نوی چاپ شو او ویشل شی کتاب
«هر دم ازین باغ برې میرسد»
د ښونې او روزنې وزارت د پام وړ!

د ټوپک پر ځای باید ماشوم ته قلم او کتاب په لاس کې ورکړو
او کتاب ته مو پام وي چې کوم کتاب په لاس کې ورکړو،
هغه کتاب په لاس کې ورکړو چې د دنیا او آخرت
د سمیدو راز په کې نغښتی وي، نه دا چې
یوازې جنت ته د تلو په پلمه د دنیا
او آخرت د بربادۍ او د نوي
نسل څه چې، لا د څو
نسلونو د تباهۍ راز
په کې پټ وي.

د ۲۰۱۷ کال د اپریل په اومه نیټه مې د ښاغلي قدیر مرزا لکڼوال په فیسبوکپاڼه کې د یو کتاب دا پاسنی عکس پام ور واړاوه، عکس مې کلیک کړ او د نورو عکسونو په لیدلو داسې هک پک شوم چې ستونی مې وچ او سا مې په بندیدو شوه.
زه په لومړي سر کې له ښاغلي لکڼوال نه مننه کوم چې په دې موضوع یې د خپلې پاڼې له لارې خبر کړم. څو ورځې مې څه و نه لیکل، ومې لیدل چې هیڅ چا هم څه و نه ویل او وې نه لیکل، خو زه له دې موضوع سره بې تفاوته پاتې کیدای نه شم او داسې نظر لرم چې دا موضوع په هر ډول چې نور انګیري، هغه د نورو کار دی، خو ما ته ډیره مهمه موضوع او لویه ستونزه ده. زه خو لا داسې وایم چې زموږ د ټولنې نوي نسلونه د همداسې کتابونو په لوستلو سره د تباهۍ کندې ته نور هم ور نږدې کیږي چې د مخنیوي له پاره یې باید عملي اقدام وشي.

د مالوماتو له قراره چې د دې کتاب د لیکوالو او شایع کونکو نور ورونه هم په بیلابیلو ځایونو کې لګیا دي عین نظریات وړاندې کوي، د تمدن او نوې تکنالوژي د مخنیوي له پاره بیرته د همدې تکنالوژۍ له امکاناتو نه استفاده هم کوي. زه له دانشمند استاد کاندید اکادیمیسین اعظم سیتاني نه د زړه له کومې مننه کوم چې د دې مقالې د کار تقریباً په پای کې یې له دې مالوماتو نه خبر کړم. او دلته یې د دوستانو د زیاتو مالوماتو له پاره د موضوع د نه اوږدوالي په پار یوازې د لینکونو په ښودلو سره بسنه کوم.

د سید محمد یزداني دات کام (smyazdani.com) په نامه، یوه ویبپاڼه کې هم تلویزیون حرام اومنع اعلان شوی دی. هلته هم کوم تن پاڅیدلی او په عالي نوښت؟ سره د یې د «شمشیر برهنه حیدري، بر ګردن شیطان هر دري» تر سر لیک لاندې یو کتاب لیکلی دی او خپل نظریات یې په کې وړاندې کړې دي. دا جمله مې له هماغې پاڼې نه را نقل کړی دی:
دیدن تلویزیون حرام و شکستن آن واجب است؛

بیا وروسته افغان لیکوال عالم افتخار پر همدې ستونزئ باندې خپل عالمانه نظریات څرګند کړي او په یوه ویبپاڼه کې یې خپاره کړي دي. درانه لوستونکي کولای شي د دې وحشت اوغمیزې لړۍ په ټاکلو آدرسونو کې، چې په متن کې ما په نښه کړي دي، تعقیب کړي.

زه د سید محمد یزداني دات کام کې د تلویزیون پر بحث او د «شمشیر برهنه حیدري، بر ګردن شیطان هر دري» کې پر فتواوو باندې کار نه لرم، خو پر پښتو ژبه باندې د ژباړل شوي او په افغانستان کې د خپاره شوي کتاب، «تلویزیونه څه کانې دې وکړې؟» باندې تم کیږم.

اوس پوره باوري شوم چې د دې غنيمت؟ کتاب په چاپیدو او خپریدو سره به پښتو ژبه له هره اړخه غني؟ او د دې کتاب د لوستونکو افکار به ګل و ګلزار؟ شي. زما د همدې ادعا د ثبوت له پاره به، د «تلویزیونه څه کانې دې وکړې؟» د کتاب د مطالبو له فهرست څخه ستاسو پام ځینو داسې سر لیکونو ته راواړوم چې زما په شان به مو خوله ور ته وچه شي. د پاسني کتاب له مرغلرو؟ څخه:

ــ د تي وي (TV) کتلو ګناهونه، ۴ ام مخ،
ــ په تي وي کتونکي د الله تعالی ۱۸۰ لعنتونه، ۶ ام مخ،
ــ د تي وي د کتلو له امله کینسر، فالج، د سترګو… ۷ ام مخ،
ــ د ټی وي په کتلو سړی څنګه بې غیرته کیږي؟ ۱۹ ام مخ،
او…
د کتاب د مطالبو د فهرست د یوه مخ بشپړه بیلګه دا ده:

ما پخوا هم پر ورته ستونزو مقالې لیکلې دي او اوس د دې ستونزې په اړوند یو ځل بیا د تیرو مقالو د موادو په نظر کې نیولو سره، په تفصیل سره نوې مقاله لیکم او د مقالې په ترڅ کې کتاب در پیژنم، مثبت خو څه نه لري د منفي پایلو په باب یې خبرې کوم.

د دې موضوع په اړوند د ښاغلي لکڼوال په لنډکي یادداشت کې، چې ما ته د لومړنیو او اصلي موادو حیثیت لري، داسې راغلي دي:

«د کابل ختیځ کې د احمدشاه بابا مینه پرته ده چې خلک یي د ارزان قیمت په نامه هم پیژني. د دغه ښارګوټي مطلق اکثریت پښتو ژبې افغان وکړي دي. دې ښارګوټې کې څو ښوونځي فعاله دي،

خو لکه د پښتنو د اوسیدو په هر بل ځاې کې، یاد ښار ګوټی کې هم یو درجن مدرسې هم فعاله دي،
چې پښتانه په خواره مینه خپل ماشومان دغو مدرسو ته لیږي.

فکر نه کوم چې چا هم د خپل ماشوم نه پوښتنه کړي وي چې تاسو د ښونځي نه وروسته چې دغو مدرسو ته خئ، څه لولئ او څه زده کوئ ؟

ویده پښتونه! راویښ شه او یو ځل وګوره چې ستا ماشوم د کومه عمره بنسټګرۍ ته هڅول کیږي.
«تلویزیونه څه کانې دې وکړي؟» تر عنوان لاندني کتاب په دغو مدرسو کې په وړیا توګه ویشل کیږي او ماشومان د دغه کتاب لوستلو او زده کولو ته هڅول کیږي.

په دا خبره موږ ټول ښه پوهیږو چې خپله د کتاب لیکونکی هم تلویزیون یا د ده په لهجه ټې وې خامخا لري
او ګوري یې، خو ولې زما او تا ماشوم هڅوي تر څو د تلویزیون او تکنالوژی نه لري والي غوره کړي؟

پښتون باید تل تر تله جاهل پاتي شي او تل د پنجاب اجیر عسکر و وسي او د دین د ګټو په نامه باید تل پنجاب ته ګټه ورسوي.

د دغه کتاب ځیني کیسې داسي بیان شوي دې.
یوه جنۍ ټوله شپه تلویزیون کتلو آخر بلا شوه.
یوه مور وه ډرامي کتلي چې سهار راجګه شوه سترګې یې د سرشاته لاړې وې.
او داسي سل نور بې ځایه او احمقانه دلایل.
د یادوني وړي بولم چې د نوموړي کتاب په وروستیو پاڼو کې دا دعوه هم شوي ده. چې تلویزیون ذکر په قرآن شریف کې هم شوي ده او منع شوي ده..

زموږ هیله د ښونې او روزنې له وزارت نه دا ده چې ژر تر ژره د دینی مدارسو نصاب په خپل لاس کې ونیسي، تر څو د ولس غریب بچي د بنسټګري او نورو اروايي ناروغیو نه په امن کې وساتل شي.
#قدیرمرزالکڼوال»
د ۲۰۱۷ کال د اپریل په لسمه نیټه مې ښاغلي لکڼوال سره په مسینجر باندې خبرې وکړې او د «تلویزیونه څه کانې دې وکړي؟» د کتاب په باب د خپرو کړو معلوماتو په هکله مې وپوښته، هغه داسې و ویل:
«د کابل د پلچرخي په ارزان قیمته پروژه کې اکثریت ماشومان او کوچنیان له عادي ښوونځي نه وروسته، دیني مدرسو ته هم ځي. عادي ښونځي کې کومه ورځ ښونکی له شاګرد نه د کورني کار د نه تر سره کولو پوښتنه کوي چې ولې دې کورنی کار نه دی کړی؟ زدکونکی په ځواب کې ورته وايي چې زه وخت نه ور ته لرم، نو ته څه کوي؟ زه وروسته له مکتب نه مدرسې ته لیږل کیږم، له هغه وروسته څه د کور کارونه، بیا ډوډۍ خورم او وروسته له هغه د دې کتاب (تلویزیونه څه کانې دې وکړې؟) د لوستلو هم را ته ویل شوي وي، بیا دومره ستړی یم چې …»
زه یو ځل بیا له ښاغلي لکڼوال نه مننه کوم او دا وایم چې د ده کور دې ودان وي چې دا موضوع په مستند ډول د ده له لوري د یو بل ښاغلي په مرسته چې د نوم د نه ښودلو غوښتنه یې شوې ده، د میډیا له لارې تر ټولو پورې ورسیده.
د کتاب لیکوال حافظ محمد صابر صفدر ښول شوی دی، ، پښتو ژبې ته د ژباړن نړم یې شاهد عمران په ګوته شوی چې په اغلب ګومان مستعار نومونه دي.
له کتاب سره د لاندې عکس له لارې ښه معرفي کیدای شئ:

تشویش مه کوئ، د کتاب له محتویاتو نه به مو هم خبر کړم چې که څوک یې په غور سره ولولي او زیات نه نیمايي هم چې مراعات کړي، ټوله کورنۍ یې پرته له کومې پوښتنې جنت ته ځي. د کتاب فهرست په دریو مخو نو کې برابر کړای شوی دی، چې لومړی مخ یې دا دی:

دا ډیره خواشینونکې مسآله ده چې زموږ په ټولنه کې د یویشتمې پیړۍ په ۲۰۱۷ کال کې داسې تلبیغات کیږي او په بیلابیلو نومونو لمن ورته وهل کیږي.

پخوا ما هڅه کوله چې د مطالعې د عامولو له پاره ډیره پاملرنه وکړم، نور قلموال مې هم هڅول او خپله مې هم یوازې د مطالعې د ارزښت او عامیدو له پاره تر لسو ډیرې مقالې لیکلې دي، خو اوس د دې کتابونو په لیدولو هک پک یم چې څه وکړم ، دا یې مطالعه دود شوې، د لوستلو له پاره داسې څه ورته رالیږي چې له زهرو نه هم بد تره دي، دغه کتاب یې ډیره ښه او ژوندۍ بیلګه ده.

د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې مې د افغانستان د کندوز په ولایت کې د نا مالومو او ناپیژاندو اشخاصو له لوري د شخصي دیني مدرسو د جوړیدو او د کار و بار په تودیدو سره ، د دې کار پایلو ته په کتو سره او د همداسې افراطیت او همداسې افراطي شخصي ښوونځيو په ډیریدو سره په دې باب د «د افغانستان ښوونیز نظام، جامعة الصالحات، اشرف المدارس یا د نوي نسل… ؟» تر سر لیک لاندې یوه مقاله ولیکله او د یاد کال د مارچ په لسمه نیټه مې خپره کړه:

په یاده مقاله کې ما په سپینه ویلي وو چې:
«په افغانستان باندې له جګړې نه د رازیږیدلوسونامي ګانو ناوړه او منفي تا ثیرات زموږد ټولنیزژوند د هرې پاڼې په هره کرښه کې تر سترګو کیدای شي. دلته خبره د افغانستان په ښوونیز نظام او په دې نظام کې پر شته مرضونو او ستونزو باندې ده. بحث مو د ښوونیزنظام په دایره کې د اشرف المدارس(جامعة الصالحات) په نامه د یوه بل ګل؟ په غوړیدو دی. داسې ګل او داسې مدرسې چې هر څه د افراطیت او تشدد په خم کې رنګوي. په اسلام کې د راغلو اصولو له مخې، پرته له شکه چې اسلام د تشدد دین نه دی؛ خو کله چې دین له سیاست سره غوټه کړای شي او له هغه نه سیاسي موخو ته د رسیدو له پاره استفاده وشي، نو دین نه د سواستفادې زمینه برابریږي، چې دا کار له بده مرغه اوس ښه په مزه روان دی او زموږ په هیواد افغانستان کې د ډیرو ډلو پالیسي همداسې ده. د افغانستان په کندوز ولایت کې د اشرف المدارس (جامعة الصالحات) په نامه د نجونو ښوونځی یا دیني مدرسه، د ښوونې اوروزنې وزارت له اجازې پرته په جلا پروګرام سره زده کوونکي روزي، سپینه به یې وایو پایله یې بنسټ پالنه اوځان وژنه ده. همدا اوس دا لړۍ د بهرنیو کړیو د اهدافو د ترسره کولو له پاره د خامو موادو د تولید د یوې فابریکې حیثیت لري.»

بلې! پایله یې هغه شوه چې ما ویلي وو:
ــ د کندوز څو څلي جګړې او څو ځلې سقوط ،
ــ د بې شمیره خلکو وژل او بې ځایه کیدل،
ــ کندوز د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ ډګر،
ــ او په پای کې د کندوز اوسنۍ څپڅپانده وضع.

دا د امریکایي او غربي دیموکراسۍ ترچترلاندې، د اسلامي دولت په دایره کې د بربادۍ هغه پروګرام دی چې له د یارلس کلونو را په دې خوا پیل شوی دی.اوس یې کنترول د دولت؟ له واکه هم وتلي دی، پرې خبرهم نه وي چې چیرې او څه وخت او څوک داسې مدرسې جوړوي. ښه مثال یې په کندز کې «جامعة الصالحات» نومې مدرسه ده.

اوس دلته دا پوښتنې مطرح کیږي چې: ولې یې جوړه کړه؟ چا د څه له پاره جوړه کړ؟ څوک یې تمویلوي؟ مسوولیت یې د چا پرغاړه دی؟ پایلې یې څه دي؟ له دې مدرسې خلاصیدونکي چیرې جذبیږي او څه کوي د کار ساحه یې کومه ده؟ دا او دې ته ورته نورې داسې پوښتنې چې زموږ په وطن کې د نوي نسل د روزنې په برخه کې د جدي پاملرنې وړ دي.

یو وخت همدې جنګي ډلو یا د پردیو نیابتي عسکرو یو کتاب خپور کړی و، چې سرلیک یې » نظامي درسونه « و او ما د ۲۰۱۳ کال د می په ۱۷ مه نیټه مفصله مقاله ور باندې خپره کړه او د عواقبو په باب مې یې هم خپل نظر څرګند کړ. دلته یې د موضوع د مهم والي په پار د مقالې مهمه برخه یو ځل بیا رل اخلم:

اوورسته له څومره کلونو دا دی بیا نوید صاحب د افغان کوچنیانو دزدکړې په برخه کې یوې سترې ستونزې ته د یوې عیني او ژوندۍ خاطرې په لیکلوسره اشاره کړې ده. د بي بي سي په پښتو ویبسایت کې د نورالبشر نوید د کالمونو په سلسله کې د۲۰۱۳ کال د می په ۱۲مه نیټه د «د جهاد په کتاب پسې یو لیواله ماشوم » یو کالم راغلی دی. په دې کالم کې د هماغې کیسې بله برخه راغلې ده، چې په ۱۹۹۱کې چې نوید د یوه افغان ماشوم د دودغړن ژوند انځور په کې ایستلی و. په دې توپیرسره چې په ۱۹۹۱ م کال کې افغان ماشوم د ورونو او مور د نس مړولو له پاره منډې وهلې، خو دا بل ماشوم جنت ته د تللو په خاطر د جهاد کتاب لټوي.

دا ماشوم ښايي د هغه کتاب په لټون پسې راوتلی وي چې حقاني شبکې د«نظامي درسونه» تر سرلیک لاندې چاپ اوخپورکړی و چې پرته له معلم او تریننګه نه یې د جهاد طریقه ښووله. دغه «ماشوم ته خپل استاد ویلي و چې د جهاد کتاب وګوره. څه ظالم، قاتل استاد دی چې خپل شاګرد ته هغه لارښیي چې په خپله پرې د تلو جرات نه شي کولای.»
ځینې سیاسیون او د نظرخاوندان لا په دې نظر دي چې نقص په نظام کې نه دی. له نن نه دوه درې ورځې مخکې ښاغلي مسکینیارپه خپل تلویزیون کې د خپلوسیاسي تبصرو په لړ کې په زغرده و ویل چې:« نیمګړتیا په نظام کې نه ده، نظام باید بدل نه شي، نیمګړتیا په کرزي کې ده او د کرزي په کاري ټیم کې ده، دوی باید بدل شي.»

زه داسې فکر کوم چې تر ټولو ستره نیمګړتیا په نظام او سیستم کې ده. په سیاسي او ښوونیز نظام کې. موږ باید د شخص یا اشخاصو د بدلون نه مخکې، د نظام او سیستم د بدلون په فکر کې اوسو، د ټولنې طرز تفکر باید بدل کړای شي، د ټوپک پر ځای باید ماشوم ته قلم او کتاب په لاس کې ورکړو او کتاب ته مو پام وي چې کوم کتاب په لاس کې ورکړو،هغه کتاب په لاس کې ورکړو چې ددنیا اوآخرت دسمیدو رازپه کې نغښتی وي،نه داچې یوازې جنت ته دتلو په پلمه ددنیا او آخرت دبربادۍ او دنوي نسل څه چې لا دڅونسلونودتباهئ راز په کې پټ وي.

همدا جنت ته د تګ د منفي او بدو تبلیغاتو وجه ده چې زموږ ډیری کوچنیانو ته، زموږ ګلانو ته ویل شوي دي چې:
ټوپک دځوانانو؛ګاڼه ده.
خو تر نن پورې نه دي ورته ویل شوي چې:
قلم د نوي نسل ګاڼه ده،
زدکړه او پوهه د نوي نسل زیوردی،
کمپیوتر د نوي نسل د وړاندې تګ او د علم او پوهې د زدکړې او لاس ته راوړلوښه وسیله ده.
د تیارې د استازو مشرانو او رهبرانو په لوړ آواز په خپلو خبرو کې ویلي دي:
«ګورئ!
پام کوئ چې فیسبوکي ځوانان مو چپه کوي.»

