تعصب یوه ډول ناروغي ده، چې له عقدې څخه سرچینه اخلي تعصب که په کورکې وي، په کور کې ستونزې را ولاړوي او د هرډول خوښیو او پرمختګ مخه نیسي او که په ټولنه کې وي د ټولنې د هرډول پرمختګ او دخوښیو مخه نیسي تعصب هېڅ ښه پایله نه لري نو پرهمدې اساس الله ج هم خپلو بندګانو ته امر کوي او وايي چې (تعصب مه کوئ ) همداراز د انسانیت لارښود حضرت محمد ص هم وايي (هرهغه څوک چې تعصب  کوي زما له امته نه دی) تعصب ډېر ډولونه لري، تعصب یوازې له نورو سره نه کيږي بلکې له ځان سره هم کیږي تعصب تعصب دی که له ځان سره یې څوک کوي که له بل سره دواړه د اسلام مبارک دین ناروا بللي دي،تعصب هغه اور دی چې له ځان سره وچ او لانده دواړه سیزي تعصب یو شیطاني عمل دی چې شر ورنه زیږي تعصب ډېر ډولونه لري له خاورې سره تعصب له دین سره تعصب له مذهب سره تعصب له ټولنې سره تعصب له وګړو سره تعصب له قوم سره تعصب له ژبې سره تعصب اوداسې نور…

زه دلته غواړم  د ژبې سره د تعصب په هلکه څه ووایم په خپله ژبه خبرې کول خپلې ژبې ته کار کول له خپلې ژبې سره مینه لرل تعصب نه دی په خپله ژبه خبرې نه کول خپلې ژبې ته کار نه کول له خپلې ژبې سره مینه نه لرل له خپلې ژبې سره د تعصب  په معنادی.

حق غوښتل تعصب نه دی  حق نه غوښتل  له  ځان  سره تعصب دی حق داسې یو شی دی چې ته به یې غواړې حق اخستل کیږي ورکول کېږي نه.

په دې کې شک نشته چې ژبه د دافهام او دتفهیم وسیله ده، څومره چې په یوه هېواد کې ډېرقومونه او ډېرې ژبې وي، هېواد ورباندې ښه ښکاري لکه غالۍ چې په رنګارنګو ګلونو ښکلې شوي وي خو دغه قومونه باید لکه د غالیو دګلونو په څېر د یوبل په رنګونوکې رنګ او له یوبل سره اوبل شوي وي چې د یوبل په درد و دردیږي او دیوبل په خوښیوخوښ واوسي.

اوس راځم د لیکنې اصلي موضوع ته چې د اساسي قانون د شپاړسمې مادې په رڼا کې ورباندې بحث کوو.

د اساسي قانون شپاړسمه ماده لومړۍ فقره( د پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني، پامیري او په هېواد کې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.)

له بده مرغه د اساسي قانون یاده ماده د دولت په ډيرو ادارو کې په لوی لاس له پښو لاندې شوې ده  دا یو تریخ حقیقت دی، چې په دولتي ادارو کې له پښتو ژبې سره توپيري چلند کيږي کوم حق چې ورته اساسي قاون ورکړی دی نه دی ورکړل شوی موږ به په خپل وار سره د دولت ټولې چاپي رسنۍ څارو ځکه دا دولت مکلفیت دی چې د رسمي ژبو انډول وساتي.

نن موږ د افغانستان بانک د (بانک) په نامه  میاشتنۍ چاپي خپرونې یو څوګڼې ترلاسه کړي دي، چې له  بده مرغه ژبنی انډول په کې هېڅ نه دی ساتل شوی زه یې تاسې ته د دریو ګڼو د مقالو شمېرچې څومره پښتو دي  د بېلګې په توګه رانقلوم او بیا قضاوت تاسې ته پريږدم.

د یادې خپرونې د امتیاز څښتن  دافغانستان بانک  دی

مسول مدیر یې یما عفیف دی

ګزارشګران یې عبداللطیف بایانی او عبدالحافیظ شاهین دی

د ډیزاین  چارې یې خالد احمد فیضي پرمخ وړي

فوتو ژورنالیست یې زیرک ملیا دی

د اووم کال، نهه او یایمه ګڼه د ۱۳۹۲ کال د مرغومي میاشت د بانک د خپرونې

په یاده ګڼه کې  د سرمقالې په ګډون ۱۷ مقالې خپرې شوي دي، چې  په ۱۷ مقالوکې یوازې ۴ مقالې یې په پښتو ژبه دي.

د اووم کال، پنځه او یایمه ګڼه د ۱۳۹۲ کال د وږي میاشت، په ګڼه  کې ټولې ۱۵ مقالې خپرې شوي دي،چې په ۱۵ مقالو کې بیاهم یوازې ۴ مقالې په پښتو ژبه خپرې شوي دي.

د شپږم کال، اووه شپېتمه ګڼه، د مرغومي میاشت په ګڼه کې ټولې ۱۳ مقالې خپرې شوي دي چې په  ۱۳ مقالو کې یوازې ۳ مقالې په پښتو ژبه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد بانګ لومړی مرستیال پښتون دی او کله چې ورسره  له نيژدې نه کېنئ ځان به درته داسې نر نر کوي ته به وايې چې بس دی کنه دی همدا دی په نمایشي خبرو ډېر ژر سړی تېرباسي.

دغه ډول بې کفایته تش په نامه پښتنو د خپلې چوکۍ د ساتنې لپاره، چې ځان نور ته له  ضرورت نه  زیات  ملي او ښه سړی وښايي نو  په خپله له  خپلې   ژبې سره  توپیري چلند کوي ژبه دمور حثیت لري دا سې هم نه ده چې دوی د خپلې ژبې په  ارزښت نه پوهیږي ښه پوهیږي خو د خپلو شخصي ګټو لپاره او دخپلو خامیو د پټولو په  خاطر له خپلې ژبې سره  تعصب کوي ایا تاسې څه فکر کوئ چې دافغانستان بانګ لومړی مرستیال به دخپل بانګ مجله یو ځل هم له سترګو نه وي تېره کړې دغه په ځان مین شخص که نور هېڅ هم نه وي دخپلو عکسونو لپاره خو به یې ګوري موږ ګیله ځکه د افغانستان بانګ د لومړي مرستیال څخه کو، چې ځان پښتون بولي او ګیله له خپله شي، اوس به مو له بلې نادري هم خبر کړم د افغانستان بانګ ویب پاڼه په دې لینګ وګورئ (http://www.centralbank.gov.af/laws-and-regulations.php).

دغه ډول بې کفایته خلک لکه د افغانستان بانګ لومړی مرستیال او دې ته ورته نور مضور احتیاط کاري که په دولتي چوګاټ کې پاتې شي او په وړاندې یې پښتانه ځوانان  چوپه خوله پاتې شي نو پښتو ژبه به لکه چې ده همداسې د خبرو او د سندرو ژبه وي او بس.

موږ د افغانستان بانګ د ټولو  ریس نور الله دلاوري نه هیله کو، چې په خپله اداره کې ژبنی انډول وساتي که نه  نو د ځوانانو له کلک غبرګون سره به مخ شي.

له محترم جمهور ریس حامد کرزي نه غواړو چې دغه ډول بې کفایته او بې غوره تش په نامه پښتانه بایدله ادارو لرې کړي او پرځای یې داسې وړ کسان  معرفي کړي که دقوم په استازي توب وي چې ښه استازي توب  یی وکړی شي او که د وړتیا پراساس وي چې ښه وړتیا ولري موږ هسې تېروتي و، چې له نورو نه  موګیله کوله موږ له خپلې لمنې اور اخستی دی موږ په ټول دولت کې د ملي یوالي په خاطر  په دولتي ادارو کې د ژبني انډول ساتل غواړو.

لوی افغانستان اونيزه

One thought on “تعصب دې ورک شي/ عطاءالله خان حيران”
  1. ډیر د شرم ځای دی. ښو افسوس چه نه کرزی او نه تش په نامه پښتانه چه لوړو پوستونو کار کوی شرمیږی.

ځواب ورکول Jamal Afridi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *