د جمهوري رياست د ځمبل ونو په زيړ لمر او نيمه سيوري کې مازيګر مهال ولسمشر کرزی معمولاً د خيالي قدمونو يوه دوره وهي، د ورځې په فکر ارزېدونکي مسايل له دوو مشهورو سلاکارانو سره شاربي، خو سږنی کال هر دا مازيګر او د ولسمشر خيالات له امريکا سره ‌‌ډغرو له سلطاني عضمته راپرايستي دي. د لومړي سړي له مقامه له امريکا سره د امنيتي موافقې او بنيادي ملګرتيا د پیل لپاره دا تر ټولو سخته ديپلوماتيکه مرحله ده، چې د کابل په واکمن تیرېږي.

د افغانستان د خلکو د درک، ضرورت او د امريکا د تقاضا ترمنځ واټن حد اقل کچې ته راټيټول د داسې يو شخص لپاره چې امريکايانو ارګ ته سکورټ کړ، خورا سخت کار دی. هغه باورونه چې په زغره د تصميم ځواک رامنځ ته کوي، نه یوازې له ولسي اړخه له منځه تللي، بلکې په ارګ کې هم د کرزي غږ او اراده نه تعقيبوي.

دا د ولسمشر تر ټولو ښې شېبې وي چې د قومي مشرانو يوه نيمه ډله د ارګ په لوی سالون کې زرتاري لونګۍ ور په سر کړي او په عاطفي دود ورته ووايي، موږ له تاسره یو! نور نو د ارګ په ارته دنيا کې د هر سلاکار، وزير او مامور دنيا له کرزي بېله ده، ددې خلکو د سياست او خيالاتو وطنونو د امنيتي تړون د ناندريو په زمانه کې له امريکا سره تړلې ماضي او شريکې پولې پيدا کړې. همدې وضعيت د ارګ غږونه، تلګرامونه او مجلسونه بې پردې کړل، ځکه نو اوس د کرزي مازيګر ډېر مجرد مازيګر وي، چې د هر ښه او بد تصميم انجام يې په نوموړي منحصر دي.

که ټوله نړۍ د امريکا پوځي اډې شي، خو د استثناتو په افغانستان کې له امريکا سره امنيتي تړون نشي اسانولای. لاهم شاه شجاع، اميرعبدالرحمن خان او ببرک کارمل د دغه هېواد په تاريخ کې د اجباري ايډيالونو په توګه سرونه جګ نيولي دي او ښايي کرزی تر ګټې وړاندې له دې برخليکه وېره لري.

په داسې حال کې چې د بلې دورې انتخاباتو لپاره هڅې روانې دي، امريکا فشار راوړی چې په امنيتي تړون د کرزي لاسليک ولري، حکومت ته نږدې سرچينې وايي، دا فشارونه د یوې غميزې پېلامه هم ده، ځکه د دوی په خبره امريکا ګڼي چې د کرزي حکومت به د افغانستان وروستی مشروع هغه وي. دغه ادعا په افغانستان کې د تجزيې او ډلجنګۍ احتمال قوي کوي او د امنيتي تړون د تعميل څرنګوالی په ډاګه کوي.

په تړون کې په ټولو شرایطو له توافق سره سره په شفاهي تعهد د امريکايانو ټينګار بل هغه دليل دی، چې ولسمشر وېره لري، په لاسليک به تاريخي بدنامي ورنصيب شي.

ددغه تړون د لاسليک لپاره د فشارونو يو ډول يې داهم دی، چې امريکايي چارواکو ولسمشر کرزي ته د نړیوالو مقامونو وړانديز کړی دی. ځينو لویديځو هېوادونو له ولسمشر غوښتي چې له افغانستان ووځي او په یادو هېوادونو کې پنا واخلي.

د ځينو لویديځو شنونکو په باور امريکا او متحدين يې له انتخاباتو وروسته د کرزي له رول څخه په وېره کې دي. کېدای شي ولسمشر کرزی له امريکا سره د ژورو روابطو او شريکې کاري تجربې پر بنياد په راتلونکې کې د دغو هېوادونو د پاليسيو لپاره په سرخوږي بدل شي او یا ښايي د بهرنيو څېړونکو منظور په يوه هسته د کرزي له بدليدو د امريکا وېره وي.

د ارګ په څنډه د  تېر جون په ۲۴ تر ډله ييز بريد وروسته سرچينو ادعا وکړه، چې ولسمشر له ځاني تهديد سره هم مخامخ دی او ښايي دا تهديد بل ځل د اريانا څلور لارې پرځای د ارګ مستحکم دېوالونه سوري کړي. خو د یادونې ده، چې د دا ډول بريدونو ګواښ د کرزي مرستيالانو ته ندی شوی.

پاسني دلايل د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو بهير جدي، با اهميته او پېچلی کولای شي.

  دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

One thought on “تطميع، تهديد- ولسمشر کرزی په ابتلا کې / اباسين بريال”
  1. سره ددې ټولو فشارونو یوازې ولسمشر به وکولای شي چې دې ټولو مشکلاتو ته د پاې ټکی کیږدي

ځواب ورکول نااشنا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *