Education Curriculum
کله چې زه په دې هکله له خپلو محصلانو پوښتنه کوم چې ستاسی په آند تعليمی نصاب څه شی دې؟ نو د دوئ ځواب د تل په څیر تکراري وي او وایي: دغه لیکل شوي شیان کوم چې زموږ په وړاندې ایښې دي، دې ته تعلیمی نصاب وایې. همدارنګه که د دیني علومو د مدارسو زده کوونکو څخه د نصاب په اړه پوښتنه وکړو نو هغوئ به هرو مرو د زکات او د عشر د نصاب په هکله فکر کوي، او داسې به وایې، کله چې په یوه شتمني او ثروت یوکال تېر شي او د ضرورت څخه زیاته وي په دوه سوه افغانیو کې پنځه افغانۍ نصاب تعین شوې دي باید زکات ورکړي، او که چېری دغه پیسې یوسلو نوي (۱۹۰) وي او کال پرې هم تیرشی د زکات نصاب په کي نه اداء کیږی په هر لحاظ، د تعلیمی نصاب نوم چې په انګلیسي ژبه کې ورته (Curriculum) وایي چې دا بیا د لاتیني کلمې(Literally) څخه مشتق ده یعنې په لفظي او درست شکل پرمخ تلل.
د تعليمي نصاب تعريف
نصاب په لغت کې ټاکلي حد یا اندازې ته وایې او په اصطلاح کې تعلیمي نصاب د تعلیمي موخو د لاسته راوړلو په خاطرهر هغه څه چې زده کوونکي یې په یو تعلیمی چوکاټ کې عملي کوي د تعلیمی نصاب څخه عبارت دي.
په ځینې وختونو کې د تعلیم خاوندان یو تعلیمی نصاب ټولو هغه پلان شوو پروګرامونو او تجربو ته وایې چې د یو ښوونځي د ادارې لخوا پلان او د مسؤلیت د جذ په توګه یې بولي. نو نه یوازې پلان شوي کارونه بلکه غیر پلان شوي کارونه هم ورنغاړي. د مثال په توګه، په ځینو ښوونځېو کی ځینې فعالیتونه په اجباري توګه په زده کوونکو ترسره کېږي، که تعریف ته وګورو نو داهم د نصاب یو جذ کېدای شی ځکه هلته ټولو زده ښوونیزو فعالیتونو ته اشاره شوې ده. که څه هم دا اجباري کارونه د درس څخه مخکې د درس په لړ کی او وروسته د درس څخه وي او دا یوه ښکاره خبره ده چې زمونږ په کلتور کې دا شان کړنو طرز او طریقه تراوسه پورې مروج ده.
یوه خبره چې باید د ذهن نه وباسو او هغه دا چې تعلیمی نصاب یوازې هغه څه دي چې په مستقیمه توګه د زده کوونکو په کړو ړو تاثیر اچوي. هرشې چې په پلان کی ځاې په ځای شوي وي سل په سلو کې زده کوونکوته نه انتقالېږي مګر بې له دې چې په تعلیمی نصاب کې ځاې په ځاې شي. نیمه پېړۍ وړاندې په ۱۹۶۰ کال کې یو امریکایې عالم برونر لیکلی (ډېرې نصابونه په واقعي بڼه د ټولو لارښوونو او نظرونو سره چاپ ته رسیدلی ….مګر لکه څرنګه چې نصابونه جوړېږی همدارنګه دتغیر په لور هم درومي او دا د وخت تقاضا ده، دوئ همداشان خپل اصلیت له لاسه ورکوي او په پخواني حالت نه پاتې کېږي او تغیر په لورې دنوي نظرونو سره رامنځ ته کیږي). مثلاً که پنځوس کاله مخکینې نصاب ته نظر واچوو نو جوته به شي چې هغه وخت کی په تعلیمی نصاب کې د برقي انسان(Robot) په هکله هیڅ نظر موجود نه ؤ په داسې حال کې چې اوسني تعلیمی نصاب کی د برقي انسان (روبوټ) په هکله پوره معلومات ځاې په ځای شوي دي او دا ځکه چې دا د وخت تقاضا ده.
که یوڅوک د ماراتن د ځغاستی خبرې کوي، د هغې د واټن اولیدلورې، په طول د واټن کې نښې اوعلامې، د اوبوتمځایونه اودسرک په امتداد نور رسمي خلک،تماشاچيان او روزونکو په اړه فکر وکړي نودلته به د نصاب په ابتدایي تعریف لږ څه په استعاد ډول پوه شوی واست چې تعلیمی نصاب زمونږ کوچنیانو د پاره څه اهمیت لري او ولې یې پوهه ضروری ده؟
همدارنګه که اوس خلک د هغه خیالي شیانو په هکله خبرې کوي چې موجودیت یې ناممکن دې خو کیدای شې پنځوس کاله وروسته به واقعیت ولري نو په هغه وخت کې بیا مجبور دي چې تعلیمی نصاب کې یې ځاې په ځاې کړي ځکه زده کوونکي باید هغه څه زده کړي چې په ژوند پورې تړلي وي.
دیر په زړه بوری او به څای معلو مات دی که هر څوک همدغسی ادبی لیکنی وکړی او زموږ ځوانان دیته متوجع کړی ډیر پر ځای کار به وی
ستاسو موفقعیت غواړو
احمدصیب ساسی د تشویق او هڅونی څخه نړۍ مننه
داستاسی غوندې د بااحساسه افغانانو د تشویق نتیجه ده چی ځوان نسل د ټوپک په ځای قلم ته مخه کوی او بلاخره د مثبت تغیر فکر ورته پیداکیږی او د دې ویجاړ وطن د ابادۍ روحیه یی په هره ارڅه کی پیاوړی کیږی.
ګران او مهرابان ورور شرفزی صیب دیر زیات خوشخاله یم چی تاسو یوه داسی موضوع څخه بخث وکړو چی واقعاً د ټولو محصیلیو او څوانانو په کټه دی ډیر زیات مننه ستاسو د لابریا په هیله
سلامونه نیکې هیلې او اخترامات شرفزوی صاحب
حوشحاله شوم چې داسې یو علمی لیکنه مو کړیه هیله لرم چې په دی اړخ کې نورو لیکنو ته هم دوام ورکړی خپله د لیکنې څاخه مو په دی اړخ کې پراخه کړی.خدای دی ستا سې قلم همداسې تاند لری