حکمت کرزی او تهمینه جنجوعه

تاند- د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو پرون /دوشنبه/ په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د ناستو ترڅنګ د دوو هیوادونو پر اړیکو خبرې وکړې.

دي نیوز ورځپاڼه وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې تهمینې جنجوعه د افغانستان د باندنیو چارو له مرستیال وزیر حکمت کرزي سره په کتنه کې په افغانستان کې سولې او ثبات ته د پاکستان لېوالتیا ښکاره کړه، ویې ویل چې د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سیمې او پاکستان لپاره مهمه ده.

دې په عین حال کې وویل چې د افغانستان شخړه پوځي حللار نه لري؛ نو پکار ده چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د خبرو اترو له لارې سیاسي جوړجاړی وشي.

وروسته له دې چې امریکا د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې؛ پاکستان بیا بیا وايي چې د افغانستان مسله له پوځي لارې نه شي حل کېدای.

پرون د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس وویل چې افغانستان ته د اضافي ځواکونو تګ پیل شوی دی.

د پاکستاني ورځپاڼې (دي نیوز) د راپور پر اساس، د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت کرزي له پاکستان سره په ټولو برخو او ټولو سویو د خبرو ملاتړ وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې پرون د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ټام شنن سره هم د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اغلې جنجوعه ښاغلي شنن ته د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه د پاکستان نظرونه وړاندې کړل.

دې د افغانستان په سوله کې د پاکستان د همکارۍ ژمنه وکړه، ویې ویل، پاکستان د افغانستان سولې ته خورا زیات اهمیت ورکوي او د هغه د سیمې په ګټه بولي.

2 thoughts on “تهمینه جنجوعه: د افغانستان په سوله کې همکاري کوو”
  1. ددى حرمونو په يوه خبره هم و نه غوليگى. دا د سرطان أو لعنت شوي شيطان أولاده دي قسم په خداى كه په خپل يوه خبري هم ولار وي. دوي يؤ وار بيا د دنياوالو په سترگو كى خاوري اچوي. دا د ستر ابليس أولاده دي

  2. دا د کیالې بچیان غواړي پدې ترتیب سره خپل مزدوران له حتمی مرګ نه بچ کړي او غواړي د سولې له لارې یو ځل بیا ټالیبانو ته د ژوندي پاته کېدو چانس برابر کړي. د ټالیبانو ژوندي پاته کېدل مار ته په لستوڼي کې ځای ورکول دي.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *