تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ یو کاندید حکیم تورسن، چې د ډېرو خلکو په باور د بري هیڅ چانس نه لري، وايي، که څوک غواړي یا نه غواړي د افغانستان راتلونکی ولسمشر دی.

تورسن ادعا وکړه چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايی رييس عبدالله د چاینکي پزۍ شاګردي هم نه ورکوي.

ده د افغانستان د مشرانو جرګې له تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې اشرف غني، جنرال دوستم، محمد محقق او صلاح الدین رباني غوښتل چې د ده مرستیالان شي خو ده ورسره ونه منله.

تورسن وايي، په انتخاباتو کې نه کوم سیال لرم او نه دغو لس، دوولس یا درلس کاندیدانو ته د خاشې اهمیت ورکوي.

د ښاغلی تورسن مرکې د خلکو زیات پام ځان ته اړولی او ټول یې حیران کړي دي.-

3 thoughts on “تورسن وايي، غني او عبدالله ته د سماوار شاګردي نه ورکوي”
  1. تورسن لکه چی هوټل جوړوی ،
    ددی نو د کمیسیون نه پوښتنه وشی چی دا یی دڅه لپاره کاندید کړی او دیته ورته نور څو تنه دی؟

  2. سیاست همداسی بې پدره او بې مادره کسب دی
    داسی څه به په سیاست کی ووینې چي مخکی دی ټوکی بللې
    امّا
    تورسن صئیب دا یوه وعده بېځایه راکړېده چي ګواکی غنی او عبدولا ته به د چاینکۍ والا د شاګردۍ دنده هم ور ونه سپاری ځکه هغوی دوه شاید د چاینکۍ غوښي هم په جیب کی واچوی
    دده د دې ټینګی وعدی څخه داسی ښکاری چي د جمهو رئیس کېدو په صورت کی باید بل کار ترې پاته وی او فقط پر سماوارو به ګرځی څو غنی او عبدولا د سماوار د شاګردۍ څخه منع کاندی

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *