تاند- د ایران له لوري د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره د سوریې جګړې ته د استول شویو افغانانو په منځ کې تر ۲ زره ډېر وژل شوي دي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا خبره د فاطمیون لوا یوه مسوول ایرانیو رسنیو ته وکړه.

د فاطمیون لوا د کلتوري چارو مسوول زهیر مجاهد وویل، دا لوا، چې له افغان رضاکارو جوړه ده، له ۵ کلونو راهیسې په سوریه کې جنګېږي.

ده له (شرق) ورځپاڼې سره په مرکه کې همداراز وویل«دې لوا اسلام ته تر ۲ زره زیات شهیدان ورکړي او ۸ زره نور یې ټپیان شوي دي.»

مېل ورځپاڼه وايي چې ایران په ندرت د هغو کسانو د مرګ ژوبلو په اړه معلومات خپروي چې د دغه هیواد له لوري د سوریې یا عراق جنګ ته لېږل شوي دي.

تېر ځل د ۲۰۱۷ م کال په مارچ میاشت کې د ایران له لوري سوریې ته د لېږل شویو رضاکارو ټولنې ویلي و چې ۲۱۰۰ تنه وژل شوي دي. خو دا نه و ویل شوي چې د دغو کسانو په منځ کې څومره افغانان دي.

ایران وايي چې سوریې ته یې خپل منظم ځواک نه دی لېږلی خو یوازې یې خپل سلاکاران د افغان او پاکستاني رضاکارو ځواکونو د ملاتړ لپاره استولي دي.

مېل ورځپاڼه وايي، ایران د افغان شیعه ګانو په زرګونو رضاکاران د سوریې او عراق جګړو ته لېږلي دي.

زهیر مجاهد وايي، شاوخوا ۳ زره افغانان په اتیایمه لسیزه کې د ایران او عراق په جګړه کې د ایران د دفاع لپاره وژل شوي دي.

2 thoughts on “تر ۲ زره زیات افغانان د سوریې په جنګ کې د اسد د ملاتړ لپاره وژل شوي”
  1. وس یی دی مستر محقق ځواب ووایی او دو ی بیا وایی چی ولی په افغانستان کښی پر موږ حملی کیږی ددی
    څواب دادی چی څوک چی پردی جنګ خپلی خاوری ته راوړی نو بیا خو به خود وژل کیږی دا خو د هزاره ګانو د رهبرانو زامن ندی بلکی د خوار او غریبو خلک اولادونه دی چی همدا بیرحمه مشران یی په سرونه تجارت کوی هغوی خواران د غریبی لپاره لاړسی او هلته یی د عمری خواری لپاره سوریی ته واستوی اوس نو باید څوک ځواب ووایی

ځواب ورکول Alakozay ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *