ښاغلی ارینزی

کله چې د ډاکټر نجیب الله دولت نسکور او د حضرت صبغت الله مجددي او استاد برهان الدین برباني په مشرۍ، اسلامي دولت جوړ شو، دوه – دری کسانو په افغانستان بانک کې جاري حسابونه پرانستل. له دې مخکې هیچا اجازه نه درلوده چې په مرکزي بانک کې جاري حساب ولري؛ ځکه چې دا کار د دې بانک له تګلارې او دندو سره په ټکر کې واقع کېده.

دې نویو تنظیمي سوداګرو به د پښتنې تجارتي بانک، صادراتو پراختیا بانک او ملي بانک چکونه له خلکو څخه په بازار کې په نیمه بیه اخستل، بیا به یې د چک پیسې د مربوط بانک له حساب څخه مرکزي بانک ته انتقال کړې، له هغه ځایه به یې نوې پیسې ویستلې، بیا به یې په شهزاده سرای کې د نورو بانکونو چکونه په نیمه بیه اخستل او په دې توګه به یې هره ورځ پانګه پوره دوه برابره کېده!!

له دې کسانو څخه یو چې په انجینر مشهور و، یوه ورځ ماته وویل چې نن یې اوه سوه ملیونه افغانۍ ګټلې دي!!

هو! دې عالیجنابانو د خلکو د اولادونو د سر او د زرګونو کلیو د بشپړې تباهۍ په بیه، د پیسو او ګټو داسې لارې موندلې وې چې مخکې یې ساری نه درلود او حتی د شیطانانو له سویې څخه پورته وې!

په هر صورت کال وروسته یو له دې کسانو څخه چې اوس یې دېرش – څلوېښت باډیګاردان درلودل، د نوی ښار ستاره رستورانت څنګ ته یې (قرارګاه) جوړه کړې وه، په پروان مینه کې په یوه لویه بنګله کې اوسېده او نوې ښځه یې هم په نکاح اخیستې وه، یوه ورځ ما ته وویل چې هره ورځ BBC د خلکو نومونه اخلي؛ خو زه یې هډو هېر کړی یم. نه پوهیږم څه وکړم چې (مه شه هور) او په BBC کې یاد شم؟

دې سړي په دې ورځو کې د یو کور د جوړولو خبره ډېره کوله. کله به یې ایراني نقشې یادولې، کله به یې عربي ذهن ته ورتلې، کله به یې د پېښور حیات آباد کورونه ستایل او کله به یې د کابل پخواني پاخه کورونه په سترګو کې ګرځېدل چې اوس د پنجاب د پلان له مخې هره ورځ ورانېدل او ښار د یوې کنډوالې بڼه غوره کوله.

په هغه ورځ چې زما دې جهادي ملګري د شلم ځل له پاره د کور او شهرت خبره یاده کړه، ما په ټوکه ورته وویل چې راځه دا د زرنګار پارک په څنډه، عامه کتابتون ته مخامخ، د ملک اصغر خان څلور لاره بنده کړه، یو څو موټره ډبرې، شګه او سمنټ واړوه او بس د یوې دنګې ودانۍ کار پیل کړه!

ده وویل چې دا خو ارګ ته ډېر نژدې دی او د اوو اقلیمو پاچا یې هره ورځ ویني. دلته به څوک زما ودانۍ و نه مني!

ما ورته وویل چې له قانون څخه د تیښتې غوره ځای د قاضی کور دی. دلته هم ډېر قانون په ارګ کې تر پښو لاندې دی او د پاچا نژدې کسان ټول د قانون مخ ته لاړې غورځوي؛ نو ته ډاډه اوسه چې هیڅوک به هم ستا مخې ته ونه درېږي. څلوېښت داسې باډیګاردان لري چې هر یو په قساوت او ناروا کې شهره آفاق باله شی. هغه دلته ودروه چې څوک درته کاږه ونه ګوري!

نوي قوماندان زما وړاندیز ډېر غیرعقلاني یا غیرعملي و نه باله؛ خو داسې وېره یې درلوده چې ارګ ته په نژدې عمومي څلورلاره کې به کور جوړول ښه کار نه وي!

ده عقیده درلوده چې په خیرخانه، تایمني، خوشحال خان مینه یا درېیمه کارته کې دا کار کېدونکی دی؛ ځکه له ارګه لیرې دي او پاچا یې نه ویني؛ خو دا څلورلاره ارګ او پاچا ته ډېر نژدې موقعیت لري!

ما ځواب ورکړ چې ته له کوره د شهرت شوقی یې، که کور جوړ شو نور علی نور؛ که جوړ نه شو (مه شه هور) خو به شي او BBC به دې یاد کړي!!

ده وخندل او وې ویل چې زه به لږ فکر وکړم او بیا به د کور جوړولو یا نه جوړولو پرېکړه وکړو!

دا کیسه مې ځکه ولیکه چې د وردګو ولایت په پلازمېنه (میدان ښار) کې همداسې یو کار شوی او څو چارواکو د کریم خان تالار د رسمي انګړ په منځنۍ برخه کې، د کورونو له پاره ځمکه غضب کړې ده!

په میدان ښار کې د کریم خان تالار انګړ یا محوطه د کابل د ملک اصغر خان څلور لارې حیثیت لري. که دا څلورلاره ارګ او پاچا ته نژدې ده، کریم خان تالار د وردګو ولایت مقام ته ډېر نژدې پروت دی او جناب والي صیب یې هره ورځ وینی! د استاد رباني د پاچایې په وخت کې هغه جهادي قوماندان دا جرئت ونکړ چې د ملک اصغر خان څلور لاره غضب او هلته کور جوړ کړي؛ خو د حامد کرزي د پاچایې په وروستیو میاشتو کې، د وردګو والي مجید خان خوګیانی جمع تفداني او چهاریار کبار(د والي د امنیت مشر، د والي ویاند، د والي اداري رییس او نور) د داسې لویې ودانۍ الحاقیه ځمکه غضب کړه چې احاطه لري، فلمونه یې شته، خلک پرې خبر دي، خلک یې ویني؛ خو دا چارواکي دومره حریص وو چې د خلکو شرم او پیغور یې په غاړه واخست؛ خو د کریم خان تالار الحاقیه ځمکه یې په نره عضب او د کورونو له پاره په خپلو کې ووېشله!

په پښتو کې یو متل چې وایې پک مې لیدلی و؛ خو نه ماغزه وتلي! د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د چارواکو او د چارواکو تنظیمي خپلوانو په داسې چور او غضب لاس پورې کړ چې ښایې د نړۍ په تاریخ کې ساري و نه لري.

په میدان ښار کې د غازي کریم خان تالار د محوطې د ځمکې غضب د همغه پک کیسه ده چې ماغزه یې وتلي ښکاري!

دا دومره بېشرمې ده چې ساری نه لري.

که څه هم چې د دې ودانیو کارونه اوس ولاړ ښکاري؛ خو د هغه کسانو نومونه به په تاریخ کې په تورو کرښو ولیکل شي چې په دومره سپين سترګی عامه، شخصي او دولتي ملکیتونه غضبوي؛ خو خلکو ته ځانونه سپینې کوترې معرفي کوي!

د ښاغلو کرزي، غني، عبدالله په واکمنیو کې سپینې کوترې نشته؛ خو تور کارغان سخت په مزو کې ډوب ښکاري!

—————————–

په تاند کې د ښاغلي ارینزي ځیني نورې لیکنې:

د اروپا لویه وچه، د اسیا لویه وچه، د وحشت او بربریت نوې څپې، د محترم حسن افغان د لیکنې… ، د بودا پست غونډه، سوله کېږي خو…،  د علي جان نیم خرېیلی سر

3 thoughts on “تور کارغان/ احسان الله ارینزی”
  1. پوښتنه داده چې د کرزي په ړنده دوره کې خو خلکو په زرګونو جريبه دولتي ځمکې ونيولې خو بيا بر خلاف په همدې ړاند ه حکومت کې زموږ يو څه ځمکه دولت نيولې او درې کاله کيږي چې په دې نوم او هغه نوم پلمې کوي او د بډو، پلمو او بهانو ستر پېټئ ېې ددې سيمې خلکو ته ايجاد کړي دى ته واېې عدالت او انصاف
    نه پوهيږو چې له چاسره دغه موضوع په حقوقي او عرفي ډول فيصله کړو. او د حل لاره ېې بايد د چاله خوا پاى ته ورسيږي؟
    داسې ښکاري چې تور کارغان هم زموږ د ځمکې لپاره ښاماران شوي دي

  2. آرینزی صاحب!
    سلامونه او نېکې هیلې درته وړاندې کوم.
    ليکنه مې خوښه شوله، بس یو څو ټکي درته لیکل غواړم.
    • هرڅوک چې له دې ګران هېواد او ځورېدلي ولس سره تر هر سرلیک لاندې او په دور کې کوم ډول چلند کوي، هغوی ټول یا سپینې کوترې او یا هم تور کارغان وي.
    • تاسې د دافغانستان بانک له لارې د یو چا په اړه هم څه لیکلي دي، تا سو هم په دغه اداره کې کار کاوه، په هماغه وخت کې څومره سپينې کوترې او څومره تورکارغان درسره وو؟
    • تاسې چې د څلويښتو ګاردانو لرونکي قوماندان ته هغه وخت داسې مشوره ورکوله چې په چهاراهي ملک اصغر کې کور جوړ کړي! آیا تاسې دا فکر نه کوي چې اوس به ستا سو په شان یا د ښه نیت او یا هم د بد نیت مشاورین لا نور زیات شوي وي؟
    • د وردګو پخواني والي صاحب انجنیر عبدالمجید یوځل په یوه ټولنیزه ناسته او بل ځل په یوه رسنیزه ناسته کې راسره ناست وو او تل به یې د خپل سپینوالی په اړه زیات څه ویل، خو دی فکر کوم چې د کرزي په دې پلان نه وو خبر چې دصدیق چکړي، نصر الله ستانکزي او د دوی په شان له نورو سره یې کوم سیاست وکاراوه؟
    • د وردګو ولایت متدین او غیرتي ولس، چې کله کوم مسؤول یا غیر مسؤول کس په دغه شان کړنه لاس پورې کوي، د هغه په وړاندې له خپل وس او توان سره سم ودریږي او د هغه د ناروا او تېري مخه دې په مېړانه او غیرتي دریځ ډپ کړي.

  3. رینزی صاحب
    سلامونه او نېکې هیلې درته وړاندې کوم.

    ليکنه مې ډیره خوښه شوه، چه تاسی پکی د داسی

    خلکو یادونه کړی چه همیشه ورسره د چور او تا لان فکر دی ،خو دی ته حیران یم چه څومره کاغذونه ،رنګونه او قلمونه به

    پیداکړو چه ددی چورګرو ،،تالانګرو ،غاصیبینو ، سړی وژونکو او ……….. نومونه پری ولیکو. .

    په درنښت

ځواب ورکول ع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *