استاد اجمل ښکلی

په بديع کې هغه صنعت چې دوه متضاد مفاهيم پکې وړاندې شوې وي، تضاد، طباق او… وايي.

په پخوانۍ شاعرۍ کې د تضاد صنعت ډېر و، ځکه يې نو په بديع کې ورته د تضاد يا طباق اصطلاح لرله؛ خو پاراډاکس چې کم کارېده يا تشخيص شوى نه و، اصطلاح ورته هم نه وه.

تضاد او پاراډکس په لويه کې ښايي په يوه کټګورۍ کې راشي؛ خو په خپل منځ کې توپير لري. په تضاد کې دوه مخالف مفاهيم خپله خپلواکي ساتي؛ خو په پاراډاکس کې دوه متضاد مفاهيم په يو بل کې داسې مزج شي، چې درېيم مفهوم راپيدا کړي، چې د ګرامر په اصطلاح ويلاى شو، چې د دوو مخالفو کلمو له ترکيبه درېيمه کلمه رامنځته کوي، چې د بڼې او مانا له پلوه له لومړيو دواړو مختلفه وي.

زموږ بديع د نورو صنعتونو غوندې له تضاد سره هم سرسري چلند کړى دى:

يو: زموږ بديع وايي، چې تضاد د دوو متضادو کلمو استعمال ته وايي، چې که دا کلمې نومونه وي، نوميز. که فعلونه وي، فعلي او که امر و نهې يا نفې او اثبات پکې وي، ايجابي او سلبي ورته وايي. که سړى ځير شي، د تضاد لپاره د متضادو کلمو نه، د متضادو مفاهيمو اصطلاح موزونه ده. دا کار په پاراډکس کې هم شوى دى؛ خو پاراډاکس هم د متضادو مفاهيمو امتزاج ته وايي. دا سمه ده، چې کلمې د ماناوو او مفاهيمو ښکارندويي کوي؛ خو دا هم سمه ده، چې داسې لوستونکى د تضاد پر مفهوم او ارزښت نه شي پوهېداى. د واقعيت پر بنسټ خو دوه متضاد مفاهيم دوه جدا شيان وي، خو دا انسان په طبيعت کې دوه متضاد مفاهيم يو کېږي. انسان ښايي په يوه وخت هم خوشحاله وي، هم د خپګان احساس وکړي؛ نو د انسان په شعور او لاشعور کې چې دوه متضاد مفاهيم رامنځته شي، هغه بيا هنر ته مخه کوي.

تضاد او پاراډکس تش د ځلبل لپاره نه وي، بلکې د شاعر په ذهن کې يو مرکب کيفيت وي او دا کيفيت چې نورو ته رسوي؛ نو له تضاد او پاراډکس نه استفاه کوي. مثلا: کله سړى ډېرې خبرې وکړي؛ خو هېڅ يې نه وي ويلي. کله سړى هېڅ ونه وايي، خو ډېرې خبرې وکړي. مخاطب پوه شي، چې څه يې ويل، هغه يې ونه ويل او چې څه يې وويل، هغه يې نه ويل. حمزه بابا همدې حالت ته اشاره کوي:

څه خو دې وې، خو بيا دې هېڅ ونه وې

زه په مطلب ورسېدمه، تلمه

که د تضاد او پاراډاکس لپاره د متضادو مفاهيمو پرځاى د متضاد کلمو اصطلاح وکاروو، لوستونکى به مو سربداله وي، چې اصلا د تضاد او پاراډاکس موخه څه ده او د متضادو کلمو د استعمال هدف څه شى دى؟

دويم: زموږ بديع راته نه وايي، چې هر راز متضادو کلمو ته په شعر و نثر کې تضاد نه وايي. تضاد هغه دى، چې د متضادو مفاهيمو يوځاى کارونې د کلام له هنري کولو سره مرسته کړې وي؛ نو که يو چا هسې تور وسپين کلمې کارولې وي، ضرور نه ده، چې هغه دې هم په تضاد کې وشمېرو. صنعتونه د کلام له ادبي ماهيت سره مرسته کوي او موږ يې په لوست خوند اخلو. که خوند ترې وانخلو، هغه به تضاد نه وي. زموږ بديع ته پکار دي، چې په تضاد کې پر خپلو ورکړو بېلګو بيا فکر وکړي.

درېيم: زموږ بديع دا نه وايي، چې که څه هم د پاراډکس پرخلاف په تضاد کې مفاهيم نه مزج کېږي؛ خو له يو بل سره د پيغام او هدف ارتباط لري او د يوه پېغام د ارايې لپاره کارېږي؛ نو که تضاد د پېغام په يوه تار نه وي تړلي، هغه تضاد نه دى.

څلورم: زموږ بديع د دويم ډول تضاد لپاره د فعل اصطلاح کاروي او بيا پکې مثالونه د کېناستل او پاڅېدل ورکوي، چې پخپله د فعل نومونه دي. بل دا د ګرامر اصطلاحات دي او سړي ته په بديع کې ګرامر وريادوي، ځکه نو د فعل پرځاى ورته د عمل تضاد ويل غوره دي.

پينځم: په لويه کې تضاد په دوه ډوله دى، چې يو ته حقيقي وايي، چې زموږ بديع يې په اسمي، فعلي او ايجابي او سلبي وېشي او بل ته مجازي تضاد وايي، چې زموږ بديع ورته مقابله وايي. دا رنګه وېش د تضاد په پوهه(پوهېدا) کې اساني راولي، چې زموږ بديع ته مخ اړولى دى. که سړى ځير شي، دويم ډول تضاد/مقابله تر لومړى هغه ډېر پارنده او خوندور دى. دويم ډول تضاد يا مقابله هغه صنعت دى، چې د کلمو د حقيقي نه، مجازي ماناوو ترمنځ پکې تضاد موجود وي.

2 thoughts on “تضاد/ اجمل ښکلى”
  1. گران او هڅاند ښکلي ته
    د دوديزو بديعي نومونو په لړکې د تضاد، تقابل… پرځای نن سبا يو غونډنوم مخاوی کارول کېږي(پښتوبدلمېچ۲۴۲). اوپرادوکسي هم د نگېرگډون (حس آميزي) په جاج (هماغه ۲۳۶ا مينه او مننهو(contrast)

  2. وروره ښه لیکنه مو کړې خو زمونږ په شان خلکو د پوهولولپاره چې په ګرامر کم پوهیږي په کار وه چې د خپل مطلب د وضاحت لپاره مو عملي شعري بیلګې ډېرې راوړې او تشریح کړې وای. مننه

ځواب ورکول zarbat Amin ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *