صفیه حلیم

زه پوهيدم چې زما خواښې رانه بد راتلل.  د واده له لومړۍ ورځې رانه مروره وه ځکه زما مور ورته ښې جوړې نه وې ورکړې.  زما د کور د اومې ميلمانه هم ولاړل نوخپل ټول بکسونه مې ورته پرانستل چې هره جوړه يې خوښه وي ترينه واخلي، خو هغې خله بوسه کړه او وې ويل، ” واده خو يو مراد وي، زما سره هم ډيرې جوړې شته دې خو ستا مور راباندې ښه شې نه و پيرزو”  ما ورته ډير دلايل ورکړل چې په ښار کې مونږ خپل کور نه لرو، يواځې د پلار په تنخا مو گوزاره ده”  زما د سر تاج جاويد نوميږي او په پوهنتون کی استاد دې.

 هغه ته مې دا خبره وکړه نو راته يې تسلي راکړه چې هر څه به سم شي. خو د کلي هرې ښځې ته چې زما امبارکۍ له راتله هم دغه بيان کوو چې ” سيالي مو پورا نشوه، ارمانونه مو وونه رژيدل” عجيبه خبره دا وه چې د ميړه په وړاندې به غلې وه او زوې ته به يې هم څه نه ويل. خير ما هم ورته زړه لوې کړو. مور راته ويلي و چې که خواښې هر څومره درته بد رد وواي ، خبره به ورته نه گرځوې او نه به خفگان کوې.

 دواده مو څو مياشتې لا نه وې تيرې چې د جاويد په جرمني کی د پي-ايچ-ډي لپاره وظيفه منظور شوه.  خواښې مې خوشاله هم وه او خفه هم. خفگان يې په دې و چې زه هم ورسره تلمه. هغې ډيری ويناوې وکړې او زور يې راوړې و چې زه پاتې شمه. دليل يې دا و چې زوې خو به يې سبق واي نو زه به څه کووم؟

 د تلو نه وړاندې مونږ د ډيرو سختو مرحلو نه تير شو. په سختې گرمۍ کی به يو دفتر او بل ته موتگ کوو. زه نوي ناوې ووم او په زړه کی مې ارمان و چې جاويد سره چکر ته ولاړه شم خو د تگ کارونه ضروري و او ما خان له تسلي ورکوله چې په جرمني کی به ښه سيل وکړو.  يوه ورځ مونږ د يو دفتر نه کور ته راوستون شو. جاويد زه په کوڅه کی ښکته کړم او پخپله بيرته زما د ليوره سره په موټر کی د نوروکارونو لپاره ولاړو. د کور په دروازه مې دننه د خواښې غږ واوريدو چې په زوره زوره چا سره لگياوه.  ” زه خو د اولې ورځې نه پوهيدم چې يو څه چل پکې دی، ارو مرو زما په زوې يې څه کړي دي ، که نه تر اوسه يې ولې وظيفه نه کيده؟  د گل اندامې غږ ټيټ و او زه پرې پوهه نشوم چې څه يې وويل خو د ” تعويذ”  ټکې مې واوريدو.

  زما د غوږونو نه يه لمبه پورته شو او زړه مې و چې هم هلته ايساره شم او ددوي نورې خبرې هم واورم او بيا ورباندې حمله وکړم او هر څه په ډاگه کړم او ښه يې وشرمووم. خو هم هغه وخت مې خسر د جومات نه راروان و او د کوڅې په سر کی مې وليدو نوتمبه مې وډبوله. دننه خاموشي شوه.  تر هغې مې خسر هم دروازې ته رسيدلې و او زما د سلام په ځواب کی يې وويل، ” هلکان څه شول؟”  ما لږ په زوره د هغې ورځې حال تيرکړو او زما په ليدوگل اندامه چې کله کله به يې زمونږ د کور درانه کارونه کول له ما څادر واخستواو په کارونو اخته شوه.

 زمونږ د تگ ورځې رانږدې شوې او هر چا راته د ډوډۍ او د ميلمستيا بلنې راکولې. تر وروستي ورځ هم زمونږ د بکسونو او د سامان د تړلوکار نه و پورا شوې. د واده ځينې تحفې چې ملگرو او خپلوانو راکړي و، هم هغسې په ډبوکی بند پاتې شول. د پالنگ نه مې وريښمين پوښ ليرې کړو او د کتان څادر مې پرې غوړو.  د توشک د سر لاندې چې مې څادر تاو کړونو لاس مې د څه شي سره ولگيدو.  يو څو کاغذونه وچې لکه د پوڼيوتاو راتاو و. ما داسې فکر وکړو چې توشک پورې نښتي اشتهاري پاڼې دي چې د کمپنۍنوم پرې ليکلي وي. دا مې يوې خوا ته وغورځول اوڅادر مې هوار کړو. جاويدد خپلو کاغذونو نه ردي بيلوله او يوې لوې کسوړې ته يې غورځول. ما هغه پوڼۍ هم پکې ورغوزار کړې نو دده په لاس ولگيدې. ” دا څه دي؟” ده پوښتنه وکړه.

  ما ورته وويل،” ددې توشک لاندې نه راووتل،خداې خبر دا کمپنۍ په کوموکومو ځايونو کی خپل اشتهار لگوي”  جاويد يوه پوڼۍ پرانسته او ورته ځير شو.دده عادت دې چې د کاغذ هر ټوټه ولولي. زه د نورو شيانو په راټولولو اخته ووم. دې راپاسيدو او د توشک لوري ته ولاړو. بيا يې دا په بل مخ واړوو. ما ورته کتل چې دې يو څه تلولې و. ” څه دي؟”  ما ترې پوښتنه وکړه.  هغه يو څو نورې پوڼۍ چې د توشک سره نښتې وې، رابيلې کړې او وې وويل، ” ته خبره يې چې دا څه دي؟”  زه حيرانه ورنږدې شوم او دده د لاس نه مې يوه پوڼۍ راواخسته. څه عجيبه ژيړ رنگ يې وو او د پاسه پرې هندسې او عربي توري و. ما ته د پخوانوکتابونونه بيل شوي زاړه کاغذونه ښکاريدل.  ” دا تعويذونه دي”  ما په ژوند کی تعويذ نه و ليدلې. يو څه تلوسه مې پيدا شوه.

  کاغذونو ته ځير شووم خو پوهيدم نه چې څه پرې ليکلي و او مطلب يې څه و.  جاويد په توشک څادر بيا هوار کړو او پوښتنه يې وکړه، ” دا به چا دلته ايښي وي؟”  ” ما ورته وويل، ” دا ټول سامان خو راته خويندو ايښې دې خوکوټه تر اوسه راته گل اندامې پاکه کړې ده ” د هغې د نوم سره راته د څو ورځو وړاندې خبرې رايادې شوې.  جاويدته مې کيسه وکړه نوپه تندي يې گونځي ښکاره شوې.  ” زه په دې خرافاتو باور نه کووم، ته هم هر څه هير کړه، دا خوشې خبرې دي” بيا ټول کاغذونه يې په لويه خلته کی واچول اوبهر د غولي په تنور کی يې هر څه وسيزل.

  د شپې راسره انديښنې وې خو سفر مواوږد او ستړيا دومره وه چې زه په توله لاره په الوتکه کی اوده ووم.  مونږ په برلن کی اوسيدو او جاويدهلته درسيدو سره په پوهنتون کی مصروفه شو.  زما د چکر ارمان هم هغسې پاتې شو خود خپل ژوند نه خوشاله ووم.  د ځان د مصروفه ساتلو لپاره مې د جرمني ژبې په يوکورس کی داخله وکړه.  کال وروسته راته خداې زوې راکړوچې اسحاق نوم مو ورله کيښودو. کله کله به زه په کور پسې خفه کيدمه خو د جاويد سره دومره پيسې نه وې چې ټکت يې راته اخستې وې.

 جاويدخپل سبق پورا کړو او درې کاله وروسته وطن ته د تلو زيرې يې راباندې وکړو.  اوس زما په غيږ کی زما نازدانه لور مريم هم وه . کلي کی زمونږ رسيدل هم هغسې و لکه چې د واده ښادۍ په موقع کيږي.   زمونږ کوټه راته پاکه شوې او د اوسيدو لپاره برابره شوې وه. ماشومان مې لاس په لاس گرځيدل او څو ورځې بيا په ميلمستياوو تيرې شوې.  کور له ميلمنو تش شو نو سامانونه مو بيا پرانستل.  د خپل واده لوښي مې راويستل او چينک په ليدو مې چايو ته زړه ووشو.

 د جرمني نه مې يو عادت اخستې و چې دتورو چايو پوڼۍ مې هر ځاې د ځان سره ساتلې وې.  جاويدد تورو چايو شوقي واو هر ځاې چې ايشيدلې اوبه مو پيدا کړې، د چايو پوڼۍ به مو پياله کی کيښودې اوچاې به مو جوړې کړې.  ما به پکې کله پۍ گډ کړلاو کله به مې تورې څښلې.  نن ډيره موده وروسته مې په قند دانۍ کی چيني، په شير دان کی گرم پۍ واړول او چينک پيالو سره مې په پتنوس کی کيښودل. دا جاپانې سيټ زما دير خوښ و ځکه پيالۍ  يې نازکې دي.

 په کور کی نور څوک نه و او يوه يوه پياله چاې مې خواښې او خسر ته هم کيښودل. د چايو تش لوښي هم هغسې زمونږ په کوټه کی پر ميز ايښي و اوجاويد په چينک کی نورې اوبه اړولې او څو پيالې يې څښلې وې. د غرمې د ډوډۍ نه وروسته گل اندامه کار ته راغله او لوښي يې د وينځلو لپاره راټول کړل. خسر مې اسحاق جومات ته بيولې و او ما چې مريم اوده کړه نو پخپله مې هم ډډه ولگوله. د لوښو کړنگ کړونگ مې اوريدو او پوهه نشوم چې څه وختې مې سترگې ورغلې. خو په يو تيزغږ مې خوب خراب شو. خواښې مې په زوره زوره لگيا وه.  ورسره د گل اندامې غږ مې هم اوريدو. د جاويدغږ چې پکې گډ شو نو زه پوه شوم چې خبره ورانه ده.

  ځکه هغه به د هيچا په خبرو کی نه گډيدو. شور په پخلنځي کی و. زه ورغلم نو هلته گل اندامه او خواښې مې يوې خوا ته اوجاويد بلې ته ولاړ و. ” دا شيشکه ده ….په هر چا تعويذونه کوي، ته کم عقل يې چې په دې نه پوهيږې. گل اندامې هم څه ويل خو زما په راتلو غلې شوه.  جاويدچې هک پک ولاړ و، راته وکتل.   ” ته پوهيږې چې دوي څه واي؟”  ما په منفي کی سر وخوځوو. ” دا به څنگه مني، غل هم چرې ويلي دي چې غلا يې کړې ده؟” خواښې مې چينک نوشاد ته وړاندې کړو چې سر يې پرې نه و، ” هن پخپله وگوره دا تعويذونه په دې چينک کی څنگه راغلل. چاې خودې پخپل جوړې کړې، ما هم وڅښلې، خداې خبر د څومره مودې نه دا کار کوي او د کوم يو پير نه يې اخستي دي”  گل اندامې زر غوږونو ته لاس کړو. ” توبه توبه…زويه دا کار په اسلام کی نارواوي”

 ما د وينا لپاره خله خلاصوله چې جاويد لکه د فلفسيانو سر وخوځوو، ” ته ريښتيا وې مورې، دا شيشکه ده کنه، دا په هر چا تعويذونه کوي، په ما خو يې د اولې ورځې نه تعويذ څه چې جادو کړې دې” دجاويد په خبره ما دومره په زوره وخندل چې گل اندامې او خواښې مې وارخطا غوندې شوې.  دننه مريم له خوبه راويښ شوې او په ژړا وه.

  ماکوټې ته منډه کړه خو په زوره مې وويل، ” دا د جرمني تعويذونه دي، که نور مو پکار وي نو پورا ډبې راسره دې”

2 thoughts on “تعويذ (لنډه کیسه) صفيه حليم”
  1. نو ته اولی ورزی دیسکو دیسکو گرزیدی کور کار نه ورته کولو هغی زوی وو په سختی به رالوی کری وی تا داسی ورنه جیگ کری وی لکه چه پیشو چرگوری وتختوی نو اول ناوتوب لومریو مرخلو کی په چکرو سر وو نو داسی ننگور سه پیدا

  2. محترمۍ، رښيا چه واقعيت مو بيان کړۍ دي او د ډيرو داسي دردناکو او عمجنو شيانو ته مو اشاره کړي ده چه رښتا هم زمونږ ټولنه ورسره سراو ګريوان ده. زمونږ د ټولنې د خواښې نه زړه مه بد وې او مه تری حفه کيږي دا ځکه چه دهغوي ټول اوميد او راتلونکي يي په زامنو پوري تړلې دې. دا زامن دي چه دبوډه ګانو (مور او پلار) راتلونکي تضمين کوي او مور او پلار يې ورته سترګي په لاره وې که نه خو نه کوم حکومت شته اونه کومه تقاعدی چه د بوډاګيانو خدمت او پامالرنه وکړی نو دا ځکه د هرې مور او پلار سره دا ډار ورسره ملګرې دې چه زوې يې حدای مه کړه ورڅخه پره دۍ نه شې .

ځواب ورکول Gul Rahman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *