ارشیف

سپين روان نورزی  

کله چې فرعون غوښتل په مصر کې د خدايۍ دعوا وکړی، ده له خپل ملګري او مشاور وزير عمان سره مشوره وکړه چې زما زور، پيسې او امکانات دا نه ايجابوي چې يوازې په پاچا کېدو اکتفاء وکړم، ما ته بايد د تقدس په سترګه وکتل شي او خلک داسې احترام راته وکړي لکه څه ډول چې د يوه خالق او قادر مطلق ذات لپاره لازم دی.

عمان له لږ فکر او سوچ وروسته مشوره ورکړه چې ستا شان او شوکت کاملاً د همداسې يوه موقف لپاره مناسب دی.

فرعون له عمانه پوښتنه وکړه چې دا خو زما او ستا خبره ده، ايا خلک به دا دعوا راسره ومني او کنه.

عمان ورته وخندل او ويې ويل چې خلک به يې ومني، خو له لږ ځنډ وروسته.

عمان په خپل وخت کې ډېر هوښيار او ځيرک انسان و، دی په دې پوهېدو چې دم ګړۍ دا ډېره ګرانه ده چې په خلکو د فرعون خدايي ومنل شي، ځکه خلک په دې پوهېږي چې دا امکان نه لری چې يو انسان الهي مقام ته ورسېږي.

لومړۍ بايد د خلکو په اذهانو کار وشي، ځکه سليم عقل په هېڅ صورت دا ادعا نه مني، بيا ورته خپله دعوا وړاندې کړو.

عمان فرعون ته وړانديز وکړ چې د ښوونځيو دروازې وتړه او ولس ته اجازه مه ورکوه چې تعليم وکړي، دا کار بايد يو څو کاله دوام وکړي له هغه وروسته کله چې دعوا وکړو په اسانۍ يې په خلکو منلې شو.

فرعون همداسې وکړل څو کاله يې ښوونځي وتړل، کله چې خلک ښه جاهل شول، نو ده د خدايۍ دعوا وکړه خلکو په ډېر اسانۍ ومنله.

د افغانستان اوسنی حال په مصر کې د فرعوني دورې سره ډېر ورته والی لري. په دې سيمه کې هم يو څوک شته چې غواړي د خدايۍ دعوا وکړي، په همدې دليل هڅه کوي چې له خپلې وسې سره سم د ښوونې او روزنې په بهير بريد وکړي او افغان ولس د جهل په تور تم کې وساتي.

تقربياً يوه پېړۍ په پوره کېدو ده چې دلته په شکل د اشکالو د ښوونځيو لپاره دسيسې او توطيې جوړې شوې دي.

که ډېر پخواني تاريخ ته ونه ګرځو د شلمې پېړې له دويمې نيمايي يې راپيل کړو، نو دا به ووينو چې ښوونځيو ته تلونکي ځوانان په کومو القابو او نومونو لمانځل شوي، وهل شوي او ډول ډول شکنجې ورکړل شوې دي.

د ۱۹۹۲ زيږديز کال راوروسته کله چې د ډاکټر نجيب حکومت وران شو او واک مجاهدينو ته ورسېدو، دوی په خپلو کې د واک پر سر په جګړه اخته شول، ښوونيز سيستم له سخت زيان سره مخامخ شو تر هغې، د ښوونې او روزنې بهير ټکول کېدو ترڅو پورې چې د طالبانو واکمني نسکوره نه وه او د نړيوالې ټولنې په ملتيا نوي اداره رامنځته شوې نه وه.

د مجاهدينو او طالبانو د واکمنۍ پر مهال يو نسل په بشپړه معنا بې سواده شو، خو کله چې د حامد کرزي په اداره کې نړيوالې ټولنې د ښوونې او روزنې له بهير سره مرسته پيل کړه، د افغان ولس دښمن خپل تکتيک ته بدلون ورکړ او په کليو کې يې نه يوازې خلک ښوونځيو ته نه پرېښودل، بلکې د ښوونځيو ودانۍ يې هم ترې سوځولې.

دا کار په اطرافي سيمو کې دومره موډ شو چې خلکو خپل اولادونه يا له ښوونځيو ويستل او يا يې د زده کړو لپاره ښارونو ته ولېږل، ښارونو ته د ماشومانو لېږل دومره ډېر شول چې د دښمن پاليسۍ په کليو کې نور د تطبيق له مداره ووته، په همدې دليل دښمن خپله پاليسي بدله کړه او ورو ورو غواړي چې د نوي پاليسۍ په چوکاټ کې په ښارونو کې هم د ښوونې او روزنې بهير و ځپي او ولس ته د جهل او ناپوهۍ سره په روانه مبارزه کې ماته ورکړي، چې څرګنده نمونه يې د کابل ښار د دشتې برچي په سيمه کې د کانکور امادګۍ په ټولګي ځانمرګی بريد دی، چې په ترڅ کې يې له پنځوسو ډېر زده کونکي شهيدان او لسګونه نور ټپيان شول.

په دې خو هر څوک پوهېږي چې دا لومړۍ بريد نه دی، خو په دې دې هم پوه شي چې دا وروستۍ هم نه دی، تر هغې به دا لړۍ روانه وي ترڅو پورې چې موږ د دوی د خدايۍ دعوا نه وي منلي.

خو د پوهنې د بهير دښمن دې په دې خبر شي چې دا د مصر فرعوني عصر نه دی، نن هر سړی په دې پوهېږي چې پوهنه څومره اړينه ده امکان نه لري چې دوی له خپل هوډه راوګرځي.

حتا زموږ ماشومان هم په دې پوهېږي چې موږ زده کړې ته اړتيا لرو:

ښوونځی رانه وران نه کړي اړتيا زده کړې ته لرمه

افغانۍ ماشومه يمه، افغانۍ ماشومه يمه

One thought on “تور لوګی ترې پورته کېږي، د افغان بچو ښوونځي دی”
  1. زه خو به يواځې په دغه بسوالی وکړم يعنې کوم کسان چې ښونځي سوځي او د پوهی او د تعلیم مخکې خنډونه جوړوي هغوی نه دا چې انسانان نه بلکې مسلمانان هم نه دي. علم د الله تعالی صفت دئ. په علم انسان ځان الله تعالی ته نژدی کولای شي. او بل د محمد مصطفى ص حديث دئ چي علم په ښځه او نر فرض دئ بايد چې تر لاسه یې کړې که چين ته هم ور پسې د تللو اړتيا وی

ځواب ورکول Salim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *