیدان کړل او کابل یی ټوټه ټوټه کړ،‌خو نن دوی ټولو د عبدالله په مشری ټاکنو ته راودانګل او هیڅ څوک د هغو ی یادونه نه کوی خو بس ټول د دوستم په بحث بوخت دی.‌ دا په اصل کی د شمالی ټوالی او د ایران په مالی ملاتړ د داکټر اشرف غنی ډ ټیم د ناکامه کولو لپاره یو وسیع کمپاین په لاره اچول شوی او د ځینو مغرضه او پښټون ضد مطبوعاتو لکه د طلوع تلویزیون له خوا خپریږی.‌ ایران خو اوس هم په ښکاره زمونږ په هیواد کی کتلوری او سیاسی لاسوهنه کوی خو څرنګه چی ولسمشر پښتون دی نو لاس یی یو څه پری شوی، خو کله چی عبدالله او محقق د قدرت په سر کی راشی نو د ایران ټول کړغیړن او د افغانستان د تباهی لپاره پلانونه په ډیر ساده ډول عملی کیدای شی، نو ځکه ایران غواړی د عبدالله عبدالله سره مرسته وکړی تر څو ولسمشر شی او غواړی د ډاکټر صاحب اشرف غنی ټیم ناکامه کړی.‌ شمالی ټلواله او ایران په دی هم پوهیږی چی دا نور کاندیدان عبدالله عبدالله او د هغی ډلی ته کوم جدی ګواښ نه ګڼل کیږی ځکه دوی یو هم کیدای شی له پنځه په سلو کی ډیره رایه تر لاسه نه کړی،‌خو یواځینی کس څخه چی دوی ډاریږی هغه ډاکټر صاحب اشرف غنی دی ځکه دده د کامیابیدو چانس ان شاالله ډیر دی، نو دوی پلمه لټوی چی څنګه ډاکټر صاحب پر ضد کمپاین وکړی.‌ لکه څنګه چی ډاکټر صاحب د نړی په کچه یو ستر عملی او سیاسی څیره ده او د خپل کار په موده کی یی هم خلکو ته په اثبات رسولی چی د ټینګ عمل سړی هم دی،‌نو د ډاکټر صاحب مخالفین دده پر شخصیت هیڅ کوم منفی ټکی نه شی پیدا کولی، نو هڅه کوی چی له نورو لارو د ډاکتر صاحب کمپاین ناکامه کړی:‌ کله غواړی چی د ده د ورور له لاری ډاکتر صاحب کمپاین ته ضرر وروسوی او د حشمت غنی هغه یوټیوب ویډیو په فیس بوک کی اوس ډیره تر سترګو کیږی چی په هغی کی حشمت غنی د هزاره قوم په اړه خبری کوی او د ډاکتر صاحب مخالفین هغه د ډاکټر صاحب فکر او سوچ ګڼی او د ده پر ضد یی کاروی او نور کله بیا دوستم او دده پخوانی کارونه او یا د ډاکتر صاحب د ۲۰۰۹ کال د لندن ټایمز مقالی ته اشاری کوی او داسی نور.‌ ددی ټولو کارونو هدف دادی چی ډاکتر صاحب اشرف غنی کمپاین ضعیف او ناکامه کړی.‌ خو ان شاالله چی زمونږ ځوانان او په تیره بیا لیکوال ځوانان لکه قرار صاحب تاسو او نور به ددوی دغه هڅی شنډی او ناکامه کړی او په ټاکنو کی د ډاکټر صاحب د ولسمشر کیدو چانس به ډیر وی.‌ قرار صاحب ستاسو او نورو لیکوالو ځوانانو په همت او لیکنو به ان شاالله زمونږ ورونه دغه اوسنی وضعیت باندی به نور هم ښه پوه شی او د ډاکتر صاحب لپاره به خپلی رایی وکاروی او ان شاالله بری به د ډاکتر صاحب اشرف غنی وی.‌ د همداسی ورځی په هیله. .

  4. بحث اصلا د دوستم په ښه والی او بد والی ندی. پدی هم ندی جه دوستم کاندیدای شی که یه. خبره د جناب ډاکتر صاحب ده. نوموړی خو لس کاله کیږی چه همدا ناری وهی چه تغیر به راولم، جنګسالار دغه او فساد هغه. په پای کی د هماغه جنګسالار سره کیښاناست.

    نو پوښتنه دا راولاړیږی چه که انتخاب د جنګسالارانو تر منځ وی، او کهد اشرف غنی او نورو تر منځ توپیر نه وی نو بیا ولی خلک ده ته رایه ورکړی؟

    خبر د اصولو ده. قدرت ته رسیدل په ډیره لارو کیدای شی خو وړ سړی هغه دی چه خپل اصول د پښو لاندی نکړی. چه داکتر صاحب دا معامله کولی شی نو ددی ضمانت څوک ورکوی چه سبا به تر دی نوری ستر معاملی ونکړی؟ توجیه کول خو ډیر اسانه کار دی

  5. یوه بله موضوع هم دلته د یادولو وړ بولم. په دموکراتیک نظامونو کی د خلکو رایی ستا د تګلارو د تایی په مانا وی. نو که اشرف غنی د دوستم په رایو کامیابیږی بیا خو دا رایی د دوستم د تګلاری دی تایید رایی دی نه د اشرف غنی. دی ټکی ته باید پام وشی چه د اشرف غنی په کامیابیدوه تاسو ورسره د دوستم ارمانونه او تګلاری هم تایدوی.

  6. احدی صاحب که غواړی چی د پښتنو رایی ونه ویشل شی سوله او دموکراسی راشی باید د خلیل زاد صاحب ، جلالی صاحب او نورو په شان د اشرف غنی شاته ودریږی. اشرف غنی د روشنفکرانو او ترقی غوښتونکو انتخاب دی او که د خدای خوښه وی اتیا سلنه رایی به ګټي

  7. De Ashraf Ghani aw Ahadi ter zmaka aw asmaan farq dai. Ahadi de Ashaf Ghani nimaye ta ham ne shi raseydai. Ahadi ter deyra de zaan pe khedmat key aw de piraano pe moridei dai ne de melat pe khedat key.

  8. زه افسوس کوم چی دوهم مفکراو یو شمیر لوستی خلک دافغانانو په نبض نه پوهیژی او دبدمعاشو اولوداگانوسره ودریدل

  9. Dear Qarar Jana,
    I am NOT saying that you should not support Mr. Ahmadzai. Support him…However, do NOT justify bads… Bad is bad. Stand for principles. Go to ask those people who were rapped, killed, looted, murdered, humiliated and … by warlords like Mohaqiq, Khalili, Fahim, Abdullah, Sayyaf or Communists… Ask people of Kandarhar and Paktya and Pashtuns from North what they say, then justify that a Warlord is good, moral and constituted…

    At the end, we are not important… Americans will bring them together, and they will make it work… Let’s see whom they choose…

    Regards,

    Mullah Habibullah

  10. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    لومړی به دا ووايم، چې آيا په يوه مستعمره او نيمه مستعمره ملک کې، چې هوايي حريم يې د بهرنيو ځواکونو تر څارني او په واک کې وي، د يو مملکت چې د ادارې ټول اقتصادي پروګرامونه يې د نورو ملکونو لخوا تر سره کېږي او يا د يونيم لکه بهرنيو ځواکونو موجوديت او د ۵۰ ملکونو مخامخ او د لسهاو ملکونو غير مستقيم لاسوهنې وي، نو آيا موږ کولی شو، چې د داسې يو بې واکه، بې وسې او آخر لاسپوڅې ادارې کارونه ومنو او يآ نه! يعنې د افغانستان ننني واکيز هويت ته د اشغال په بڼه وګورو او که ليآ هم افغانان فکر کوي، چې افغانستان خپلواک او ناپېيلی دی!
    نو کله چې موږ پر دې پوه شو، چې افغانستان يو اشغال شوی مملکت دی او نننۍ اداره هم يوه لاسپوڅې او پېيلې اداره ده، نو بيا د دغه ادارې او يا واکمني اساسي قانون هم تر پوښتنې لاندې راځي! ځکه د ۵۰ ملکونو د ځواکونو په شتون کې او د داسې جنګي حالت په ترڅ کې چې د لاسپوڅې ادارې او مقاومت کرښې ډېرې مضبوتې او څرګندې وي، نو دا به مشکله وي، چې د يو ملي اساسي قانون او يآ خپلواکو انتخاباتو خبره پورته کړو!
    د افغانستان په ستونزمن حالت کې يو ملي اساسي قانون په ۱۹۶۴ کال کې رامنځ ته شو، خو سردار محمد داود خاان بيا يوه غير قانوني کودتا تر سره کړه، چې د جمهوريت په جوړولو يې د يو مملکت په اداره کې د خلکو د رايې پر بنسټ يعني د د ټاکنو له لارې د ولسمشر ټاکل او يا د پارلماني (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) د ټاکلو د موډرنېزېشن بنسټ پياوړی کړ، چې په تاريخ کې ورته د دغه ستر خدمت په اړه برائت ورکړل شوی او د سرې غميزې په ترڅ کې يې په مېړانه مقاومت وکړ او بيا يې شهادت د افغان ولس لپاره يو ټولنيز مشال او الهام ګرځېدلی دی، نو سردار محمد داود خان هم يو اساسي قانون د خلکو د استازو په مرسته تصويب کړ، چې بيا هم د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وو، ځکه د بينالافغاني په تفاهم کې رامنځ ته شو!
    له بده مرغه بايد ياده شيو چې له کمونيستانو رانيولې او بيا تر نننيو تيکنوکراتانو او د کمونيستي چاپېر او جهادي له محيطه د څو تنو پاتيشونو په موجوديت کې ګڼشمېر اساسي قوانين پر خلکو تپل شوي دي، چې د روسانو تر سيوري لاندې د کارمل او بيا د نجيب د مودې اساسي قوانين هم د مستعمر ذهنيت زېږنده ده، نو نننی اساسي قانون هم د کرزي په شپېلې پوه شوی او د امريکا په ټوپک پر افغان ولس تحميل شوی دی! که داسې نه وی، نو نن به ټولې امريکا له خپلې ناټو سره د افغان ولس له وسله وال مقاومته سر نه ټکولو او دغه مقاومت به ورځ تر بلې نه پياوړی کېدلو! ځکه نو د افغانستان ستونزه نه په پرونيو ټاکنو حل شوه او نه به هم د راتلونکو ټاکنو په تر سره کېدلو خپله حللاره ومومي، ځکه په پېلي او پلورل شوي ذهنيت نه شي کېدلی ، چې افغاني خپلواک ذهنيت رامنځ ته شي!
    وايي، چې قدر زر را زرګر داند او قدر جوهر را جوهري! نو د خپلواکي په هدف هم هغه څوک پوهېږي، چې په خپل نفس کنټرول ولري، د افغانستان د بدمرغي لپاره يوه سمه لاره وټاکي او داسې يو ټولنيز او سياسي فورمول وړاندې کړي، چې د افغانستان ملي ارزښتونه پکې نغښتي وي او د افغانستان له جيوپوليټيک موقعيته او له طبيعي زېرمو نه د افغانستان د خلکو په ګټه سمه ګټه پروته کړي، نه دا چې لکه ننني تيکنوکراتان او پروني بدماشان زموږ ملت ګروګان کړی او د امريکايي او که ښه ووايم د ناټو جنګي اجېرانو ته افغنستان اجاره ورکړی، چې دوی يو څو تنه ډالري معاشونه اخلي، خو په افغانستان کې تر ۲۰ ميليونه خلک د لوږې په کرښه ژوند کوي! له ۱،۶ تريليون ډالره څومره په عاملمنفعه موخو لګول شوي دي!!! او څومره د افغانانستان د بربادي لپاره او د افغان ولس د ذهنيت د ځپلو لپاره کارول شوي دي، چې نن حتی د افغانستان يو شمېر ليکوال، يا شاعران سياسي ډنډوره چيان هم دې ته تيار شوي چې د غلامي کړۍ په غاړه کړي او اشغال ته قانونيت ورکړي او د افغانستان د معضلې د اوږدولو لپاره هڅې وکړي او د دوښمن ژرنده بيآ د څو کلونو په ترڅ کې د افغان ولس په ويڼو وچلوي!
    موږ په پرنسيپ کې د دغو ټاکنو مخالف يو، ځکه د مخکني، ټاکنو پايله په ولس د همدغو جنګي مجرمينو تپل ول او د مقاومت پياوړي کول، نو دغه راتلونکي ټاکنې هم صرف د افغان ولس د ستونزو يوه موقته حللاره ده، ځکه د افغانستان وسله وال مقاومت پکې ګډون نه لري، نو يو پلو ته اور بل او بل پلو ته کور غوړ! داسې نه شي کېدلی، ځکه غوړ کور هم د اور په لمبو کې لمبه کېږي، ځکه نو موږ د سيمې او افغانستان لپاره د يو سم جيوپوليتيک، اقتصادي او متوازن پرمختګ، چې د افغان ولس پکې ګټه وي او ملي ارزښتونه يې پکې خوندي وي، پاليسي غوښتونکي يو! يوه لاره بله هم شته، چې له دغو ۲۷ درې چارکو يو بله ډله راچاڼ شي او له مسلکي خلکو يوه انتخابي واکمني رامنځ ته شي او يا زه بيا هم د يو انتقالي دولت د جوړولو پلوی يم، چې د افغانستان ټول ښکېل اړخونه پکې ګډون وکړي او د راتلونکي انتخابي او افغاني واکمني لپاره د سمو، پاکو او مسلکي انتخاباتو لپاره زمينه برابره کړي!
    موږ ۱۲ کاله په تيکنوکراتيزم کې تېر کړل او دغه وخت مو بېځايه تېر شو، نو د راتلونکي نسل د هوسا ژوند لپاره بايد موږ ټول هڅه وکړو، چې لوېديزوال، ملګري ملتونه او ځبرځواکونه دې ته اړ کړو او يا يې قانع کړو، چې د افغانستان د ستونزې موقتي حللاره نه د افغانستان په ګټه ده او نه هم د دنيا په ګټه، ځکه نو افغانستان کې بايد تلپاتي سوله راشي او انتقالي عدالت پلی شي! عطا نور، عبدالله، دوستم، کرزی او ګڼشمېر نور د امريکا او روس په پيسو او امکاناتو پر افغانانو تپل شوي دي، نو ولې د دغو بدماشانو او جنايتکارانو پر ځای زموږ خلکو ته د مسلکي ادارې امکانات نه رامنځ ته کېږي! تاسو به وایی، چې ولې دوی بايد دغه کار وکړي! ځکه دوی پر افغانستان دغه ۳۵ کلن غوبل جوړ کړی دی، دوی خلک اړ کړي، چې له ملکه وتښتي او همدوی دي چې له افغانستان يې د مغزونو د تېښتې زمينه برابره کړې ده، نو اوس هم د دوی مسؤليت دی، چې له افغانانو سره صادقانه ګډ کار وکړي او افغانانو ته د خپل رسالت زمينه برابره کړي! پرته له دې به همدغه آش او همدغه کاسه وي! چې د چا به ګوتې په ليکلو ستړې شي او د نورو به خولې په ويلو ستړې شي!
    د اينکانو يو مشر ويلي: چېرې چې ډول او دمبک ډېر وي، نو هلته پرمختګ نه وي! خو په افغانستان کې د فحاشي ډنډورې او پردي کلتور لپاره په لسهاوو تلويزيونونه، راډيوګانې او رسنۍ فعاليت کوي، نو خدای دې افغانستان د هوښيارو پلورلشويو له چل وله او د افغان ولس ځوان نسل له بې تفاوتي وژغوري!
    معه سلاموکم الاهلول سياسيون والاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  11. اسلام اعليکم و رحمتالله و برکاته و اما بعد!
    وروڼو دا د يو ډاکټر ليکنه هم ولولی، ځکه تاسو خو زموږ د اهلمسجد خبرې خو نه آوري!

    داکتر میرویس حمیدی
    1112/11/11

    روشنفکران
    د جنګساالرانو په خدمت کی:

    د افغانستان په ځوانه ډیموکراسۍ کی یو ځل بیا د ټول ټاکنو وخت راورسید او ډیرو نومانانو جنډی راپه
    سر کړی او د جور جاړیو لوبو ته یی لوستوڼی راونغښتل. د جمهوری ریاست د نوماندۍ لپاره د یو لکو
    رایو راټولول خو یوازینئ معیار ټاکل شوئ ؤ نو ډیرو راودانګل چی د ملک واګی په الس کی واخلی او
    یوه هم و نه ویل چی څنګه به دا کار پر مخ بیایی او یوازی یی څو تش په نامه شعارونه ورکړل، چا د
    خدای رسول نومونه یادول، چا د سولی خبری کولی پرته له دی چی سر ګریوانه ته ټییت کړی چی
    هماغو چی د خدای رسول نومونه یادول هیڅکله مدین مسلمان نه ؤ او هغو چی د سولی ناری سوری
    پورتی کړی وی هغوی خپله د ملک د سولی شیرازه دړی وړی کړی وه او په ملک کی یی د ویر
    لوخړی خوری کړی وی.

    مګر د دی ملت وینی دومره ژر وچی شوی چی د دی خونړیو جنګساالرانو د تورو او برچو په څوکو
    زمونږد ډیر شازلمیو او پیغلوټو سری وینی تویی شوی او په هیواد کی یی د غم ټغر هوار کړئ ؤ او
    اوس هغه جنایتونه یا د یاده ووتل او یا هم دومره وړه خبره وګڼل شوه چی یوازي په معذرت غوښتلو بسیا
    کوی او هغه هم په خپله خوله بښنه نه غواړی بلکه د خپل قاصدک په خوله بښنه غواړي.عبدالرشید دوستم
    د ملت نه بښنه غواړي چی ما ستاسو عزیزان وژلي، ما ستاسومیندی بوری کړی دي، ما ستاسو خویندی
    کونډی کړی دی، ما ستاسو ماشومان یتیمان کړي دي ، ما د کابل په کوڅو او د لیلی په دښته کی په زر
    هاو تنکی ځوانان په سرو وینو کی لمبولي دی او د هغوی میندی می بوری کړي دي خو اوس د ټول
    ټاکنو وخت دی هغه زړی بابواللی پریږدی او ما ته رایی راکړی ځکه خو زه هسی هم دوه درۍ ملییونه
    رایی د خپلو نوکرانو لرم.

    تر ټولو دردیونکی خبره خو دا ده چی دوستم د یوه متفکراو عالم ، اشرف غنی احمدزي کاندید مرستیال
    دئ او که چیری دا لیونئ عالم مړ شی او یایی د نور محمد ترکي په شان په خوله بالښت کیښودل شی نو
    مرستیال یی عبدالرشید دوستم د ملت قاتل او جالد به د لوی افغانستان د پاچاهۍ په تخت کینی او د تا و
    تخت په عیاشئ کی به د ملت د وینو د څکلو طالیی جامونه په سر کړي. د اشرف غنی دې بی عقلۍ او
    نادانای هغه کلیوالی ټوکه رایاده کړه چی مږې یو وخت په لټکه باندی ګونده بار کړې وه.

    دا خو ټوګه ده مګر تاسو یی اوس هم ټوکه بولۍ ، زه خو ګمان کړم چی نور نو دا ټوکه نه ده یو یی مږه
    دی او بل یی لټکه دا چی کوم یوڅه دی دا به معلومیږی او دا به هم معلومیږی چی دا بار تر کومه مزل
    وهي. په افغانستان کی د روشنفکرانو ونډه ډیره کمزوری وه او د څو لسیزو راهیسسی د ملک په لمنی
    کی د جګړو لمبی بلی وی او د لمبو د غوراری سره جوخت د جګړه مارو ناری اوریدل کیدی او بس. نن
    سبا د اشرف غنی په شان د یوه کاندید په شتون کی د روشنفکرانو تمه راټوکیدلی وه چی د دی جنګ
    ساالرانو او جګړه مارانو نه بالخره د خالصون الره تر سترګو شوی خواشرف غني د دوستم د السونو
    په پورته کولو سره د ولس د ځوان نسل نه یواځی دا تمه وشلوله بلکه ویره نوره هم زیاته شوه چی اوس
    په چا اعتبار وشي.

    پای

    معه سلاموکم الاهلول فنون و السياسيونالجنون
    ملا ميوند آخوند

  12. دا د خلکو خپل حق ګڼم چې ډاکتر صاحب اشرف غني ته رایه ورکوي یا یې نه ورکوي. نوموړی ښه ګڼي یا یې بد ګڼي خو هغه کسان چې افغانستان اشغال شوی بولي، د پاکستان نوکران بولم. صرف او صرف پنجابیان دا ډول تبلیغات کوي. مرګ دې پر دوی او د دوی پر بادارانو وي

  13. when ahadi was finance minister,he told contractor;
    first put money in my accunt then i will gave to you contract that contractor was kamawall,2-
    he love ahmad shah masuod,amir saheeb haq de rahbary lary.youtube.
    3-ahady choice ahsanullah kamawall (HIS BROTHER IN LOW)
    in nangrahar gumruk(CUSTOM) he did much curruption,
    ahady is part of karzai administration,
    ahady &zakhilwah is pashton numa,moneymaker.team of karzai administration.
    pashtoon is hanif atmer ramazanbashardost they working for peoples,
    thankyou

  14. قراره ته که نور نوماندان نه پیژنی زه یی درته لیکم:
    اول: قیوم کرزی چی ښه معاونین هم لری ټول باسواده دی
    دوهم: انوالحق احدی چی تر اشرف غنی یی تحصیلات هم لوړ دی او یی معاونین ښه خلګ دی
    دریم: حشمت غنی چی د اشرف غنی ورور دی خو معاونین یی تر اشرف غنی ښه دی
    څلورم: سرور احمدزی چی هم خپله باسواده دی او هم یی معاونین ښه خلګ دی
    پنځم: ډاکټر فاروق اعظم چی خپله ډیر لوی شخصیت او هم یی معاونین ښه خلګ دی
    شپږم: سرداد نادر نعیم چی هم خپله عالم سړی دی او هم یی معاوونین ښه خلګ دی

    که ته دا استدلال کوی چی دا شپږ نفره خو ډیر خلګ نه پیژنی نو بیا دا هم واوره چی اشرف غنی احمدزی هم تر څو کاله مخ کی یی خلګ د نامه سره هم بلد نه وه خو د امریکا په زور یی دوهم نړیوال متفکر اعلان کړ او هم یی د مشهور کولو لپاره کمپاین ورته وکړ، ته اوس هم ورسره خپل په کلی کی پوښتنه وکړه چی ایا اشرف غنی څوک پیژنی او که نه؟
    ل

  15. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    يو دوست ډېره سپکه کړې ده، پښتو يې نه ده ساتلې او د افغان شعار ته: آزاد ژوند وکړه او آزاد مړ شه! سپکاوی کړی دی. پنجاب يا نننی پاکستان د انګرېز په مټو جوړ شوی مملکت دی، که هلته له ډيورنده آخوا پښتانه نه وی، نو موږ به پاکستان په ريښتيآ هم چټليستان بللی وی، خو ارمان چې ليآ هم د لر او بر پښتنو د پيوستون هيلې زموږ په زړونو کې شته دي! مګر زموږ لاس پخپله مات دی، نو ځکه مو پخپله غاړه کې پروت دی! اشغال تعريف لري، چې د افغانستان په حالت کې صدق کوي! ځکه د هېڅ عمل واک نه لرو، کېري دوې شپې کوي، نو موږ ورته د افغانستان ستراتېژيک موقعيت وربښو! آيا داسې مملکت ليآ تاسو تر اشغال لاندې نه ګڼی!
    افغانستان د روسيې او لويديزو ځواکونو د سيالي او ګټو سيمه ده، چې له بده مرغه اوس عربي او اسلامي ملکونو هم موږ ته تمه شوې ده، خو زموږ افغانانو د يو شمېر له احماقته هم روسيې وغولول، هم پاکستان، هم ايران او امريکا له ناټو سره!
    د افغاني ناورين اصلي عاملين هغه يو شمېر دوه مخي پښتانه يا افغانان دي، چې هم يې په نال موښي او هم په په ښکر سولوي! ځکه نو د خپلې فردي هوساينې لپاره ټول افغانستان د پرديو د ګټو قرباني کوي، چې احدي، کرزي او اشرف غني هم همدغه کانه کړې ده! موږ بايډ سالم عقل پکار واچوو، افغان ولس له کمونيستانويا سوسياليستانو سره مبارزه وکړه، د امريکايانو د يرغل په مقابل کې يې قرباني ورکړې او ورکوي يې، نو د خپلو شهيدانو وينه په يو څو ډالرو مه خرڅوی! موږ کولی شو په ښه درايت او افغاني رسالت د ټول افغانستان او حتی د ټولې سيمې لپاره يو نېکمرغه ژوند رامنځ ته کړو، مګر که په وړو خولو غټې خبرې او په وړو مغزونو سپک فکرونه وکړو، نو بيا به مو هم افغانستان له لاسه تللی وي او هم افغاني هويت!
    معه سلاموک الاهلول جاهلون
    ملا ميوند آخوند

  16. السلام علیکم و رحمته الله و برکاته ګرانو افغان ورونو!
    هیله ده، چې ټول ښه وئ. دا دی نن زه به تاسو ته په پښتو خپله تبصره ولیکم، چې د تاسو هغه تشویش رفعه شي چې زه په پښتو لیکل کولی نشم.اګر چې ما پښتو ژبه لوست نه دئ کړی، خو پښتو زما ژبه ده. هر افغان باید په دې پوه شي چې پښتو زمونږ ملي ارزښت، د ملک رسمي او ملي ژبه ده. زما به ډیرې ژبې زده وي، لوړ تحصیلات به لرم او په ډیرو ملکو کې مې کاري تجربه هم حاصل کړې وي، خو پښتو ثقافت، پښتو ژبې او درنو پښتنو ته خاص احترام قایل یم. تاسو چې کله استدلال کړي نو زما نامه، زما شخصیت او زما تحصیل ته ګوتې مه نیسئ، هغه څه چې مهم دي زما دلایلو ته سم ځواب ورکول دي.
    تاسو پوهیږئ چې ځینې وخت زه تبصرې لیکم. زما د تبصرو هدف دا دئ چې ځینې ټکیو ته مخاطب لوری متوجې کړم تر څو مونږ وکولای شو یوې هماهنګی ته ورسیږو. زما هدف دا نه دئ چې کوم څوک سپک، توهین یا تهدید کړم.
    را به شو ښاغلی دوستم ته! زه دوستم له ډیر نژدې پیژنم. دوستم زما ګاونډی دئ. تاسو ته واضح وایم چې دوستم له ما سره کومه شخصی شخړه نه لری، هیڅکله یې زما سره شخصا کومه ناځواني نه ده کړې او اوس هم ما ته د ښه ګاونډ په سترګه ګوري، اما هغه څه چې زه پرې خبرې کوم د نورو پښتنو مظلومیت دئ چې دوستم ولې په هغوی ظلم کړئ او کوي یې. هغه څه چې ما ته مطرح وو په دې لیکنو کې چې ولې ځینې پښتانه د دوستم د انتخاباتي خوښې لپاره د دوستم د ټولو فجایعو څخه سترګې پټوي. دا هم وایم چې خلیلي، محقق، فهیم، عبدالله، سیاف، عطا، مجددي، قانوني، ضیا‌ء، کمونستان او داسې نور مرتجیع، اپورچونیست دوه مخي اشخاص، بې معنی توصیف کوي. زه به لنډ تاسو ته ووایم چې په دې کسانو باندې دا وطن آباد نشو او نه به هم آباد شي.
    را به شو فدایی صاحب ته! زه فدایی صاحب شخصا نه پیژنم، هیڅکله مې لیدلی هم نه دئ، ځینې وخت یې لیکنې لونم خو کله چې زه یې د کوم ټکي سره موافق نه وم نو هرومرو یوه لنډه تبصره پرې لیکم دا ځکه چې دا د دیموکراسي اصول دي چې ما ته دا حق راکوي چې زه خپل نظر بیان کړم. که تاسو دیموکراسی غواړئ، نو بیا د بیان آزادي ته وفادار اوسئ. بیا هم تکرارا تاسو ته وایم زه د فدایی صاحب په شخصیت باندې تعرض نه کوم او نه ځان ته دا حق ورکوم. هغه څه چې ما لیکلي د فدایی صاحب په لیکنه پوري متعلق دي.
    را به شو احمدزي صاحب ته! احمدزی صاحب ته هم احترام لرم. د افغانستان په سیاست کې دخیل سړی دئ. زه چې فکر کوم ځینې افغانان د دې طرفداره دي چې دی باید ولسمشر شي. هر افغان حق لري چې د هغه نه دفاع وکړي، د هغه سیاسي اجندا نورو خلکو ته معرفي کړي او د هغه لپاره پروپاګند هم وکړي. ځینې افغانان دي چې د هغه او د دوستم اتحاد ته داسې ګوري چې کله احمدزی صاحب ولسمشر شي او دا نور لنډغران به بیا د قدرت په ګیډۍ کیني او یا به یي کینوي.
    را به شو انګلیسي ژبې ته! انګریزي بین المللی ژبه ده. د انګریزی ژبې زده کړه ځکه اړینه ده چې مونږ ته هغه امکانات راکوي چې ډیرو معلوماتو ته لاس رسي ولرو. په انګریزي کې د ټولو علومو کتابونه موجود دي. که مونږ غواړو په علمي کتابو باندې سمبال اوسو، نو زه دا هیله لرم چې هر افغان دې انګریزي ژبه زده کړي. دا به باعث د دې شي چې زمونږ د ټولنې هر وګړی په خپله د هر شي په اړه معلومات نه یواځې ټول کړي، بلکې په مستقل فکر باندې خپل ژوند مخکې یوسي.
    په دي هیله چې ټول ټکي مې تاسو ته واضح کړي وي.
    و من الله توفیق
    ملا حبیب الله

  17. د حزب او دوستم د ايتلاف خبره يوه هسې بې مفهومه خبره ده، حزب هيڅکله له دوستم په شان خاينينو سره ايتلاف ندی او نه به يې وکړي، دا د هغه وخت ضرورت و، پدې کار سره حزب وکولی شول د کمونيستانو هغه ايتلاف ړنګ کړي چې په هغه وخت کې شوی و. که حزب دا کارونه کولی نو ډېر زيات چانسونه يې لرل او هم يې لري، حزب همدا اوس هم که چېرته کانديد ودروي او شفاف او عادلانه انتخابات وشي نو موږ متيقن يو چې ضرور به يې ګټي.

  18. ملاحبیب کاکا او ملامیوند آخوند کاکا خیر اوسی په ښه بڼه او ښه حوصیله مو ځواب لیکلی دی، پدی خوښ یم چه په تورتم کی مو په چا قلمی ډزی نه دی کړی.

    وراره

    والسلام

  19. دښاغلي قرار ډيره ښه ليکنه ده اودا خبره پخپل ځاي ضروري ده چه افغانانو لپاره يو ښه مستقبل ضروري دي خودا نن صبا چه کوم درياست جمهوري لپاره کانديدان دي داخوهريو او په خاصه توغه دشمالي شيطاني ډلګي سره تعلق لرونکي اوجنايت کار غداردپوښتنو قاتل اوسترخاين دوستم اولوي مداري غټ غدار سياف ايساف که داشيطانان ددي ملت مستقبل وي نو معلوميږي چه ددي ملت څخه الله تعالي ډير خپه دي او دامريکي دعذاب څخه پس يي پري دهغي څخه سخت او لوي عذاب مسلط کړاوکله که الله تعالي افغان اولس دي امريکي ددي داوسنيو ټولو ډکانديدانو په شکل کي دغلامنانو څخه خلا ص کړي نو معلو ميږي چه اوس نو الله تعالي دافغانانو څخه راضي شويدي

  20. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    وراره خدای دې راوله! بريالی اوسې. د پاړسي متل دی، چې: ګردن نرمه شمشېر هم نميبرد! نو هره خبره چې منطق ولري او انسانيت پکې نغښتی وي سمه ده، ځکه حضرت سليمان (ع) فرمايي: د کبر او غرور کاسه نسکوره ده او د صداقت او منطق بېړۍ تل تر ساحله رسېږي! وراره سره ګالو به يې!
    معه سلاموکم الاخوتالافغانيون
    ملا ميوند آخوند

  21. ښا غلي اشرف غني احمدزی او د هغه ټیم ته یوه وړیا سلا

    جمال کټوازی

    د ښا غي اشرف غنې احمدزي دا پر یکړه،چې دوستم یې دولسمشري ټا کنو په درشل کې خپل مرستیال وټا که، د تا کتیکې (واک ته د رسیدو) له اړخه یوه سمه پر یکړه بو لم. هغه دا چې دوستم په هغو سیمو کې،چې زمونږ ازبک وروڼه هستوګن دي یو منلې کس دی. نو به همدي خاطر دوستم کولی شي،چې په را تلونکو ټا کنو کې ډیري رایی تر لا سه کړي، تر څو ښا غلی احمدزی دواک په ګدی کینوي.
    همدا رنګه د ښا غلي اشرف غنې هغه هڅې، چې دوستم یې دي ته اړ کړ تر څود ټولوخپلو تیرو بدو کړنو په هکله دخپلو هیواد والو څخه بښنه وغواړي د ستا ینې وړدي.
    خو خبره داده،چې وروسته له دي، که چیر ته اشرف غني او دستم په ټا کنو کې بر یا لي شي او دوستم د مرستا لي په ګدی کیني، څه به کیږي؟ دا هغه پو ښتنه ده،چې با ید همدا اوس ځواب ورته پیدا شي.
    دا چې دوستم نه لیکل کولی شي او نه هم لو ستل او یوازي په جنګ کې ښه تجر به لري. داسي یو کس، چې لو ستل او لیکل نه شی کولی، نو دا خپله دنده (د ولسمشر لمړی مرستیالي) به څنګه په مخ بیا یې؟ اوکه به دوستم یوازي د سمبول په ډول په ګدۍ نا ست وي ؟ که چیر ته دوستم له او سنی لمړي مر ستیال ( قسیم فهیم) سره پر تله کړو، نو دواړه د یو عادي دولتي ما مورد دندي پر مخ وړلو وړ تیا نه لري. خو بیا هم د دوستم په پر تله فهیم نیمګړې زده کړي او نیمګړي لوستل او لیکل کولی شې، تر څو خپل خر تر پله تیرکړي. که چیر ته ښا غلی اشرف غنې او دوستم بر یا لې شي، نوپه دي خا طر، چې دوستم د ولسمشر د مرستیالي وړ تیا په ځان کې نه وینې، نو مجبور دی،چې د خپلو کاري مسو لیتو نوتر سره کیدو لپاره یو ټیم جوړکړي او نور کسان په کار وګماري. نو دا نور کسان به څوک وي؟
    ددي پورتنۍ پو ښتنې د ځواب لپاره با ید ددوستم شا لید ته وګورو،چې څنګه د ګازو معدن یوکارګر(دوستم) یو پاچا جوړونکۍ مشر شوو؟
    دوستم په ۱۹۵۶ میلادي کال کې د جوزجان ولا یت د خوا جه کوه په سیمه زیږیدلی.
    د پخوانې شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې دهغه وخت ولسمشر ببرک کارمل پلویا نو دوستم د ګاز او معدن د کارګرانو اتحادي مشر کړ. وروسته بیا دوستم د کارمل درژیم څخه ددفاع په خا طر د یوي نظامې ډلې مشر شو.
    کوم وخت،چې ډاکتر نجیب الله ولسمشر شو او د روغي جوړي سیا ست یې غوره کړ، نوهغه وو،چې د کارمل مکاري ډلې خپل واک او شتون په خطرکې ولید، نو یې ددوستم څخه غو ښتنه وکړه تر څو د جمعیت ګوند سره یو ځاې او دروغي جوړي ملې پړاو د نا کامې سره مخامخ کړي.
    دوستم هم د کارملیانو ټولې غوښتني تر سره کړي او پا یلې یې (ځپل منځې جګړي) تا سو پخپله ولیدي.
    همداوس هم د کار مل ډلې یو لړ خوځښتو نه پیل کړي، تر څو ددوستم له لاري اشرف غنې ته ځان ور نژدی کړي او که چیر ته اشرف غنې په ټا کنو کې بر یالی شی، نو بیا دوئ خپل امتیازونه ورڅخه و غواړي ، تر څو خپلي ناوړي موخې لاس ته راوړی او یو ځل بیا قومې، ژبنې، مذهبي تعصبونو ته لمن ووهي.
    دکارمل ډله:
    د کارمل ډله د پخوانې شوروري اتحاد د جا سو سي اداري (ک.ج.ب) هغه پا ته شونی ما فیا یې ډله ده، چې ټول وخت په شراب خوړلو، فحشا او عیا شي بو خت وي.د کارمل ډله په واک کې د پا ته کیدلو په خا طر د شمالې ټولوالې د ځینیو کسا نو لکه، عطا نور او د جنبش ګوند مشر دوستم لکۍ نیولې.
    د کارمل د ډلې ډ یر کسان، د خپل نفسا نې خوا هشا تو او واک ته درسیدو په خا طر تر خپل هر څه تیردي.
    نوزه ښا غلي احمدزي او دهغه ټیم ته یوه وړیا سلا ورکوم، هغه دا چې: زما په اند ښه به داوي،چې اشرف غنې او ټیم یې همدا اوس دوستم دي ته اړ با سي تر څو هغه د کارمل د ډلي څخه خپل څان را بیل او ملي دریځ خپل کړي.
    که داسی ونه شي نو بیا به دوستم په ټا کنو کې د بر یا لیتو ب څخه وروسته ټول خپل سلا کاران کارملیان وټاکې او د پخوا په شان به د هغوی په لو مو کې بند وي،چې بیا به زمونږ هیواد د یو بل ستر کړکی کیچ سره مخا مخ شي.

  22. Dear Brother,
    if you ask questions and answer your self, then it is ur choice. Ashraf Ghani Ahmadzai is a good educated person but as you said, he has temper and you should not take decisions in temper and never promise when you are happy.so, this means that a person with humble, patience and high level of education is required as temper could put this country in trouble and his assistant (dostam), we don,t say anything about personality of Ashraf Ghani Ahmadzai but however, there is a proverb in dari that ba ma beshini, maa shawee wa baa deg beshini sia shawee and criminals and their criminal activities should always be condemned and as dostam has apologized for his deeds, this means , he should be sent to judiciary and Ashraf ghani ahmadzai by choosing him his vice president, is making himself unpopular and he might be the world’s second thinker but here his thinking got wrong and there are too many other candidates who are also educated and crime free, and such people who are crime free, must be chosen and not those who choose criminals as their vice presidents, should be left alone in this race and should not be voted as every vote for ashraf ghani would mean an insult to those who are killed by dostam and the victim’s families. no matter how good he is, he can,t defend dostam as he is a criminal and will always be and ask the family of those whose family members were killed by dostam, wether they can forgive Dostam.

  23. دملاحبیب تشویش ددوستم په بی سوادی کی بی الکل په حقه دی. خوزه وایم چه دوستم دداسی سړی لمړی معاوین دی چه هغه په نړی کی دوهم مفکردی، زه وایم مفکر به دافکرکړی وی چه په دیی شرایطو کی زه باید ځانته یوبیسواده لمړی معاوین ونیسم، ځکه که سواد واله شی نوبیا خو پکی داشرف غنی تاوان دی، ډاکترمفکر پدی فکر کړیدی چه دوستم په انګلیسی، پښتو اوحتی په فارسی ژبو نه پوهیږی، نوکه سبا راسره دوستم په یوه کوټه کی ناست وی، اودبشر دحقوقو واله راشی اومونږ دجنګی مجریمینو په له مینځه وړلو کی خبری کوو، اوپه دغه وخت کی دوستم پوښتنه وکړی چه ډانکټر صب چه میګویند این پدرنالاتا، نوزه به دوستم ته ووایم چه دوی وای چه دوستم خودی یوه ورځ زمونږ میلمه شی.
    ملاحبیب وروره اول خومعاوین هیڅ معنی نلری، بل داچه دغه دوه پوستونه خارجیانو مونږ ته دقومی بی اتفاقی په خاطر جوړ کړیدی، شاید دغه دوه پوستونه یو وخت له مینځه لاړ شی، ځکه په افغانستان کی ډیر قومونه دی هغوی هم خپل معاوینین غواړی.
    اود مفکرلپاره خوهمداسی بی سواده سړی ډیر ښه دی لکه دوستم، مثلا که سبا ډاکتر مفکر وغواړی چه کومه ډله په دوستم ووهی نو په ډیره اسانه یی خبره منی، بیا هم داکترمفکر ته دوستم په اوس وخت کی دسروزرو چرګ دی. غګ مکوه

  24. Dehqan Sahib,
    Good job. Well done work. I understand these individuals are just useless tools, but look at our so called intelligentsia how they are promoting the useless ideas…. You did the best explanation for all of us…

    Regards,

    Mullah Habibullah

  25. په زړه پوری لیکنه ده قرارصیب
    په ګوتو او قلم دی برکت شه، یاران اوس هم د اشغال خبره کوی، او همدغه ډالر دوۍ ته په بلوچستان کې رسیږی، د خدای په خاطر نور اسلام او اسلامی ارزښتونه مه شرموی، او د اسلام په نامه خلګ مه تیرباسئ، خلک پریږدئ چې د خپلی خوښی کاندید ته رایه ورکړی.

  26. محترم احدی صاحب د اشرف غنی نه ډیر هوښیار ډیر عالم د پراښی سینی خاوند او د ټولو نه چی مهمه ده د هغه کاری ټیم د افغان ملت حزب دی چی د افغانستان په تاریخ کی اوږده او پاکه سابقه لری نه د چا غلامان پاتی شوی اونه یی د ملت پو وینو لاسونه سره دی په تیرو ۴۷ کالونو کی یی د هیواد په کونج کونج کی ریښی لری او د احمدزی صاحب ترشا هغه څوک راتاو دی چی تر پرونه د کرزی صاحب ترشا راتاو وه او خپلو شخصی ګټو لیونی اوه او وس د احمدزی صاحب ترشا راټول دی بل خبره احمدزی ډیر حساساتی دی او هیواد په ډیر نازک حالت کی قرار لری یوه حساساتی فیصله به هیواد د نابودی قندی ته اوغورزه وی چی بیا به هیواد وال د یوبل ناورین سره مخ وی که چیری د احمدزی صاحب ګروپ داسی استدلال کوی چی کله احمدزي صا حب کامیاب شې بیا به دوستم په زور ده میدان نه ګوښه کړی داهم د ملت سره د دی یوه بله دروجنه وعده ده کله چی دوی د دوستم په رایه حساب کوی که هغه حروخت اوغواړی مشکیل هم ورته پیداکولی شی بله خبره داده چی سړی داسی فکر وکړی چی ده ۹۰ لسیزی ناخوالی به انسان هیری کړی او داسی فکر به وکړی چی هغه یوه نړی واله دسیسه وه خو ۶۵۰۰ معصومو طالبانو وژه نه خوده په امر شوی ده نو دی نه معلومیږی چی احمدزی صاحب فیصله د یومخی غلطه فیصله ده نه د هیواد او نه د پښتنو په ګټه نو دی نتجی ته رسیږو چی آحدی صاحب په ده باندی په مراطیبو قوی دی وس افغانان دی په خپله فیصله وکړی چی کوم خوا نیسی ملت باید قوی فکر وکړی د ۲واړو په هکله چی د چا ټیم پاک دی او هیواد ته وفاداره دی ملی ګټو ته وفاداره دی د چا ټیم د تاریخ په اوږدو کی امتحان شوی د چا معوی نین د کوم کریکټر خاوندان دی او ترشا څرنګه تریخچه لری.د چا پروګرام قوی دی. او کوم یو کاری تجروبه لری ا و د کرزی صاحب په حکومت کی چا صادیقانه کار کړی او لاسته راوړنی لری

  27. ملاااااااااااااااااااااااااااااااااا میوند اخوند لطفااااااااااااااااااااااااااااااا درست خصوصی سیاسی تاریخ وګوره

    د قراری ډاله ته بی ډنګه اتڼ مه غورځوه

    پاکستان او هندوستان دواړه د افغانستان د خصوصی

    سیاسی هغو هلو ځلو په نتیجه کښی را مځته شوه چه

    افغانستان غوښته انګلیسان د منطقی د خلکو پّ لاس وځپی

    او ګاندی ګوند او مولاننا شبیلی علامه اقبال او نور یی په

    کابل کښی وروزل او دوه مفکوری را منځ ته کړی

    او اګریزان یی پری وټکول تنها یوه خرابی دا رمنځ ته شوه

    چه د مسلم لیګ ګونند (چه د افغانستان ) یو جاسوس دستوری ګوند وه

    د هغه رهبری انګلیسیانو په خپل لاس کښی واخیسته

    چه په زمان کښی سبب لکه دا ستا او قراری په شان سیاست پوهان ول

    او یا هم د اشرف غنی غوندی د غړیدلی فکر خاوندان

    زه او زمونګ همفکره پاکستان زمونګ په لاس کښی هره لحظه پروت بولو

    او له خپلو عناناتو تاریخ او کلتور څخه یی سل په سلو کښی متاثر

    او خپله مستعمره بولو خو که ستا او ستا په شان مجیده قراره یی

    د نړۍ ستر قدرت او هغوی ته د بادار حیثیت ورنکا

    زه په پوره ډاد او اطمنان سره وایم چه د پاکستان نیول تنها ما ته

    د څو ورځو کار ده خو که دا ستا په شان او قراری او غنی په شان سټی

    ورڅخه پړاګ جوړ نکړی ولا کفری مو ډیر خالی دی

  28. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ياره! مسافره خدای دې خير درکړي، چې زموږ ياد دې وکړ، خو ستا په څرګندونو ولاکې د مغولو بېربل هم پوه شي ما غېريب خو ليا څه کوې! نو پوه نه شوم، چې څه غواړې ووايې! خو يوه باټه دې ډېره په زړه پورې ده «زه په پوره ډاډ او اطمنان سره وایم چه د پاکستان نیول تنها ما ته د څو ورځو کار ده»، ياره سختې دوړې دې په کړي دي! خدای دې موږ هم درڅخه ساتې چې له غږه به يې په غبار موږ ډېر سرګردانه کړې!
    ما په يو ځای کې ليکلي ول، چې د يوسفزيو «موږک» هم ټولو مغولو او پنجابيانو ته بس دی، ځکه ځينې خلک خدايي له موږه وېره لري، مګر پنجابيان خو پروني هندوان دي او له موږکه ځکه وېره لري، چې د هغوی خو بيا «بنجرنګبلي» دی، نو له ډېره احترامه يې زره ترې چوي! خو نه پوهېږم چې په تا کې څه کمال دی، چې دسې پخه دې وېشتلې ده! چې د پاکستان نيول درته د څو ورځو کار دی! ياره هغه د کليوال خبره، چې نيم پټي شفتله يې درنه وخوړه او ته يې ليا هم مږه بولې!
    او بل دا چې ما له پاکستان هېڅکله هم نه وسپنيز او نه هم کاغذي شرمښ نه دی جوړ کړی، نو ستاسو تبصره هم د يو چرسي کيسې ته ورته ده: وايی، چې يو چرسي امريکا ته ردې بدې ويلي، نو يو چا ورته وويل، چې امريکا اټومي راکټونه لري، کور به دې در وران کړي او تباه به شې! نو چرسي ډک وخوړ او غلی شو او ورو يې وويل: لږ نيت خو به ښيو! نو تاسو هم خپل نيت ښودلی دی او موږ به بس لږ فکر پرې وکړو، چې تاسو پاکستان په دوو ورځو کې ونيولو، نو زه به هم د قرار صيب د اندړو په اټن ورګډ شم، چې تاسو ته مو هم نيت معلوم شي!
    په پاک الله دې سپارم، نو که ولې يې، نو همداسې يې پخې وله، چې له چا يې کمه ونه ولې!!
    معه سلاموکوم الاهلول مباحثين او الاخوتالمباشرين
    ملا ميوند آخوند

  29. ملا میوند اخوند

    چې دا د خوګ غوښه ولې د لوګې وقت کې حلاله ده؟

    آیا د طالبانو امارت که بیکاری، وچکالۍ، غربت، ….خلک د خوګ غوښې خوراک ته نه مجبوره کړي؟

    باور وکړی آخر د څښو اوبه هم نه پیدا کیدې. ځکه د کیبل، وهلو ټکولو..پاچاهي الله پاک هم په رسمیت نه پیژنده.

    آیا د طالبانو دحکومت تر مشکلاتو همدا د تاسې په خبره اشغال بهتره نه دی؟

    که وایې چې په طالبانو بندیز و، نو بندیز چې و ولې یې حکومت نه خوشي کولو؟

    که وایې الله په رسمیت پیژندل نو حد اقل وچکالي خو به نه وه.

    فرض کړه زه د هلمند د یوې لرې اولسوالۍ اوسیدونکی یم، زما د خپلو کلیوالو او کورنۍ لپاره ښونځی، کلینیک، سړک، پوهنتون، زراعت، اوبه، ، تر ټولو مهم کا ر پکار دی تر څو زه د ژوند ابتدایې مشکلات حل کړم.

    اوس که ماته دغه سهولتونه د مکې امام برابروي، د کریملین وزیر یې برابروي، د پنجاب تور کونۍ یې برابروي، د حماس ډله یې برابروي…ماته څه فرق کوي؟

    د کجکي په بند که امریکایانو څو لسیزې مخکې د قرآن ختم کړی یا یې بې اوداسه افتتاح کړی، ماته څه مهمه ده، زما خو اوبه پکاره دی چې بریښنا تولید او ځمکې خړوبې شي.

    مجاهدینو په خپلو څلوو کالو او طالبانو پنځو کالو کې دغه اړتیاوې د خلکو پوره نه کړې، نو که اوس غربیانو د څلویښت فیصده خلکو اړتیاوې پوره کړې پدې کې ستا څه مشکل دی؟

    خو ته هم لاړ شه په عربو، پنجابیو…ملانو، مدرسو کچکول تاو کړه او حد اقل د یوه ولایت د کلینیکو مشکل حل کړه. حد اقل

    دوه دری زره طالبانو ټول کړه، د اوبو یو کانال پرې جوړ کړه.

  30. داکتر غنی یگانه کاندیدی است که به مقایسه دیگران اصلاحات نسبی را بمیان خواهد آورد. بدلایل که آقای قرار نوشته وی مجبور است تا حدی از مصلحتگرایی برای جلب حمایت بانکهای رای کار گیرد ولی سگ داکتر غنی از عبدالله و زلمی رسول بی خاصیت کرده بهتر است. قلمت نویسا باشد آقای قرار با تحلیل زیبایت.

  31. هر سه سي ووسي، خو أخير سه سي خوداي غوړي هغه به كيغي. نيت مو صاف كړي خوداي ته أو خفه كيغي مه سره.

  32. نور څه نه وایم
    صرف غواړم ووایم چې د غني په شتون کې بل کس ته رایه ورکول خپله لوی خیانت او ظلم دی

ځواب ورکول ناقرار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *