باد او ونې

 تشه پیاله یې پورته ونیوله. ترموز یې راواخیست ویې خوځاوه، خالي و. په دالان کې هندارې ته ودرید. کورتۍ او لونګۍ له شناوۍ ږیرې سره ورته یو رنګ ښکاره شول. د ناستې خونې ته یې سر ورښکاره کړ. پردې یې کش وې. د کور ور یې کلک پورې کړ، څو ګامه یې واخیستل، بیرته وروګرځید ور یې ټیله کړ چې تړل شوی که نه دی. تر ژبې لاندې یې وویل:

« هاغه دفتر هم ښه و ورځ خو تیریده»

په ��وڅه کې یې یوې خوا بلې خوا سترګې وغړولې. د سپیدارو لور ته روان شو. د ونو سرونه باد یوه لور ته کاږه کړي وو. د تقاعد پاڼه یې له جیبه راوایسته، شمال ورپوله، بیرته یې جیب ته کړه.

په دفتر کې د یوه وره شاته ودرید. د خپل کار لومړۍ ورځ ورپه زړه شوه، چې مشر پر اوږه وټپاوه او ورته ویې ویل:

« ستاسو کاري ژوند سر له ننه پيل شو »

ور یې پرانیست او مامور ته یې وویل:

  • وبخښئ دا زما د تقاعد پیسې به کله راځي؟
  • تاسو ته خو مو ویلي و چې بانک بیا حال درکوي

سړي د دفتر ور ورو په ځان پسې راپورې کړ او د شنې بخونې کورتۍ له غاړې یې پرګوته ګرد وڅانډه.

پای

2 thoughts on “تقاعد / اجمل پسرلی”
  1. زنداني صاحب، له تبصرې مو مننه. د نویو کیسو کره کتونکي وایي، د لوستونکي تنده مه ماتوئ. په درنښت اجمل

ځواب ورکول تاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *