په دې شپو ورځو کې، د کابل ښار پر سړکونو په ګلونو ښکلي شوي موټرونه تر نورو وختو ډیر تر سترګو کیږي. کله کله د دې موټرونو کاروانونه جوړ شوي وي چې په لیدو یې زړه ته د خوښۍ یوه خوږه شیبه ننوځي.
دا په ګلونو ښکلي شوي موټرونه د حاجیانو، زومانو او ناویانو دي. په کابل ښار کې که څه هم یو شمیر ودونه په هوټلونو کې کیږي خو ډیر نور یې په کورونو کې وي. حاجیانو ته خو بیا ټول خلک کورونو ته ورځي او هلته مبارکیانې ورکوي.
تیره اوونۍ د یوه دوست واده ته چې په کور کې یې نیولی و، ورغلی وم. لوګرۍ موسیقي په کې غږیده او د خلکو ښایسته بیروبار هم وو. د څو شیبو وروسته یوه تعمیر ته رهنمایي شوو چې هلته ډوډۍ وخورو.
تعمیر ته د ننوتلو سره سم مو بوټونه او څپلۍ و ایستلې. د دې له پاره چې څوک پرې ونه خیژي خپل بوټونه مې یوه څنګ ته کیښودل. ډوډۍ وخوړل شوه او په خوښۍ له کوټې تر بوټ پښه کولو ځایه راغلو.
چې ګورم، د بوټونو او څپلیو داسې بد حالت دی چې څوک خپلې څپلۍ او بوټونه نه سره پیژني. په ډيرې سختۍ مې خپل بوټونه وپیژندل. تر خاورو او د انسانانو تر پښو دومره لاندې شوي وو چې هغه د چا خبره یوه چپلکه دریدلي و.
د بوټونو څنډې ورماتې شوې وې او ��اسې ښکاریدل لکه جامې چې بې اوتو را واخلې. دې حالت ته یوه شیبه داسې هیښ ودریدلم او بیا روان شوم. چې رښتیا خبره درته وکړم څومره په خوشالۍ چې واده ته راغلی وم، تر هغه په ډير خفګان کور ته روان شوم.
زموږ په اکثره لویو مراسمو او مجلسونو کې کله چې په یوه ځای کې پر ټغرونو، توشکو او قالینو کښینو همداسې حال وي. یوه کیسه مې ذهن ته راځي چې یوه درملتون ته د یوه دوست سره ورغلی وم، دوا یې له کوم بلې دواخانې راوړه نو راته یې وویل چې راځئ دلته تر چوکاټ راواوړئ او په دواخانه کې دننه راسره پلتۍ ووهئ چې تر څو دوا راځي. همداسې مو وکړل چې راوتو نو ګورو چې زما د دوست بوټونه د همداسې حالت سره مخ شوي وو.
د دواخانې کارکوونکي پرې ختلي وو او د هغوی هغه ښایست او تازه والی چې و هغه یې له منځه وړی و. زما دوست خپله غوسه پټه نه کړای شوه، هغوی ته یې وویل چې دا بوټان مې په درې نیم زره افغانۍ څو ورځې مخته رانیولي خو اوس داسې ښکاري چې له لیلامه دې راوړي وي. هغه لږ ورته شله شو چې تاوان یې درنه اخلم، که څه هم زما د دوست د تاوان اخستلو مطلب نه و خو هر څوک باید متوجه و اوسي چې د چا پر څپلیو او بوټونو پښه کښینږدي.
موږ که په میلمستیاوو کې د میلمنو خیال ساتو چې ښه ډوډۍ ورکړو، څپلیو او بوټونو ته یې هم باید پام وکړو. راځئ په خپلو کورونو کې د بوټونو او څپلو له پاره خوندي ځایونه جوړ کړو چې ویې باسو هلته یې سالم په هغو الماریو کې کښیږدو لکه څنګه چې په ځینو جوماتونو کې همداسې المارۍ جوړې شوي دي. یو ډیر وړوکی کار د یوه لوی او ښه کلتور نمایندګي کولی شي او برعکس یو وړوکی بد کار بیا د یوه بد کلتور نمایندګي کوي.
مننه شی خبری ته د پام شوی ده