دوی د خپل ژوند د اوږدولو له پاره له رڼا (پوهه) سره مخالفت کوي. دا ستره او د پام وړ خبره ده چې :
تر ټولوستره ګناه، ستر خیانت او ستره جفا دا ده چې نوی نسل له حقایقو لرې، له پوهې او تکنالوژۍ څنګ ته، په تیاروکې وساتل شي.
موږ له بده مرغه د خپل افراط او تفریط د ناوړه عادت له مخې یو وار هر څه سره کړل او بیا مو ورپسې له هغه نه په افراط سره شنه کړل او سپین بادونه مو داسې پسې را والوزول چې نوی نسل څه چې، نوي نسلونه یې په تیارو کې مخ په ښکته ټیل وهل،حتی ښوونه او روزنه.
د باندې له افغانستانه که د ښوونې او روزنې سلسله تعقیب شي له دې نه بد افراط په کې شوی دی. په هغو کتابونو کې کې چې په لومړي ځل ماشوم ته « الف – ب » ور زده کوي، ولیکل شول:
ت= توپک
ټ = ټانک
ج = جهاد
و= وژل
م= مرګ
ک = کمونست
او…
داسې کتابونه او داسې تعلیمي نظام کوچنیانو ته، نوي نسل ته کرکه، جګړه او وژل ور زده کړي او ور زده کوي یې، چې دا دی تر نن پورې یې پور همدا افغانان پسې ادا کوي.
موږ ځان څه چې، حتی توري مو نوم بدي کړل.
همدا توري مو داسې هم کارولای شول:
و= وطن
م= مور
ک= کرل
او…
له بده مرغه په افغانانو کې خو اول سواد عام نه دی، بیا چې د سواد خاوند شو ملا صاحب؟ مولانا صاحب جهادي صاحب او افراطي صاحب؟ او پلانکی صاحب ور ته د جهاد کتابونه چاپوي او په لاس کې یې ورکوي، ورته وایي چې د دې لوستل تا ته د جنت دروازې خلاصوي، دا ولوله، بیا لاړ شه خپل وطن وران کړه، په اور کې یې وسوځوه او…

په مډیا کې به ډیر لږ داسې خبر واورې چې د نوي نسل د روزنې په برخه کې دې سړی ور ته په تمه شي. ښځې مو د لنګون په وخت کې لومړی خپل ماشوم له لاسه ورکوي او بیا خپل ژوند. ناروغان مو پیسې روا ناروا ګټي او تداوۍ له پاره پاکستان، هند او… ته روان وي او هلته پرته له دې چې ناروغ پوه شي یا تداوي شي، یو پوښتورګی یې ور نه ایستل کیږي، او دې ته ورته نورې ډیرې ستونزې.

د دغو ستونزو تر ټولو لوی عامل د سالم ښوونیز نظام نه شتون دی، د یوې عادي ډاکترې، روغتون او نرسې نه شتون دی چې ښځه ماشوم او نور ناروغان د لنګون او ناروغۍ په وخت کې ژوند له لاسه ورکوي.

داسې خبربه په میدیا کې ډیرلږوګورې چې لیکلي یې وې د نرسنګ کورس نه یوه، دوې، لس، شل او… تنه فارغانې شوې او په کوم صحي کلنیک کې یې په کار پیل وکړ. یا د نرسنګ کوم کتاب یا د نورو ټولنیزو خدماتو لارښود کتاب له چاپه راووت، خودا خبرونه یوځل نه څوځلې میدیا په ډیرکش اوځیږوتوروسره خپروي چې:
ـ ۱۶طالبانوته د فضیلت پګړۍ ور وتړل شوې،

ـ پر تقوا ولاړه کورنۍ ګټوراسلامي کتاب له چاپه رووت،
ـ د درنو شاعرانو او نعت ویونکو د پام وړ… ټولنې د حمدونو او نعتونو یوه ټولګه(المزمل) خپره کړه،
ـ حقاني شبکې جنګي کتاب خپورکړ،
حقاني شبکې د جنګیالیو د جذبولو او روزنې له پاره د« نظامي درسونه » په نوم کتاب خپورکړ چې ۱۶۰ مخونه لري…
او…
دا جګړه او د دیني مسایلو تبلیغ او زدکړه، هغه هم په غیرعلمي اوغیر معیاري ډول، زموږ د پلار نیکه میراث دی که څنګه؟ موږ باید دینداري وکړو، خو د ژوند د نورو اړینو مسایلو زدکړه هم باید هیره نه کړو. دې ستونزې ته ما په تفصیل سره په ۲۰۱۰ کال کې د سویدن په مالمو ښارکې د جوړشوي سیمینارله پاره په خپله مقاله (اور او ګلان) کې اشاره کړې ده.

په اوسني وخت کې دا زموږ ښوونه او روزنه ده او دا زمودرسي کتابونه دي. ولې د نرس قابله ګۍ کورسونه نه جوړیږي،چې دارالحفاظونه جوړوي او بیا د فضیلت پګړۍ ورتړل کیږي. خپلې ښځې د مرګ تر پولې وهو چې ولې زوی نه زیږوې، خو چې په اولاد تکلیف ورته پیښ شو، بیا نرس او ډاکتردرک نه لري چې د زیږون لارښوونه او مرسته ورسره وکړي، پګړۍ والا ا وفضیلت والا بیا په داسې حالاتو کې څه مرسته کولای شي؟

دا هماغه د چرچرک او میږي کیسه ده، چرچرک د کاروخت کې سندرې ویلې، میږي کار کاوه. کله چې ساړه شول سخت ژمي سره سختي راغله، بیا چرچرک د یوې دانې له پاره میږي ته عذرونه کول. موږهم همداسې یو، سیاست، اقتصاد، علم، هنراو… رانه پاتې دي، یوازې نعتونه وایو او د فضیلت پګړۍ تړو، دوبی اوسعودي ته د ولور د ګټلو په خاطر سختو جسمي کارونو ته اوږه ورکوو، خو د درس له پاره… نور خلک پر مخ تللو هیوادونو ته د علم په زدکړې پسې ځي، او کله چې زموږ ماشوم او زموږخویندې میندې مریضان شي، بیا پردیو ته لاس غځوو او یا یې د غیرت تر چترلاندې په کور کې ساتو، د مرګ ترپولې یې رسوو او پردیو ډاکترانو ته یې هم نه ورښیو، ځکه چې غیرت مو داغداره نه شي.

اوس هم ناوخته نه ده،موږباید داستادګل پاچا الفت دا توصیه تطبیق کړو: « کوچنیان باید په علم پسې ولاړشي اودعلم رڼا له ځان سره راوړي »

پاسنیو خبرو ته په پام سره، اوس خبره تر دې پورې را رسیدلې ده چې د تروریزم خبرې، کتابونه او عاملین په هر کور کې ناست دي.

دا ټولې ستونزې چې یادې شوې، دا له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي د بیلابیلو ډولونو پایلې دي. کوم کتاب چې په دې مقاله کې ورباندې خبرې کوو«تلویزیونه څه کانې دې وکړې؟» کله چې دا په ماشومانو او کوچنیانو لولو، دا په لنډه یا اوږده زمانه د هغه ژوند تباه کوي، دا په خپله د تاوتریخوالي یو ډول دی. او له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي په باب ما د ۲۰۱۶ کال په لسمې میاشت کې د «له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالی ستونزه» مقاله ولیکله او د ۲۰۱۶ کال په لسمې میاشت کې، په څلورو برخو که خپره کړه. د دې مقالې په لومړۍ برخه کې مې له ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخوالی پر دغو برخو ویشلی و:

زموږ د ټولنې عیني ستونزو او تجاربو ته په کتو سره، د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی په لومړي ګام کې په دریو برخو باید و ویشل شي:

۱ ــ رواني تاوتریخوالی: (ژبنی تاو تریخوالی، ډارول، ښکنځلې کول، بد رد ویل، تهدیدول او ډول، ډول نور رواني فشارونه(،
۲ ــ جسمي تاوتریخوالی: وهل ټکول، شاقه کارونه،جګړو ته اړایستل(،
۳ ــ جنسي تاوتریخوال.
زه اوس دې ته حیران یم د دې کتاب «تلویزیونه څه کانې دې وکړې؟» او دې ته ورته موادو د لوستلو په پایله کې چې زموږ د نوي نسل راتلونکی ژوند بربادوي او هر څه د ذهن په کرونده کې ور ته وچوي، څه نوم کیږدم؟
«له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالی ستونزه» د مقالو په لومړۍ برخې کې ما داسې لیکلي وو:

«کله چې موږ له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي له لارې عقدوي چلند کوو، نو په حقیقت کې موږ د هغوی د ذهن په کرونده کې د عقدو او ستونزو تخم کرو چې په زلمیتوب او له هغه نه وړاندې په ژوند کې د هغوی هر څه په زهرو لړي. ډاکتر صاحب محب زغم «د حقارت غوټه» نومی کتاب له فارسي ژبې نه په روانه پښتو اړولی دی او دا موضوع په کې ډیره هر اړخیزه او علمي څیړل شوې ده. که موږ غلي کینو، چوپتیا او ځان غلی نیول خپله له نوي نسل سره جفا ده، دا په خپله یو ډول تاوتریخوالی دی چې په رڼو ور ته ګورو، نوی نسل مو د همداسې کتابونو په لوستلو د د همدې تاوتریخوالي په پایله کې د بربادۍ کندې ته ور لویږي، که د مخنیوي له پاره یې څه ونه کړو، دا په خپله له هغو سره د تاوتریخوالي یوه ښکاره بیلګه ده.

له کوچنیانو او ماشومانو سره دغه یاد تاوتریخوالی څوک کوي؟ البته چې مشران یې کوي او مشران یې هغه وخت کوي چې په هغوی کې د بې سوادۍ او نا پوهۍ مرض شایع وي. که د عادي لیک لوست په کچه سواد ولري، هغوی بیا مطالعه نه کوي او د سواد لوړې کچې ته یعنې علمي سواد ته چې هغه د ماشومانو او کوچنیانو او تنکیو ځوانانو روزنه ده، ځان، کورنۍ او ټولنه نه شي ور لوړولی. نو په دې صورت کې نه ماشوم، نه کوچنی، نه نوی نسل او نه هم د هغوی حقوق پیژني. په دغسې یو حالت او په دغسې یوه ټولنه او چاپیلایر کې چې د بیسوادۍ او ناپوهۍ بال ور باندې حاکمه وي، بیا نو د مینې او محبت ځای تاو تریخوالی نیسي او کله چې له ماشوم او کوچني سره تاو تریخوالی وشو، پایله به یې دغسې وي لکه زموږ ټولنه او زموږ دا اوسني نسلونه چې د هرې ستونزې د حل الره په وهلو ټکولو یا ژبني تاو تریخوالي کې لټوي.»

د دغه کتاب «تلویزیونه څه کانې دې وکړې» لیکل، ژباړل، خپرول او بیا د افغانستان په څیر یوه جنګځپلې او وروسته پاتې ټولنې کې د هغه خپرول، له یوې خوا ستر جنایت دی او له بلې خوا له ماشوم او کوچني سره په غیر مستقیم ډول سره د تاوتریخوالي هغه ډول دی چې له یوې خوا نه لیدل کیږي او له بل لوري نه یې پایلې ډیرې خطرناکې دي. ټولنه او مشران باید په دې پوه کړای شي چې له ماشومانو او کوچنیانو سره هر ډول تاوتریخوالی پټ جنایت دی.

اوس زه په دې نه پوهیږم چې دا نامالوم خلک چې داسې کتابونه لیکي، ژباړې او بیا یې افغانستان ته راوړي او زموږ د نوي نسل د تباهۍ له پاره يې دوی ته وړیا په لاس کې ورکوې، دا څه ډول تاو تریخوالی دی، څه نوم ورته کیښودل شي او د د دې ضعیف دولت په چوکاټ کې یې د مخنیوي له پاره باید څه وکړو، د ښوونې او روزنې وزارت خو هسې هم لاس تر زنې ناست دی، ښايي ور باندې خبر به هم نه وي او کتاب هم د هغو ښوونځيو ماشومانو او زده کونکو ته ور کول کیږي چې په همدې وزارت پورې اړه لري، او همدوی یې بودجه ورکوي، خو مرامونه د نورو په کې پوره کیږي.
خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو

دا یې هم د «تلویزیونه څه کانې دې وکړې» وروستۍ ډالۍ، ښه په ځیر یې ولولئ:

One thought on “تلویزیونه څه کانې دې وکړې؟/ پوهندوی آصف بهاند”
  1. سلامونه
    ډېره په زړه پورې مقاله مو ليکلې ده…

    ، خو د مقالې په یوه برخه کي درڅخه مربا او آچار ګډ شوي دي….

ځواب ورکول یوسفزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *