نبي حبیبي

د مصر پارلمان کې یوې کمېټې په دې وروستیو کې په اساسي قانون کې داسې اصلاحات وړانديز کړل چې ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته به تر ۲۰۳۴ کاله په واک کې د پاتې کېدو او د هغه د قضايي واکونو ډېرولو ته لاره هواره کړي. دا د اساسي قانون د بدلولو لپاره لومړني ګامونه دي چې تمه کېږي پارلمان به یې ومني او بیا به په څو میاشتو کې دننه ټولپوښتنې یا رفرنډم ته لاړ شي.

د اسلامپالو وضعیت

اسلام پالي مصري اخوانیان لکه محمد مرسي او د هغه ملګري د مصر له سیاسي ادارو څخه د تیرې نمي پیړۍ را پدېخوا لرې ساتل شوي وو. د مصري اخوانیانو په اند ددوی سیاسياندونه باید د داخلي کړکیچ او داخلي جنګ لامل نه وای شوي او ددوی دوستان او پلویان باید د فکري بدلون له لارې واک ته ورسېږي.

په۲۰۱۲ کالکې چې محمد مرسي ولسمشر شو نو ویلای شي چې د مصر اخوانیانو او اسلام پلوه سیاسی ګوندونو دا ثابته کړه چې فکري مبارزه له جنګه ډېره موثره وه، چې د انتخاباتو په نتیجه کې یېخپل ولسمشر وټاکه. خو د محمد مرسي حکومت دوام ونکړ او په ۲۰۱۴  کال کېدکورنیو او بهرنیو ناکامو سياستونو او د مخالفينو له زورويونکي مقاومت وروسته رانسکور شو او محمد مرسي له واکه لیرېشو. د مصر اوسنيولسمشر جنرال سیسي د مصر د ریاست واگې تر لاسه کړې اود 2018  کال ټاکنو کې له سیال پرته یو وار بیا تر 2022 کاله ولسمشر شو. د مصر د ټاکنو کمیسیون په اعلان کړې نتیجه کې السیسي په 97٪ فیصده رایو بریالی اعلان کړ. حال داچې د مصر د اساسي قانون 140 ماده چې په 2014 کال کې په یوه ټول‌‌پوښتنه یا ریفرنډم کې پاس شوه لیکلي: د جمهوري ریاست انتخابات به هر څلور کاله وروسته کېږي او یو کاندید له دوه ځله ډېر ځان نشينوماندولی – د افغانستان په ګډون په ډېریو دیموکراتیکو هیوادونو کې همدا قانون واکمن دی.

په واک کې د السيسي د پاتې کولو هڅې

د مصر الیوم السابع ورځ‌پاڼه د پارلمان د رئیس علي عبدالعال له قوله لیکي چې د پارلمان غړو د ۱۳۹۷ د دلوې په ۲۵مه اساسي قانون کې په ۱۴۰ مادې کې بدلون راوستو سره موافق شوي. د ۱۴۰ مادې له مخې به جمهور رئیس دوه دورې او هره دوره به تر څلور کاله وي او دریم ځل به ځان نشي  کاندیدولای. خو د ۱۴۰ مادېله تعدیل وروسته د نوي قانون له مخې – چې اوس د پارلمان غړو پرې موافقه وکړه – جمهور رئیس ته دوه ځله د شپږ کلن واک حق تر لاسه کوي او بیا به هم ولسمشر ددې حق ولري چې دوه ځله نور هم ځان کاندید کړي. داسې ګمان کیږي چی اوسني پارلمان تر ۲۰۳۴کال پورې د السیسي د حکومت د غزولو هڅې کوي.

د مصر ځینې قانون‌پوهان، مدني فعالان، ډاکټران، استاداناو یو شمېر مخالف وکیلان بیا وایي چې ددغه هیواد د اساسي قانون په ۱۴۰ مه ماده کې بدلون په خپل ذات کې د مصر د اساسي قانون ماتول دي او دوی ادعا کوي چې د اساسي قانون ۲۲۶ ماده په صراحت سره ۱۴۰ مادې کې هر بدلون د اساسي قانون خلاف او ناشونی بولي. دا قانونپوهان او مدني فعالان د حسني مبارک د لرې کیدلو یو د لیل همدا بولي چې هغه دیکتاتوري راوستلې وه او خلکو ځکه د هغه پر ضد پاڅون وکړ. خو د مصر پارلمان او د السیسيپلویان په دې باور دي چې السیسی وکولای شو چې له لویو لاریونونو وروسته مصر ته یو ځل بیا سیاسي استقرار وبښي او پدې باور دي چې السیسی به د مصر اقتصاد ته ډیره وده ورکړي.

د نړۍ پرمختللي هیوادونه څه وایي؟

امریکا متحده ایالات واييچې مصر کې د اصلاحاتو مسله د مصر داخلي مسله ده او په علني توګه یېکوم عکس العمل ندی ښودلی، ځکه امریکې متحده ایالاتو ته د مصر سیاسي ثبات ډیر اهمیت لري.

د فرانسې ولسمشر امانول مکرون مصر ته په خپل وروستي سفر کې ویلي وو چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د مصر وضعیت ښه ندی، ځکه په هیواد کې لیکوالان، ژورنالستان او د مدني ټولنې خوله ور کسان بندیان شوي او دا کار به د مصر اوسنی حکومت بدنام کړي.

مخ پر وړاندې لاره

د مصر د اساسي قانون مشر ویلي چې پدې مسله لا هم کار راوان دی او یوه میاشت پس به هاغه وخت نتیجې ته ورسیږي چې مخالف او موافق آندونه سره را ټول کړي او پس له هغه پارلمان کې پدې مسله انتخابات وکړي.

لکه څرنګه چې د محمد مرسي حکومت د عربستان په ریاست خلیجي هیوادونو سره جوړ نه و اومصر د خلیجي هیوادونو له قصده له قطر سره دوستي ټینګه وساتله، ځکه نو کله چې مرسي له قدرت څخه لیرې شو خلیجي هیوادونو هم ورسره هیڅ مرسته ونکړه او اوس هم داسې توقع نه کېږي چې کوم لوری یې دې لاس‌نیوی وکړي.

باید دا هم په یاد ولرو چې د مصر اسلامپالي په قدرت او سیاسي لوبه کې له ۷۰ کلونو انتظار وروسته بیا هم ناکام شول – خو د افغان اسلامپالو پرتله مصري اخوانیان هوښیار دي، ځکه قدرت ته د رسیدلو له  کبله خپل، خلک او هیواد داخلي کړکیچ ته نه وړاندې کوي –له همدې امله ښکاري چې مصر کې به د اصلاحاتو په نامه نوې لړۍ له یو شمېر نړیوالو غبرګونونو سره سره هغه ډول چې واکمن لوری غواړي پر مخ لاړه شي.


نبي حبیبي نړیوالو اړیکو برخه کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري.

8 thoughts on “تر ۲۰۳۴کاله د مصر د ولسمشر د واک غځېدو هڅې | نبي حبیبي”
  1. د ښاغلی حبیبی د اکاډُمیکی لیکنی څخه په مننی سره
    څو لنډ ټکی
    موږ د دریمی نړۍ وګړی بل ډول اذهان لرو
    مثلاً
    که یو څوک کمونسټی افکار ولری نو خپله ټوله مخالفه فکری جبهه نفی کوی او هیڅ ډول اشتراک ته عقیده نلری او که یو څوک مثلاً اخوانی افکار ولری نو خپله ټوله مخالفه فکری جبهه نفی کوی حال دا چي دا یو ډول تحجر دی
    په هره توګه
    مصری اخوانیزم یو مشر او صالح اخوانیزم ؤ او د افغانی اخوانیزم کړنی په هیڅ توګه د مصری اخوانیزم د مرام هنداره نده
    زه خپله د مصری اخوانیزم سره مینه لرم او یا می درلوده او ددې اخوانیزم په ټکولو ډېر خواشینی سوم او د غربی لبرال دموکراسی پر تورو کړنو نور هم بدګومانه سوم
    البته زه د افغانی اخوانیانو خلاف د نړۍ د آزادی غوښتونکو غورځنګونو سره هم د انسانی احساس په اساس ډېره مینه لرم یا می درلوده
    هوشی مِین او چی ګوارا او سلوادور الینده او ډانیل اورتیګا او حتی فیډل کاسترو او نیلسون مانډیلا او نور آزادی غوښتونکی او د امپریالیزم ضد شخصیتونه او غورځنګونه راته ګران وه او دی
    د مسکو د پخوانی رهبرانو څخه می ځکه کرکه درلوده چي هغوی د سوسیالیزم تر غوټۍ لاندی استعماری تُره په غلاف کی ساتلې وه او د افغانی مارکسیسټانو کړنی خو اصلاً د منلو وړ نه وې او نه هم هغوی رښتینی سوسیالیسټان یا کمونسټان وه د عدم حقانیت لویه نخښه ئې داوه چي ځانونه او کودتاه یا ددوی په ژبه انقلاب ئې د اکتوبر تر انقلاب هم د قدسیت په جامو کی وپېچی
    که یاران نه رانه خپه کیږی نو داسی به ووایم چي
    اصلاً زموږ غوندی هیواد کی دا ډول چپی افکار (چي اصلاً تر نن پوری معلومه نشوه چي آیا دا افکار واقعاً چپی وه سوسیالیسټی وه کمونسټی وه مارکسیسټی- لینسیسټی وه ملی- مترقی وه ضدِ امپریالیسټی او ضدِ استعماری وه او په ضمن کی آیا د واحدی رهبرۍ او انسجام درلوونکی وه) د تخم شیندنه یوه توطئه آمېزه او مرموزه انګېزه وه چي البته د نادری کورنۍ عدم کفایت او عدم درایت او عدم خدمت ددې ډول مینځ خالی او سپکو تخمونو د حصول کاذبه هیله را وپاروله او خپله ظاهرشاهی دستګاه هم ددې ماموریت او رسالت انجام ته مؤظفه او مکلفه شوه چي ددې تخمونو شیندلو ته زمینه مساعده کی
    اُف، خبری اوږدې دی او درنې
    که دا ومنو چي فلان هیواد دومره پر مخ تللی دی چي د پنځوسو شپېتو راتلونکو کلونو په اوږدو کی د ځینو یا ډېرو پېښو د پېش بینی او د مُهرو د چینش استعداد لری نو دا هم باید ومنو چي د نفوذ پنوم د یو کرغېړن عمل توان هم لری چي د افغانستان د څلوېښتو وروستیو کلونو غوبل هم ددې نفوذی سیاستونو یوه وړوکې برخه ده
    امّا د مصر د اخوانیانو په هکله
    نه پوهېږم چي غربی قدرتونه د دموکراسۍ د تعریف سره څه ډول تعامل لری
    اخوانیان په مسالمت آمېزه توګه او د وولس د مشروع رأیو له لیاری سیاسی قدرت تر لاسه کړ خو غربیانو ورته داسی توطئې جوړی کړې چي هغوی ئې په ظالمانه توګه له صحنې وایستل
    شاید د مصر او زموږ هیواد هر اړخیز حساس مؤقعیت ددې لامل وی چي خلګ ئې د آرام او سوکاله ژوند د درلودلو څخه بې برخی پاتی شوی وه او پاتی شویدی او پاتی به وی
    د مذهبی انګېزې پرته هیڅ سالم انسان او دموکراسۍ ته ژمن انسان باید د مصری اخوانیانو د ټکولو څخه روحی او انتقامی خوند وانخلی لکه څنګه چي هیڅ سالم انسان د مسکو سره د مخالفت یا کرکی په انګېزه د وینوزیلا او کیوبا د وولسونو جانانه او قهرمانانه مقاومت ته په سپکه سترګه باید ونه ګوری
    هره بشری کِتله ځانته خپلی ځانګړتیاوی او ښېګڼی لری او فقط انسانی پاک احساسات باید د قضاوتو معیار وی نه شخصی عقائد

  2. مصري اخوانیزم په درسته اسلامي نړۍ کې د ټولو مصیبتونه اصلي ریښه ده. دا جلا خبره ده چې تر دوی القاعده، طالبانو، ایراني اخوندانو، د الجزایر او مصر افراطي مذهبي ډلو او داعش وار مخکې کړ او دوی ته موقع په لاس ورنه غله.
    مرسي داسې وخت واک ته ورسېد چې یو خو له پوځه ډیر بیریده او بل یې د القاعده، طالبانو، مصري او الجزایري افراطیانو افراط لیدلی و او ده تهد عبرت درس شو کنې د نړۍ د مسلمانو افراطیانو بنسټ د مصر اخوانیانو ایشی دی
    عبدالله رسولي

  3. رسولی وروره
    داسی ښکاری چي د اخوانیت په هکله مو معلومات نیمګړی دی
    اصلاً ټولی افراطی ډلی د آل سعود او آل یهود لخوا رامنځته شوې څو اخوانیت په وځپی
    د مصر اخوانیان د عقیدې او تفکر له نظره ددې نورو ډلو سره ډېر توپیر لری او د توپیر د اثبات دلیل ئې دادی چي سره لدې چي وځپل سوه د خلګو په وړاندی ئې په ړندو تروریسټی عملیاتو لاس ندی پوری کړی
    بله داچي هیڅ تروریسټی ډلی د سعودی د حُکامو او د هغوی د نړیوال ملاتړو په وړاندی هیڅ ډول فکری- مسلحانه مقاومت او عملیات ندی تر سره کړی بلکه فقط د سیمی وولسونو ته ئې زیان رسولی دی خو مصری اخوانیان د آل سعود دنامشروع موجودیت په وړاندی اصولی مبارزه هغه هم د عدم خشونت او معقولی مبارزې له لیاری تر سره کوله
    په هر حال زموږ د اخوانیانو کړنی د مصری اخوانیانو د اهدافو او مرامونو په چوکاټ کی نه وې لکه څنګه چی زموږ د کمونسټانو کړنی د کمونیزم د اصلی اهدافو په چوکاټ کی نه وې تنظیمی
    مصری اخوانیت د مصر د ټولنی د عقیدوی او فرهنګی جغرافیا سره پراخ اړخ لګوی حال دا چي نور چپی افکار د ځینو سنتی ټولنو د عقیدوی جوړښت سره اړخ نه لګاوه او پایله ئې ولیدله شوه
    وروستۍ خبره دا چي
    که واقعاً دموکراسی او وولسواکی ته رښتینی تعهد موجود وی او په مصری ټولنه کی خلګو ته د عقیدې او بیان آزادی ورکړه شی نو بیا به هم همدا اخوان په خلګو کی یو مطرح کس وی
    شاید د ثور خواخوږی هم ادعا ولری چي که مثلاً په افغانستان رښتینې وولسواکی رامنځته او خلک تنویر شی نو بیا به هم د ثور خواخوږی په پرګنو کی پراخ نفوذ ومومی
    امّا
    د اخوان او ثوری د ادعاګانو تر منځ توپیر پدې کی دی چي اخوان به په همهغه شدت خپل خالص عقائد او اهداف تشریح او اِعمال کړای شی خو د ثور پلویان به مجبور وی چي اصلاً ځانو ته نوی ادبیات ابداع کی
    په هر حال
    د نړیوالو استعمار ګرانو پلیدی او دښمنانه کړنی د یو فکری جریان په وړاندی خپله د حق او باطل د سرحد د تشخیص او معیار یوه ښکاره بېلګه ده

  4. دواړه د ساړه جنګ میراثونه دي. اخوان د انګلیس د لاس لکړه وه چې د اسلامي ټولنو په منځ کې د هغوي له منافعو نه دفاع وکړي او د شوروي پلوو د نفوذ مخه ورته ډب کړي.
    چپي تنظیمونه ، ګوندونه ، سازمانونه بیا د شوروي د لاس آله وه چې ستاسو په ادعا د کمونیزم طرفداري وکړي. د انګلیس او غربي هېوادونو د ګټو او نفوذ مخه ونیسي. د شوروي اتحاد له انحلال سره د کمونیز د خپرېدو خطر هم ورک شو چې په مقابل کې د اخوان د ساتلو او روزلو دفترونه هم یو پربل پسې وتړل شول او نور یې موجودیت ته ضرورت نه احساس کیږي.

  5. Here is a brief summary of how ” Ekhwani Paries ” rooted in Afghanistan:

    In the early 1960’s Mr. Al-Mojaddidi of Middle East made a name for himself and became rich establishing a fundamentalist party in Beirut, Lebanon. A distance cousin of him following his foot steps, late Sebghatullaah Mojaddidi founded the same type of party in Afghanistan.

    During 1960’s modern era, Mojaddidis didn’t have any roots at all among intellects and only were able to cheat and outsmart illiterate passant of Afghanistan which weren’t political party type. After his failure, late prof Rabani, Eng. Hikmatyar and Mr. Sayaaf each wanted to be the new leader, ousted Mr. Sibghatullah Mojaddidi.

    Unfortunately when wheels of history went backward in Afghanistan, Mojaddidis are once again in the driver seat, selling Estekhara to the highest bidders at very high price.

  6. د مصر د اساسي قانون مشر ویلي چې پدې مسله لا هم کار راوان دی او یوه میاشت پس به هاغه وخت نتیجې ته ورسیږي چې مخالف او موافق آندونه سره را ټول کړي او پس له هغه پارلمان کې پدې مسله انتخابات وکړي.

  7. Hi! Someone in my Facebook group shared this website with us so I came to check
    it out. I’m definitely enjoying the information. I’m book-marking and will be tweeting this to my followers!
    Great blog and great design and style.
    K.M. S

  8. د حسن خان ورور د نظر په هکله
    د حسن خان دا تحلیل چي ګواکی یو فکری جریان کېدای سی د یو یا بل ستر قدرت د لاس آله وی یو عمومیت لری خو مطلق امر ندی
    پدې معنی چي
    ځینی سیاسی- فکری جریانونه د طبیعی او سالمی پروسې له لیاری په پرګنو کی د هغې پرګنې د معنوی جوړښت پر بنسټ د تولد او رشد او بریاوو پړاوونه طی کړی دی او وروسته د لویو مختلفو قدرتونو د لوبو په لمن کی راښکیل شوی او یا د نه خوښي په صورت کی ځپول شوی او ټکول شویدی
    او
    ځینی سیاسی- فکری جریانونه له لومړی سره په تصنعی توګه د یو نړیوال قدرت لخوا ایجاد سوی دی څو په راتلونکی کی ځینی مهمی ګټی ترې واخیستلی شی دا دوې مقولې یو د بل سره ډېر توپیر لری
    مثال
    د کوبا انقلابی غورځنګ یو بومی او محلی او اصیل غورځنګ ؤ چي لومړنی ګامونه ئې پخپل وولس کی د ریښو ځغلول وه چي البته د کلونو کلونو مبارزې وروسته ئې یوه ملی او وولسی څېره او ماهیت وموند او مسکو هم طبیعتاً د ځینو اشتراکاتو او همدارنګه د کوبا د خاص مؤقعیت په اساس طوعاً یا کرهاً د کوبا د خلګو د انقلاب مرستی ته متعهد او وفادار پاتی شو
    امّا
    زموږ په وطن کی د انقلاب! سناریو یوه بله بڼه درلوده
    د کوبا د هیواد نړیوالو دښمنانو غوښته چي د کوبا وولس د رښتینو انقلابی شعارونو او کړنو څخه منحرف او تسلیمی ته وادار کی
    خو
    همدې د کوبا د انقلاب ګرۍ مخالفینو زموږ انقلابیون! د پردې شاته پر ملا ټکول او تشویقول چي بیرغونه څه چي حتی د خلګو سدریانی او ږیری او جوراپی لا هم باید سور رنګ ځانته غوره کی تُند تُند انقلابی او کمونسټی شعارونه خو لا پرېږده د فئوډالی د مرحلې څخه د سوسیالیزم مرحلې ته جمناستیکی توپ او غورځیدنی تلاښ خو لا پرېږده
    بل مثال
    د اخوان د طبیعی تولد تر څنګ په تصنعی توګه یو بل مذهبی فکری جریان په مرموزه او ماهرانه توګه رامنځته شو څو په ټاکلی وخت کی د اخوان په وړاندی وکارول شی چي دا جریان د نور د حزب پنوم یو سلفی جریان ؤ چي مشرانو ئې د السیسی تر څنګ د اخوان په ټکولو کی ستره ونډه درلوده
    امّا د اخوان په باره کی
    مصر د نړۍ د عجیبو هیوادونو له ډلی څخه یو هیواد دی
    د مصر د څلور زره کلن تاریخ انعکاسات همدا اوس شیبه د منځنی ختیځ څه چي حتی د ټولی تړۍ پر اقتصادی- ایدیولوژیکی څرنګوالی باندی مستقیماً حاکمیت لری
    مصر د اسلام وروسته ځانته یو بل هویت غوره کړ خو د مصر لرغونی تاریخ ته وفادار او وابسته کسان اوس هم د مصر او سیمی د هویت د بدلون او ځانته د هغوی د غلامۍ او مرئیتوب او استخدام په لټه کی دی
    اخوان ددې تفکر سره د مبارزې او د مصر د اسلامی هویت د تحفظ پخاطر په خپل طاقت او پخه انګېزه رامنځته شو
    اخوان د کمونیزم سره د مبارزې په هدف د نورو د پلانونو په اساس ندی رامنځته شوی( البته زموږ د هیواد د اخوانیت د ایجاد انګېزه د روسی او چینائي مارکسیزم سره د مبارزې یوه ستراتژیکه انګېزه وه چي بحث ئې د مصری اخوان د بحث سره اړیکه نلری او اصلاً دا دوه د مقائسې وړ ندی سره لدې د افغانی اخوان فکری او وسله واله مبارزه د شوروی د اژدها سره د سختی ستاینی وړ ده د مور شیدې دې سی) بلکه د خپل ملی عقیدتی د هویت د تثبیت پخاطر رامنځته شو او جالبه داده چي د کمونیزم د احتمالی تهدید لپاره عربی قومی روحیات کافی وه او انګرېز ته اړتیا نه وه چي د کمونیزم په وړاندی د اخوان د ایجاد احساس وکی او بله جالبه داده چي غربیانو د همدې عربی قومیت د تفکر په زور په ناصری سوټی د اخوان سرونه ور مات او رهبران ئې ور اعدام کړه ، که اخوان د انګرېز د لاس آله وای نو کولای ئې سوای چي وئې ژغوری بناً اخوان یو سالم او اصیل او وولسی مجموعه وه چي د منځنی ختیځ د حساس مؤقعیت د توازن د خوندی توب استعداد ئې درلود خو د اسرائیل( دا د لرغونی مصر د میراث خور) په وړاندی د یو ستر خنډ او خطر پتوګه تشخیص او د لویو استعمارګرانو په استعماری څاپېړه په مظلومانه او ظالمانه توګه ووهل شو
    استعمار همدارنګه د خپلی جادوئي میډیا په تلبیس د نړیوالو عمومی افکار د اخوان په وړاندی د بدبینۍ او دښمنۍ په بې انصافانه څپو کی محصور او مسحور کړه البته زموږ د وطن د خلقی او پرچمی او افغان ملتی او طالب او نورو ارتجاعی څېرو څخه خو اصلاً توقع نشته او نه وه چي د مصری اخوان په وړاندی د سالم بصیرت او قضاوت څخه کار واخلی
    وروستي عرض می ښاغلی حسن خان ته دادی چي
    زه فقیر یو لجوج او سپین سترګی کس نه یم چي په هره بیه خپل نظر سم وبولم خو دا ادعا درلودلای شم چي پورته بیان می فقط د یو واقعیت پتوګه وړاندی کړ او د خپل نظر د تحمیل نیت هم هیڅکله نلرم

ځواب ورکول A. Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *