ډیر کسان به مو لیدلي وي چې جوړ تیار وي خو ځانونه ېې په ناروغۍ اچولي وي حتي په دغو ناروغانو کې داسې کسان هم شته چې کلونه کلونه معالجه کیږي له دې پرته چې نتیجه ورکړي.

څه موده مخکې په امریکا کې یوه ناروغه په څو روغتونونو کې په وینه کې د میکروب له امله بستري شوې او چې کله به روغه شوه څو ورځې وروسته به بیا ورته ناروغي پیدا شوه، ډاکټران حیران پاتې وو چې دا څه ډول میکروب دی چې بیا بیا رابرسیره کیږي .

ورو ورو ډاکټران پوه شول چې میرمن دروغ وايي ، ډاکټرانو ېې کوټه وپلټله په کوټه کې ېې سرنجونه او په یوه لابراتواري لوښي« پیټریډیش» کې ژوندي میکروبونه پيدا کړل ، میرمنې به له معالجې وروسته دغه میکروبونه ځانته پیچکاري کول، له پوښتنو ګرو��ژنو سره سم په ژړا شوه او ويې ویل چې له رغیدا سره سم به ېې ځانته ستنه وهله چې ډاکټران ېې په لټولو او معایناتو بوخت شي دغسې ډیر ناروغان به مولیدلي وي چې دروغ وايي ، دوي دا کار ددې لپاره کوي چې پاملرنې او خواخوږۍ ته اړتیا لري.

دا تمارضي ناروغان بلل کیږي په امریکا کې یوه بله کیسه هم پیښه شوې یوه میرمن چې د سینې د سرطان تر اغیز لاندې راغلې وه نو ځان ېې په یو ډلې کې شامل کړی ؤ په ګروپ کې به ټولو پرې زړه خوږاوه او تل به ېې ویل چې ډیره کلکه او میړنې میرمن ده نو مرستې او خواخوږي ته اړتیا لري، هغې به تل تمارض کاوه چې سرطان ده او حتي د کیموتراپي د درملو د اغیز لپاره ېې د سر ويښتان په خپله خریل په دې ډول دې میرمنې ټول غلط کړي وو.

دغه کسان هڅه کوي د نورو خواخوږي له ځان سره ولري او ځینې تر دې حده ناروغه وي چې ځانته تاون هم رسولی شي او یا هغه نښې نښانې پیدا کوي چې وښيي ناروغي ېې جدي ده.

دې سنډروم ته د «Münchausens syndrom » وايي د مونشهاوز سینډروم نښې یو شان نه وي خو ټول هڅه کوي چې توجه جلب کړي او خواخوږي او همدردي تر لاسه کړي.

دا مکار خلک نه شو بللی له بده مرغه حتي زموږ ځینې ډاکټران هم ورته د مکارو او درغجنو په سترګه ګوري یوه وخت مې د کابل په یوه روغتون کې د د ستاژ دوره تیروله همداسې یوه ناروغه ېې په بې هوشۍ کې راوستله موږ چې محصلین وو هرڅه مو کول تشخیص ته نه شو رسیداي حتي نوکریوال ډاکټر هم حیران پاتې شو با لاخره د عصبي ناروغیو متخصص ېې راوغوښت هغې نرسې ته له مخکې ویلي ؤ چې ده هر څه ویل همغه کار دې وکړي . ډاکټر نرسې ته وویل چې هغه مخصوصه پيچکاري برابرکړه دا به ورسره ښه شي نرسې معمولي درمل په ستنه کې رواخیستل ، ډاکټر وویل دغه درمل ډیر قوي دي او د میرمنې ټول ویښان به توېې کړي او ممکن څیره ېې هم خرابه کړي خو بله چاره نه لرو دوه درې دقیقې به صبر وکړو که په هوش رانه غله نو ستنه به ورته ووهو دوه دقیقې وروسته ناروغه په ځاي کې کیناسته .

نن سبا دا ټول په رواني ناروغانو کې شمیر کیږي، د خواخوږۍ د اړمنو کسانو ناروغي له یو بل سره توپير کوي ځینې لږ او ځینې تر دې حده هم پر مخ ځي چې ځانته تاوان هم رسولی شي.

په ټول کې دوي غواړي ولیدل شي او ورته توجه وشي ، دوي دا وس نه لري چې په طبیعي لارو خواخوږي او مینه خپله کړي، او زیاترو ېې په خپل ژوند کې کمه خواخوږي او مینه لیدلي وي نو چې کله روغتیايي برخې ته راشي دلته په طبیعي توګه له ناروغانو سره خواخوږي ډیره کیږي نو دوي هره لاره او روده کاروي چې دغه خواخوږي تل له ځان سره ولري.

دوي تل هڅه کوي وښيي چې ناروغي ېې خطرناکه او تر نورو متفاوته ده، ډیرځله دروغ وايي چې په ادرار یا غایطه موادو کې ېې وینه لیدل کیږي، اویا وايي سخت ډپرشن لري.

د دغو کسانو ټول هدف او تمرکز په دې وي چې ښه نه شي ، دوي هیڅ ډول مادي امتیاز هم نه غواړي او نه ېې استراحت ته زړه کیږي خو غواړي وښيي چې ناروغان دي حتي په خپله دوي هم نه پوهیږي ولې دا کار کوي نو د زړه خوږي وړ کسان هم دي او باید معالجه ېې په سمه توګه د رواني ډاکټر له لوري وشي.

د Münchausens syndrom   نوم په ۱۹۵۱ میلادي کال کې د Baron von Münchausen له نومه اخیستل شوی دی دغه کس یو جرمنی نجیب زاده ؤ چې لیکوالي ېې هم کوله او ډیرو خیالي داستانونو به ېې خلک حیران کړل.

هغه به ډیرښکرور دروغ ویل د مثال په توګه په خپل یوه داستان « سپوږمۍ ته سفر» کې وايي چې داسې کسان ېې ولیدل چې سرونه ېې تر تخرګونو لاندې نیولي ؤ.

د دې ناروغۍ تشخیص وخت ډیر غواړي ځکه چې د تشخیص یوه لویه برخه د ناروغ په خبرو متکي وي کله چې ناروغ دروغ وايي او نښې نښانې سمې نه شي ویلی نو تشخیص هم نه شي کیداي.

په امریکا کې احصايي د دې ښودنه کوي چې کابو یو په سلو امریکایان کې یو د   Münchausens syndrome سندروم لري طبیعي خبره ده چې دغه شمیره به زموږ په هیواد کې ډیره زیاته وي ځکه چې د دې ناروغۍ په علت کې ناسم ماشومتوب یاد شوی دی او هغه کسان ډیر پرې اخته کیږي چې مور او پلار په ماشومتوب کې ورسره کمه مینه کړي وي.

په ایټالیا کې پر ۷۵۱ کسانو دغه څیړنه شوې چې درې تنو پکې دغه سندرم درلود.

په امریکا کې یوه ناروغه دولس کاله په بیلابیلو رواغتونونو کې بستر شوې وه او ۴۲ ځله ېې جراحي عملیات شوي ؤ او وروستۍ ځل چې په رښتیا سرطان شوه ډاکټرانو ېې علاج نه کاوه.

ځینې دغه ناروغان له بده مرغه د ځان په ځاي خپلو ماشومانو ته تاوان رسوي ددې لپاره چې د خلکو زړه پرې وخوږیږي.

لکه چې مخکې مې وویل ممکن موږ ته دغه ډول کسان مکار او دروغجن ښکاره شي او وېې رټو خو په حقیقت کې دوي رواني ستونزه لري ځکه چې هیڅکله یو روغ کس دومره دروغ نه وايي چې ځانته تاوان پیښ کړي.

له بده مرغه دغه ناروغان هیڅکله د معالجې لپاره مرسته هم نه غواړي او تل هڅه کوي نور تیر باسي.

په دې ناروغۍ کې څو فکټورونه رول لري ، ځینې کسان وايي دغه ناروغي له ماشومتوبه ملګرې کیږي او د عمر په پخیدا سره ناروغ په دروغ ویلو کې تکړه کیږي.

په هغو کورنیو کې چې له ماشومانو سره مساوي مینه نه کیږي ، او یا کله چې یو ماشوم ناروغه شي او ډیره توجه ورته وشي نو هغه بل هم هڅه کوي دغه توجه خپله کړي نو له همدې وخته د ناروغۍ زړي په ماشوم کې کرل کیږي .

ډاکټران سپارښتنه کوي چې کله له دغسې ناروغانو سره مخامخ شو او دې نتیجې ته ورسیدو چې دغه سندروم لري غوره ده رښتیا ورته وویل شي او باید له رواني پلوه ېې معالجه وشي خو د دې ترڅنګ غوره ده مخامخ ورته ونه ویل شي چې ته دروغ وايي او تمارض کوې بلکه په ډیر معقول ډول ېې قانع کړو چې دا یو ناروغي ده او دا یوازې ته نه ېې بلکه نور کسان هم شته خو ښه به دا وي چې ځان ترې خلاص کړې.

منبع:

forskning.no

One thought on “تمارض، ناروغي که مکاري/ ډاکټر سباوون”
  1. زه له خپلې مېرمنې سره ډېر په تکلیف یم، هغه هم ورته ستونزه لري، روغه جوړه وي، بس یو شی پلمه کړی
    بیا نو ځان یو بل ډاکټر ته ښيي، اوس خو هغه قامپرست او بااحساسه ډاکټران نشته، د اوسنی نسل ډاکټران چې ټول د پيسو په خاطر د اسان ژوند هم اخلي دا ډول ناروغانو ته خوشال وي ز
    زما مېرمن د خپلو ماشومانو وړه ناروغي هم لویه بلا کړي او که زه وایم څه تکلیف نشته وايي، کنجوس یې،
    بس الله مو له داسې بلاوو ساته.

ځواب ورکول کمر پښتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *