محمد شفیق شرفزی

په اسلامي تاريخ کې ليدل کېږي چې د درس حلقې د اسلام په لومړنيو دورو کې هم موجودې وې چې د اسلامي علومو د تبليغ او د هغو د رواجولو لپاره يې کوښښ کاوؤ. زموږ لپاره تر ټولو غوره ثبوت د جناب نبي کريم (ص) د وخت اصحاب وؤ چې خپل ټول ژوند يې د يادولو اونورو ته د ښودلو لپاره وقف کړی ؤ.

د خلفائ راشدينو په وخت کی د دين او اسلامی علومو د تبليغ او ترويج (رواجولو) لپاره ډيره زياته مبارزه او هڅه شوې ده. د هغوی د هڅو له جملې څخه يو هم د قران کريم راټولول دي چې په يو کتاب کې يې راټول کړی. دې کار سره له يوې خوا د ټول قران کريم ساتنه وشوه او له بلی خوا د هغې يادول آسانه شول چې د تدريس لپاره پکې هم ډيره آسانتيا راغلې ده.

د اسلام مبين دين نه یوازې خلک پوهی او کسب ته هڅوي بلکې حتی د هغه کسانو په اړه، چې علم د خلکو نه پټ ساتي، ستر لارښود (ص) داسی فرمايلی دي:

 مَنْ سَئَلَ عَنْ عِلْمٍ فَکَتَمَهُ جَمَّه اللُه بِلْجَامِ مِنَّ نَّارَيوْمَ الْقِيْمَة.(۱۶)

‌ژباړه: دهغه چا نه چې دعلم (پوهې ) په اړه پوښتنه وشي او هغه يې پټه کړي (په داسې حال کی چې دا ښه پوهيږی )نو الله (ج) به دقيامت په ورځ داورکړۍ (دآس دقېضی په شان) دده په  خوله کې ورواچوي. استغفرالله.  پدې ډول که د اسلامی اړخ نه ښوونه اوروزنه وڅېړو بياهم دې نتيجی ته رسېږو چې بايد په هر لحاظ چې وي ځانونه اوخپل بچي د جهالت د کندوڅخه بچ کړواوهر هغه څه موچې زده وي د نورو سره يې شريک کړو او خپله آېنده چې زمونږ په خپل لاس کې ده د يومثبت تغير په لوری رهبري کړو.

ګل پاچا الفت صاحب پدی اړه څه ښه وايې :

چاچې خپل حالت بدل کړلوپه خپله * قافله د هغه قوم په عروج شوله

 خدای هم نه بدلوي حال دهغه قوم * څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله     نوراځم خپلې موضوع ته چې تعليمي نصاب دی، د افغانستان دولت او په راس کی خلک يې  بايد د ټولو نه زيات تووجوددغه هېواد تعليمي نظام رغولو ته واړوي چې پدې کې د مسلکي روزونکو روزنه، د تعليم نظام کيفيت، زېربناوی، دوالدېنو پوهاوې او هڅونه، عصري تعليمي نصاب، د لوړو زدکړو کيفيت ته توجو، د لوړو زدکړو د موسساتو جلب او جذب قابليت لوړول او په  تعليمي موسسوکې دکدرونو جذبول دي.

بله موضوع چې په مورنۍ ژبی د زده کړې ده چې بايد جدي وڅېړل شي، دهېواد اساسي قانون د پوهنې نصاب او ټولو نړېوالو بشري قوانينو له مخې دا دهرماشوم مسلم حق دې. په دې اړه په قران شريف سورت ابراهيم کې راغلي دي چې ( هرقوم ته دهماغه قوم په ژبه پيغمبرلېږل شوې)

همداشان د افغانستان نافذه اساسي قانون ۱۶ ماده: د پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، بلوڅي،پشه يي، نورستاني، پاميري ،اوپه هیواد کې دنورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي. ۴۳ ماده: دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او دمنځنيواجباري زده کړو دتامين لپاره اغيزمن پروګرام طرحه او تطبيق کړي او دمورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيموکې چې پرې خبرې کيږي لاره هواره کړي.

د پوهنې نصاب ۷ ماده: په ښوونځيوکې تدريس په هغو ژبو کېږي چې په اساسي قانون کې تسجيل شوې وي.

 له بله پلوه د اوږدې جګړې د کلونو په بهير کې دنوروبرخوسربيره تعليمی نصاب ته هم صدمه رسيدلی ده، او د مختلفو ګوندونو او سازومانونو، سياستمدارانو او همدارنګه ځينو مغرضو هېوادونو دشومو اهدافو ښکارشوی دی. د هرې تعليمي موسسې، تنظيم او يا هم د افغانستان په دننه کې د واکمن رژیم چارواکواو د خپلو مفکورو او ايډيالوژيو د خپرولو او تبليغ له پاره د ښوونځيو تعليمي نصاب د يوې تبليغاتی وسيلې په توګه کارولی دی. هرې ډلې هڅه کړې چې د خپلې ايډيالوژۍ د برياليتوب په لاره کې د مقابلې ډلې حتاَ وژل او قتلول خپل مسلم حق وګڼی. د هيواد د بې ظرفه ذهن د ښکار کولو لپاره یی له بيلا بيلو ميتودونو څخه استفاده کړې ده، له نيکه مرغه په دې ورستيو وختونو کې د افغانستان اسلامی جمهوریت  د ښوونې او روزنې بااحساسه او مسؤل چارواکی دې ډول حساسيت ته متوجه شوي او په سملاسي توګه يې د ښوونځيو په تعليمي نصاب کې لازم بدلونونه راوستی دی.

 والسلام

5 thoughts on “تعلیم ته د نوي کول تشویق او هڅول/ محمدشفیق شرفزی”
  1. ډیر په زړه پوری او معلوت دی باید چه همداسی اوشی تر سو زموږ تعلیم او تربیه په ښه اومستقیمه لاره روانه شی

    بریا دی غواړم

  2. عزتمندو!تعلیمی نصاب زموږدټولنی دخاصو شرایطو اوامکاناتوپه نظرکی نیولوسره دمتخصصو اومجربو استادانو لخوا داسی جوړشی چی دزده کړی امکاناتیی ولیدل شی . دوهم : زده کړه یواځی په نصاب جوړولو اویاغټو غټو کتابونوجوړولو او تهیه کولونه کیږی بلکی ددی َعلاوه استاد اودشاګرد لوستل حتمی غواړی چی استادبه مسلکی اومجرب وی اوشاګرد باید ّهره میاشت کی یوځل دتیرشوی درس تکرار او امتحان ته اماده اوحاضرشی تر څو درس لوستلوته جبر ا مجبور شی ځکه اکثرا شاګردان یواځی په امتحان کی درسواای نوکه امتحان زیاتشی شاګرد او استاد به دواړه ښه ارزیابی اودرس ویلو اوخپل مسولیت ښه متوجه شی ږ البته دایو نظردی دتوجه څخه مو مننه . .

    1. ګرانه وروره ستاسی د نظر څخه نړۍ مننه:
      تعلیمی نصاب باید همیشه د تغیر په حال کې وي او د ټولنې د ضرورتونو سره سم عیار شي.
      او د مضامینو د زیاتوالي او کموالي په برخه کې باید ووایم چې کیفیت د کمیت څخه مهم دې مګر ځما په نظر د فعلي نصاب کمیت ښه دې خو که په شرط ددې چې مو نږ یی په خوا کې مسلکي او په کار پوه ښوونکي ولرو،ترڅو یی په درست شکل سره تدریس کړي او د مضامینو محتوا د زده کوونکو د ذهنونو مطابق نده بلکې ددوئ د سویې څخه اوچته ده بلخصوص په ټیټوټولګیو کې، نو که په ځائ ددې چې د مضامینو په کمیت کې د کمبود پرځائ په کیفیت کې تغیر راوستل شي غوره به وي.
      مننه

  3. ۰:بې خونده لنډه ،اوږده کیسه
    یوه ورځ میلمانه راغلي وو،او شپه ئې شوه۰مخکې له ویدیدوماشومانو وویل چې یوه کیسه خوووایه ؛ زه چې ډیره ستړې وم نه مې غوښتل چې اوږده کیسه دوئ ته ووایم نویوه لنډه کیسه مې پیل کړه چې وروسته ډیره اوږده شوه اوهغه داسې وه چې: ـ
    نه وو،نه وودخدائ کړه وودبنده ورته کاته وو،یو پاچا وه ،ناست په دوکانچه وه، خوراک ئې آلوچه وه اونسوارئې خرڅول۰
    په دې وخت کې یوه ماشوم غږکړچه :(تِ هې) ـ داڅنګه پاچاووچې نسوار ئې خرڅول؟۰
    ماورته وویل چې دا ډیر بې کبره پاچا وه لکه زموږمحمد اشرف غني احمدزئ چې هم نیالګي ږدي،هم واټونه جاروکوي اوداسې نور ښه،ښه کارونه چې نور خلک ئې زده کړي…نودې وخت کې بل ماشوم غږکړچې( ښه نوبیا څه وشول ؟)۰
    ما وویل نو دا پخوانئ پاچا دومره بې کبره اومیلمه پال وه چې خپلې جامې، دناستي ځائ ،دخولې ډوډۍ،عین دخولې ژبه ئې میلمه ته ورکوله۰۰۰
    هرمیلمه به چې ډوډۍ وخوړله او خیټه به ئې مړه شوه نو ورورو به ئې پاچا ته غوړه مالي(چاپلوسي) پیل کړه اوویل به ئې چې پاچا صاحبه څومره خوندوره ډوډۍ لرۍ۰۰۰زمونږ په ملک کې خوداسې خوندوره ډوډۍ نشته ،کاراو بارمزدوري هم نشته ،زما خپل اوخپلوان ټول وزګاره دي…، مخکې له دې چې میلمه نورڅه ووائي ، پاچا به سمدلاسه غږ کړچې: په خط ـ مت پوهیږي که په حساب ـ کتاب پوهیږي را ئې وله چې زمونږ په دفتروکې :محرر، کاتب ، مدیر اونوروماموینوته ضرورت لرو. میلمه به چې دا خبره واوریده نودوې پښې ئې خپلې وې اودوې به ئې پردۍ پورکړې …خپل وطن ته به لاړ او چیرې چې خپل اوپردي ،مات اوګوډ ، وږي اوتږي خلک ئې له ځانه سره راوستل،او بیا نو زمونږ زړه سواندئ دوکاندارپاچاوروسته له خیټې مړولواوجاموورکولو په دندو ګُمارل۰
    نوکور اورشأ زه ترې راغلم…کیسه ختمه شوه۰
    بیا یوماشوم غږکړ ترورۍ دا څه رکم کیسه ده یاخوسمه کیسه ووایه یا خو ددې کیسې آخر
    ،ماوویل چې دکیسې آخرداسې شأ چې دا ټول میلمانه په پاچا دومره ډیر شول چې،نور نو دوئ غوښتل چې ددوئ پاچا هُم راشي اویاخوځان ته یو پاچا ولري.خبره دي ته ورسیده چې زمونږ دیوه پاچا کیسه په دووبدله شوه او هغه داسې ده چې:
    نه وو،نه وو دوه پـاچه وو*** دوی میـشته په یوه باغچه وو
    یوئې اصــل احـمــــدزئ وو *** بل مـلـت ســــــره بــن زئ وو
    یوستــرپــــــوه دکتابــو وو *** بل مــلـــک دالـقـــــــابــــو وو
    یــووو،یـــــاردخـپـل مـلت *** بل پـه تـــخــت اوپـه خــلــوت
    یـوه کـــولـــې هـلې ځـــلې *** دنـــقــــــاب څــیـــرې بـدلـــې
    ددې ښــــه پـاچـــا مــــلـت *** ټــول اخـتـــه وو په غُــــربـت
    نــې ډوډۍ اونه ئې کاروو *** نه ئې بـــل پـاچـا غـمخواروو
    نې تعـلیــم او نې سبق وو *** نـې پــاچــا سـره کوم حق وو
    کیسه لــنــده ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
    نـــــه پـــښـــتـــووه نې پــښــتـوکــړه *** پـــاچـــا ژبــــه د پـــــــــــردوکــــــــړه
    نوماشومانوته دادې دوپاچاوو کیسه دومره بې خونده شوه چه هر یوه کرار،کرار سترګې پټولې اوویده کیدل ــ دابچي وود کابل۰

ځواب ورکول M. shafiq ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *