تاند- په خوست ولایت کې د سولې د راډیو چلوونکي وايي چې وروستۍ سختې سیلۍ د دې راډیو وسایل سخت زیانمن کړي او دا رادیو نور خپرونې نه شي کولی.

د سولې د راډیو چلوونکي زاهد شاه انګار ویلي چې توپان د دوی راډیو تخنیکي وسایل ویجاړ یا زیانمن کړي دي.

د ښاغلي انګار په وینا د راډیو خپرونې درېدلي ځکه چې د خپرونو د ریلې اتنونه، انترنټ، او نور وسایل یا بیخي ویجاړ شوي او یا سخت زیانمن شوي دي.

ده دا هم ویلي چې د سولې د راډیو له لارې د خپرېدونکې سلام وطندار راډیو اخذه هم خرابه شوې ده. د خوست د سولې راډیو یوه له لومړنیو خصوصي راډیوګانو څخه ګڼل کېږي.

One thought on “توپان د خوست د سولې راډیو له کاره غورځولې”

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *